30 اپریل  2016

محمود نظری

 

 

دلته هر سړی من دی

 

دلته خورد نسته هر سړی دی من

دلته دانه نسته هرسړی دی درمن

 

په خبرو او پوهه کی ټول لرو سور رنګ

دعمل به وخت کې مو رنګ سي د کورکمن

 

دا وطن  له لویدیځه دلمر  تررا ختو نه ودانیږي

ځکه پوه سړی رعیت سوی غل سړی واکمن

 

موږپه  خپلوخبرو  او پوه اسمانونه  ګزوو

په عمل کې د قصابي  مخکې ته پراته یو پمن

 

خپل ته لکه غالبوزه  بز بز کوو

پردو ته لاس په نامه ولاړ یو دردمن

 

غیران او واک ته بلکل ایمان نه لرو

پردو نه دوست خپلو ته یو دښمن

 

دا ټوله دلاسه د څو پردو واکمنو

داڅو دی په شمېر دلته د سپي زامن

 

دانګورو هغه ټوله کوارچه ورستیږي

چې په یو واښکي کې یودانه وي رنځمن

 

داوطن به هغه وخت دخیر ه جوړسي

چې په واکمنو کی پيدا سي یو لږ تر من