10.01.2016

د رابيندرا ناته ټاگور له اثارو څخه

 د پوهاند عبدالشکور رشاد ژباړه

 کابلي والا

 

زما د پنځه کلنې لور مينې طبعيت داسې دی چې نه سي کولای يو آن هم پټه خوله کښيني .  زه باور لرم چې دا به په ټول ژوند کې (په ويښه) يوه دقيقه هم پټه خوله نه وې پاته سوې .  مور يې زياتره ورته خښميږي او له ډيرو ويدلو يې منع کوي ، خو ما په درست ژوند کې  دا کار نه دی کړی ، چې دا پټه خوله ووينم ، وايم دا به مينې نه وي ځکه مينې او پټه خوله ؟

د مينې پټه خوله پر ما درنيږي ځکه نو زه هر کله ددې خبرې په مينه اورم او په خورا مهربانۍ او بشاشت ورسره ږغيږم .

يوه ورځ سهار چې ما د خپل ناول اوه لسم څپر کی (فصل) کيښ ، مينې غلې خونې ته راغله ، خپل تاني او نازک لاسونه چې يې زما پر لاسو ايښودل په خورا تلوار يې راته وويل :

بابکه ! زموږ دروازه وان (رام ديال) زاگ نه سي ويلای ، تل يې زوگ وايي  دې خوارکی په هيڅ شي نه پوهيږي ، دغسي نه ده ؟ ما غوښته چې د لهجو د توپير ونو په باب څه معلومات ورکوم ، خو دی ما ته د جواب موقع را نه کړله او دستي يې په خورا جدي توگه دا بحث پيل کړ :

باران ولي اوري ؟ بهولا وايي په وريځو کې يو غټ هاتي دی تر شونډک اوبه را شيندي دا رښتيا ده؟ ما لا په جواب خوله نه وه پرانيستلی ، دی سمدستي پوښتنه را څخه وکړله : زما مور ستا څه کيږي؟

ما په موسکا ورته وويل : زما د خوښيني خور او دا مې پسی زياته کړله :

مينې ولاړه سه ! له بهولا سره لوبې وکړه ، زه کار لرم .   

مگر مينې زما د دغې غوښتنې هيڅ پروا ونه کړله ، زما دکار ميز ته  نيږدې پر مکه ناسته وه ، د  زنگانه پر ستر گه يې خپلې نرۍ گوتې داسې ښورولې لکه يو دوکړه يې چې د  گوتو په ضربو له دوکړو ( طبلو ) څخه موزون غږونه راباسي ،زه دغه وخت په خپل فکر کې خورا ډوب وم ، چې مين خپله مينه د  ودانئ په دريم پوړ کې موندلې ده او د  کړکۍ له لارې يې د  تښتولو په هڅه کې دی په دغه ترڅ کې ناڅاپه مينې زما د  کار د  کوټې هغې کړکۍ ته وځغستل چې عمومي واټ ته خلاصيږي اوپه زوره يې ناری کړلې .  

اوکابلي والا ! اوکابلي والا ! ما چې بهر وکتل که گورم رښتيا هم يو جگ سړی چې پښتنې جامې يې اغوستي اوکلکه پگړی يې تړلي ده په عمومي واټ کې کرار کرار رهي دی ،بورۍ يې په شا ده او د انگورو ټوکرۍ يې په لاس کې .   

زه نهپوهيږم چې د  کابلي والا له ليدلو څخه مينې ته په زړهکې څه انديښنې ورپيدا شوی ،خو ده چې زموږ د  کور خواته مخ را وگرزاوه ، د  مينې له خولې بې اختياره ووتله وې کله چې کابلي والا د  کړکۍ مخې ته ودرېده او مينې ته يې په ځير وکتل ، دې منډه کړله او د  مور پهغيږه ننوتله ، زما پهخيال دې ته گمان پيدا شو ې و : کابلي والا په هغه بورۍ کې چې په شا يې ده دوه درې کوچنيان نور اچولي دي او اوس دا هم په بورۍ کې پسی اچوې .  

شيبه نيمه نه وه تېره چې کابلي والا په دروازه را ننووت ،سلام يې وکړ اوپه موسکا يې وويل : څه موپه کار و . په دې وخت کې زما د ناول اوه لسم څپرکی خورا حساس ځای تهرسېدلې و، د دې له پاره چې ما له خپله کاره ونه باسي له کابلي والا څخه مې څه ميوه ژر ژر را نيوله  د هچې بورۍ په شا کوله ،خدای خبر په زړهکې يې څه وروگرځيدل زما څخه يې پوښتنه وکړله :

بابوجي ! لورکۍ دی څه سوه ؟ ما د دې له پاره چې دغه وهم د مينې له زړه وباسم ، دا مې را وبلله مينې راغله ،خو زما په چوکۍ پوری موښتې ودريدله .  دوی سترگې يې د کابلي والا بورۍ ته نيولی وې ، کابلي والا د بورۍ له کڅوړو څخه څه مويزی اوغوزان (جوز) را وايستل اوپه دواړو لاسو يې مينې ته وړاندې کړل ، مگر دا نوره هم په ما پورې وموښتله اوسترگې يې له وهمه نورې هم رډې را وختلې . دا وه د مينې او کابلي والا لومړۍ ليدنه .  

څو ورځې پس چې يو سهار زهله کوره راوتلم ، که گورم (مينې) دروازې ته نيژدې په يوه څوکئ ناسته ده .  کابلي والا يې د چوکۍ مخې ته گونډه وهلې ده .  مينې د شارونی (مينا) په شان ورته گډه ده .  او دی په خورا خوند او توجه د هغې خبرې اوري ، هريان سوم ، خو چې ښه ورته ځير سوم که گورم د مينې د ساړی يو پلوله وڅکو او غوزانو (جوزو) ډک دی ، دا وڅکې او غوزان کابلي والا تحفه ورته ورکړې ده ، ما کابلي ولا وپوښتيده :

دا ميوې دی څنگه مينې ته ورکړي دي ؟.   ده لا جواب نه وو راکړې ما يوه اتانې (د اتو انو سکه ) له جيبه را وکښله او ده ته مې وړاندې کړله ، ده هم بې هيڅ نټې او اکراهه هغه را څخه واخيستله او جيب ته يې واچوله .  

کله چې زه کور ته راستون شوم که گورم هغې بد مرغې سکې په کور کې لويه لانجه پيدا کړې ده، د مينې مور خښميږي او په ډيره تنده او ترخه لهجه له مينې څخه پوښتنه کوي :

دا سکه دې له کومه کړيده ؟ او مينې په خورا ساده گۍ ورته وايي : کابلي والا را کړې .

د مينې مور چې د کابلي والا نوم اروي خښم يې نور هم زياتيږي او په خورا قهر لورته وايي :

تاله کابلي والا څخه څنگه اتاني اخيستله ؟

پر دغو خبرو اترو زه کورته را ورسيدلم او د مينې مور ته مې وويل : دا هغه اتاني ده چې ما کابلي والا ته ورکړې وه ، په دې خبره د مينې د مور قهر لږ سوړ سو او ما چې مينې وپوښتيدله رامعلومه شوله چې دا د مينې او کابلي والا دوهمه او دريمه ليدنه نه ده ، تر دې د مخه کابلي والا په  وارو وارو مينې ته وڅکې او غوزان ورکړې دی او د دغه دوستانه رشوت په زور يې هغه بيره د مينې  له زړه ويستلي ده چې پخوا يې له کابلي والا څخه درلوده . اوس دوی خورا خواږه او تيروني دوستان دي، يو له بله ټوکې کوي ، خاندي او يو د بل په ليدلو خوشحاليږي .  

زه به هريان سوم چې کله به مې وليدل . کابلي والا غوندې غټ او جگ سړی د مينې مخې ته په گونډو ناست دی او مينې د ده غښتلی بدن او ميړنی څيرې ته په ځير ځير گوري او په خندا خندا وايي:

او کابلي والا ! او کابلي والا ! په بورۍ کې دي څه دي ؟

او هغه په ځواب کې ورته وايي : هاتی (پيل )

دا جواب که څه هم د خندا وړ نه دی خو ما به ليدل چې دوی دواړه له خندا شنه شنه کيږي او پر پښتورگو (بډوډو) يې لاسونه نيولي دي دا خندا چې به خلاصه سوه بيا به  د کابلي والا د پوښتني وارسو ، ده به ورته ويل : مينې ! ته کله د خسر کره ځې ؟

په بنگال کې د خسر د کور په باب ډېر نکلونه سته ، خو موږ به هغه نکلونه مينې ته نه کول او نه مو غوښتل چې دا دغه راز قیصو خبره سي ، ځکه به نو دی په خورا سپيدلتيا کابلي والا ته ځواب ورکړ : ته به په خپله د خسر کره ځې .

ځينې خلک د خسر کره تگ د بندې کيدلو په معنا کاروي ، کابلي والا به دغې کنايي تر اغيز لاندې راغی او مينې ته به يې وويل : زه به مې خسر ټوکټول کړم .

پر دغه جواب به مينې خورا ډېر وخندل او د صحبت ملگری (کابلی والا ) به هم په دغه خندا کې ورسره شريک و .  

زه د کلکتې د ښار په يوه کوچنۍ کوټه کې اوسيدم .  د منی ټاپي و، له خپلې کوټې څخه بهر نه وتلم، خو فکر به مې ليرو  اوتر ويش (سرحد )دباندې ملکو کې گرزيده .  په تېره بيا چې د پښتونخوا د پرديسي (کابلي والا) به مې واټ کې وليده .  زړه به مې د يو نااشنا ملک وليدلو ته هوسيده، جگ غرونه ، ژور گړنگونه او گڼ ځنگلونه به مې تر سترگو سترگو کيدل او په دغو غرو ځنگلو کې به مې هغه له خټو جوړ سوی کورونه ليدل چې دغه له ملکه ليرې او د کلونو مسافر به د ژوند ورځې شپې پکې تيرولې او د يوه ازاد او خپلواک ژوند څښتن به وو .  په دغه خيال کې به زه د هغو خورا جگو او هيبتناکو غرونو لمنو ته ورسيدم چې نرۍ لارې به يې په سينه باندې د مار په څير تر لمنو را غزيدلي وې او د اوښانو هغه کاروانونه به مې ليدل چې هوارو (ميدانونو) ته ور ور را کښته کيږي او د پښتنو شازلميو نيغې شملې او ځلاندې سر نيزې يې بدرگه کوي ، زما خيال چې به د پښتونخوا د سفر دغو حساسو مزلو ته ورسيده ، د مينې مور به نا څاپه را ږغ کړه :

له دغه پرديسې څخه وبيريږه

ما به ډاډ ورکړ او ورته وبه مې ويل :

هيڅ خطر نشته ، ته ولې دومره بدبينه يې .

دې به راته وويل :

دا خلک کوچنيان نه غلا کوي ؟ ايا په کابل کې د کوچنيانو غلا باب نه ده ؟

ما به ورته ويل :

دا اوازې دي ، ټولې اوازې بايد سړی ونه مني .

و دا به نه را سره ستيدله (قانع کيدله ) او زما دغه خبرې به يې ښې زړه ته نه لويدلې .  

په کال کې يو وار کابلي والا کور ته  ، سفر ته په نژدو ورځو او شپو کې به دی ډير بوخت و، پورونه به يې کښل ، د لارې خرڅ او د کور له پاره به يې څه پيسې او سوغاتونه برابرول . خو ما ليدل چې له دغو مصروفيتونو سره بيا هم کابلي والا د ورځې يو وار د مينې ليدلو ته راځي او که د سهار په خوا کې وخت ونه مومي د مازديگر خوا ته ځان رارسوی ، زه لږ بدگمانه غوندې سوم چې کابلي والا په دغه هره ورځني راتگ کې کوم چل نه وي ؟ خو بيا چې به مې وليدل کابلي والا  چې داسې مينې په خورا مينه ښه راغلي وو ورته وايي او فقط هغه خپلې هره ورځنئ ټوکي تکراروي او بس ، بيرته به داډه سوم او بد گماني به مې ليرې سوله .  

وطن ته د کابلي والا د تگ وخت رانژدی سوی و ناڅاپه يوه ورځ ما د خپل کار په کوټه کې د ناول پروف سمول د سهار اته بجې وي.  هوا سړه وه .  پر مذهب ټينگ هندوان له درمسالو نو څخه پټ مخ خپلو کورونو ته ستنيدل ، په دغه ترڅ کې مې په واټ کې يو زوږ تر غوږ سو ، تر کړکۍ چې مې وکتل که گورم دوو پوليسانو کابلي والا تر موټانو نيولی دی او د تاڼې خواته يې کشوي ، کوچنيان ډله پسې دي .  های و هوی يې اچولي دي د کابلي والا پر جامو د وينو څه ټپلي هم ليدلي کيږي او د يوه پوليس په لاس کې چاړه هم ده. په خورا تلوار واټ ته ور وتلم ، پوليسان مې ودرول پيښه مې ځنې وپوښتله ، معلومه شوه : کابلي والا پر يوه چا يوه دانه پټو خرڅ کړی وو او هغه يې پر پيسو ناگاره سوې دی ، شخړه جگړې ته رسيدلي ده ، کابلي والا ته قهر ورغلي او ناگاره يې وهلی دی .   کابلي والا اوس هم خورا قهريږي او ناگاره ته پر له پسی بدو رد وايي په دغه ترڅ کې نا څاپه په برنډه کې مينې ښکاره سوه او د نورو ورځو په شان يې کابلي والا ته ورنارې کړې .  

او کابلي والا ! او کابلي والا !

د مينې ږغ چې د کابلي والا تر غوږ سو دستې يې وضع واوښتله ، درد يې شيوه سو ، مينې چې د کابلي والا پر اوږه بورۍ ونه ليدله لومړی پوښتني يې ونه کړله ، خو دوهمه پوښتنه يې بې ځايه نه وه ، دستي ېی ورږغ کړه :

د خوسر کره دې ځي ؟

کابلي والا وخندل او ورته وې ويل :

هو ! هلته ځم

خو دې جواب مينې ونه خندوله او د کابلي والا هم دې ټکې ته پام سو ، دستې يې مينې ته ورږغ کړه :

څه وکړم لاسونه مې تړلي دي ، که نه اوس به مې هم خو سر ټوک ټوک کړی وای  .

پردې جواب مينې وخندله او پوليسانو کابلي والا د ټاڼې لورته رهي کړ ، پر کابلي والا باندې څو کاله بند راووت ځکه چې د چا د وژلو هڅه يې کړې وه . مياشتې او کلونه تېر شول .  کرار کرار کابلي والا هم زموږ هير سو ، موږ د خپل ژوند په خوندونو کې ډوب و ، دا مو په خيال کې هم نه را گرځيدل چې موږ يو ازاد منشه اشنا د ژوند ورځې او شپي په زندان کې تيروي ، زه شرميږم چې وايم حتی مينې هم د خپلو ټوکو ټکالو ملگرې هير کړ. مينې يو کابلي والا هير نه کړ بلکه زما او د دې صحبتونه يې هم له ياده ووتله ، زما خونې ته نه را تلله ، د لوبو شريکانی يې پيدا کړلې او تل به له هغو سره په لوبو اخته و .  

کلونه تېر شول ، فصلونه سره واوښتل ، بيا منی سو او موږ د مينې د واده په هڅه کې سو ، هغه وخت راورسيده چې زموږ د کورنۍ د اميدونو رڼا د نورو مجلسونه روښانه کړي او موږ په تياره کې پريږدي .  

د شپې باران اوريدلې و، سهار خوراپرېولې او روښانه هوا وه، دلمر زرينو وړانگو زموږ د ښار خاورين ديوالونه   خورا ښايسته کړې وو ، زموږ په کور کې نرو و ښځې دورې هيسته په خورا بيړه او خوشحالۍ ښوريدل ، څراغونه يې ځړول ، فرشونه يې هوارول او خونې او برندې يې پاکولې او ښايسته کولې ځکه چې نن دمينې  واده و ږ

زه  دخپل کارت په کوته کې ناست وم، حسابونه مې سره سنجول ، که مې کتل په دغه ترڅ کې يو سړی په دروازه را ننوت ، په ډېر ادب يې سلام واچاوه او زما مخې ته ودرېده خو ما په لومړې نظر ونه پيژندلای سوځکه چې نه يې بورۍ په اوږه  وه  او نه يې څوڼې غوړې وې .  په چهره کې يې هغه تازه گې  او په بدن کې يې هغه غښتلتوب نه ليدل کيده ، چې يو وخت ما ليدلی و، خو چې وې مسل ومې پيژانده چې کابلي والا دی ، پوښتنه مې ځنې وکړله :

څه وخت راغلی يې ؟

بيگاه له بنده را خوشې سوی يم .

زه د زندان له نامه څخه کرکجن وم او بد مې ځنې راتله، ځکه مې نو په زړه کې را وگرزيدله ، په دغه ورځ چې موږ د مينې د واده په سادۍ بوخت يو ښه به وای چې دغه اسکيرلی بندي نه وای راغلی او دستې مې ده ته وويل :

نن زموږ کره ښادي ده ، زه هم خورا بوخت يم ، خو ښه دی نه ده چې بله ورځ راسې ؟

کابلي والا چې دا واورېدل ، دستې رهي سو ، خو چې د دروازې خولې ته ورسېده مخ يې را وگرځاوه او راته وې ويل :

ښاغلی ! کيدای نه سي ، زه هغه ستا کوچنی لور مېنې يو وار ووينم؟

ښايي ، ده به گمان کاوه چې مينې تر اوسه لا کوچنۍ نجلۍ ده او دی وويني ، اوکابلي والا !-کابلي والا ! نارې به وروهي ، هغسې ټوکې به ورسره کوي او ورسره خاندې به ، ښه چې ورنه خبر سوم ، د کابلي والا په لاس کې مې يوه کاغذي کڅوړه تر سترگو سوله چې له انگورو ډکه وه ، دا انگور ده لهخ پل يوه وطنداره څخه اخيستي وو ، ځکه ده خو هيله نه درلوده او تازه له بنده رايله سوی وو ، ما د ده دپوښتني جواب داسې ورکړ :

ما د مخه درته ونه ويل : نن زموږ کره ښادي ده ، ځکه نو په هيڅ ډول کيدای نه سي ، ته مينې ووينې . زما په دغه ساړه جواب کابلي والا ډېر خواشينی سو خدای پاماني يې راسره وکړله له خونې ووت . زه د ده په خواشينۍ او نااميندۍ ډېر خوابدی سو، خدای پامانې يې راسره وکړله له خونې ووت . زه د ده په خواشينۍ او نااميدۍ ډير خوابدی سوم ، غوښته مې چې بيرته يې را وبولم خو که مې کتل دی پخپله را غبرگ سو ، ماته نژدې راغی او هغه کاغذي کڅوړه يې راته ونيوله او ويي ويل :

دا واخله ، ما ستا د کوچنی لور (مينې ) له پاره انگور راوړي دي ، دې ته به يې ورکړې

ما چې کڅوړه ځينې واخيستله ، لا سمې جيب تته کړ چې څو آنې ده ته ورکړم ، ده مې لاس ټينگ ونيوه او په يوه متاثره ونکي لهجه يې راته وويل :

ته ډېر مهربانه يې ، زه د انگورو بيه نه له اخلم ته هم کوچنۍ لور لري او زه هم دغسې يو کوچنۍ لورکۍ په وطن کې لرم ، هر وخت مې ياديږي .  نن مې هم هغه له ما څخه په کلو بيله لور را په زړه سوله د هغې په ياد مې دغه انگور ستا کوچنۍ لور ته راوړل ، ما غوښتله چې د مينې په ليدلو د خپلې کوچنۍ لور کی د ليدلو تنده ماته کړم ، ما انگور د پيسو له پاره نه دې راوړي .

له دې وينا سره سم کابلي والا لاس جيب ته کړ يو زوړ او خوړين کاغذ يې را ويوست او په خورا احتياط يې زما د ميز پر مخ راته وغوړاوه ، پر دغه کاغذ نه د چا عکس و نه د چا تصوير ، ليک اولس ليک هم نه ليدل کيده ، ښه چې ورته ځېر شوم ، يوه نانې مناني خپړه مې وليدله چې په سيهی لړل سو ی او پر دغه کاغذه لگيدلي وه ، زه پوه سوم چې د خپلې کوچنۍ لور د خپړې دغه نخښه کابلي والا څو کاله د يوه خواږه او گران يادگار په توگه له ځانه سره گرزولې وه .  په کلکته کې چې به د ميوو له خرڅلاوه وزگار سو د دغې نانې منانې خپړې د نخشې په ليدلو به يې د خپل غمجن زړه سوده کوله ، داسې معلوميږي چې په زرو وارو به يې دغه يادگار مچ کړی ، په زړه پورې نيولی او په سترگو پورې موښلی وي .  

دې انديښنې زه وژړولم ، تر سترگو مې پر پر اوښکې را توې سوې ما وليدل چې زه کابلي والا په يو صف کې ولاړ يو ، دی هم پلار دی او زه هم پلار يم . د کابلي والا زړه  په هغې گرانې لور کۍ پسې کړيږي ، چې د لويو او جگو غرونو په هی خوا اوسي او زه د مينې په مينه کې  نوليږم څوک مې وليږل او ورته ومې ويل :

هر څومره ژر چې کيدای سي مينې بايد راسي او خپل د کوچنيوالي انډيوال کابلي والا وويني .

د مينې مور او داستانو دا خبره خوښه نه کړله ، ډير دليلونه يې را ته وويل اوزياتې ستونزې يې را وړاندې کړلې ، خو ما يوه هم ونه منله ، پای ته مجبور سول ، مينې يې را وستله ، په دغه وخت کې مينې سره وريښمينه  ساړی تړلي وه  د سوندرو خال يې پر تندي وروهلی و او د ناوی تابه يې په گيڼو او سينگار کې يې ښکلا يو په دوه سوی وه .  

کابلي والا چې مينې په دغه حال کې وليدله ، له هريانۍ يې خوله وازه پاتې شوه، د ټوکو توان يې نه و، يو آن پټه خوله ولاړ و ، پای ته يې مينې ته وکتل او په خندا يې  ورته وويل :

وړې جنکۍ ! د خوسر کره ځې ؟

اوس مينې د خوسر په معنا پوهيدله او نه يې سو کولای هغه د کوچنيوالي جواب ورکړي .  له شرمه سره وشنه سوه ، د ناويانو په ډول يې سر وځړاوه او رهي سوله .  

مينې چې ولاړه کابلي والايو سوړ او سيلی وکيښ ، پر مځکه کښيناست ، او په فکر کې ډوب سو. زما په خيال د ده نابوبره دې ته پام سو چې د ده وړه لورکۍ به هم اوس پيغله سوې وي . د پلار د ليدلو  په ارمان به وي ، ځکه چې اته کاله يې پلار نه دی ليدلی .  خدای خبر دی چې پر دغې بيوزلې به په دغو اتو کالو کې څه تنگسې او خواري نه وي راغلي.    

د شهنايي غږ زموږ ترغوږو کيده  واده په خورا جم و جوش جاري و، خو پرديسې کابلي ولا د کلکتې په ښار کې پر مځکه ناست و او د افغانستان د جگو او لويو غرونو لړۍ يې يو په بل پسې تر نظر تېريدلې .  ما څه لوټونه له جيبه را وکښل کابلي والا ته مې ورکړل او ورته ومې ويل :

ځه خپل وطن ته ځه ، خپلې لور ته ورسه ، خدای دې پيښه زما په لور پورې نيکمرغه کړي او د ښې ايندې پايلامه دې  يې سي .   ما چې دغه لوټونه کابلي ولا ته ورکړل ، په جيب کې هومره را پاته  نه سول چې په کور کې مينا بازار جوړ کړم او نظامي باجه د لور واده ته راوبولم .  دی کمبوت ښځې خورا ودردولې او زما په غندنه سر سوې خو ما فکر کاوه چې زما د لور واده تر پخوا مجلل سوی دی.  ځکه چې د دې واده په څو پيسو به يو پرديسی پلار پسله اتو نهو کلونو په ليرې ملک کې خپله نازولي لور کې وويني .  

*

اکبر کرګر

د رابندرا ناتهه ټيگور په هکله څو ټکی

رابندراناته ټيگور د ( 1861-1941 ) کلونو تر منځ ژوند کړۍ. ياد شاعر او ليکوال د هند د نېمې وچې يوه ستره هيومانيسته څيره ده . کلونه وړاندې د هغه د گيتانجلي اثر چې د نوبل جايزه يې هم اخيستې ده .  د استاد بينوا له خوا په پښتو ژباړل شوې او په کابل کې چاپ شوی ده .   ټيگور خپل فلسفی افکار په خپلو اثارو کې منعکس کړي دي.  د ټيگور په دې باور وو چې انسان بايد نهایی حقيقت وپيژني .  دغه حقيقت انسان  له بنده ازادوي .  له نړيوال مرييتوب نه يې ژغوري .  له اسارت نه يې ژغوري .  د هغه په اړوند تجربه په نړۍ کې له وهم او ترهې ډکه مايا ده . هغه فکر کولو  چې نړۍ د حقيقت او دوکې او توهم دواړو ځای دی .  

د ټاگور په نظر   انسان دونيا ته د زيات شمير ځواکمنۍ او ژمنو سره راځي  هغه چې دانسان په فيزيکي اړتيا وو کې زياتيږي .  دغه ښيگڼې د بشري شخصيت بې حده ظرفيتونه او هستونې لري .  په دې ډول پريوتو کې د انسان د راتلونکي زيږنده ده .  د اضافي ښيگڼو ظرفيت پخپله د انسان په مذهب او روحانيت او معنوي او اخلاقي فعاليتونو کې متمرکز او راټوليږي.  هغه د يو ايدياليست يا ارمان پالي په توگه د حقايقو  ، ارزښتونو او فضيلتونو  وفاداره ملاتړې  دی .  د ټيگور د ويناوو له مخې  د هنر له لارې انسان کولي شي د ژوند تماميت تجربه کړي .  ښکلي هنر هيڅ نه دی بلکې د روح او د نظم او دسپلين دروني پوهيدنه او روښنايي ده .   

ټيگور وايي : طبعيت او انسان دواړه د يو ستر ځواک له خوا هست شوي دي .  د طبعيت او انسان تر منځ يوه ټينگه رابطه موجوده ده .  په دې اساس انسان بايد داسې طبيعي عمل وکړي چې د لوي او عالي ځواک حضور او شتون په خپل تن او وجود کې احساس کړي .

ټيگور په دې باور وو چې  طبعيت يو ستر استاد او لارښود دی .  له انسان سره دوښمن نه دی  .  طبعيت د مور په څير يو ډول  سخاوت ، ترحم او مهرباني لري .  په دې اساس هغه زده کړې يعنې ښوونې  روزنې  چې له طبعيت څخه    خپله لاره بدلوي ، تنکيو ماشومانو ته  ناويلي زيان رسوي  .   انسان بايد خپلې اړيکي له طبعيت سره د هغه ديو ملگري په توگه جوړې کړي چې نور ترې پند واخلي .

ټيگور يو ستر شاعر او هيواد پال وو .  د هغه ليکنې د هيوادپالنې له ارزښتونو ډکې دي .  هغه د ازادۍ غوښتونکي غورځنگ سره يو ځای شو چې خپل هيواد د بهرنيو له لاسبرۍ او جغ نه ازاد کړي .  ملي خدمات ، د وطنپرستي احساس او نذراني او داسې نورې روزنې ، د هغه په ليکنو کې منعکسې شوې وو .  

د ټيگور فلسفه  په ډاگه کوي. چې هغه د کليمي په واقعي مانا يو ويدانتيست وو . په يو لوی ځواک چې براهمايي  بولي . عقيده درلوده.  هغه د نړی يو تنوع او رنگارنگۍ کې يو ډول يو والی وموند .  په روحاني يو والي دانسان او انسان ترمنځ اړيکي بايد داسې اړيکي وي لکه د عشق او لذت ترمنځ اړيکي.  هغه باور درلود .  چې دواړه يعنې د خدای حضور او د ټولو روحاني مسايلو ترمنځ حضور .  

کابلي والا د ټيگور هغه مشهوره لنډه کيسه ده .  چې په دې شپو او ورځو کې د ولسمشرانو  د خولي ورد شوه .  او د دوه سترو اولسونو د اړيکو او سايکاليوجيکو پيوندونو لاسوند شو .   د هند صدراعظم  مودی په دوبۍ کې يوې ټولنې ته په خپل بيان کې د کابلي والا يادونه وکړه او دا يې دانسان درښتينوالي او صداقت مثال وباله .  له بلي خوا دې کېسی په ډاگه کړه چې ادبيات او په تيره داستان هم د اولسونو په نږديوالي کې معجزه کوي .  

د ارهيندو  په قول کابلي والا د مينې او عشق کيسه ده  دانسان د مينې  په دې کې کابلي والا د اوږدي مودې د رواني کړاو داستان دی ، هغه وخت تيروي  او د راتلونکي ورکې په لور گام اخلي .  کابلي والا همدا د انتظار شپې  په زندا ن کې تيروې  خو د مينې سره د خپلي لور مينه پالې او له زړه يې نه ووځي .