رسیدن:  25.11.2013 ؛ نشر :  25.11.2013

باز محمد عابد

د خیریه کارنو یو  کیسه*

 

څه اوه اته مياشتې پخوا چې شرر ساپی د ننګرهار د عامې روغتيا په روغتون کې بستر و، نو يوه ورځ فرهنګي دوستانو وغوښتل چې چيرته يې چکر ته بوځو، د چکر لپاره مو په کامه کې حمزه کتابتون ته تګ غوره وګاڼه، حمزه کتابتون استاد محمد اصف صميم د کتاب د مينه والو پز مخ په کامه کې پرانستی دی. کله چې شرر صیب له بستر څخه راپورته شو نو ومو غوښتل چې په يوه ويلچير کې يې تر موټره ورسوو. د روغتون يو خدمتګار درې څلور جراحي واټونه په منډه منډه ولټول په اخره کې يې داسې يو ويلچير راوړو چې د ماشومانو لپاره جوړ و او هغه هم له کاره لویدلی و. په هماغه ورځ مې په فیسبوک کې د هغه ناکاره ويلچير تصوير وکړو او ورسره مې وليکل چې د ننګرهار په مرکزي روغتون کې دغه يو ويلچير دی چې دا هم له کاره لويدلی.

زما دا لينک په المان کې ميشت افغان حميد الله عبيدي صیب چې د آسمايي نشراتي ادارې چلوونکي دی او خپله هم په يوه حادثه کې معيوب شوی او دواړو پښو يې کار پريشی، ليدلی و. عبيدی صیب له ما سره په اړيکه کې شو ی و او ژمنه يې کړې وه چې د خپل وس مطابق ويلچيرې به روغتون ته اخلي، کله چې مو د روغتون له چارواکو سره خبره وکړه چې يو څوک حاظر شوی چې د روغتون سره د ويلچيرو مرسته وکړي، نو راته وويل شول چې د روغتون ټولې اړتياوې هيلت نيټ موسسه پوره کوي او که بې راجستره روغتون ته راوړل شي، نو بيا به نادرکه شي، نو له عبيدي سره په مشوره مو غوره وګڼله چې ويلچيرې د معیوبينو د رياست په مرسته اړو کسانو ته ورکړو.

له نیکه مرغه په کابل کې د څو ورځو رخصتيو نه به استفاده د کابل د ژورناليزم پوهنځي استاد حامد عبيدي چې د مشر عبيدي صیب د کورنۍ غړی دی، جلال اباد ته راغلی و او نن په دې ونوانيدو چې اړو معیوبينو ته چې دواړه پښې يې فلج وې، لس عدده ویل چیرې پرې وويشو. دغه معیوبين د کار، ټولنيزو چارو شیهدانو او معلومينو په رياست کې اوسيږي، د دوی شمير شلو تنو رسيږي، له ما یې هيله وکړه چې په نورو خواخوږو هيوالو غږ وکړم چې لس ويل چيرې ورته څوک واخلي. د ویلچيرو قیمت په جلال اباد کې تر پنځه نيم زرو افغانيو لوړ نه دی، نو هغه دوستان چې وسه يې رسيږي يا څه خير صدقه يې له لاسه کيږي نو دغه معيوبين چې دواړه پښې يې په جنګونو کې غوصې شوي او يا فلج شوي د دې مستحق دي چې مرسته ورسره وشي.

زه له حمیذالله عبيدي صیب نه مننه کوم چې زما غږ ته يې لبیک ويلی و.

***

حمید عبیدی

حقیقت دا دی چی زما کورنی هر کال د توان تر حده محتاجو وطنوالو سره مرسته کوی . سږ کال د عابد صیب لیکنه د دی سبب شو تر څو دغه مرسته در جلال آباد معلولینو سره وشی. دلته زه باید دا هم ووایم چی ما د عابد صیب د لیکنی متن د کورنی د غړو سره شریک کړل ، زما دوو خورزیو (مینه جانی او هوګۍ جانی) چی سږ کال داوړه ۱۸ کلنه شوی هغه پیسی چی د کورنی له خوا د دوی د زیږدنی د کلیزی په مناسبت دوی ته اهدا شوی وو ، د ویلچیرنو د اخیستلو لپاره ډالی کړی. ما هم د خپل ۶۰ کلنی نغدی تحایف و دی کار ته وقف کر. زه د ګران شاعر او لیکوال عابد صایب او همدا راز د ګران استاد حامد عبیدی نه چی خپل د رخصتیو ورځی د دی خیریه کار د تر سره کولو لپاره وقف کړ، د زره له کومی مننه کووم. افغانستان او  په تیره بیا ننګرهار پر ټولو ننګرهاریانو حق لړی. هیله ده چی مونږ هر یو د خپل وسی تر حده د ننګرهار او د ننګرهار خلکو لپاره کار وکړی. زه په لویدیزو هیواد کی میشت پر ټولو ننګرهاریانو  او ټولو افغان وطنوالو غږ کووم چی په دی برخه کی خپل دین ادا کړی.

څنګه چی په فیسبوک کې دلته ټولی تبصری په پښتو لیکلی شوی وی نو ما هم هڅه وکړ چی په پښتو ولیکم- که څه هم زما پښتو لیک به خامخا دستوری نیمګړتیاوی ولری ، خو هیله ده چی دوستان زما پر خبرو پوه شوی وی.

***

* متن لمړی ځل د ښاغلی باز محمد عابد په فیسبوکی پاڼه کی خپور شوی دی