رسیدن:  28.06.2013 ؛ نشر :  29.06.2013

محمود نظری‏
طنز

د وطن ویرسونه


د وطن کمپوتر ته ننوت کوم ویرس ؟‏
نه پوهیږم د امریکا دی که د روس‏
خراب یې کړه له یوه سره سافت ویرونه
ټوله یې دیلیت کړه دکلتور فایلونه‏
دکوم شي دان لوډ کمپوتر کړ خراب‏
ویرس یې ټول فایلونه کړه خراب تراب
ویرس یې دی سو بیګ .ستورم که توراجان‏
‏ قسیم فهیم، کریم خلیلي که حامد جان
نه پوهیږم کوم انتي ویروسونه پیدا کړم
څنګه له سره ورک سوي فایلونه مهیا کړم
‏ کوم انتي ویروس واخلم ، اویرا که نورتون‏
طالب، بیا ټاکنې که له سره بله غونډه د بن
انتر نت یې ډیر کرار او سلو کړی دی
کیبورد یې پښتو لیک هیر کړی دی‏
د پښتو یو توری نه پیژني پرنتر یې
تور او سپین عکسونه پرنت وي سکنر یې
د سافت ویر ټول دکلتور فایلونه ورک سوي
په کیبورد یې توري سته عددونه ورک سوي
‏ چې په یو شي کلېک کړو بل شی خلاصیږي
چې مازې چالانه سي چارچ یې تمامیږي
کله کله په سم پاسپورد کمپوتر لاک سي
کله خپله بې پاسپورته ان لاک سي
کله فیس بوک سي چې ایميل کړې کلېک
کله هاتميل سي چې فیس بوک کړې کلېک
د تصویر رزولیشن یې ډیر سوی کښته
میموري یې ان د کیلو بایت سوی کښته
ګرافیک کار ت یې بیرته منول سوی
دا په ټول افغانستان نه یوازې کابل سوی
یو کیلو بایت یې دي دي آر او رم دی
ورځ په ورځ يې خلکو ته ډیر کړی غم دی
هر شی چې دیلت سي بیرته ان دو نه لري
هغه لکه زوړتیپ بلکل ان دو نه لري
هیڅ شی یې کار نه کوي ددې کمپوتر‏
نه کمره ، نه میموري ، نه کیبورد نه چارچر‏
یوازې چوکات یې دی سم خو مات او میده
فن یې کار نه کوي غواړې لاسي پکه‏
زړه را خوړینوي ددوستانو ایمیلونه
د وطن د هرګوټ دیوبل ضد وب سایتونه‏
‏***‏
خدایه ! د وطن د دښمنانو بد نظر کړې دیلیت
خدایه ستک کړی د هغوزړونه چې دی پلیت‏
خدایه د وطن د آرامید و لپاره راته وکړه هدایت
کوم فایلونه کاپي کړو کوم یې سیف کوم یې کت‏
له چا وغواړو هیلف چې ووهو ایف ون ‏
ټوله هغه چې مشران سول راووتل نقب زن ‏
خدایه !یوازې ستا مرسته به کړې موږ ریفریش
کنه بیا به ټوله دولت اخته وي یوازې په ریش‏
خدایه! د خلکو زړونه مو نور له نفاقه کلیر کړه
‏ ویروسونه چې په هر جامه که راځي فلتر کړه‎
‏ خدایه ! د خوشالي جمپر موږ ته سیت کړه
نور د جنګ او کرکې جرړې ري سیت کړه
‏ خدایه! نور مه اچوه دافغانانو په مغز کې بګ
چې بیا ویرسو نوته لاره پیدا نسي د راتګ
خدایه ! نور مو د ویروسونو وژغورې د اتک‏
‏ دا پرتوګ خلاص کړې نور د کیک او خسک‏
فن چالان کړه چې د اور ډک زړونه کړي ساړه ‏
فید یې کړه په خاوره چې د لالچ زړونه کړي ماړه
‏ خدایه ! موږ خپله د خپل کمپوتر کړه اونر
‏ راکړه دتغیر دحق پاسورد نور بس ده یوزر‏

‏ ‏