رسیدن به آسمایی: 17.05.2009 ؛ نشر در آسمایی: 18.05.2009


 

«په افغان فرهنگي اوټولنيز چاپيريال كې فولكلوري شعر په پرله پسې توگه دعزت اووياړ پر بنياد راوټوكيد ۔ ملنگ جان بهسودی يې يو مودرن مثال دی ۔ چې په سختيو كې را لوې شو اوډير ځوان و چې دموټر دټكر په پيښه كې په  ۱۹۵۷ كال كې مړ شو ۔ ٬ خو دهغه شعرونه چاپ شول .سندرې شولي اوپه يادو يادشول ۔ باسواده افغانان هميشه ددغه شعرونو ډير ښه مثالونه پيدا كوي اوپه يوه حالت كې يې تطبيقوي ۔ شعرونه په عين وخت كې په ډيره ښه توگه  كمپوز كوي»

لويس دوپرې

 دافغانستان تاريخ په انگريزي ژبه

 

 

اكبر كرگر

د پښتنو له  ټولنيزې  سايكالوژۍ

څخه د ملنگ جان يو درس 

ملنگ جان اودپښتنې پيغور مساله :

۔ ملنگ جان وكړاى شول  دخپل اولس په زاړه اودپيړيو گردوهلي روح كې اود ټولنې په زاړه كالبد كې داسې ساه  پوه كړي چې هغه لكه دحشر په ورځ له گوره راپاڅوي ۔  دغه كړيكه چې  كليو بانډو  ليرې جونگړو ته لاره پيدا كوي  په پښتون اولس كې ديوې نوې بېدارۍ  په قوت كې برخه اخلي ۔

په دې مقاله كې موږ دملنگ جان دشعرونو په يوه باريكه اوډيره حساسه نقطه خبرې كوو۔ ملنگ جان په رښتيا چې كومه مدرسه اوپوهنځي نه دى لوستې ۔ خو دې كې شك نشته چې دپښتنې ټولنې دروح اوروان پيژندنه خپله يوه داسې مدرسې  ته ورته ده چې پخپله اوسيدونكې يې ښه پرې پوهيداى شي ۔ ملنگ جان په دې راز پوهيدلى دى ۔ اودپښتنو دټولنيزى اروا پوهنې يوه غوټه يې كشف كړې ده . هغه يې دخپل پيغام درسولو له پاره كارولي ده ۔ اوهغه په پښتنې فرهنگ كې دپيغور مساله ده ۔ چې دلته پرې يو څه مكث كو ۔ ددې مسالي دښې شننې له پاره اړيو چې دافغانې فرهنگ اوفولكلور  په بنسټ  ورته ځير شو ۔

مشهور امريكايي مورخ اوافغانستان  پيژندونكې لويس دوپرې په خپل اثر كې ليكي :

افغاني  فولكلور اواسطورې اكثرا  په خودماني توگه داسلام سره تړاو لري ٬ همدارنگه زياتره په لويه سطحه كې  له اسلام څخه دمخه موجود ې وې  ۔ البته ټول مذاهب سره له دې چې  په عالي توگه دنږدي ړومبنيو افكارو پر بنياد جوړ شوي دي  اونوي افسانې ورسره چې له نويو اړتياوو  سره سروخوري اداپت شويدي۔ دوپرې دا خبره نه هيروي چې افغاني لرغوني اساطير اوعقيدې هم داسلامي عقايدو سره چې په ښكار ه مخالفت كې نه وې   اواړتيا ورته موجوده وه اداپت شويدي ۔ نوموړى دې خبرې ته اشاره كوي چې:

فولكلوري كيسې اوفولكلوري  سندري په افغانستان كې اويا په نورو له سواد څخه تر مخه اويا بې سوادو ټولنو كې داسې غونډ او ټول و چې دفردي رواني ارضا له پاره تقويه كېدلي  ۔ نوموړى په مشخص ډول دملنگ جان په باب وايي :

((په افغان فرهنگي اوټولنيز چاپيريال كې فولكلوري شعر په پرله پسې توگه دعزت اووياړ پر بنياد راوټوكيد ۔ ملنگ جان بهسودی يې يو مودرن مثال دی ۔ چې په سختيو كې را لوې شو اوډير ځوان و چې دموټر دټكر په پيښه كې په  ۱۹۵۷ كال كې ووژل شو ۔ ٬ خو دهغه شعرونه چاپ شول سندرې شولي اوپه يادو يادشول ۔ باسواده افغانان هميشه ددغه شعرونو ډير ښه مثالونه پيدا كوي اوپه يوه حالت كې يې تطبيقوي ۔ شعرونه په عين وخت كې په ډيره ښه توگه  كمپوز كوي ۔  ټول افغان اشعار په پياوړي توگه خپريږي ٬ كه عنوان يې سياسي وي ٬سايكالوجيك اويا دمينې په باب وي ۔))  ( ۱)        دوپرې        مخ

فولكلور اويا فولك موزيك په بي سواده ټولنو كې ډيرې دندې لري ۔ خو ټول يې بيا دوسايلو  اوسات تيريو په محور  څرخي ۔ داموجوده ډله  توضيح  اوارضا كوي ۔ دا ايديال شخصيت اوڅيره تعريفوي  اودايديال شخصيت دروني كړه وړه تشريح كوي. په ډله كې دننه اوله ډلي بهر ٬اړيكي څيړي ۔ افغان فولك سندري اوفولكلوري كيسو كې دا هميشنی تمايل شته ٬نه اعتراض په موجوده نظم باندې ۔ ملنگ جان يو له داسې بې مثاله  استعدادونو څخه دى چې داولس نبض ښه پيژني اوپه هغه ښه پوهيږي اوله هماغه څه څخه كار اخلي چې  په ټولو پښتنو كې په مساوي توگه يو شان دفرد اوټولنې تحت الشعور راسپړي ۔

پيغور دارواپوهنيز اركي تايپ په توگه

د څيړنو له مخې په بشري  ټولنو كې يو ډول داسې كلي ذهنې تمايلات موجود دي  چې هغه د ټولنو ددود او ورسم  دپرله پسې اساطيرې افكارو دتوليدولو اوزيږولو لورى اوهغه ته ورته والى لري  ٬چې داد ټولنيز روان يوه مخزن  بللى شو۔ دا  په گډه سره دخيال كولو احساس ٬ ديوډل ورته  ټولنيزو افكارو ٬ هستونه ٬چې  په هر ځاى اوهر وخت كې له سننو پرته رامنځ ته كيږي داسې  نمونه يې يا مثالي افكار دى چې كله دخبرتيا سطحې ته راځي نوپه كړنوافكارو اوانځورو نو   كې څرگنديږي ۔

يونگ وايي دنااگاه ضمير ډيره ژوره برخه غير شخصي يا جمعي اوكلي  ده ۔ دا ځكه چې دهغه محتوى داسې څه نه دي چې دشخص دعمر په اوږدو كې ترلاسه شوي وي بلكې په ټولو انسانانو كې يو ډول وي  ۔ يونگ دا محتوى جمعي اوكلي نه نوموله دا ځكه چې دانسان ټول مختصات تر هغه ځايه چې گډ اودبشر نژاد جوړوي خاص جمعي اوكلي بنسټ لري .  

په اوسنۍ زمانه كي په ارواپوهنه كې يوه  مهمه او دبحث وړ خبره هم داده    چې  دلومړي ځل له پاره په ټولنو كې دگډ اوشريك لاشعور يا قومي يا ټولنيزلاشعور مساله راوسپړل شوه ۔هغه په دې باور دى .چې اولسونه يو ډول داسې افكار لري چې په ابتدايي ژوند كې دپيښو اوحوادثو سره دمخامخ كيدو په لړ كې  پيدا شوې اواوس په معاصر دوران كې په يو اوبل ډول ظهور كوي ۔  هغه دى نمونه يي اساطيري يا  ابتدايي افكارو  ته چې په ټول اولس يا قوم  كې يو شان اغيز اوموجوديت لري  اوكله كله داړتيا پر مهال  بيا ظهور كوي  اوله اعماقو راپورته كيږي اوواحد تاثير ښندي اركې تايپ وايي ۔

دپښتنو په فرهنگ اوټولنيز ژوند كې داسې ډير مثالونه اونمونې شته چې د دوى  په عاداتو  فولكلور اوسنننو كې ېى ځاى نيولى دى ۔ يو له دغو مسايلو اومثالونو څخه چې په عام ډول په پښتنوكې موجود دي هغه دپيغور مفهوم دى چې په ټول پښتنې فرهنگ كې په يوه سويه انگيزه اواغيز لري اودددې خبرې اغيز دپښتنو دټولنيز اوقبيلوي ځانگړنو پورې  مربوط دى.

غواړي له دې ډول مسايلو څخه په يوه باندې چې هغه ټولو پښتنو ته يو شا ده اوپه يو شان  پرې اغيز  كوي تماس ونيسو:

لومړى بايد دا وڅيړو چې پيغور څه شى  دى اوڅرنگه دټولو پښتنو له پاره ديو نمونه يي انگيزې  حييثت لري  اوڅه ډول دهيجاناتو دتوليد سبب كيږي ؟

ددې مسالې  سره موازې دفرد موقف اويا دجنسيت مساله هم مطرح كيږي ۔ يعنې دنارينه اوښځېنه  مساله چې له پيغور سره تړاو لري ۔ ملنگ جان څرنگه دپيغور مساله دملي خبرتيا داوچتيدو له پاره كارولې ده ۔ ؟

 

په قبيلوي مناسباتو كې پيغور قبلول دميړانې  منافي عمل دى  ۔هر سړى  چې دقبيلې   دمقرراتو څخه تېرى كوي هغه ته پيغور په برخه كيږي ۔ پيغور دپړ (ملامت ) برخه ده ۔ ديوه سړي چې پيغور په برخه شي هغه له وطنه ووځي ۔ اوكه پاته هم وي  نو كه دغه پيغور يو څوك ورپه يادكړي ډيره سخته مقابله ورسره كوي ۔ پيغور له يوه نسل څخه بل نسل ته هم انتقال كوي ۔ يعنې دلسم نيكه دپړې پيغور لسم لمسي ته وركول كيږي ۔ په خاص ډول هغه پيغور ډير بد بلل كيږي چې په قبيلوي ننگه كې دبي غيرتۍ څخه ورپيښ شوي وي ۔

له بلې خوا هر سړى چې جرم وكړي اوپر اثبات شي  پړ دى ۔ پړ مجبور دى چې خپل مقابل خواته تاوان اوشرم وركړي پړ ته پيغور هم په نصيب كيږي ۔ نو داځاى دى چې پښتانه متل كوي . (( په سلو وهلى ښه دى نه په يو ه پړ)) (۲)

له كومه ځايه چې دټولنيز اقتصادې تحليل سره ارتباط نيسي ، دپيغور مساله يا دننگ په ټولنه كې د نورو په نسبت دټيټ احساس پيدا كيدل په دې پوري اړه لري ، چې پښتانه په قبيلوي ژوند كې ټول ځانونه يو دبل سيال بولي اوهيڅ څوك ځان كم نه بولي ، زياتره شخړي اولانجې په پښتنو قبايلو كې (( په ځمكه ،اوبو ٬ مالدارۍ ،څړ ځاى ، غلا ،ځنگل ، ښځه ، رټلو وهلو ، سپكاوي ٬ وژنې ٬ اونورو پيښيږي ۔ پيښې تل هغو واحدونو ترمنځ واقع كيږي چې يا گډ ملكيت ولري ، اويا يو بل ته نږدي پراته وي ۔ دهرې پيښې شدت اواغيز ديوې بلې په پرتله توپير لري ۔ ))( ۳ )    

په دې اساس كه څوك په دې پورتنيو مسالو كې دخپل سيال نه كم راشې هغه ته پيغور جوړيږي. پيغور دومره ناوړه اغيزې لري چې له هغه ځان ژغورون  دانسان ژوند تباه كوي ۔  پيغور منل هم له كور وكلي اووطن څخه دوركيدو مانا لري اوله پيغور نه خلاصون هم داور سره لوبې كول اوژوند په خطر كې اچول دي ۔

يوه خو دسيال والي اوبرابرۍ مساله ده چې دقبيلوي ټولنې دمنظمې انارشۍ دتيورۍ پورې اړه لري ۔ ددې مسالې منشا اوبنسټ اصلا په ټولنيز مالكيت كې دى ۔ اوپه نسبي اړيكو كې دى ۔ پښتانه ځانونه دملكيت اودوينې داړيكو په اساس سره يو دبل په وړاندې سيال اوبرابر بولي ۔  نو كه چاته په يوه مساله كې پيغور پيدا شي اويا دپيغور موجب وگرځي ، نو په ټولنه كې دهغه انډول ويجاړيږي ۔

 بله مساله دجنسيت يا مرد سالارۍ تيوري ده  ۔ په پلارواكي  ټولنه كې ميړه هر څه دى .نارينه دننگ اوغيرت ساتندوى دى ۔ دميړه گړنه نه يوازې دنارينه له پاره بلكې دستايننوم په توگه هم كارولي شويده ۔ اوكيږي ۔ اوهغه څوك چې دښځې اوښځنوك خطاب ورته وشې هم يو ډول پيغور تلقي كيږي ۔ په دې اساس كله چې په لوړه كچه كې دغه دسيالۍ تيوري اودپلارواكۍ تيوري مطرح كيږي اودوطن اواولس اوملي خپلواكۍ مساله مطرح كيږي ،هغه كسان چې  دغه سيالي په پام كې نه نيسې نو دپيغور سره مخامخ كيږي ۔ د سمندر بدرښې كتاب ((پښتنې)) دداسې كيسو ټول  دى چې دپښتنو هغه ميرمنو ميړانه ښۍ چې دازادۍ په جنگ كې يې برخه اخيستې ده اوهغه نارينه وو ته چې له جنگ نه يې تيښته كړي دي پيغور وركوي ۔ دا لنډې په همدغه اثر كې راغلې ده چې وايي :

دملكنډ دسر طوطي واى      سوى ستي واى تومتي نه واى مينه ۔

خو ملنگ جان څه وايي ؟

ملنگ جان په خپلو شعرونو كې دې مهمې مسالې سره  تماس نيسې ۔ هغه په خپل پښتنې

 چاپيريال كې ديوه ساپوه  اويوه وگړ پوه په توگه دا زده كړې ده چې يو پښتون ته پيغور څومره اهميت لري ۔ ملنگ جان په دې پوهيدلې دى چې په يوه پلارواكه ټولنه كې خلك له كومو پيغامونو له لارې راوپاروي ۔ ملنگ جان په خپلو ډيرو شعرونو كې داسې شعرونه هم لري چې په هغو كې دا هڅونې شته ۔ اوله بلي خوا دزلمي اوپيغلي ديالوگ په شعري فورم كې چې يو بل هڅوى چې دازادى اوخپلواكۍ له پاره اودقام دخدمت له پاره ميدان ته ودانگي ۔

دلويديځ د ځينو څيړونكو په څيړنو كې هم داخبره ډير ي  قوي احساس شويده چې دپښتانه له پاره  له دې څخه ډيره درنه ښكنځل  بله نشته چې ورته وويل شي چې ياره ته خو هډو پښتون نه يي ۔ ملنگ جان دا خبره هم درك كړې ده او دپيغور په توگه يې ترې كار اخيستى دى ۔

د ملنگ جان شعر او د پښتنو د هيجان اواحساس راپارونې لارې :

اوس چې دپيغور په اړه مو خبري وكري دې ته راځو چې دملنگ جان په شعركې پيغور يوعالي اولوړ شوى   دريځ پيدا كوي ۔ ملنگ جان چاته دپولي دپټې د،گډې اودميښې دشړلو اودكليوال شرم پيغور نه وركوي ۔ بلكې دې له دې ((اركي تايپ ))څخه ديوه مثبت ملي ارزښت په توگه كار اخلي اوهغه دملت په سطحه كې مطرح كوي

نوموړي پيغور دملك دازادۍ دخاوري دتماميت دملي خپلواكۍ ، ملى پرمختيا دعلم اوپوهي دعامه ولو دسواد اوعلم دحاصلو لو له پاره كاروي ۔ هغه كسان چې دكوټو په كنجونو كې ناست وي ۔ هغو ته دپښتنې كودكس ((CODIX     يا كود اف كندكت   په توگه مطرح كوي  چې له هغو سرغړاوي كوي ۔ ملنگ جان دغو كسانو ته ښځنوك وايي ۔ ملنگ جان هغه كسان چې دنورو باداري مني اوهغو ته دپيسو په مقابل كې ارزښت نه وركوي ۔ بې غيرته وايي ۔ هغه بې پښتو بولي ۔

دغه اشعار په دې ډول دي ۔

نارې مې په غوږ واورۍ

په دې نظم كې  هيواد دمور په توگه تجسم پيداكوي ۔ اودا مفكوره چې وطن مور ده په ښه توگه روزل كيږي ۔ مور سره له دې چې يو محبوب موجود دى خو دپښتنو دسايكالوژۍ له مخې په مور اوښځه باندې غيرت نه كول  دبې غيرتۍ نښه ده ۔

نارې مې په غوږو اورۍ زه وطن ستاسو زانگو يم

روزونكى مو دجسم دازما اب و هوا ده

لږ پام راباندې وكړۍ اديره مو دپلرو يم

دهغو له سرو وينو نه رنگينه مې فضا ده

دا خاوره چې گورۍ درست هډوكي دنيكو دي

قبضه دنورو خلكو په ماباندې ناروا ده   ۔۔۔۔۔۔(۴)۔ دمينې كچكول  ۴۹ مخ

 

وتړه ملا په صداقت پښتونه

پښتانه ښه ښكاري له ننگه سره                 په هر ميدان دتورې شرنگه سره

دتاريخونو داستانونه گورۍ                       هم دنيكونو لوړ كارونه گورۍ

 نيكونو وينې پرې ښيندلې وروره             دازادۍ كيسې گټلې وروره

خرڅي يې نه كړې په پيسو پښتونه               بيا به خجل گرځې ترڅو پښتونه

حقوق دې مه پريږده بل چا له وروره                 هيره دې نه شې پښتنواله وروره

 چې خپل لوړ نوم چيرې بدل نه كړې                ځان ددونيا مخكې خجل نهكړې     

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۱۰۴ مخ

يا داشعر خ ترڅو به ستا وطن            تر څو به ستا گلشن

نيولى زاغ زغن

غيرت وكړه همت وكړه ترې وشړه زاغان

لږ وپيژنه ځان

ترڅو به نه پوهيږي                    دبل ساز ته گډېږې

په دروغو يې غوليږې

دنورو په لمسون سره له وروره مرور يې                ترڅو به كوروكر يي    ۱۴۵ مخ

 

يا دا

چې بې ننگ اوبې پښتو وې پښتون نه دى

چې دقوم په شرمېدو وي پښتون نه دى

پښتون هغه دى چې غم دتمام قام خوري چې دځان په جگيدو وي پښتون نه دى

دپښتون نظر مدام په ننگ ونام وي

چې نظر يې په پيسو وي پښتون نه دى

پښتون نه شي باداري دچا منلې چې اختيار يې دپردو وي پښتون نه دى ۔

۲۰۱

يوه باريكي په دې برخه كې موجوده . هغه داچې هر حماسي اودوياړنې شعر دشعر فورم ته زيان رسوي ، شعر په لاپو اوغورو بدلوي . دملنگ جان په شعر كې هم دا ځانگړنه شته ترې انكار نه شو كولى ،خو هغه څه چې دملنگ جان دشعر دلاپو اوتاريخي وياړنو اوغورو  برخه جبيره كوي هغه دملنگ جان په شعر كې بې شانه زياته موسيقي ده .دشعر موسيقي دهغه دشعر ته بل خوند ورزيات كړى دى . له بلې خوا دملنگ جان شعرونه پهيوه خاصهمقطع كې ويل شوي  چې هغه زمان كې دې ته اړه وه. خو كه اوس څوك دداسى لاپو اوغورو نه ډك شعر ووايې ٬ چې زما نيكه داسې باتور و ٬ تاريخ مو په اسيا كې بې مثاله دى ٠ ٠٠٠ داسې نور نو شعريت به ونه لري ٠ په تيرهه كه يو روښانفكر يې ووايي ٠

دپښتنې ټولني يو عمده اصل :  

دپښتنوالې له اصولو څخه  يو اساسي اصل يوه هم دميړانې روحيه ده ۔ دپښتنوالې  دقانون له مخې ميړانه ډير پراخ تعريف لري ۔ په عادي اوغير عادي حالاتو كې ديو شخص ميړانه دستايلو وړ صفت دى ۔ په عادي حالاتو كې بايد يو شخص ميلمه دوست ٬ رښتينى ملگرى ٬ په لوز ولاړ ٬مودب اوداخلاقي جرمونو څخه پاك  اوپه غير عادي حالاتو كې بايد له كورنۍ څخه دقبيلې په  ننگ ولاړ وي ۔

هغه بايد دجگړې په ډگر كې له دوښمن څخه مخ وانه اړوي ۔ اونه خو  خپل بدل چاته پريږدي  ۔ كه يو څوك پخپپللوم كې  دميړانې دپورتنيو اوصافو په درلودلو  شهرت پيدا كړي دقوم خلك هغه ته په درانده نظر گوري اوپه اجتماعي روابطو كې ښه دريځ غوره كوي ۔ كه يو شخص دميړانې پر ضد عملونو شهرت پيدا كړي هغه دخلكو په نظر كې سپك اوپه ټولنه كې ښه موقف نه شي موندلاى ۔ هغه دبېغيرت په  نوم يادوي ۔۔ دميړانې صفت دپښتنو په جنگي روحيه كې پوره څرگنديږي اودا روحيه ددوې دقبيلوي اړيكو څخه سرچينه اخلي ۔ تر اوسه داسې باندينې شرايط منځ ته نه دي راغلي چې ددوى قبيلوي  روابط اواجتماعي اقتصادي چوكات ورمات كړي ۔ دوى تر اوسه دخپلو قبيلوي شرايطو دننه يو ډول ازادي ساتلې ده اودخپلو جنگي مهارتونو اوروحيي په قوت دقبيلوي ازادۍ حفاظت اودفاع كوي ۔ همدا جنگي روحيه ده چې يو واحد په بل اويوه قبيله په بله اوباندنې عناصر دسيمې په قبيلو كې په زور نفوذ اوپر مختگ نه شي كولاى ۔

دوى تل دزور دنفوذ اوحملې  دخطر په مقابل كې سره يو كيږي اوداډول يو والى ددوى دقبيلوي چوكاټ دننه كې خپل منځي  روابط ټينگ ساتي ۔(۵(

دملنگ جان په لاندې شعرونو كې دا روحيه په ډير قوت سره ليدلاى شو.

 

پښتون اوپښتنې سوال اوځواب

ودې سوم محبوبې ستا دزلفو خريدار يمه              واخله مال وسرزما

زه دوطن لور يم دباننگو زلمو ياريمه

ورك دې كه بشرله ما

ودې سوم محبوبې خپل وصال باندې مې موړ كه ته

غم مې دزړه سوړ كه ته

پوه نه شوې په نيمه مړه ته دسره سيال نه يي

سيال مې دجمال نه يي

سيال دې دجمال يم ډير دولت لرمه خان يمه

بريت تاووم ځوان يمه

داسې خان دې ورك شې چې دبل لاس لاندي ژوند كوي 

ستا خاني څه خوند كوي

مه كوه پيغور مستې دسرو به دې زيور كړمه

موړ به دې ټبر كړمه

هغه مال دې ورك شې چې په ټيټو يې گټلى وي

نو٬م يې پرې بايللي وي ۔

نه يمه ټيټ سترگى پلار نيكه نه غټ پښتون يمه

تاپسې مجنون يمه

پلار خو دې پښتون و لاكن ته په پښتو پوې نه يې

 ته دې دپلار ځوى نه يې

څنگه دپلار زوى نه يم دپلار نه دونيا داريمه

 كوم تربور نه خواريمه

ته دونيا پرست يې دخپل پلار غوندې بهادر نه يي

 ته دسره نر نه يې

مه وايه داسپورې نور دقهره بې اختيا ريمه

وريت دې كړ ځيگر زما 

-------

زه له خپله پلاره څه كې كم يم چې پيغور كوې

دومره څله شور كوي

پلار دې ننگيالى ومړه تا غوندې بې ننگ نه و

هيڅوك يې دجنگ نه و

ما خو دخپل پلار اودنيكه نه اړولي دي

 ډېر مال مې گټلي دي

مال پسې دې اور شه مركه دننگ ناموس كوم

دې كې زه تپوس كوم

ښه دى چې تپوس كړې بې ننگي راته زما ښكاره كړه ته

پوه مې دوباره كړه ته

دادي بې ننگي ده چې دپلار پښتو ته نه گورې

دبل پيسو ته ښه گورى

 زه خو دخپل پلار اودنيكه نه بې همت نه يم

چاته خجالت نه يم

ولې نه شرميږې بې غيرته ځه زندان گوره

 جيل كې خپل بنديان گوره

رب خو دې ړنده كړه چې دې بې اوره كباب كړمه

څومره دې بې اب كړمه

تادې خالق ړوند كړي چې ستا ورونه يې وژل

تا ټيټ ورته كتل

مخ دې رانه ورك كړه ديارۍ نه دې بيزاريمه 

جوړ دې كړ محشر په ما

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

مخ دې رانه ليرې كړه چټې خبرې وايي ته

څومره بې حيا يې ته

خپله بې حيايي ټيټ سر ناست يې شرمېدلى يې 

كوټې په كنج كې غلى يې ۔

زه چې غلى ناست يم نو ستا ورونو څو وژلي دي

په كوم مورچل ختلي دي

ورونه مې نران دي لكه تاسو ټپسان نه دي

دبل چا غلامان نه دي

څه نر توب يې كړى چې دادومره جگ غږيږې ته

موږ پورې خنديږې ته

سور بيرغ ځليږي دادورونو مې كمال دى

لاس كې توره ډال دى

بدې سترگې وخوري چې دا څومره بد ويل كړې

محض شرمول كړې

بدې سترگې ستادي چې په بدو نه شرميږې ته 

قوم ځينې بيليږي ته

زه خو دخپل قوم اوقوميت نه نه بيليږمه

 پوه يم نه غوليږمه

څنگه نه غوليږې چې ستا قام نن ازادي غواړي

  ستا زړه بربادې غواړي

۔۔۔۔۔۔۔۔۔

زه خپلې موقع  ته گورم نوم به يې درته ورك كړم

برناحق دې سپك كړم

دادى دهمت موقع ده ودريږه نرشه ته

پاڅيږه بادر شه ته

زه كه چيرې نر وم دا پيغور به مې ستا هير نه شي

 هير به مې تر ډير نه شي

دا پيغور لا څه كړي چې ستا مړو ته پيغور كوي

نور مړي دگور كوي

زه به دخپل گور مړي په گور كې خجالت نه كړم

 نور به دا غفلت نه كړم

ته خو دې خپل اصل ته نظر وكړه چې څوك يې ته

ولې دومره پوك يې ته

پوك نه يمه بس دى نور مې مه شرموه پوې شومه

شمعې په شان توي شوم

ښه دى چې ته پوى شوې رب دې ټول پښتانه پوى لري

نوم دې خالق لوى لري

تل دي وي دايم دې وي دا عزم داهمت زموږ

داملي وحدت زموږ

زه ملنگ جان سور په وينو خوښ په دغه لاريمه 

گوربه شي سره زر زما

۴۷۳مخ

 

 

په پورتني شعر كې لاندې عبارتونه دپښتولې دكود له مخې دپيغور عبارات دي ۔ چې په پښتانه كې دهيجان اولمسون سبب دي :

ورك دې كه بشرله ما

مړه ته دسره سيال نه يي

داسې خان دې ورك شې چې دبل لاس لاندي ژوند كوي 

هغه مال دې ورك شې چې په ټيټو يې گټلى وي

پلار خو دې پښتون و لاكن ته په پښتو پوې نه يې

ته دونيا پرست يې دخپل پلار غوندې بهادر نه يي

 ته دسره نر نه يې

پلار دې ننگيالى ومړه تا غوندې بې ننگ نه و

دادي بې ننگي ده چې دپلار پښتو ته نه گورې

ولې نه شرميږې بې غيرته ځه زندان گوره

 جيل كې خپل بنديان گوره

تادې خالق ړوند كړي چې ستا ورونه يې وژل

تا ټيټ ورته كتل

خپله بې حيايي ټيټ سر ناست يې شرمېدلى يې 

كوټې په كنج كې غلى يې ۔

زه كه چيرې نر وم دا پيغور به مې ستا هير نه شي

دا پيغور لا څه كړي چې ستا مړو ته پيغور كوي

نور مړي دگور كوي

●●●

په پورتنې سوال اوځواب كې چې دپيغلې اوزلمې له خوا ترسره كيږي ۔ له يوې خوا دمينې اوعشق خبره ده ۔ دمينې پوښتنه دسيالۍ اورقابت ډگر ته ووځي ۔ مينه يوازې دمسالي دطرح لهپاره يوه زمينه ده ۔ خو نظم ورو ورو اوج نيسې. دهغه اوج په دې كې دى چى دغيرت اوميړانې په وړاندې دمين (عاشق )منطق رنگ بايلي اودپيغلې يا مينې منطق قوت پيدا كوى ۔ دپيغلې له خوا داسې خطاب نارينه ته چې وايي : ته له سره سيال نه يې ۔ دبل لاس لاندې ژوند كول  ۔ په ټيټو چاته كتل ۔ ته هيڅ په پښتو پوهيږي نه ۔ ته دونيا پرست يې ۔ ته له سره نر نه يي ۔ پلاردې تاغوندې بې ننگ نه وو ۔ بې غيرته ۔ كله چې دوښمن ستا ورونه وژل تا ټيټ ورته كتل ۔  دا اوداسې نور ډير عبارات دپښتونوالې دسيالۍ په تله كې كه واچول شي ۔ نو مقابل لوري تله په هوا كيږي اوهغه ته هډو دا مجال نه پاتې كيږي چې په خپل اولس كې ژوند وكړي ۔ له دې امله ده چې  منظومه دساده اوابتدايي قبيلوي نورمونو په تهداب جوړيږي اوپه راپورته كيدو اولويدو سره اوج نيسې ۔ اوپه ملي سطحه كې ابتدايي اودوديز مفاهم اعتلا اولوړتيا پيدا كوي ۔

دلته ده چې سيده پيغورونه دقبيلې له  چوكاټ  نه ووځي اوپه ملې سطحه كې مطرح كيږي ۔ دا كارپه لنډيو كې هم ترسره كيږي اوملنگ جان دلنډيو روحيه   په خپل شعر كې اسمانونو ته لوړوي ۔ 

پاي 

 ***

ماخذونه

1. LOUIS DUPREE .Afghanistan.1980.page .112

۲۔عطايي ٬ محمد ابراهيم ۔ دپښتنې قبيلو اصطاحي ٬ قاموس ۔ دپښتو څيړنو نړيوال مركز ۔ كابل ۔۱۳۵۷—۔۔۔۴۸مخ

۳۔دپښتنو ټولنيز –اقتصادي جوړښت ۔ دثور تر انقلابه  ۔ دافغانستان دعلومو اكاديمي ۔ دپښتو څيړنو نړيوال مركز۔كابل ۔ ۱۳۶۲ كال۔۱۵۲ مخ  .

۴۔همدغه اثر

۵۔ همدغه اثر مخ ۱۵۹

۶۔ دملنگ جان ٬ دمينې كچكول ۔ سيداگل غريب يار ۔ دقتيل په اهتمام ۔ ۱۳۸۲