07.12.2016

سلیم شاه

د لندن د دیسمبر ادبی ناسته

يکشنبه د دسمبر ٤نيټه وه . د لندن ياران بيا سره راټول شول نوي  نوې څيرې هم په کې راغلي وي . څوک په کې طنازان  څوک په کې نٽاران او څوک په کې شاعران وو.

د دې غونډي منځ پانگه ، بيخ پانگه او سرپانگه چې هر څه وي خو په زړه پوري ټکي په کې هر وخت دا وي چې دهيواد ياد بيا اوبيا را تازه کوي. دا وار چې کله سالون ته يو نوې يار راننوت سملاسي يې غږ وکړ چې زه خو د دې يوې کليمي په مانا پوه نه شوم . چې څه ته يې وايي . ما فکر وکه چې کوم ادبي يا داستاني مفهوم  به را يادوي . خو هغه وويل زما يې په شعر اوکيسه کار نشته  زه يو ساينس پوه يم دشعر اوادب سره مينه لرم خو ديوې کليمي پوښتنه کوم ما ويل خو کليمه دې وايه تا خو له يوې کليمي نه دجولا تانسته جوړه کړه . هغه وويل دا قهرمان اويا ملي قهرمان څه ته وايي ؟

زه دواره دخبري په سر اوبيخ وپوهيدلم خو چوپ شوم . بل ملگري وويل زه يې په مانا پوهيږم خو په دي شرط چې سليم شاه زما نوم وانخلي اوپه رپوټ کې يادونه ونه کړي ، ځکه کابل ته تگ راتگ لرم داسې نه چې .. څوک مې په کابل کې لرگي نه کي .

ما وويل : فکر مه کوه . (( شيخ به دا کار وکا ))  پروا مه کوه .

بل ملگري وويل څو ورځي د مخه اولسمشر داکتر اشرف غني په ترکمنستان کې غازي امان الله خان ته د ملي قهرمان  خطاب وکه . خو په کابل کې د يو چا په کولموکې سره چاريکاري مرچ تا ورا تاو شول اوزور يې ورکه . داسې ودريد لکه بې خورجينه بنجاره  چې نوي د مشرې چلونه زده کوي .  وويل : امان الله خان کې بود  لالا من قهرمان بود  )) .

خو يو بل ملگري چې وار يې لا د مخه اخيستي وو را ودانگل وې ويل:: دغه لمبر بدل محمد زايي چې ويل يې لالا يم قهرمان بود . سم يې ويلي دي . د ورځي د نرخ ونوا سره يې برابره خبره کړي ده .

مطلب د ادې چې اوس زموږ په هيواد اوزموږ په ټولنه کې د ټولو انساني ارزښتونو ديوال خوره کړې اويا لکه دکوټي بش چې ويينه وکړي دکوټي چت په ځمکه ناست دې .نو اوس ارزښتونه بدل شوي دي . دفساد اوبي فرهنگې اوبربريت ارزښتونه حاکم دي . په دغه هيواد کې چې چا غلا کړي  ،انسانان يې وژلي دبهرنيانو جاسوسي يې کړي وي ، په عنابه اورخه کې يې دروسانو سره پروتوکول لاسليک کړي وي . جنرال حميد گل يې مشاور وي  سواد ونه لري . نو هماغه کار پوه چار پوه اوشاه پوه اوغار پوه دي يعني چې دوه طالبان پسي ورشي په غارونو ورننووځي . واټ اوجاده هم دهغه په نوم ياديږي . نو دا لمبر بدل صيب چې وايي  :٠٠لالايم قهرمان بود دهمدغه ارزښتونو په بنياد يې وايي . ))

بل ملگري دبل سر نه لاس پورته کړ وې ويل : دامان الله خان په قهرماني چې څوک شک کوي اصلا هغوي ځان افغان هم نه بولي . څه وخت دمخ يې دکوم چا هډوکي له خاورو را وويستل اودبچه سقاو په نوم يې پرکندو کې واچول . خودوی بايد په دي پوه شي چې هيڅ څوک  له زمان اودزمان له حافظي اوتاريخ سره ډغره نه شي وهلي  . زموږ په هيواد کې داسې ډير پنبه پهلوانان را منځ ته شول  په سترو القابو ونومول شول  خو چې پير واوښت نو بيا خلک ورتلل اوپه قبر يې ورته متيازي کولي . نن ورځ به يو چاته دقهرمان لقب ورکړل شوي وي فرمان به جاري شوي وو. خو خلک ورته قهرمان نه وايي خلک يې ولاکه نداف هم وبولي چې دبړستنو مالوچ پرې ډانډس کي . دامان الله خان ځاي  دهيواد په تاريخ کې هيڅوک نه شي نيولي . بې غمه اوسې .

بل ملگري چې بيايي هم ټينگار کاوه  چې زما نوم به نه اخلې . وويل : نن ورځ دکلي دټولو سپو نه بلکي دټولو خرو اوځناورو  فقير ته يوه کړي ده . يو مهال يو کج کلا خان د ديورند لاين په نوم پلاټ جوړ که اوداسې پروپاگند يې پيل که چې گويا اشرف غني دپاکستان سره سازش کړې خو اوس به هغه دحاجي سيفو شاگر د چيرته وي چې سړي ورته ووايي چې ستاسو سياست دپاکستان په هکله اغيزمن وو اوکه داشرف غني . داسې کودن اوبې وجدانه کسان دومره فکر نه کوي ، چي هلکه داداسې موضوع نه ده  چې څوک يې په پټه ومني . يوازي هيواد پلوري سلطان محمد خان طلايي  شاه شجاع ، يعقوب خان اونور يې جرعت لري دا ځکه چې وجدان نه وي  نو دهر څه جواز ورته وي . داوسنيو مجاهلينو په څير ورته نه خو دهيواد جغرافيه مطرح وي اونه تاريخ .

بل يار راودانگل : ويل يې : د دي هيواد وارٽ زه يم . څوک يې نه شي کولي . اوس به هغه جناب عالي نورچشمي جلالتماب اي  اس اي  چيرته وي   چې واوري چې گرانه وارٽ خانه کله چې دې بادار دضيالحق سره  دافغانستان کانفدراسيون منلي وو ته چيرته وي دمولانا سميع الحق په چارچوبې کې وي اوکه دقاضي حسين احمد په هوجره کې دې چلم ډکولو .

خو داسي بريښي چې اوس په دغه زموږ با ابرو  اوغيرتي ټولنه کې پخواني ارزښتونه نشته . هر چړي په چارچوبۍ کې پادشاهي خوبونه ويني . اوس دغلو اوجواسيسيو اوهيواد پلورو راج چليږي . نو ځکه خو قهرمانان هم دوي دي  دوطن وارٽان هم دوي دي ..

وروسته سر ه له دې چې په ساړه سالون کې  سړو خپل غومبر واهه غونډه د سوله مل عبادالوکيل په قومانده پيل شوه . لومړی ښاغلي محسني د خپل رومان يوه برخه ولوستله  چې داوريدونکو له خوا استقبال شوه زياته خبري پري وشوي  کرګر وویل که ښه کار په دې یادونو اوخاطرو وشی ښه تاریخی رومان ترې جوړیږي خو د ځنو تاریخي څیرو او اصطلا حاتو لکه قبیله ګرای په کارونه کې با ید ډیر غور وشي . سوله مل هم ورزیا ته کړه چې که غواړئ تاریخی ناول ولیکئ با ید د تاریخ په باب یوازې د خپل لیدلورې تاریخونه ونه لولئ. . له هغه وروسته وار اکبر کرگر ته ورکړ شو هغه هم خپله يوه کيسه چې نوم يې وو له تورتمه روايت دې ولوستله. د هغه کیسه سره له دې چې د ده په یوه ټولګه کې خپره شوې وه او د غونډې د طرزالعمل مخالفه او تازه کیسه نه وه خو بیا هم د غونډې برخه والو په خوند واوریده . په کیسه یګانه خبرې پیل کړې کیسه یی په زړه پورې وبلله . هغه وویل کیسه د اوس او دتاریخ سره تړاو لری د اوس داسې یو حاکم حالت چې تیاره دئ خو د رڼا څرک یی هم لیدل کیږي خو د راوی امید بیاهم لږ او پرې دئ . په کیسه نورې خبري اوتبصري هم ډیرې وشوي . همدارنگه له هغه وروسته سليم حيات خپله يوه نوې تازه کښلي کيسه:(ضمیر) ولوستله  چې ټولو په دې هم وستا یله چې دا ېې په دې غونډه کې لومړنۍ کیسه وه چې لوستله یی . محمود نطری کیسه خوښه کړه خو د کیسې ځنې کلمې یی ښه رانغللې لکه ګړنګ خو سوله مل د دې خلاف د داسې کلمو کارونه په کیسه کې دکیسې د طبیعت سره سم وبلل  هغه وویل چې سلیم تل د نورو کیسو نقدولې خو خپله ېې وروسته له اتو کلونو اول ځل خپله کیسه ولیکله او موږ ته ېې د کره کتنې لپاره راوړاندې کړه  هغه په دې هم کیسه ښه وارزوله چې کیسه ېې د اروپا یی وګړي د کیسې تنده هم خړوبوی او د افغان لوستونکی لپاره هم په زړه پورې ده هغه دکیسې پیغام هم وستا یه چې د انسان پيژندنه څومره ګرانه ده هغه چې پخپله  د انسان پیژندنې ښوونکې او فروفیسوره ده خو خپل مخیل یار چې له څو کلونو یی یار او لونډ دئ ونپیژاند.سوله مل د کیسې د ستا ینې تر څنګ دکیسې سرلیک کمزوری او له داستا نی ښکلا لیرې وګا ڼه. ولی ناروغ هم کیسه وستا یله خو دکیسې ځنې برخې ېې نیمګړې وګڼلې . شاعران لا درکه وو .په کلي کې يو ښه زلمي نه وو   .

په پاي کې سوله مل يوه کيسه:( په هغه ورځ چې د پنجرې ور پرانیستل شو. ولوسته .  چې ډيرې خبرې پرې وشوي . کیسه د یوه تاریخ: په لومړی وار د ښځو د مخ لوڅونې د ورځ او پیښې سره تړلې وه .کرګر وویل کیسه لایټ ده . ولی ناروغ په  کیسې کې د کیسې د کرکتر د سینګار ډیره پوښتنه او اجازه منا سبه ونه ګڼله خو سلیم حیات د ده برعکس هغه د کیسې مهم عنصر او ضرورت وباله . ولي وویل : زه خو ستا سو په څیر په کیسه نه پوهیږم خو ما ته کیسې ډیر خوند راکړ.