18جون 2016

محمود نظری

 

 

موږ دوږخیان یو (طنز)

 

موږ به هیڅ وخت دجنت مخ ونه وینو په عقبا

ځکه  جنت مو نه کړ وطن لکه نورو په دنیا

جنت  د هغو لپاره دی چې ځان ته جنت جوړوي

ددنیا د دوزخیانو  هم دغه دوږخ دی بله دنیا

***

زموږ  په وطن کې لوچکان قانون بدلوي

هر خیرن د ځان دبقا لپاره صابون جوړوي

چې دلوچک خوښه وي نظام باچاهي سي

که باچا نه سو ځان ته  صدراعظمي ننګوي

***

زه یم وطن  زمااولاد زما قرضدار دی

زماماستر  اولیسانسه زوی بیکا ر دی

بی سواده په مصلحت مقرریږي

مسلکي په بې مسلکو کې څه په کار دی