نشر :  02.05.2013

صدیق کاوون


د وطن د لارې شهید

چې په سره مخ د ژوندون له پولې واوښت
د تاریخ غېږې ته لاړه ابدي شو
د ځوانۍ ګل یې د لمر پښو ته کېښود
د وطن په معرکه کې قرباني شو


***

شهید قاسم که در دفاع از سرحد جانبازی کرد

مردي څه ده ؟ په سرو وینو کې لمبل دي
ځان له خپلې عقیدې قربانول دي
د غیرت په ورځ سکروټو ته دانګل دي
د دښمن په مخ کې جګ سر ودرېدل دي

***


له سینې یې وینو ووهلې دارې
سور اتل شو د رزمونو د سرې لارې
سر یې کېښوده د وینو په بستر کې
قرباني شو د وطن له سترې چارې


***

د ژوندون له کرښې واوښت جاودان شو
سر یې جار کړ له وطنه ، قهرمان شو
حماسه یې د خپل زړه په وینو لیک کړه
د رزمونو په ډګر کې پهلوان شو
***

د ۱۳۶۷ لمریز کال وروستي شپې ورځې وې چې زموږ د هېواد پر ختيځ سنګر ، لوی ننګرهار د پنجابي جرنیلانو او عربي سلاکارانو په مشرۍ یرغل پیل شو . ددغه یرغل لومړۍ موخه د جلال آباد ښار نیول و . غیرتمنو ننگرهاریانو او د افغانستان اتل وسله وال پوځ په بې ساري مېړانه او سرښندنه نه یوازې له جلال آباد ښار څخه دفاع وکړه بلکې د افغانستان دښمنان یې ټیټ سرونه د هېواد له ختيځې پولې څخه وتلو ته اړ کړل .
لاندني لنډه ...کي شعرونه د هغه وخت په هوا او فضا کې لیکل شویدي . اوس چې بیا پنجابیانو شوق کړی چې د افغانستان پر سپېڅلې خاوره یرغل وکړي ټینګ باور لرم چې دا ځل به بیا د هېواد د وسله وال پوځ له غوڅ ځواب سره مخامخ شي او ټیټې سترګې به تېښتې ته اړ شي .

ننگرهاره د رنگینو گلو هاره


تل سمسوره ، تل ښېرازه ، تل بهاره
د افغان د پگړۍ گله درنه جار شم
ددښمن د سترگو خاره ، افتخاره
* * *
ننگرهاره ، ته شمله زموږ د پت شوې
ټینگ مورچل د افغانانو د عزت شوې
لکه غره غوندې ولاړ یې پنجابي ته
حماسه د افتخار او د غیرت شوې
* * *
پر موږ راغلې د پنجاب تورې لښکرې
تورې « خېټې » تورې خولې ، تورې خبرې
خو سبا به بیا په منډو منډو تښتي
خړې سترگې ، جېنگې داړې ، لنډغرې
* * *
سر دې ټیټ کړ د پنجاب د زورورو
د انگرېز د غلامانو ، یرغلگرو
ته په خپل پرتم ولاړ یې ننگرهاره
درنه تښتي قافلې د لنډغرو
* * *
پر گلشن مې د کارغانو یرغل راغی
د تورمخو پنجابیانو یرغل راغی
مورچلونه ورته نیسه وطنداره !
دعربو مزدورانو یرغل راغی
* * *
ورته ګوره چې په منډو شیخان تښتي
له گلزاره ننگرهاره کارغان تښتي
له لنډۍ تورې دې جار شم وطنداره
له هیبته یې زنگي غلامان تښتي
* * *
د روښان په کاله توره غدۍ راغله
په بهار باندې د ژمي سېلۍ راغله
د غیرت زغره دې واغونده هېواده
له پنجابه د اورونو ږلۍ راغله .
* * *
سوزېدلی دی ، ویجاړ دی وطن گوره
په سرو وینو کې ولاړ دی وطن گوره
سر یې ټیټ نه شو د هېڅ دښمن په مخ کې
سور بیرغ زموږ د ویاړ دی ، وطن گوره .

کابل
وری - ۱۳۶۸