سليم شاه

 

د لندن ادبی غونډه 

يکشنبی ماښام دی ۔ د جنورې د مياشتې ۲۴ نيټه ده  په لندن کې دافغانستان په سفارت اړونده د يوه کور په سالون کې را ټول  شوي يو . له نيکه مرغه  دا وار ياران په خپل وخت را ورسيدل او د افغانانو هغه عادت يې لږ ليرې کړ چې نيم او يو ساعت به وروسته رارسيدل . سالون ورو ورو د فرهنگيانو او ليکوالو  او شاعرانونه  ډکيږې . له نيکه بخته چې دا وار درې افغاني خويندې -  شاه بې بې ناله ،  راحله جان صديق   او يوه بله خور داکتر زرغونه جان- هم راغلي دي او د غونډې شان او شوکت يې نور هم ښکلی کړۍ دې .

د معمول په توگه سره له دې چې په غونډه باندې دننگرهار د خونړۍ پيښې فضا حاکمه وه  . ټولو د جگړې په اړوند انديښنه درلوده  خو د ټوکو او ملنډو برخه هم تشه پاتې نه وه .

مياجان مياخيل څه موده د مخه له ترکستانه انگلستان ته راغلي وو ، ډېرې کيسې يې له ځانه سره درلودې . خو تر مخه تر دې چې کيسې به  يې ذهن کی را تاوې شوې نو د خندا په څپو کې به يې د خبرو او کليماتو جامه خپله کړه . هغه وويل په زړه پورې پيښه اوس په افغانستان کې دا ده چې  څه زاړه ټيمان ، پلاستيکونه ، زاړه لوښي ، ډولچې او د کورونو له انگړه گوذار شوي  شيان راټول شوې او د خراست او ميراثت په نوم يې يو غوبل جوړ کړۍ دی ۔ پخوانی دفاع وزير بسم الله خان د ترمباز په رول کی روان دی او عبدالرسول خان اکا د درمند لرگي خواته ځای نيولی او د شاباس غږ کوي ۔ او دا يې د چاربيتي سر دی چې وايي : اسلام په خطر کې دی ...

باوري را غږ کړ هلکه مياخيله په معما کې خبري مه کوه سپينه يې وايه مطلب دې څه دی ؟ دا ټيمان کودړي اوزاړه پلاستيکونه يعنې څه ؟

يو بل غږ وکړ يوښوونکي له شاگرد نه وپوښتل چې هلکه چې يو سړی وږي وي اوويده شي نو څه په خوب کي وينې ۔ ؟ هغه ورته په ځواب کې وويل صيب دوه ډودی يو پشقاب قورمه ۔ يو غوری وريجې اوداسې نور څه هم ؟

نو مياخيل وويل:  په دې مطلب پوه نه شوم

۔ هغه مخکيني وويل : دا د نجاست او استنجا شورا هم  ځوکۍ گاني او مقامونه په خوب کې ويني ځکه خو دا منډي ترړي کوي او غوبل جوړوي .

-                            هغوۍ خو دعوه کوي وايي چې موږ د اسلامي نظام ساتنه کوو ۔

-                            بل وويل لکه چې دا اسلام ددوی په جيب کې را غونډ شوی دی ۔ دوی لکه چي خپلو جيبونو ته اسلام وايي .

-                            بل راټوپ کړ ۔وې ويل : هلکه خبره دنظام په ساتلو اونه ساتلو کې نه ده ۔ خبره داده چې اوس په هيواد کې اوسپنيز گاډي ، پوځي لارۍ  الوتکي اويوڅه نور زيات شوي دي ۔ دوی داسې پريکړه کړي چې دا بايد کباړ شي اوپه پيښور کې په پنجابيانو وپلورل شي ۔ اودهغو پيسې ددوی په جيب کې واچول شي ۔ دوې ددی وطن په کباړولو کې پخه تجربه لري ۔ دوطن په پلورلو کې دوې اول نمبر خلک دې ۔

-                            يوه بل وويل : اصلي خبره داده  چې اشرف غني  چې هر کله ددوی دمرداريو دوسيي را پورته کړي  نو دوي سم دواره غږ کړي چې اسلام په خطر کې دی ۔ اوبيا ډله ډله شي اوغوبل وتړي ۔ وايي چې دکانال زرگونه جريبه ځمکي سياف غصب کړي دي نو له دې سره به څه کا ؟ ارومرو چې داددې غوښتنه کوي چې يو ايتلاف جوړ شي ۔ اواسلامي نظام وساتل شي ۔ بسم الله خان ددفاع وزارت دقراردادونو ته اسلام وايي ۔ اووايي چې اسلام په خطر کې دی ۔ خبره داده چې هيڅ شی په خطر کې نه دي ۔ بلکې ددوې غلا په رسوا کيدو کې ده نو ځکه په خطر کې ده ۔ همدې دوسيو  اودجاسوسيو رسوايو خو داودزې نه شاعر جوړ کړ اوهغه هم په فارسې شعر وايي : به اين راه که ميروی  به گورستان است ۔ څومره ښه نازکخياله شاعر ترې جوړ شو ،

-                            سپين جان مسکې شو وې ويل: دا نواوس داسلام نوی تعبير اوتفسير دی ۔

-                            اسلام يعنې دکانال ځمکې ، اسلام يعنې دقراردودونو را سپړل ۔ اسلام يعنې دبيت المال دشتمنيو لوټول ۔

-                            غلام حضرت خان هم خوله را خلاصه کړه وې ويل : خندا هغه مهال په هوا کړم چې  احدي صيب دخپل کاږه کاکل سره ستيج ته راغي اووی ويل چې ما يوه اشتباه کړي چې دملی وحدت حکومت ته مې کمپاين کړي دی ۔ ؟

-                            بل وويل : نو دا خو يې سمه خبره کړ ې ده ۔ دا اشتباه ېې بايد نه وای کړي ۔ که نوموړي خپله دا يوه ، يوه نيمه رايه نه وای ورکړي نو افغانستان به اوس دځمکې په سر نه وو ۔ خو څوک بايد پټ په غوږ کې ورته ووایي چې لالي  همدا اوس څو رايي لري ؟ يو سړی چا په کلي کې نه پريښودو هغه ويل اس مې دملک کره وتړئ۔

-                            بل وويل :ياره که همدا اوس   دا جناب دلغمان دگمرکاتو ريس مقرر شي نه به ايتلاف وي اونه به مخالفت وي ۔

-                            مياجان وويل : راځی چې اولسمشر ته يو وړانديز وليکو: داسې چې يولوی شعار دې مطرح کړي چې ای دافغانستان دکباړ غورځنگ مشرانو ! دافغانستان ټولو غلو ، تالا کوونکو ، دای اس ای دنمک منډي  تنخواه خورو ، جاسوسانو با افتخاره شاعر اوداوياړمنې کابينې نورو غړو لکه داودزی صيب  اونور بډي خواره دې سره يو ځای شي ۔

-                            دولت به ډير ژر يوه نوی موازې کابينه جوړه کړي ۔ اوتاسو ټول به وزيران شئ ۔ خو کارو بار به نه کوئ ۔ ځکه چې داسې نه شي  چې  افغانستان  په يوه ورځ  اباد اوسمسور  شي ۔ 

https://mail.google.com/mail/u/0/images/cleardot.gif

-                            اوپه دې سره د غونډې ټولو برخه والو په کړس کړس وخندل او چې څنګه ېې خندا ودریده دغونډې کوربه او چلونکی  سیا مک هروی چې دم ګړۍ په انګلستان کۍ دا فغا نستان  د سفا رت سر پرست هم دئ له ځا ېه پورته او خبر ې پیل کړ ې :

-                            له تا سو ټو لو د زړه له کومې مننه کوم چې په د غې ځا نګړې غو نډه کې مو برخه و اخیسته او زموږه بلنه مو ومنله .

-                            موږ څنګه چې خبر یا ست نن د هیواد دوه وتلی شا عران او لیکوال هر یو غلام حیدر یګانه او نظیف الله تکل ددوی د ښه خلا قیت او زموږ په ملی ادب یی د اغیز له کبله ستا یو . دا د ادبی او هنری استعدادونو د پا لنې او ستا ینې یو پیل دئ او له دې وروسته به تل جاری وی .

-                            وروسته یی هغه ستا ینلیکونه او ډالۍ راو اخیستې او په غو نډه کې له مو جودو میر منو یی و غوښتل چې غوره شوو لیکوالو او شا عرانویګانه او تکل ته وسپاری .

-                            د سفارت له ستا ینلیکونو او ډا لیو وروسته هغه له اکبر کرګر هیله وکړه چې په نظیف الله تکل خپله چمتو شوې لیکنه ولولي .

-                            د اکبر کرګر له لیکنې وروسته د ستګیر نا یل د غلام حیدر یګا نه لنډ ژوند لیک او دده چا پ او نا چا پ ا ثار د غو نډې بر خه والو ته ولو ستل او دده په اد بی خد متونو په ځا نګړ ې تو ګه دده د کو چنیا نو په دا ستا نی ایجا دیا تو و غږید.

-                            له دستګیر نا یل وروسته خوږ ژبی ځوان سندرغاړی بشیر میدانی د تکل څو شعرونه چې ده پخوا په سندرو اړولی وو،

-                            زمزمه کړل

-                            له هغه وروسته غلام محمد کا مه وال او ا فضل ټکور هم د نظیف الله تکل په اشعارو په وار وغږیدل او بیا سلیم حیات د نظیف تکل په شعرونو خپله لیکل شوې مقاله حاضرینو ته واوروله. .

-                            فدا محمد نظري هم په خپل وار د غلام حیدریګانه په ادبی سبک او اثارو لنډه رڼا وا چوله

-                            له وینا والو وروسته هر یو غلام حیدر یګا نه او نظیف الله تکل په لندن کې د افغان سفارت او په ځا نګړی ډول ددغه سفارت له سر پرست سیا مک هروی چې دا غونډه یی را بللې او دوی یی د ډالی او ستا ینلیک وړ بللی وو ،مننه وکړه.

-                            ددوی دواړو له لنډو ویناوو وروسته پیرمحمد باوري خپل  شعر ولوست .په هغه پسې شهباز ایرج هم خپل یو شعر واوروه

-                            سپین تڼي هم د تکل د یوه شعر له دکلمې وروسته خپل شعر چې هما غه ګړۍ ېې لیکلی و ولوستل .

-                            دده له شعرونو وروسته پیر محمد باوری په خپلو دوو ټوکو غو نډه پایته ورسوله .