04.12.2016

عبدالوکیل سوله مل

په لندن کې  د افغاني فلمونو نړیوال فستیوال

سږکال بیا د نومبر په ۲۶ـ۲۷نیټه د لندن د هارو د ویستمنستر پوهنتون په تالار کې د پیوند ټولنه د افغان فلمونود دوهم نړیوال فستیوال کوربه وه. دې فستیوال ته دتیر په څیر ګڼ افغان فلمونه له افانستان او د نړۍ له نورو هیوادونو راغلی وو. خو د فستیوال غوراوی کمیټې له هغو یوازې اتلس د نندارې وړ وبلل .

فستیوال ته دا غوره فلمونه په لندن کې میشت افغا نانانو او بهرنیانو په خورا غور او ځیر ولیدل. د فستیوال د پروګرام سره سم د فستیوال د فلمونو ارزونکې ډلې د پروګرام له هرې نندارې وروسته لیدل شوی فلمونه په وار ارزول او په دې اړه ېې د لیدونکو پوښتنې هم ځوابولې . او د هغو له منځه ېې وړ او غوره فلمونه د جایزې لپاره په نخښه کول .

د فستیوال په دوهمه ورځ له ټولو فلمونو د هغو له نندارې وروسته دې ډلې لاندې فلمونه او لوبغاړې د جا یزو وړ وبلل:

1: رڼاته لیک مستند فلم د عبدالغفار د ایرکت

2: کابل سینما داستانی هنری فلم د میرویس رکاب دایرکت

3: له کوره دباندې د ښځینې دایرکترانو د فلم برخه د شهربانو سادات دایرکت

په  دې برسیره ارزونکي ډلې سکینه محمدي ته په (( زه یوه لوبغاړې یم)) کې د ښه رول لوبونې له کبله د فستیوال د غوره لوبغاړې جا یزه ورکړه.

د افغاني فلمونو رابلل او جوړیدل په افغانستان او د نړۍ په ګڼو هیوادنو کې له څو کلونو راهیسې دود دي خو په لندن کې  دداسې فستیوالونو جوړیدل له پروسږکال پیل شوي دي.

دداسې فستیوالونو رابلل او جوړیدل که له یوې خوا په لندن او په ټوله کې په انګلستا ن کې اوسیدونکي افغا نا ن له خپلو سینما یی او هنری محصولاتو سره بلدوي او ددوي هنري تنده خړوبوي . له بلې خوا د افغاني سینما د غوړیدو او ودې په برخه کې هم ښه اغیز ښندي.

دا او نور فستیوالونه د افغان فلمی صنعت او کاروبار له روان  بهیر سره د اشنا یۍ ښه فرصت دئ چې په لیدو ېې د آفغاني ملي سینما لیوال پوهیږي آفغان سینما یی بهیر چې د طالبانو د حکومت له پرزیدو ېې بیرته نوې ساه اخیستې او د بشپړتیا او غوړیدو په لور پر مخ روان دئ، په کوم حال او دم کې دئ.

سره له دې چې د لندن په سږنی فستیوال کې د فلمونو شمیر لوړ نه و.په آزموینه کې شا مل فلمونه د موضوعاتو د تنوع له مخې هم د تیر په څیر غنی نه و اود لوړو سینما یی بشپړو فلمونو شمیر هم په هیڅ حساب و خو له دې سره سره ګڼ فلمونه خورا په زړه پورې وو او ددې زیری ېې ورکاوه چې آفغان سینما او د هغه محصولات اوس یوازې د تفریح وسیله نه بلکې د زده کړې یو کتا ب او د افغان ژوند د ګڼو برخو ننګونه ده. او د هرې ورځې په تیریدو  دا محصولات او هستونې  زموږ د ژوند ، عنعنو ، ارزښتونو ،تاریخ.... په هنداره اوړي، او ټول هغه مسا یل او ستونزې چې زموږ ټولنه او وګړي ورسره لاس او ګریوان دي تصویروي . ښه نمونه ېې د فرهاد رضا یی په دایرکترۍ د ((له ما تا ته او له تا موږ ته )) فلم دئ. سره له دې چې دا مستند فلم چې نندارې ته وړاندې شو

    د فستیوال ارزونکې ډلې خورا کمزوری فلم وباله . خو د فلم د موضوع د اهمیت له مخې د لیدونکو د پا ملرنې وړ وګرځید او لومړنی افغانی فلم و چې یوې ډیرې مهمې ملي موضوع ته بیل شوی وو او دې موضوع په لو مړی وار افغان فلم ته لار موندله.

که په دې موضوع : ( ملي باور) لا نور فلمونه هم جوړ شي زموږ د ټولنې د اوسیدونکو آفغا نا نو په نږدیوالي او اتحاد کې چې نن او سبا د جدي بحران سره مخ دئ  به د پام وړ اغیز وښاندي  او د یو بل د واقعی پیژندنې په اړه به ېې پو هه لوړه بوځي.

سږنی فستیوال که څه هم د سینما د مینه والو له ښه هرکلي سره مخ شو. خو له دې سره سره له نیمګړتیا وو هم لیرې نه وو: په فستیوال کې د ګډون شمیر خورا ټیټ وو. داسې فلم هم سږ په فستیوال کې جا یزه واخیسته چې په تولید ېې ډیره موده تیره وه. د تیر کال په څیر په دې فستیوال کې هم پښتو فلم وجو د نه درلود .

په دې برسیره په فستیوال کې د اروپا آفغان فلم جوړونکو تولیدات هم را څرګند نشول چې په اروپا کې د آفغان وګړي او د هغه د بې وطنۍ او غربت ستونځې بیان او نندارې ته وړاندې کړي.