03.2016.18

سليم شاه  

د لندن بله ادبي نا سته

نن هم له معمول سره سم بيا په لندن كې ديوې ادبې غونډې تابيا شويده · دغونډې چلوونكي هم نظيف الله تكل دی  خو دغونډې دجوړيدو شاته  چې دغونډي دحركت گيرونه بدلوي  يو بل سوسولوف ناست دی · وكيل شينوارې  درته يادوم  چې تنظيم كوونكي دي · راياده شوه  چې  په روسیه كې  دافغان زده كوونكو ترمنځ يوه كيسه رواج وه · ويل به يې دوه ډوله زده كوونكي خوب نه كوي  اوتر سهاره يې په اطاقونو كې  شور اوپكړ وي  · يو افغانان زده كوونكي دي چې تر سهاره سياست كوي نه خوب كوي اونه درس وايي  اوبل عرب زده كوونكي دي چې تر سهاره  شراب څښي اونجونو سره سات تيري كوي ·خو ويتناميان څراغ نه وژني بلكي درس وايي· ·  

اوس نو دا فارموله يوه څه په خپل ځای په لندن كې هم پاتې ده · دوه افغانان چې سره يو ځای شي  سم دواره په سياست ورگډوي اود ((دشروفساد له بقاياوو)) نه سر ټكوي ·  نن هم چې ياران سره راټول شول اودميز شاته لا ناست نه وو چې  سم دواره دافغاني دموكراسي په ستاينه سر شول. يو وويل :  هلكو داديموكراسي لكه دغره ځناور داسې دی كه څنگه ؟  خو بل وويل داسې ځناور چې اوس يې په افغانستان كې پلندۍ وهلي  اوهيڅ كله په هواره نه دی ليدل شوی دا به ارومرو دغره ځناور وي ·

خو يو بل يار يې په خبرو كې را ودانگل وې ويل : دادموكراسي لكه دغره ځناور دی دا ځكه چې دغرو دځناورو په لاس لويدلي ده  كله يې مخې ته گټې اولوټي واروي اوكله  ورته پروړه اوواښه اچوي اوكله هم ورته جوار اووربشی په مخ كې ږدي ·  بل يار رامنځ ته شو وی ويل  · تاسو پوهيږئ اوكنه ؟ دتيرې پيړۍ دديموكراسۍ  په لسيزه کې مرحوم دوكتور محمود حبيبي صيب  چې داطلاعاتو اوكلتور وزير شو ، نو د هغه مهال ډيموكراسي يې ديموكراسي تاجدار وبلله  په هغه مهال په رښتيا چې تاجداره وه · خو اوس راشه وگوره  دومره دشړومبو مچان پيدا شوي دي  چې نور كاسه كې ځاې نشته۔  اوسنۍ ديموكراسي يوه تاجداره يا سلطنتي نه بلكې يوه ببره اووړينه يا وژغنيزه ديموكراسي ده ·  چې نه خو اولسمشر كار ته پريږدي اونه پخپله دكار وس لري ·

مخامخ يار چې زړه تنگی شو وویل : اصلي خبره دې كوه  مطلب دې څه دی ؟

هغه خبر لوڅ  اشنا وويل  چي ابله ورځ دشهيد داونی په مناسبت بيا ياران را ټول شوي وو اودولت مشر ته يې اخطارونه وركول ويل چي كه زموږ له دوسيو نه تير نه شي اوكه دځمكو دغصبولو مساله پټه ونه ساتي اوكه په حاكميت كې طالبان راشريك شي · نو پوه شه چې اسلام په خطر كې دی · اوچې  كله اسلام په خطر كې شي   نو بيا پوه شه  چې موږ بيا غره ته خيژو اوجهاد كوو· خو دهغه جناب په خوا كې يو  څوك ورپورته شو اوورته وې ويل  چې اوس به نو ستينگر اوبلوپايب له كومه كړو؟ · هغه ورته په اشاره وويل انديښنه مه کوه  · اوس دواليبال په ميدان كې سرويس بدل دئ  · دا ځله به روسيه اوايران مرسته كوي  اودچاه  بهار له پاره لاره هواريږي · پاكستان به په كونه كښينوو · سودا مه كوه  موږ ته هم خلك مجاهدين واي لكه څنگه چې مو دبرلين ديوال چپه كړ اولوټې لوټې مو کړ  دا وطن خو هسې هم لوټې لوټې دی ۔

په هغه ياده غونډه كې دكورنيو چارو  دبا افتخاره كابيني وزير داود زی  په ستيج لكه كشميری چرگ را وغړمبيد   اووې ويل  : اوس دطالبانو سره  خبري اومذاكرات ناكام شول · خو خبرې يې په داسې ارشاداتو وغځولې وې ويل اوس هم سر دوخت دی چې له مجاهدينو سره سلا اومشوره وشي  · دا جناب لكه چې ددغه پر افتخاره كابيني مردارۍ نه ويني چې هم دا اوس په كې ديرش مليوني اولس ككړ اوبويونه يې تر اسمانه پورته دي ·

خو سياپ صيب چې كله څادر په وليو سم كړ نو سم دواره يې خبر داری وركړ  چې كه اړتيا شي نو بيا به مورچل ته ولاړ شي اود وطن دازادۍ نه به دفاع وكي  · كوم وطن؟  ايا هماغه وطن چې ان دداود په وخت كې مو په ای اس ای وپلوره اوپه نمك منډي كې په ۱۲٠ كلدارې نوكران شواست او يو يو بايسكل درورسيد · سړي نه پوهيږي چې دا ،شرم اوحيا چيرته تللي ده !  ايا هغه څه چې په تاريخ كې ثبت دي  تاسې يې له منځه وړلی شي · ايا طالبانيزم  دجهاديزم اصلي څيره نه ده · اوپاكستاني پوځ په جلال اباد باند ې دحملي له پاره دچا په لباس كی راغئ· ايا موقت دولت چيرته جوړ شو ؟

اوس نو دادموكراسي لكه يو سر درد پخپله دا نظام ننگوي · همدې نظام ته گواښ كوي · وايي كه مجاهدين په قدرت كې شريك نه شي ·  كه مجاهدين له واكه ليري شي · كه له مجاهدينو سره سلا ونه شي · اوكه له مجاهدينو سره دا اوهغه ونه شي  نو اسمان به ځمكې ته راشي اوځمكه به اسمان ته لاړه شي · قيامت به راشي اودټولو سترگې به دسر په طاق كې وي · ·

خو كاش چې خبره همدلته خلاصيدلي ۔ دولت اوس هم اتيا په سلو کې دمجاهدينو په لاس كې دی ·  يوازې دچور ،غلا ، تالان اوددولتي مال دغنيمت مال په توگه مخه نيول شويده ·  يوازې اشرف غني يې مشر دی اوهغه دغلو مخه ډب كړې ده · يوه کيسه را ياده شوه ۔ وايي چې يوه چا چې ډير کلونه يې ديو جاسوس په توگه کار کړی وو خو نه پوهيده چې جاسوس دی ۔ دتقاعد په مهال يو څوک ورغئ اوښې ډېرې پيسې يې وروړې اوورته وې ويل چې دا ستا دخدمتونو بدل دی تا زموږ له پاره ډېر کار کړی دې ۔ په هماغه مهال وپوهيده چې ټول عمر يې داستخباراتي سازمان په خدمت کې تېر کړی دی ۔ ددغه مدعيانو کيسه هم دا ډول ده ۔

تاريخ  په يادلري  چې امان الله خان له دې هيواده ووت  دكلونو له پاره هيواد له ترقۍ نه وروسته پاتي شو · كله چې دنجيب الله نظام سقوط وكړ  هيواد ښه ورځ ونه ليده اوس كه داشرف غني پروگرامونه عملي نه شي  نودتاريخ دتكرار خبره به ښه په دې هيواد كې دعمل جامه واغوندي · خو ددې قطاع الطريقو دي هم په ياد وي چې دوی به هم څوك پرې نه ږدي ·  

خو په همدې خبرو کې وه چې دغونډې سوسولوف  تکل ته اشاره وکړه چې هلکه غونډه دې چالان کړه :

كله چې غونډه پيل شوه  نظيف تكل داجندا له مخې له ښاغل عبيدا لله محك  نه هيله وكړه چې خپلې خبر وكړي ؟ هغه دورايتنگ له مجلي څه دوه په دوه په نوم يو شعر ولوست چې په دې ډول وو·

هغه وويل دا شعر ۶ يا ۷ مياشتي تر مخه خپور شوی دی ·

دشعر نوم دی كله چې زاړه شو :

كه خپل څپانده ويښتان له لاسه وركړې ،

هغه چې دلمر رڼا په كې ځليږي

نوزه به درته ددلدل  يال را ونيسم

خو كه ته په ځنگله كې نه شي گرځيدای

چې خوند ترې واخلي 

نوزه به درته دپتنگ وزرې راونيسم

كه ستا سترگې ونه شي كړای  چې دسمندر له پاسه دسپوږمۍ رڼا وگوري

نو زه به تاته دماښامي (شب پرك ) احساس رانيسم ·

كه ته نور ونه شي كړای چې دگلاب بوی حس كړې اودبلبلو سندري واوري 

نو زه به درته دليوانو احساس را غلا كړم 

اوكه ته ډېر كمزوری شوي چې له څوكئ پورته كيدای نه شوی  چې دخاڼو مستي وگوري

نوزه به تاته دخرسانو يا ايږو زور را واخلم ·

اوكه دې غږ له لاسه وركړ اوزما نوم دې هير كړ نو زه به تاته دنهنگانو دساندود غږونو وس را ونيسم ·

اوكه ته مې لاس په خپل لاس كې نه شې حس كولي  اوتنفس مي ونه پيژني 

نو زه به دپرښتو دلمس زور را ونيسم ·

كه ته له مانه دمخه سفر وكړې  اودغرونو دلړو اخوا يې 

نو زه به دی پخپل روح كې ونغاړم

ددي شعر له ويلو وروسته يو گډون كوونكي وويل  · زموږ غونډه دپښتو اودرې ادب غونډه ده  · دا انگريزي شعر راوړل اودهغه سر اولكۍ ميچ كول په زړه پوري دي ·

خو اوس نن سبا په پښتو شعر کې هم له دې ښې بیلګې شته چې د نړیوال ادب برخه ګرځیدای شي.  

ددې شعر له ويلو وروسته دلنډيو اوهايكو په باب خبري وشوي ·

 په پيل كې محك دې ته اشاره وكړه چې په پښتونځوا كې يو شاعر هڅه كوله  چې هايكو په پښتو كې وليكي دلنډيو پر ځای ·

خو كرگر دا پوښتنه را غبرگه كړه چې ايا هايكو به دلنډيو ځاې ونيسي   ؟ په دې باب هم ډير ناستو خپل نظريات شريك كړل  خو له كرگر نه وپوښتل شول چې ستارايه څه ده ؟ هغه وويل :

هايكو دجاپاني شعر يو فورم دې · دلنډيو پر خلاف هغه درې مصرې لري  · دهايكو اصلي رسالت دادی چې دذن (بودايي كيت يو فرقه ) پيام وړاندي كوي · خو لنډۍ دپښتنو دفرهنگ اوادب  شمله ده ·  په لنډيو باندې ډير دقيق اوفلسفي كار استاد بهااولدين مجروح كړی دی · هغه په خپله شننه كې دا ويلي دي  چې كومي لنډۍ چي ښځو اومحرومو ميرمنو په كليو كې هستې كړي خپل اصالت لري ۔وروسته بيا ليك لوستو اوطالبانو هم لنډۍ كښلي دي چې هاغه لومړنې اصالت  نه لري · دلومړنيو لنډيو اصالت اواهميت په دې كې دی چې هغه ديو محروم بيوزلي اوتر فشار لاندې كتلي اوانساني ډلي لكه ښځو دناخواد اگاه ضمير اواز دی · هغو خپله كركه خپل ، تنفر دموذي نارينه په نسبت په لنډيو كې څرگند كړی دی · 

وروسته بيا سپين تڼې دكاروان يو شعر ولوست  چې داوريدونكو له خوا يې هر كلي وشو۔ 

يوې ميرمنې  (ثمره پوپل )چې په غونډه كې يې گډون كړی وو دځوانۍ په نوم يو شعر ولوست ۔

تكل هم په خپل وار يو غزل اويوازاد شعر ولوست  چې ټولو يې ستاينه وكړه ·

يو ه گډونوال دپښتو متل ياد کړ چی دپردې له زويه خپله لينډۍ لور ښه ده ۔ اوس چې گورو دهاغه انگريزي شعر اوددې پښتو غزل  ترمنځ ځمکه اواسمان توپير دی  ۔ دوه شيان دا توپير په گوته کوي ۔ يو لاسبرې پښتنې فرهنگ دی  چې موږ دې ته را بولي  چې له هغه څه سره چې را لوي شوي يو اوله هغه څه سره چې زيږيدلي يو پر موږ ښه ولگيږي  لکه دتکل شعر اوغزل اوبل هغه ښکلا چې شاعر په دې شعر کې پنځولي اوبيا هسته کړې ده  ۔ موږ ته دلمس اواحساس وړ ده ۔ اوس دپښتو شعر دڅلورو لسيزو وړاندې شعر نه دی ۔ بلکې خونړېو پيښو کډواليو  ناهيليو اونورو غميزو دې شعر ته يو خاص ملال اواغيز ورکړی دی ۔ چې دلته يې دتکل په شعر کې ليدلي شو۔

شاعر چې وايي : دخپل سيوري غږ مې واوريده ورستون شوم 

دخپل سيوري له کوکارو تاويدمه   ۔

يا ددې کلي له بدبوې سره عادت شوم

ددې کلي له مردارو تاويدمه ۔

دشعر له پاره دې دتکل په تکل اوهوډ برکت وي

اويا دده داازاد شعر چې زما په اند ډيره په زړه پورې اوديوې نوې دونيا اونوی حالت هستونه ده ۔                                 

زاوال

دا ټول شته مې

دا خوارۍ مې

دا شيبه شيبه کړاو مې

دا شوگيرمې

دا تقدير مې

دا هرڅه چې ته يې وينې

ځارومه له يوې شپې نه

دا شراب مې

دا نشه مې

دا د خوند ډکه شېبه مې

دا په شنه اسمان کې

د ستورو تماشه مې

دا ورځ مې

دغه شپه مې

ځارومه له يوې شپې نه

هغه شپه چې

زه باچا وم بې لښکرو

ته بې مينځو ملکه وې

ستا حکم د باچا حکم

ملکې دې په قبضه وې

مېلمانه مو باچا هان و

شهزادگۍ وې

شهزادگان و

هغه شپه چې

هرڅه رڼا رڼا و

ستا په سر شال د ناوېتوب و

او زما مست دور د زلميتوب و

اوس مې د غږ

شاته تياره ده

هر ځل له سره تکراريږي               

دغونډي په پای كې سوله مل خپله لنډه كيسه((هلته چې رتبې هم غنیمت وګڼل شي))

 ولوستله  اوپه كيسه باندې  محك،داوود مقصودي ،افضل ټكور كريم شيرين اونورو خبرې وكړي · خو داسې جوتيدله چې زياتره خبر لوڅې دكيسې په محتوا نه وو رسيدلي ·

د کیسې ارزونه محک پیل کړه . هغه د کیسې په یوه برخه کې د چکچکو په ځای د ناره تکبیر غبرګون منا سب وباله او د کیسې پیل او تردې ځا یه چې د کیسې اتل پخپله ځا ن جنرال جوړوی ښه او په زړه پورې وباله خو د کیسې دوهمه برخه ېې ښه ونه بلله چې د کیسې اتل دې ددومره زور او ځواک سره سره مار شالی هم غلا کړي . خو سلیم حیات ورغبرګه ګړه چې لیکوال دا ښه کار کړی ځکه هغه اوس هم لا غل دئ او دد ه چا پیریال هم ټول غلو نیولی او دده او د ټولو یارانو هر څه په غلا پیل او په غلا پالل شوی دي.

داود مقصودی چې پیل یی د خپلې لیکوالۍ وکړ نیوکه وکړه چې کیسه له واقیعت او ریالیزم لیرې ده : له قبره د مړی آواز باوری نه دئ او بل په افغانستا ن کې څوک له مړو سره نښا نونه او دریشۍ هم نه خښوي او د کیسې د کرکتر ژبه هم د هغه د حال او ځا نګړتیا سره ورته والی نه لری، خو سوله مل یی په ځواب کې وویل چې کیسه په رښتیا هم ریالیزم نه بلکې سوریالیزم دئ او د کرکترونو ژبه یی د کرکتر د ځا نګړتیا سره سمه ده  او ددوی له روان او حالت سره سر لګوي.

د محک د نیوکو په غبرګون کې سوله مل وویل چې د کیسې اتل که څه هم اوس یو لوی شتمن ، زورواکی او جنګسالار دئ خو لا هم دده زورور وجودلری چې ځنې لویی رتبې او مرتبې د ځا ن انحصار او ملکیت بولی ځکه خو دی اړ دی له هرې لار چې وی ځان با ید ددوی سیال کړي. دا دده دروان برخه ده او ما دا چا پیریال ښه جوړ او تصویر کړی دئ.

له قبره د مړی د آواز په با ب کرګر وویل چې د اپخپله د کیسې د اتل د زړه آواز دئ چې دی په هدیره کې آوري.

او له دې سره غونډه هم پا یته ورسیده .

۱۳مارچ ۲٠۱۶