20.10.2016

عبدالقادرمسعود

د ادب او فرهنگ د سمندر مواج

د ادب او فرهنګ درنو مینه والو د تیرو مرکو په څیر دا ځل تاسو ته یو داسې هڅاند او تکړه لیکوال، شاعر او ژباړونکی درپېژنو، چې د خپلو ګټورو آثارو او ځواکمن قلم او فکر له لارې یې د علم او ادب ډیوې روښانه او ځلاند ساتلی دي . دا پیژندل شوې څیره وطنپال او منلی شخصیت ښاغلی نجم الرحمن مواج دی.

نجم الرحمن مواج د قا ضی علی احمد زوی دی، چې پر (۱۳۲۵) لمریزکا ل د وري پر(۱۲) مه  د  ننګرها ر ولایت د  سره  رود  په  ولسوالی  د باغوانی  په  کلي  کې  زیږیدلای دی. ده د پښتو،  دری او عربی دینی کتابونو لوست په کور کی له خپل عالم پلار، او  د خپل ورور عزیزا لرحمن ممنو ن او مشری خور(و ږمه) څخه تر لاسه کړیدي، او خپلې لومړنۍ زده کړې یې  د استقلا ل په لیسی کی سرته رسولی دي.                               

لوړې زده کړې یې د کا بل پوهنتو ن د اقتصا د په پوهنځی کې د لیسا نس په د رجه بشپړې کړې دي.

ارواښاد علامه محمود طرزي وایي : 

....  یو اولس  په  ژبه  او ژبه  په  ادبیاتو ژوندی  پاتی کیږي

د علامه صاحب د دې خبرو پر لاسوند،  په رښتیا سره چې  ژبه  او ادب  د هر ملت  یوه  لویه شتمني ده، او ډیر ګټور او ارزښتمن میراث دی، چې باید زموږ هیواد وال د یو ښکلي  او لارښوونکي  هنري اثر په  توګه  لکه  یو غوړیدلی  او زرغون  بڼ  ورته همیشنۍ  پاملرنه  وکړي، تازه او ښیرازه یې وساتي.

په دې کې شک نه شته چې په هره ژبه کې ژباړه په علمي، ادبي، سیاسي، ټولنیزو چارو  او همداسې په نورو پوهنیزو برخوکې خپل ځانګړی اغیز لري. د نورو ژبو د اثارو ژباړه په پښتو او د پښتو د ژبې د اثارو ژباړه په نورو ژبو کې د پښتو د ژبې د ودې، پرمختګ او پراختیا لپاره یو اړین ګام دی چې باید تر سره شي.

ښاغلي مواج صاحب د خپلو لیکل شویو آثارو ترڅنګ د یو شمیربهرنیو لیکوالو او زموږ دهیواد د پیژندل شویوعلمي او ادبي سټو آثار هم ژباړلي دي، چې د نوموړي دا هلې ځلې  د خورا ستاینې وړه دي.

ښاغلی ډاکټر ببرک ارغند چې زموږ د هیواد په علمي او ادبي ډګر کې یو ځواکمن او غښتلی لیکوال، نامتو ژورنالیست، پیاوړي او تکړه  داستان لیکونکی، د علم، ادب او فرهنګ غوره  ویناوال، ملي سټه او سیاست پوه دی، په خپله  یوه لیکنه کې د مواج صاحب په اړه داسې کښلي دي :

نیم قرن خاطره

باجناب نجم الرحمان  مواج    از سالیان  خیلیها پیش  آشنایی دارم. اگر بگویم  نیم قرن میشود ، بدون  شک نادرست نگفته ام . آشنایی ما  سر بدوران   استبداد شاهی  میزند. به زمانی که ما هنوز خیلی جوان ودر سیاست بی تجربه بودیم و دَور ، دَورِجوشش صورتها و بصدا در آمدن ناقوسها بود . اگر بخواهم  شخصیت برازندۀ  این  دانشمند گران قدر  را در یک جمله بیان دارم ( که کاری خیلی سخت و دشوار و غیر کافی است) .

میتوان گفت که  جناب مواج  یک  انسان کامل و در همه حال  خود آگاه است . او خود را  همانگونه که هست  ، با انصاف تمام ، ارزیابی میکندو آثارش را  در کمال عشق به دوستداران ادبیات عرضه میدارد . نه بیشتر و نه کمتر و  برتری ها و کهتریهای خود را  به نیکی میشناسد . وبا این  خود آگاهی  است  که پیوسته پویا و پویاتر میشود.

ایشان در عصرمیزیید که یاسایی های ویژۀ خود را دارد . عصر وی ، عصر مبارزه با پلیدیها و پلشتیهاست . عصر مبارزه و رویارویی با استبداد وخودکامه گیهاست  . عصر  تلاش بخاطر آزادی و  دیموکراسی و داد خواهیست . عصر مبارزه بخاطر انسان سالاری و اشاعۀ  دانش و فرهنگ نوین و رستگاری  توده های ملیونی وطن ماست . جناب نجم الرحمان مواج  در عصری زنده گی میکند که  نظام های استیلاگر جهادی و سرمایه ،  دروغگویی ،  تسلیم طلبی وبا هربهار زیستن  را پخش و ترویج میکنند . انسانها را بخاط  منافع خویش ازهم پارچه  مینمایند و میان اقوام و  زبانها و کلچر ها خط انداری میکنند و هر کدام را  تک تک  زیر فرمان خویش در می آورند تا سود بیشتر بردارند . وی در عصری زنده گی میکند که  نبود همبسته گیهای بشری و سنگینی پاشنه های زور مندان  و زرمندان  عقلها را به بیراهه  میراند.

اما جناب نجم الرحمن مواج  این دانشمند فرهیخته و شاعر شیرین کلام و مبارز نستوه با هرموجی که آمده  با قدم و قلم  خویش  با آن مردانه در آویخته و آن را پیروزمندانه پشت سر گذاشته است . مواج شاعر است .  مترجم است . پژوهشگر است  به ویژه در گسترۀ برگردانی ید  طولا دارد  و یکی از نو آوریهایش در عرصۀ ترجمه ، برگردان شعر به شعر است  که  به گمان غالب تا کنون کمتر قلمی  در این  عرصه  بکار  رفته است . ترجمه یا برگردان  به معنی انتقال یک مفهوم  ویا پیام و یا نوشته یی از یک زبان به زبان دیگر است ومترجم  باید برهردو زبانهای  بکار رفته  حاکمیت  داشته باشد  تا کارش  سچه و امانت داریش فرهیخته باشد . ایشان به زبانهای  انگلیسی ، روسی  بلدیت و آشنایی دارند  اما برزبانهای  پشتو ودری  حاکمیت عام وتام دارند مواج عمری  بخاطر  پویایی و شگوفایی ادب پشتو کوشیده  و آثار متعدد  منثور و منظوم  آفریده است.

واضح است که در برگردان یک اثر فرهنگی  به ویژه شعر   باید ساختار ، فرم و پشتیوانۀ کلمات بکار رفته  طوری بکار گرفته شودکه با متن  قابل  ترجمه بیگانه گی فرهنگی نداشته باشد . در غیر آن  اثرِ برگردان شده آن طوری که لازم است قابل درک نخواهد بود . جناب مواج با آگاهی ازین  رمزواره  ها  سروده ها را  خیلی دلنشین و با امانت داری از دری به پشتو  گزاریده  اند .من به این باورم که آثار گرانبهای  این دانشمند گرامی مانند تمام مظاهر فرهنگی دیگر محصول  شرایط اجتماعی-اقتصادی و وضعیت ایدیالوژیک زمان و مکانی است که در آن  نگاشته شده اند . میتوان گفت و به یقین میتوان گفت که نوشته های جناب نجم الرحمن مواج  آیینۀ قدنمای زمان خودش است.   ایشان علاوه بر بیست  اثر چاپ شده  مانند  سرنوشت یک انسان از شولوخوف ؛ رباعیات  عمر خیام ، رباعیات  امام خمینی ،  رباعیات حضرت ابوالمجد مجدود  بن آدم سنا یی و  دیگران ، آثار ارزشمند دیگری هم دارند که آمادۀ چاپ اند  . وبرخی از آثار شان در گیر ودار حوادث  از جانب  گرگان فرهنگخوار  به آتش کشیده شده اند.

عمر شان  طولانی  و قلم شان  پر رنگ باد !

ښاغلي نجم الرحمن مواج خپل ادبي او شاعرانه افکار او تخیلات، د خپل سپیڅلي زړه هنري او ارماني پیغامونه، د هیواد او هیواد والو سره ژوره مینه، د خپل ځوریدلي ولس ستونزې او کړاوونه او د ټولنیز ژوند بیلابیل عیني او ریښتیني اړخونه په خپلو ګټورو آثارو کې په ډیر ښکلي او ظریفانه بڼه انځور کړې دي.

ښاغلی سیلنی چې زموږ د هیواد تکړه لیکوال، خوږ ژبی شاعر او پیژندل شوې ادبي څیره ده په خپله یو لیکنه کې د ښاغلي مواج صاحب د ادبي سټی په اړه داسې کښلي دي:

ښاغلی نجم الرحمن مواج د شعر او ادب یو پیژندل شوې ادیب فرهنګي څیره او په دې ډګر کې له ستونزمنو پړاونو او کږلیچو بریالی راوتلی شخصیت دی.

دا د ادبي کاروان هڅانده ساروان له کوم مودې یې چې زه پیژنم بې ستړیا خو لالهانده مزلونه وهلي ، د غرو رغو پر لمنو ؛ دښتو او ډاګو کې لا هم د دې سپیڅلې کاروان جوګه ده ؛ د ادب لوی شینکي باغونه او ښارونه یې لټولي هر څه چې یې موندلي هغه یې خپلو خلکو او د فرهنګ مینه والو ته  ډالی کړي دي.

 وایم نوښتګر شاعر چې په ادبي ، فرهنګي ډګر کې پوخ شي  د بلبلانو په ژبه پوه شي ، د بوراګانو سره همراز او هم د پتنګانو ښیګڼې په ځان کې وکري ؛ مانا دا چې ژمن شاعر که له یوې خوا د ټولنې څخه متأثر کیږي خو بیا هغه خپل نګه تاثیرات په ټولنه ښندي او که له طبعیت نه الهام اخلي بیا یې ټولنې ته ورکوي ؛ زه دا په ډاګه ویلی شم چې دا هنر او تومنه په هر چا کې نشته یواځې شاعران یې لري ؛ کله چې وایم شاعر  یانې  شاعر د شاعر په ټوله مانا !؟،  زه هغه شاعر ته د لمړیتوب حق ورکوم چې هغه روڼ انده وي هغه به خامخا پولي ماتونکی وي ؛ هغه به له حب و بغض ؛ ریا او تظاهر خالي وي ؛ هغه به رښتینی او پر ځان باوري وي او له ټولنیزو ناخوالو سره دښمني او خپله عادلانه جګړه اعلانوي ؛ او په ټوله کې به ژمن شاعر وي چې له انسان او انسانیت سره مینه ولري ؛  ټولنه کې به انسان روزي او په هره موکه کې به ټولنې ته ښکلا وربخښي.

 کله چې موږ د سندرغاړو ښکلو آوازنو ته غوږ نیسو او له ښکلوغږونو نه یې خوند اخلو په حقیقت کې دهغو په زړه راښکونکو غږونو کې د شاعر د کلام اسرار دی!

 پایله دا چې : موږ هغه وخت د شاعر په سپیڅلې مینه پوهیږو چې اثارو ، لیکنو او شعرونو سره یې ژوره اشنایي ومومو نو ځکه وایم چې شاعر  له خپلو خلکو ؛ ولسونو او هیواد سره بې سارې مینه لري  په غم یې دومره غمجن شي لکه بندي بلبل چې په نارو او چغهارو سر وي او د زړه له کومي خپل عاطفي او انساني احساسات هر پلو ښندي خو چې د خوښۍ څرک یې د خلکو پر شونډو را څرګند شي بیا ورته د خوشالۍ بدلې بولي ،

قدرمن مواج نه یواځې د عروضي ؛ آزاد او سپین شعر ویونکئ دی بلکه د پیژندل شوو بهرنیو او کور دننه شاعرانو د اشعارو باوري ژباړونکی او پوخ ترجمان دی دا ځکه چې دغه ادبي څیره برسیره په پښتو فارسي دري ، اردو په فرانسوي ژبې برلاسی لري چې دغې نړیوالې ژبې په ادبي- فرهنګي پنځونو کې ورسره ډیره مرسته کړې ده.

 اشعار یې ساده ، پاخه ، ژوراو له خوند او رنګ څخه ډک دي ؛ زه ورته روغتیا او په دې سپیڅلې لار کې د لا ډیرو پنځونو هیله کوم .

ګران مواج صاحب زما نیکې هیلې او پیرزوینې ومنئ او اجازه راکړئ چې خپلې پوښتنې پیل کړم.

مسعود صاحب زه هم خپل سلامونه تاسو او  د ادب  درنو مینه والو ته وړاندې کوم . زه ستاسو په خدمت کې یم.

۱ـ پوښتنه : تاسې له کله  راهیسې خپل استعداد او وړتیا  د شعر په هنر کې آزمویلې او په زړه پوري خوند او رنګ مو وربښلې دی.مهرباني وکړئ د خپلې شاعرۍ د انګیزې او پیلامې په اړه څه ووایاست؟

ځواب : په لومړي کې ښایي ووایم چې د شعراوریدلو له امله دشعري نړۍ ښکاک(جاذبه) ځان ته ورو په ورو، جذبولم او دا زما د کورني چاپریال له برکته وو، په دې معنا چې :

ژوندی یاد پلارمې که له یوې خوا د خپل وخت قاضي اومدرس و، له بلې خوا د پښتو او، دري ادبیاتوسره یې خورا مینه ډیره وه او د یادو ژبو د لرغونو نوماندو شاعرانو لکه، خوشحال خټک، رحمان بابا، حمید ماشوخیل، کاظم شیدا، اوهمداراز د شیخ مصلح الدین سعدي، حافظ شیرازي، حکیم عمرخیام، سنایي، شمس تبریزي، مولاناجلال الدین بلخي، میرزاعبدالقادربیدل  او نورو شعري کتابونه یې د سرخرود ولسوالۍ باغوانی کلي د کور په دریم  پوړکې خوندي کړي وو.

د دیني کتابونو ترلوستلو وروسته به ماته  دهمدې پښتو او دري شعري کتابونو لوست راکول  کیده. په ورولوستل او دیکلمه باندې به ورځ ترورځې روږد یدم.

کله چې ژوندی یاد محمد دلبرسمسورساپی ماما مې اوګران مشر ورور قضاوتپوه عزیزالرحمن ممنون مشر ورورمې پر (۱۳۳۵) لمریز کلونوکې(۵۸) کاله ترمخه د کابل راډیو له لارې په مشاعرواو ادبي بنډارونوکې ګډون کول اوما به یې شعرونه د دوی په خپلوغږونو کې د راډیو له څپو اوریده  زما د هڅولو لپاره یوه بنسټیزه زمینه برابرید له.

زما لومړنۍ نظم چې درې بندونه یې د جناب ممنون صاحب په قلم اصلاح شوي وو په (۱۳۳۸) لمریز کال چاپ شو او(۵۰) افغانی حق الزحمه یې هم راته راکړشوه، ما له ډیرې خوښې دا پنځوس ګون د رحمان بابا په دیوان کې خوندي کړاومصرف می نکړ، آن تردې چې په کډوالۍ کې چیرته د رحمان بابا دیوان اوپنځوس ګون هم رانه ترې تم شو.

کله چې په (۱۳۴۰) لمریزکال د استقلال لیسی(د پنځم ټولګي) زده کوونکی شوم اوپه ګاونډي هیواد پاکستان کې پرسرخپوشانو(د پښتونستان خپلواکۍ غورځنګ) پلویانو باندې چې د پښتونستان غورځنګ نه هیریدونکی مشرتل یاد ارواښاد خان عبدالغفارخان مشرتابه پرضد     ورځ  تاړاک ورځ ترورځې زوراخیست، د قومونواو قبایلو مستقل ریاست ته به د پښتونستان پلوه غورځنګ خپرونی په تیره (رهبر) چې د میرمهدي شاه مهدي په مدیریت چاپیده اوهمداشان دهغه وخت اورژبي شاعران لکه قلندرمومند، اجمل خټک، عبدالخالق خلیق، همیش خلیل، ولی محمد توفان اونورهم عصره شاعران اوافغاني ګڼوشاعرانوشعرونه زه یې اغیزمنولم اوډیری وخت به مې یوڅه پنځونې لیکلې. په همدې  وخت کې  زما د مورمړینه چې مونږ ټولو باندې په دواړو ژبو د استادی حق لري سخت ناهیلی کړم اوشعري تنکۍ پوهه اواستعداد مې د مرثیې کوڅې ته مخه کړه.‌‌ ډیرې مرثیې مې وویلې اود دې له پاره چې، د کورنۍ نورغړي مي پرې ونه ژړوم کتابچه به مې پټه ساتله، او پایله دا وه چې د سرخرود سیند نه په تېریدلوکې له دوو کتابونو سره یوځای د سروخړو اوبو په څپو کې لاهوشوه او د مرثیو په مرثیه یې واړولم.

زما د شعري قریحې اواستعداد په وده اوغوړیدلو کې استاد ممنون زما یوازنی اومهربان ورورلارښود پاتې شوی دی. د دوی د مهرباني په اړه زما د زړه غږ د شعر پرژبه داسې دی :

مشران وروڼه به روزلي ډیرکشران وي

لابه روزي څوچې داځمکه آسمان وي

پیرزوینه به دهریو پروړو، وي

خو! د ممنون روزنې ته به ټول حیران وي

 

پوښتنه : استاد ګل پا چا الفت د شعـرپه اړه  داسې ویلي دي : ۲ ــ

(( شعـر له زړه نه الهام اخلي اوله زړه سره کارلري ...عواطف اواحساسات چې د شاعر له زړه نه را نقل شي، شعـرترې جوړشي اوپه زړونو اثرکوي... شعـرته دعواطفو او احساساتو د ظهوراو د تجلیاتو کوه طورویلی شو.))

  ( ګل پا چا الفت،غوره نثرونه ،۱۳۳۶ کال ،۵۶ مخ)

د استاد ګل پاچا الفت صاحب د دغو خبرو پر لاسوند تاسې شعر څه ډول را پیژنئ (تعریفوئ؟)

ځواب : د شعرپه اړه هرادبپوه شاعرترخپلې وسې فرد ته منحصرنظروړاندې کوي.د تل یاد استاد الفت  یادونه په دې اړه ما ته  منلې ده. څنګه چې شعر د راپنځیدلو سرچینه  لري او دا سرچینه د هرشاعرله ذاتي استعداد سره طبیعیي تړاولري. د ساری په توګه که په پسرلني مشاعرې کې د ګڼو شاعرانو شعر پنځونه سره پرتله شي د پسرلي ښکلا د هر یوه شاعر په شعرکې د همدغو شاعرانو له پسرلني ښکلا نه د اغېزمن کېدلوسره نېغه په نېغه انګازه څرګندوي.

شعرد تاریخي لرغونتوب پربنسټ د پخوانیو شاعرانو له نظره بیلابیل تعریفونه  لري تردې دمه شعرته له دریو سوو نه ډیرتعریفونه ورکړشوي دي خو، دغه ادبي اعجوبه لاتر اوسه د یوه تعریف په کالب کې ځان نشي ایسارولای.

څیړنې په ګوته کوي چې شعر د انسانانو د ټولنېز، ادبي، هنري ژوند په اوږدو کې تر ټولو لرغونی ځلیز(پدیده) دی چې د لومړنیو انسانانو د ګډ کار په وخت به کارول کیده او ترینه  ګټه اخیستل کیده.

د یوناني ځلاندو څیرو فیلسوفانو لکه افلاطون "جمهوریت" او ارسطو"کتاب الشعریاپویټکس" د شعرپه اړه لومړنیوکتابونو کې له دوه زره کلونونه ور ایخوا تفصیلي علمي بحثونه شوي دي. ځینې بیا آن تردې کچې د شعرپه برخه کې د تعریف ورکولو اوڅه ویلوسره، د ترکیې پیژندل شوې طنزلیکونکې حکمت داسې ویلې دي:

"شعریوې خوږغږې مرغی ته ورته ده چې ښایي یوازې نغموته یې غوږشو، خوهغه کسان چې د شعرد ماهیت په باب خبرې کوي دهغوخیټورو په شان دي چې د مرغۍ د آواز پرځای د هغې له غوښی سره مینه لري "سرمحقق صدیق روهی، د پښتومعاصر ادبیات، ۹ـ۱۰مخونه)

د ځینو نورپوهانوڅرګندونې :

ـ شعرد طبیعت انځوراو تقلید دی (ایتو)

ـ شعرله خپله ځانه کومه بله موخه نه لري (بودلر)

افلاتون وایی:

ــ شعریوه آسماني تحفه ده چې قاعده اواصول نه لري شعریوالها م دی.

شعرد خوشحال خټک بابا په اند:                                                               

لکه غشی لره بویه تیز انداز

هسې شعر لره بویه سحرساز

په تور آس د حقیقت ناوی سپره کا

په سپین مخ پلونیولی د مجاز

سل جلوي سل کرشمې سل مکیزونه

په نظرکې یې ښکاره د سترګو ناز

د صنعت زیور په څو رنګه ورپورې

د تشبه چندڼ چوه باندې طراز

د مضمون د نزاکت غمزه  ور څخه

سرتر پایه درست صورت سره  یو راز

شعرد حمید بابا له نظره:                                                                    

شعرنه دی دا خوناب د زخمي زړه دی 

یا دستی وتلی دم د خولې د مړه دی

 یا نغمه د نیم بسمل مرغه دخولې ده 

 یا مجنون ته معمّا ښکلی لیلی  ده

یا د وینو اباسین وهلی موج دی

یا له ښاره د حیرت وتلی فوج دی

شعرد میرزا حنان له نظره:

 څو به کړې پر آس دعشق جولان د شعر

نه طی کیږي په رفتن میدان د شعر

څو زړه چاک لکه قلم نکړې په عشق کې

په لاس نه درځي هرګز ګریوان د شعر

د زخمي زړونو خوناب نه بل څه نه دی

څوک چې کاندي په تکلیف سامان د شعر

فکروخیا ل د یارد خولې وایه حنانه

چی شیرین دي وي مدام دیوان د شعر                     

قضا وتپوه عزیزالرحمن ممنون د شعرپه اړه خپل ادبي انګیرداسې څرګند وي:

په زړه پوری آواز

شعرڅه دی یو په زړه پوری آواز دی

د انسان د معنوي نړۍ اعجا ز دی

شعرحکمت او بصیرت او معرفت دی

تصوف او ریاضت اومحبت دی

هغه څه چې ژبه نه ده پری قادره

یوه ګرانه مرغلره ده  نادره

د الهام د رڼو لیکو خوږ انځور دی

چی معنی پری رڼا شوې هغه نوردی

د نوښت او د ابداع  یوه بیلګه د ه

لویه دنده  د انسا ن یې پر اوږه  ده

کله چی  له دې عا لمه بیګانه شي

د معنی سیپۍ په منځ کې د ردانه شي

د شین هسک ستورو، او سیند په ننداره شي

د منصور په څیر د حق یوه ناره  شي

کانت: شعرد هنر ډیرلوړشکل دی ځکه په هغه کې ایدیال انځوریدای شي. صدیق روهي. ادبی څیړنې (۱۳۶۰) لمریز کال مخونه (۵۵ـ۵۶).

 ۳ ـــ پوښتنه : استاد پوهاند زیار د شعر د جوړښت لپاره،  ژبه ، تول، واند، اند، ولوله (ژبه ، وزن، خیال، فکر، احساس یا عاطفه ) بنسټیز او ضروري توکي ګڼي. تاسې په دې اړه څه نظر لرئ، او د شاعر او شعر اغیز د یوې ټولنې د خلکو په راویښولو او د دوی د ملي احساساتو په راپارولو کې څنګه څیړئ؟ 

ځواب : د د کتور استاد مجاوراحمدزیار صیب د ژورې یادونې بحث ډیرپراخ دی اودا ټول اړین توکي له شعرسره ښایي.

شاعرنه یوازې د خپلې ټولنې بلکې د نړۍ د حساس اوفعال غړي په توګه چې د خپل شعري انګیر په سوزنده نغري کې سوزیږي او شعریې داسې تودوخه اوپیغام خوروي اود ټولنې حالات انځوروي فرد ته منحصر پیژندل شوی شخصیت دی. دا شاعر که د شعرې ژبې په هره برخه کې خپل قلم چلوي د خپل چاپریال د څرنګوالی انځوراخیستنه کوي اوټولنې ته یې لیږد وي.

که دسترخوشحال خان خټک د شعرسمندرڅپوته ځان وسپارو او وردننه شو د حماسي، فلسفي، ټولنیزاو د تاریخي ارزښتونو په اړه د هماغه وخت نه اخیستني انځورونه یې موږ ته قلمي ستر میراث پریښي دي چې هریویې پرخپل ځای د ځانګړي حالاتو ازانګي دي.

یوشاعرکله چې د یودیني عالم تقوا ته په ځیرګوري اومعنوي اړخ یې له هر راز مادي ناروا غوښتنو سپیڅلې وي د ستاینې شعر ورته ډالۍ کوي، خو که د تقوا په تیرایستونکی لومه کې نورساده ګان راښکیلوي بیا نو د تل یاد استاد الفت له خوا د: واوا مسلماني: شعر ورته  ډالۍ کیږي "الفت غوره اشعار"

بیا هم د تل یاد استاد ګل پاچا الفت ادبي بحثونه "څوک وایي (شعر) هغه موزون کلام دی چې د انسان په احساساتو اوعواطفو کې تحریک پیداکوي ځینې نور وایي هرکلام چې دغه کارکوی شي ، وزن اوقافیه ولري... هغه شعردی. څوک وایي چې نه، څوک بیا وایي چې نه، هرڅه چې په زړه اثرکوي اوپه انسان کې تعجب یا جوش او جذبه پیدا کوي هغه شعردی، نو د دوی په نظرکې جهان ټول شعردی، چې سړی یې د آسمان په ستورو او شفق کې د ډکو اومستو سیندونو په څپو، د ګلونواو چمنونو په رنګ او، طراوت کې د غرو په  لوړو څوکو، د آبشارونو په مستیو، د بلبلو په شور، د ښکلو په  ښایسته سترګو او نازونو کې ګوري، نه یوازی دا، نه! د مهجورو او آرزومندو په اوسیلیو، د دردمندو په آه وفریاد، د مظلومانو په ژړا کې هم شعري کیفیت موجود دی"

زه په خپل وارشعرته  دا تعریف ورکولای شم:

شعرد شاعرد لړزیدلي انګیر یوه لړزونکې اوپارونکې پنځونه ده چې اوریدونکیوته د څو اړخیزې پارونې نه تعریفید ونکی ځواک په برخه کوي.

د یو ژمن شاعر شعري نه انکارید ونکی اغیز پرټولنه خورا  ډیردی. کله چی د نازکو سیاسي، ټولنیزو حالاتو سره په ټکرکې، د اوپوزیسیوني ‌ذهنیت لاغښتلتیا لپاره شاعر د خلکو د بسیا راتلونکی پیغام  وړاندی کړي داسې شعرد خلکو پرژبه روانه زمزمه خپلوي او په هره حجره  او، دیره کې د ټنګ ټکورسره جوخت په ولسي بدله  اوړي او په حساسو زړونو خپل اغیزشیندي او پرحساس ټپ پټۍ لګوي.

۴ ـــ پوښتنه :  کاظم شیدا په خپل یو شعر کې وایي:

مضمون د شعر لکه پیکر وي

رنګین الفاظ یې رخت او زیور وي

ورته ضرور دي دا دواړه څیزه

پیکر که هر څومره دلربا تر وي

تاسې د جولې (فورم)، منځپانګې او پیغام  له پلوه د یو لوړ او ښه شعر معیارونه څه ډول ارزوئ؟

ځواب : شعري کره معیارد شعرهغه پیغام دی چې د شعرمینه والو تندې ته ځواب ورکړي.  شعرد یوې ځلیزې(پدیدی) د ستاینې یا رټلو په برخه کې لوستونکیو ته د یا دې ځلیزې ښیګڼې او بدګڼې په ډاګه کوي او اغېزمنتوب یې نه انکاریدونکې دی.

که شاعرد شعرمنځپانګې ته کره پاملرنه وکړي یانی نوی مضمون په زړه شعري جولی کې لوستونکیوته وړاندې کړي نه یوازی دا چې د نیوکې وړنه دی، بلکې د ستاینی اوآن دا چې د پلویانو په ډیریدو یې د تقلید وړګرځي.

خو! که هرڅومره زیارهم وباسي اود شعرپه نوې جولی کې که یوه تکراري او بی خونده موضوع وځایوي دا به نه یوازې د لوستونکیو د منلو وړنه وي بلکی له ډیرو نیوکو سره به هم مخ شي.

زما په اند که د ښه شعرمعیارونو ته پام کېږي د مضمون نوی والی سره سره دې د ژبې سوچه  دودیزو، وییونو کارول اود شعري جولی ته چې د ورځې له هغوغوښتنو سره چې د ملي ګټو خوندي ساتل په کې وځلیږي دا به ترډیره د لوستونکیو د منلو وړ او هم د ژبې ودې ته لا زمینه برابره کړي.   

۵ ـــ پوښتنه : ویل کیږي چې د نړۍ ټول هنري پنځونې یا تخلیقونه د ښکلا پالنې تر اغیز لاندې شوي. تاسو په شعر کې ښکلا او مینه څنګه ارزوئ؟

ځواب : زما په اند مینه یوه دوه اړخیزه ځلیزه (پدیده) ده، لومړې شکلې بڼه چې ډیره موقتی بڼه لري اود سترګو په رپ کې تیریږي اوهیریږي، لکه په یوځای کې د طبیعي ښکلاو لید ل اوخیال پاریدل، موږ ډیرځلی له داسې پیښو سره مخ شوي یو چې د احساس سترګی مو پری لګیدلي ډیرخوند مو ورنه اخیستی او ورنه تیرشوي یو. دا هم دوه برخې لري یوه برخه یې دا چې د کوم آشنا او، یاهم په پردي سیمه کې یې وینو له ځان سره سوچ کوو که خپله مینه ورسره ژوره کړو کومه ګټه نه کوي ځکه چې د پردی برخی ښکلا باندی زړه بایلل ځورونکی بریښي اوکومه ګټه نه کوي، له ځان سره د کره استدلال په ملتیا له دې ځورنه ځان ژغورلای شي.

او دوهمه یې ژوره مینه ده چې د انسان په کړو، وړو کې  د روږد له امله  ترسترګو کیږي. له مور، کورنۍ او، وطن سره مینه. دا هم  یوه مهمه  برخه یې له خپلې کورنۍ نه په میراث اخلي.

اما د شعراو ښکلا بحث یوه  بیله برخه ده چې دا دواړه سره د یوي سکی دوه مخونه دي چې د شعرپه ژبه هری ښکلا ته ښکلایي ارزښت ورپه برخه کوي، اوهمداسې  پخپله ښکلا هم د شعرارزښت  ډیروالی ته پایښت بښي اومعنویت یې بنسټیزکوي . ساری یې د پښتو لرغونو او معاصرشاعرانو په غنایي (لیریک) اوحماسي او نورو شعرونو کې ورځ ترورځې خپله اصلي بڼه څرګند وي .

۶ ـــ پوښتنه: يو شميرشاعران او ليکوال په دې عقيده دي ، چې شعر الهام دى خو يو شمير نور وايي ، چې شعر ليکل ، رياضت او انساني تجربه ده . تاسې پکې څه واياست، مهرباني وکړئ په دې اړه خپل نظر راسره شريک کړئ؟

ځواب: د ادبیاتو د ډګر نظروال او منلي شاعرانو تحلیل اوڅیړنې په کره توګه څرګندوي چې شعر د تجربی او ریاضت تر څنګه الهام دی. ریاضت د تجربی د لا پوخوالې اوتجربه د ریاضت حوصلې لا غځونې لپاره یوه پخه وسیله ده.

د ساري په توګه، د پښتو ژبې ډیرﺉ استادان دي چې د شعرپه برخه تیوریکي پوهه لري اما د شعرپنځونې توان نه لري اود شعرپنځونی له پاره ریاضت هم کومه اغیزه نه شي لرلای اما شعري قریحه اوشعري استعداد، د الهام په وسیله شعر راپنځوي او شعرپرته  له الهامه نه شي ټوکیدای. تردې پړاو راوروسته ریاضت په دې مانا چې د پېژندل شویو لرغوني او معاصرو شاعرانو شعرونه دې آن تردې کچې ولولي چې د ریاضت په نوم ونومول شي اما یوازی اوتش په تشه ریاضت کومه مانا نه لري اود شعري استعداد ستن پری ټینګیندلای نه شي.

۷ ـــ پوښتنه: ویل کیږي: اوسنی شعر د انځورونو شعردی. تاسې د عیني او ذهني انځورونو په اړه څه لید لرئ، او دا راته ووایاست، چې دا انځورونه د شاعر په شاعرۍ څه اغیز لري؟

ځواب: انځور(تصویر) د هرشعرپه لمن کې په یوډول نه یوډول د شاعرله استعداد سره سم راڅرګند یږي. عیني انځورهرهغه څه چې په سترګولیدل کیږي اوټولوته د لمس وړ وي د شاعر په شعرکې لکه کوم څیزچې په هنداره کې د لیدلو وړ وي ترسترګو کیږي. د ساري په توګه:

د فصلونو په اړوند د ګران هیواد په هره سیمه کې ځینې مناسبتې مشاعرې کیږي لکه په ننګرهارکې د نارنج ګل مشاعره او، یا هم د نرګس ګل مشاعره. دلته  د شاعرانو په شعري مضمون کې ټول دهمدې دوو ګلانو(نارنج اونرګس ) ځانګړې کیږي.همدا شا ن د مڼی ګل مشاعره او داسې نور. یا هم په هیواد کې د اداري فساد له منځه وړلو په برخه د، یو ملي ذهنیت پراسا س شاعران غواړي دا ناوړه شومه ځلیزه(پدیده) وغندي دلته د شاعرانو شاعرانه ذهني تمرکز پرهغه نه انکاریدونکي عینیت راګرځي چې د ملت تام اکثریت د روا حقونو ژغورلو ته څرګندونه کوي.

خو ذهنی انځور د شاعر له شعرنه دهرچا یعنی دهرلوستونکي له توجیه سره نیغه په نیغه تړاو ګڼلای شو.

۸ ـــ پوښتنه: تاسې په شعر کې تشبیه، حقیقت اومجاز، اغراق او مبالغه، استعاره او کنایه، څه ډول څیړئ؟

ځواب:

د بیان علم چې د راسپړلو معنا ورکوي او، اجزا یې د تشبه، مجاز،استعاری، کنایی او... جوړیږي.

که کوم څوک یا کوم شئ له بل چا او، یا هم له بل شي  سره پرتله کړئ شي او، یا هم له کومې تاریخي پېښې سره د روانې پیښې ورته والی په شعرکې څرګند کړې شي. تشبه ګڼل کیږي . د تشبه ارکان دادي:                                                                         

مشبه، مشبه به  او وجهه شبه  لکه:

            ــــــــــــــــ

هیڅ می نه زده محبت که اوردی دا

په اورسوځم په رضا که زوردی دا

پورتنی بیت کې محبت مشبه دی او، اورمشبه به دی.

یا:

خبرونه دې هرکله وریږي درمرجان

له تانه شوم قربا ن

دلته د جا نان مینه ناکی خبری در، مرجان ته ورته ګڼل هغه څه دي چی د شعرخوږې ژبې نه د مینې ښکلا نندارې ته وړاندې کیږي.

تاریخی پېښې ورته ګڼل:

 د یزید له ظلمه جوړه کربلا ده

وطنوالو بیا راغلې څه بلاده

                             (ن.م)

وطن د ظالم له ظلمه کربلا ته ورته ګڼل اود ډول ډول یرغلونو لړۍ ته بلا خطاب کول مشابهت یی هماغه ظلم اوپرانسانی روا حقونوتیری دی.

کنــــــــــــایه :

په شعر کې کنایه د کوم چا او، یاهم د کومې سیاسي اوټولنیزې پدیدې دغندلواوستایلوته نغوته ده. کنایه په دوه ډوله ده.

لومړۍ : څرګنده (واضحه) کنایه

ـــــــــــــــ 

څووهم د صبرلافی ستا په مخ کې

څوبه غړم بې هوده د شګو پړي

            +++

یا:

 چی حمید له عشقه اړوې ناصحه

بی هوده  د شګو پړي سره غړې

یا:

نن د تېرساعت ارمان فایده نه کا

که هزار ځله غاښ کښېږد م په  ورغوي

غاښ په ورغوي ايښود ل د افسوس کنایه ده.

غاښ په ورغوي ايښود ل(مکنه عنه) او، افسوس(مکنه) دي.

د وهمه پټه (خفی کنایه)

             ـــــــ

نه پټیږي عشق د صبرپه پرده کې

دعشاقو طشت لوېدلای دی له بامه

له با مه د طشت لوید ل د رسوایی کنایه ده

یا:

طبل څه لره پنها ن وهی له خلقه

دهغو چې پریوتلی طشت تربام دی

                                     خوشا ل با با

دکنایی نورډونه هم لکه :

نژدې اولېری، صفت اوموصوفه  کنایه.

استــــعـــا ره

   ــــــ

د استعارې ډیرپخوانی تعریف جاحظ بیان کړئ دی چې د البیا ن والتبیین په کتاب کي یې داسې راوړي دي:

استعاره د یوشي نومول دي په یونوم، پرته له اصلي نوم یې. کوم چې د نوموړي څیزځای یې نیولای وي.ابن خلدون د استعارې اهمیت په با ب، شعرپراستعارې ولاړ کلام ګڼي، او یووختی اروپایي پوهانو یوازې ژبه خیا ل اواستعاره ګنل او اروپایي وینا والو استعارې ته د مجازي تشبیهاتو ملکه ویل. د سرڅیړونکي منګل صیب یادَ ښتونو پربنسټ:

"استعاره (مستعار مجاز) په لغت کې د یوه شي امانت غوښتل دي ا و په اصطلاح  کې هغه مجا ز دی چې علا قه یې  تشبیه وي چې په استعا ره کې د متکلم ا صلي غرض تشبیه ده. خو د مبالغې په ډول یې وړاندې کوي لکه:

   کجه کجه په  نا ز درومې فهم  بویه

  لاندې نکړې تر قد م د مخ ما رونه

پد ې ځای کې : مخ : قرینه، زلفې د تشبیه یو طرف(هغه طرف چې ندی ذ کرشوئ) او مارونه  د تشبیه بل طرف (هغه طرف چې ذکرشوی دی) د زلفو او ما رونو ترمنځ توروا لې، اوږدوالی، پيچ وتا ب هغه شباهت دی چې علاقه یې بولي."

یا:

د خورشید ګلونه جوړه په کې لیده شي

په هرځا ی چې د مشکو شاخ سورئ وي

پد ې توګه کره خبره د استعارې  په اړوند دا ده چی د شعرشکلې ا و منځپانګیزه ښکلا د استعا رې له برکته ده، ا و پرته  لدې به شعر د شعر له کالبه بهر شي ا و په خپل لرلئ خوند ا و معنوي برم به له لاسه ورکړي.                                           

دا ټول له شعرسره او په تیره بیا د شاعرله کاري تجربی اوذاتي استعداد سره نیغه په نیغه تړاو لري، که دا ټول چې د شعرلفظي اومعنوي ارزښتونه ګڼل کیږي که په شعرکې نه وي شعرد شعري ښکاک له (جاذبی) څخه راوځي او په عادي اوبې خونده نثراوړي، مانا دا چې یاد شوي شعري لفظي اومعنوي ارزښتونه د کلام ښکلا له پاره آن په نثرکې هم کارول کیږي.

 

۹ ـــ پوښتنه :  تاسې نن سبا د جولې (فورم) له مخې د شعر کلاسیک او دودیز ځېلونه یا ډولونه لکه :  دوییزه (مثنوي)،  بولـله ( قصیده)، غزل، څلوریزه  (رباعي) ،   درېیزه  ( مثلث )، پاړکی (قطعه) ... څومره اړين او ارزښتناک بولئ، که په دې اړه په لنډه توګه معلومات راکړئ؟

 ځواب : زه دا یاد شوي عروضي ځیلونه د هرشاعرخوښی پورې تړلې ګڼم، شاعرخپل استعدادي پنځونی ته په خپله له یادو ځیلونو نه  یو یې وټاکي. برسیره پریادو ځیلونونه، غزل چې زما په اند هیڅ شاعربه یې له ویلو بې برخې پاتې نه وي په پخواني اواوسنیوشاعرانوکې ترټولو ډیر دود، دی په لنډه به د یادوځیلونو پردوه  دریو یې یوڅه ولیکم.

غزل:

دغزل په برخه کې ډیرﺉ څیړونکي داسې نغوتې کړي دي: د ښځو په اړه خبرې اوله هغونه خوند اخیستلوته غزل وایي.

مرحوم سید تقویم الحق کاکاخیل دغزل په باره کې داسې څرګندونه کوي:

"په عربوکې یوه اصطلاح ده (غزل الکلب) یعنی سپی غزل شو.وایی کله به چې دعربو ښکاریانو خپل ښکاري سپی دهوسۍ د نیولو له پاره خوشی کول، داسې یوحالت به را پیښ شوچې هوسۍ به ستړې شوه نوربه د منډی وهلو توان ورته نه پاتی کیده اوخپل مرګ یې په خپلو سترګو لیده، وبدریده اوپه یوځانګړي اندازکې به یې سپیوته وکتل، دغه حالت به پرسپیو دومره اغیز وکړ چې بیا به دهوسۍ د څیري کولو خیال د دوی له مغزه ووت، ښکته سرونه به څملاستل".

په پورتنی څرګندونه کې د ښاغلي کاکاخیل مطلب له غزل څخه هغه کیفیت دی چې په مخاطب اغیزکوي اوهغه د احساس اوجذب په حالت کې له ظاهري دنیا پربله خوا، وړي. د پورتنی څرګندونې په تضمین غزل د کیفیت نوم دی اوکیفیت د مانا نومونو له ډلی څخه دي چې دهغی له پاره(جامع اومانع) تعریف نه شو راوړلئ.

دغزل لومړی بیت ته مطلع چې له دوه هم وزنه اوهم قافیه نیم بیتونوڅخه جوړیږي اووروستی بیت ته یی مقطع ویل کیږي.

څلوریزه :

څلوریزې ته په عربي کې رباعي ویل کیږي.د څلوریزې څلور متحدالوزنه  نیم بیتی وي. د څلوریزې لومړی بیت مصرع او دویم بیت یې کله مصرع او کله غیرمصرع وي.

د مفهوم له پلوه په څلوریزه کې یومطلب ذکرکیږي چې په لومړي نیم بیتی کې پیلیږي او په څلورم نیم بیتی کې بشپړیږي.

سارې:

فرزند که ښه شي د سترګو نورشي

د سترګونورشي د زړه سرورشي

فرزند چې بد شي غاښ د رنځورشي

غاښ چې رنځورشي نو د انبورشي

کومه څلوریزه چې لومړی بیت یې مصرع او دویم بیت یی غیرمصرع  وي داده :

پتنګ نه دی په ډیوه چې ستي نه شي

بلبل نه دی چې په ګل فریادي نه شي

زړه یې مه بوله تورکاڼی دصحرا دی

په لیدو د زخمي زړه چې زخمي نه شي

پاړکی(قطعه):

پاړکی د ګډونظمونو هغه ډول دی چې ټول بیتونه یې غیرمصرع وي یا په بله وینا د هربیت په دویم نیم بیتی کې یې قافیه را وړل کېږي. د قطعی ټول بیتونه متحدالوزنه وي. د دې ځیل لمنه ډیره پراخه ده اوهرډول مضمونونه په کې رانغاړل کیږي.لکه:

اندېښنه که په غره کښیږدی

غربه هم لکه ویښته کا

خوارسړی ملامت نه دی

که په غم کې ځان اوبه کا

۱۰  ـــ پوښتنه : په پښتو ادب کې کوم سبکونه شتوالی لري او د دغو سبکونو ځانګړتیاوې او اغیز د پښتو ادب د ودې، پرمختګ او پراختیا لپاره څه ډول ارزوئ؟

ځواب : په پښتو لرغوني ادب کې د خوشحا ل خان خټک بابا، رحمان بابا، حمید بابا سبکونه د یادونې وړدي. په دې مانا چې د خوشحال خټک بابا سبک څواړخیزدی او د ټولنیزژوند کابو ټول اړخونه یې سره رانغاړلي اوله همدې کبله د نړیوالو ادب مینه والو د پاملرنی وړ او آن حیرانوونکی درناوی وړګرځیدلي دي.

د رحمان بابا (عبدالرحمن بابا) سبک یوځانګړی تصوفي اوعرفاني سبک دی چې دهغه د اراد توالو له خوا یې په لمانځنه فال لیدنه کیږي او آن خپل راتلونکي ته پری ځان ډاډه اوبسیا انګیري. ښایي څرګنده شي چې، د سترخوشحال خا ن خټک بابا او رحمان بابا ادبی ښوونځی ډیر لیوال او پلویان لري.

دحمید بابا سبک د ده د شعري نړۍ نازکخیالي ده چې ځانګړی سبک یې خپل کړی دی.

زما په اند په دې برخه کې لا ډیرو ژورو څیړنوته  اړتیا ده چې د پښتو لرغونی ادب او شعرسمندریز بهیر باندی پرله پسې کار وشي او، دا ویاړلئ  بهیرادبي لامبوزنو ته زښته اړتیا لري.

که د شلمې پیړۍ شاعرانو ته د تاریخ د هماغه وخت د لره اوبره  پښتونخوا شاعرانو ته کره نغوته وشي په دې باوریم چې د ډ یرو شاعرانوکوم چې د ژوند له پولی اوښتي لکه ژندوی یاد ګل پاچا الفت، عبدالروف بینوا، قیام الدین خادم ، پوهاند صدیق الله رشتین چی د پښتو ادب ستوري ګڼل کیږي اوهم د استاد عبدالرحمن پژواک، سید شمس الدین مجروح، موسی شفیق، پسرلی، قلند رمومند، اجمل خټک، ولی محمد طوفان او داسې نوراو، یا هم هغه شاعران چې لاه د خدای شکر د ژوند په قیده کې خوندي دي لکه استاد مولانا زین الله منلی، اکاد یمیسین سلیمان لایق، پروفیسورعبدالله بختانی خدمتګار، ‌اکادیمیسین ډاکټر استاد مجاوراحمدزیاراو داسې نورو شاعرانو د سبک پیژندنه وشي.

په غښتلي او ویاړلي باورخپل لیکلی یادګاردرنو لوستونکیو ته پریښودلای شم چې د همدغو ویاړلو مشرانو شاعرانو د بیلابیلو سبکونو له برکته د پښتو اوسني شعري بهیر ورځ  ترورځې لاپسې غوړیږي اوغځیږي.

زه هیله من یم چې د اوسني تخنیکي وسیلو( انترنیتي) نه په ګټه اخیستو د پښتو ادب لرغوني سبکونه نړۍ ته لا وپېژند ل شي د پښتو ادب به د نړۍ له سیالو ژبو سره خپله سیالي په بریمنه بڼه ترسره کړي.

۱۱ ـــ پوښتنه : ستاسو پر اند د ادبي سبک اومکتب تعریف څه دی، او یو ادبي سبک او مکتب څنګه منځ ته راځي او څنګه له منځه ځي؟ ولې په معاصره دوره کې ادبي سبک او مکتب نشته. آیا ورته کار نه دی شوی او که دا حق څوک نه لري؟

ځواب : د سبک په برخه کې چې زموږ په ادبي دودیزه  افاده کې سیا ق، اسلوب، طریقه، طرز، روش اوشیوه په مترادفه بڼه کارول کیږي. په انګلیسي ژبه ورته سټایل او په لاتین  کې ورته سټایلوس وایي. د پښتو معاصرادب ستوري ژوندی یاد ګل پاچا الفت د سبک په اړه د یادونی داسې یادګار پریښئ د ی:

" سبک په رښتینې معنا سره، سپین زر ویلی کول او په  قالب کې اچول دي، مجازادبیا ن د اظهار خاص طرزته سبک وایي  " د سبک یو څه مفصل تعریف  دا دئ : د ژبې د    کارولو خاصه طریقه چې د یوه لیکوال ادبي مکتب، پیریا صنف ځانګړنه وي سبک بللی شو. د سبک پیژندني په برخه کې د وییونو کارول د جملو جوړښت ډول، انځورونه اوهم د بدیعي صنایو کارونه د لیکوال اوشاعرځانګړنه څرګند وي.

د سبک لرغونی تاریخ په څرګنده توګه د ارسطویي او افلاطوني معنا ترمنځ توپیررا په ګوته کوي معنا داچې : د ا رسطویي تعبیرله مخی هر لیکوال د سبک څښتن دی اماّ افلاطوني تعبیر بیا سبک داسې یو ډول خصوصیت ګڼي چې خپلو غوښتنوته د څرګندولو مناسب یا، وړلارمومي. په دي توګه سبک یومثبت صفت دی چې ځینی لیکوال یې لري اوځینی ورنه بې برخې دي.

‌ژوندی یاد استاد محمد صد یق روهی په دې برخه کې دا سې څرګند ونه کوي:

"سبک عربی کلمه ده چې د سرو زرو او سپینو زرو، ویلی کولو او تویولوپه معنا راځي او سبیکه د زرو ټوټې ته ویل کیږي، اماّ په اصطلاح کې سبک د ویلو او لیکلو خا ص   ډول  او طرز ته ویل کیږي. د عربي د سبک په مقا بل کې اروپایا ن د (سټایل)کلمه استعما لوي، که څه هم چې د سټایل لغت د سبک په نسبت  زیا ت جامعیت او ارتوالی لري؛ ځکه چې د غربیانو (سټایل) دټولو کړو، وړو (لکه نڅا، رسم او داسې نورو)  له  پاره چې په یوه خاص او ممتازډول سره وي، استعما لیږي. د پاړسو پخوانو ادباوو به د سبک پرځای فن، طرز، سیاق، طریقه، شیوه، اسلوب، دا، او داسې نورې کلیمی    استعما لولې، مګراوس د سبک کلمه ډیره تعمیم شوې ده.

سبک د کره  کتنې اصطلاح ده، چې د ځینو په نظرنوع اود ځینو په نظر یو کل دی، چې د هغې په وسیله د افادې وصف یا ډول پیژند ل کیږي، د یوه تعریف له مخي سبک د  کلماتو هغه ترتیب ته  وایي، چې په خورا ښه ډول د لیکونکي شخصیت، مفکوره او ‌ذهني نظرڅرګند کړي."

 د سبک په اړه تیروځوابونو کې نغوتی شوی دي خوبیا هم، ویلای شم چې سبک د هر انسا ن د ذهني څرګندونو پایله ده چې یا یې په نثري اویا هم په شعري ژبه څرګند وي. د نوموړو لیکوالو ادبي پلویا ن کله چې د هغه پرپل، پل ږدي ا و، ورو په ورو یې ډ له ډیریږی  د هماغه لیکوال او، یا هماغو لیکوالو په نوم  یادیږي.

زما په اند کیدای شي چې یو لیکوال د څو اړخیز ادبي شخصیت لرلو  له  کبله په نثرکې د ، یوه سبک او په شعر کې د بل سبک په کارولو کې ذاتي استعداد خپل کړي. که دا سبک د نورو وي او، یا هم د دې سبکونو بنسټګر پخپله دی وي.

د ښوونځی جوړښت  د، ورته  سبکونو د بنسټیز کیدو او د تاریخي ریښو ترغځولو را وروسته  رامنځ  ته کیږي.

سرڅیړونکی محی الدین هاشمي  د خپلې یوې لیکنې په ترڅ کې په برخه کې د ادبي مکتب د جوړښت او پایښت مسّله کې د ادبي ښوونځیو په اړه داسې وایي :

 د ادبي مکتب را منځ ته کیدل، د یوې ټولنې په ټاکلیو کې تاریخي، ټولنیزه  او فرهنګی شرایطو پورې اړه لري او هرمکتب د یوې ډلې ادیبانو د ذوقي او فکري تمایلاتو اوګټو استازیتوب کوي نو ځکه  د تاریخ  په اوږدو کې بیلابیل ادبي جریانونه د خپلو ځانګړیو تاریخي اوټولنیزو خصلتونو په لرلو سره د بیلابیلو پرګنو، د ډله ییزو ارمانونو او ګټو د تبلیغ  لپاره کاریدلي دي.

د هرادبي مکتب یا جریان ځانګړنې په ادبي اثاروکې په تدریج سره څرګندیږي. هر ادبي مکتب، د پخواني یا مخکیني مکتب د نظریاتو د لړۍ طبیعي نتیجه ده او کله کله د هغه پرضد یو عکس العمل یا پاڅون او بغا وت دی.

نو ویلای شوو چې د هیڅ ادبي مکتب پیدایښت، جوړښت او پایښت تصادفي او ناڅاپي کارنه دی. د یو ادبي مکتب را منځ ته کوونکو، یا بنسټ ایښودونکو هم په لومړیو کې د خپل ادبي مکتب د ځانګړي کار او ادبي ارزښت له ځانګړنو څخه پوره خبرتیا نه ده لرلی  وروسته  بیا ادبپوهانو اوکره کتونکو د څیړنو په بهیرکې د هغوی ادبي اوهنري لاری تشخیص، ادبي ارزښتونه یې ښودلي او تدوین کړي دي اوهغه یې د یوه ځانګړي مکتب د کړنلاری په توګه اعلان کړي او دهغوی ادبي روشونه اوهدفونه یې توضیح کړي چې په نتیجه کې  بیا نورو هنروالو  د هغوی دې ادبي اوهنري لاری ته پام شوی،

هغه یی تعقیب کړی د پیاوړتیا، یا بشپړتیا پولی ته رسولی او په دې ډول یې د یوه ځانګړي ا دبي مکتب بڼه خپله کړی ده. د یادونی وړده چې ځینې ا دبي مکتبونه په لومړیو کې د نظریو او تیوریو په توګه رامنځته شوي، وروسته بیا هغه نظر یا تیورۍ نورو لیکوالو په عمل کې  پلی کړي او د وخت په تیریدو سره  ور څخه یو ادبي مکتب جوړشوی دی.

که څه هم د یو ادبي مکتب څرګندیدل په یوې تاریخي دوره کې پرټولنه له  مسلطي او حاکمی  ټولنیزی، سیاسي او فرهنګي اوضاع څخه سرچینه اخلي، مګرله دې سره سره بیا هم کله کله داسې شوې دي چې په یو وخت کې بشپړ متفاوت ادبي مکتبونه په هیواد اوسیمه کې رامنځته شوي، یو د بل په څنګ کې یې وده  موندلی او، له خپل منځي توپیرونو سره سره هر یوه ځان ته خپل پیروان موندلي دي چې ډیره  ښه بېلګه یې په پښتو ادب کی د رحمان بابا عرفاني، تصوفي ادبي مکتب اود حمید او شیدا د نازکخیالي  ادبي مکتبونه دي، چې کابو هممهالي وو اوهریوه خپل پیروان موندل.

دا چې اوس ولی سبک اومکتب نشته د تیرو دریو او څلور پیړیو ټولنیزو حالاتو په توپیر د شاعرانو او لیکوالو نه همغږي ده. که څه هم د رسنیو اوسني پرمختګونه ټولې پخوانۍ ستونزې له مینځه وړې دي او په تیره بیا شاعران اولیکوال کولای شي له بل هروخت نه په ډیره آسانی له یو بل سره اړیکه ټینګه کړي او آن دا چې د ماشینی ژباړی شونتیاوی هم رامنځته شوي اوس هم که ژوندئ  پاملرنه وشي  د تیرو پنځو لسیزو لیکوالو لکه : ژوندی یاد پوهاند رحیم الهام، اکادیمیسین سلیمان لایق، ژوندی یاد استاد اجمل خټک، ژوند یادغنی خان، پوهاند داکترمجاوراحمدزیارصیب، استاد سعدالدین شپون صیب اونورو د لیکوالی سبکونه له یوڅه نژدیوالی سره بیا هم یو له سره بیل دي.

د مرکی دومه برخه