19.03.2016

بازمحمد عابد

راز   

د کال اولې ورځې ستړې مه شې!

دا راته وايه چې په خير خو راغلې

خدای دې له ما سره ژوندۍ لره

دا ړومبی ځل نه دی چې ما باندې احسان کوې

زما په ژوند څو څلويښتم ځل دی،

چې خپله ښکلې څېره ما ته ښيې

وايه کنه، د کال اوږدو کې خو به،

زما په څئر چا ځورولې نه يې؟

چا درته سپکې سپورې نه دي ويلي؟

چا خو به تا نه نفرت نه وي کړی؟

هو،

ته به خبره نه يې،

غواړم چې تا ته يو راز وسپړمه

تېر کال چې ته راتللې،

ستا له راتلو نه فقط يو ورځ وړاندې

يو چا له ما ځنې نفرت کړی و

يو چا له ما سره سپېڅلی شان تعهد مات کړ،

يو چا زما په پاکه مينه باندې تور پورې کړ

باور دې وشه، په ايمان يې وايم

پرونۍ ټوله ورځ

د پوره کال اندېښنو

يو په يو وځوروم

دومره مې وژړل چې اوښکو مې لمن درنه کړه

شپه راغله شپې په غېږ کې ونيولم

*******

خو نن سهار چې زه له خوبه ويښ شوم

د ماهيپر د غره له هسکې څوکې

ستا سورکي لمر راته د وړانگو غبرگ لاسونه راکړل

نو سم له واره مې د زړه غوږ کې شاعر ملگري وويلې:

عابده! بس دی تېر په هېر وگڼه

نورې د تير کال انديښنې له زړه نه وغورځوه

اوس پوره کال اوښتی

د نوي کال د لمر زرينې وړانگې،

درته په مينه وايي:

د نوې ورځ تنکۍ شېبې

د کال تر پايه پورې،

درته نېکمرغه غواړم