رسیدن:  26.04.2013 ؛ نشر :  26.04.2013

حمید شجاع

لندن

د سوله مل شینواري د لنډو کېسو په اړه ادبي ناسته

 

د روان کال د اپرېل د میاشتې پر ۲۴مه نېټه په مرکزي لندن کې د (پي – ۲۱) ګالري په نامه د  یوې ادبې ټولنې لخواه د افغان کیسه لیکونکي سوله مل شینواري د دوه لنډو کیسو (پنځوس ملیونه او زړه کلا) په هکله یوه ادبي ناسته ترسره شوه. په یاده غونډه کې ګڼ افغان او بهرنیو لیکوالانو او او د ادب او په ځانکړې توګه د لنډې کیسې مینه والو ګډون وکړ.

د غونډې په پیل کې د یادې ټولنې مشر ښاغلي عبدلکریم وکیل د غونډې برخوالو ته ښه راغلاست ووایه. نوموړي د سوله مل لنډه پېژندګلوي هم وکړه  او د لیکوال هغه دوه کیسې یې یادې کړې چې په لپاره  یې د دې غونډې  تابیا شوې وه.

ورپسې امریکایي ټولنپوه او لیکوال جېمز کارن د سوله مل د کیسو په هکله لنډې خبرې  وکړې. نوموړي چې ددې بحث یوه کیسه (پنځوس ملیونه) له پښتو څخه انګلیسي ته ژباړلي او بله ((زړه کلا )) یی ایدیت کړې وه،په خپلو خبرو کې دې ټکي ته اشاره  وکړه چې په افغانستان کې د تاریخ لیکنې دود تل له جنجالونو سره مخامخ و او کوم تاریخ چې لیکل شوی هم  دی هغه تر ډېره بریده  پر ریاست او  حکومت  متمرکز دی.  سوله مل یو له هغو لیکوالانو څخه  دی چې تاریخ  یې په کیسه کې بیان کړی دی او په  دې کار کې تر ډېره بریالی هم دی.  د سوله مل بل کمال دا  دی چې د افغانې ټولنې د ورځني ژوند  انځور یې په کیسه کې رانغاړلی دی. د ټولنې دا انځور عموماً د تاریخ په کتابونو کې نه موندل کیږي . د سوله مل د کیسو پیغام  او ژانر  یوازې تر افغانستان پورې محدود نه دی، بلکه د شاوخوا سیمې د ژوند او پېښو عکاسي هم کوي. نوموړي په افغانستان، پېښور او بیا په  اروپا کې لیکنې کړي او خپرې کړې یې دي.

د ښاغلي جېمز له خبرو وروسته  د پوښتنو او ځوابونو لړۍ پیل شوه او د غونډې برخوالو پکې پوره ونډه واخیسته.  ناستو مېلمنو نه یوازې له سوله مل صایب څخه د هغه د کیسو په هکله پوښتنې وکړې، بلکه د دواړو کیسو په هکله یې خپل نظرونه هم څرګند کړل. سوله مل صایب هم په خپل وار د مېلمنو پوښتنې ځواب کړې او دې خوندور بحث تر یو ساعت دوام وکړ.

د غونډې په وروستۍ برخه کې ښاغلي سوله مل ته وار ورکړل شو چې د پای خبرې وکړي. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل

د نن ورځې د بحث له پاره زما دوه کیسې : (( زړه کلا او پڼځوس میلیونه ))  زموږ د تاریخ  دوه بیل حکا یتونه او روایتونه دی :

زړه کلا  د جمهور ریس نجیب الله  نجیب الله د حکومت له نسکوریدو وروسته د تنظیمی ، جهادی حکومت  روایت دی.  کلا زموږ د کلیو ،اولسوالیو او ټول هیواد سمبول دی.

په کیسه کې راوی هغه وخت  او حال بیا نوی چې څنګه نوی واکداران د هیواد تیر او را تلونکی وینی : ددوی په اند هر څه با ید له سره نوی او تیر و هرڅه با ید لاس په سر شی . ان جوما تونه  او هدیرې با ید ونړیږی .

د کیسې بل اړخ د واک په سر د کورنۍ خپلمنځي جګړې داسې یو وحشیا نه انځور دئ چې ان د زوی او پلار لاس یو دبل غاړې ته لویږی او په ډیرې بیرحمۍ یو د بل وینې تویوی او دا جګړه په یوې داسې فا جعې اړوی چې وچ او لانده ټول په کې د اور په بټۍ کې لو لپه شی . یو وخت داسې را شی چې ټول ځا نونه غولیدلی او ګرم وبولی خو خورا نا وخته او ټول کلی وران او لویه انسا نی فا جعه منځته راغلی وی.

د دې کیسې ستر پيغا م دادئ : هغوی چې په زور واک تر لاسه کوی او د وطن د ابادۍ او جوړولو لپاره هم منظم پلان او طرحه نه لری او نه یی نطرونه او طرحې ګډې وی او هر څه ېې د کرکې او غچ په بنسټونو بنا وی څو مره یوه ټولنه او یو ملت د تبا هۍ لور ته بیولی شی .

د بحث دوهمه کیسه ((پنځوس میلیونه )) په ا فغا نستا ن کې د تاریخ د یو بل با ب روایت دئ : هلته چې د پيسو او واک شوق په انسا نانو څه لوبی کوی او ددی مو خې لپاره له انسا نیته ، احسا سسه او عا طفې څو مره واتن نیسی . دا د سپتمبر له یولسمې وروسته په افغا نستا ن کې د موجودو جنګسلارانو د کر کتر او شخصیت د یوه عمده اړخ : د شتو او قدرت لپاره ددوی د لیونی شوق معرفی ده .

دلته راوی موږ له هغوی سره مخا مخوی چې د قدرت او پیسو شوق یی څه لویو جنا یتونو ته ورټیل وهی .د پسو او قدرت لپاره ان د خپل سکه ورور په وژلو هم اړ نه دی . ښا یی دا کیسه زړه بو ږنونکی او د منلو وړ نه وی خو له بدمرغه داد اوسنی افغا نستا ن یو تر یخ واقیعت دئ چې په افغا نستا ن کې د موجودو جنګسالا را نو لو یه بر خه  د پیسو او مقا م په خا طر له هیڅ ډول جنا یته سر نه غړوی . ددې کیسې یو بل اړخ اوواقیعت دا دئ چې مو جوده بین اللمللی قواوو او ادارو ته چې په افغا نستا ن کې د تروریزم او تروریستا نو سره په جګړه بوخت دی هم مهمه نه ده چې په دې جګړه کې یی پار تنران څو مره رزیل دی  او هسې چې دغو جنګسالارانو  او د دوی پارتنرانوته پیسې او واک مهم دئ دوی ده ته د تروریزم سره جګړه او هغه که په هر وسیله او هر چا کیږی مهمه ده او په دې برخه کې د هیڅ شی او هیچا پروا نه سا تی . او هر ډول ناروا کیدا شی روا واوسی .

زما  په کیسو کې ځیني پېښې شاید د نړېوال لوستونکې لپاره حیرانوونکې وي او ښایي په اسانۍ یې منلو ته تیار نه وي. خو حقیقت دا دی چې دا ټولې  پېښې د  افغانانو د ریښتوني ژوند او د افغانستان د تېرو څو لسیزو د ناخوالو عکاسي کوي. زما د کیسو ډېرې پېښې زما د خپل شخصي ژوند له تجربو څخه سرچینه  اخلي.  داسې   ډېر څه شته چې په خپلو سترګو مې لیدلي دي او همدا یادښتونه  او تجربې زما په کیسو کې بیان شوي دي. سوله مل د خپلو لوستونکو په هکله وویل چې پخوا به یې کیسې تر ډېره حده افغانانو لپاره لیکلې او ځکه یې ژبه هم (افغاني) وه.  خو په دې وروستیو کې  څرګنده شوه چې  د نورو ژبو لوستونکي یې هم کیسې خوښوي، او همدا لامل  دی چې اوس کوښښ  کوي د کیسو ژبه یې نړېواله وي ترڅو هر څوک ترې خوند واخلي.  نوموړي نورو  ژبو ته د خپلو کیسو له ترجمې سره تړلې ستونزې ته په  اشاره وویل چې لا په دې نه یم بریالی شوی  چې یو داسې ژباړونکی  پیدا کړم چې په خټه افغان  او له افغاني ټولنې سره بلد وي، خو ورسره یې په لویدیځ کې هم ژوند کړی وي او د دې ځای د (کوڅې ژبه) یې زده وي.

په پای کې د ټولنې مشر عبدالکریم وکیل یو ځل بیا له ښاغلو سوله مل او جېمز کارن او د غونډې له نورو برخوالو څخه مننه وکړه او له همدې سره نوموړې غونډه  ماښام ناوخته پای ته ورسېده.