رسیدن:  11.10.2013 ؛ نشر :  12.10.2013

 

عبدالوکیل سوله مل  

سیاسي جواري*

 

هسې چې د وجود د یوه غړی درد ټول وجود دردوی دا شا ن د یوې کورنۍ نا هله غړی هم د ټولې کورنۍ لپاره په یو لوی رنځ واوړی . زما کوچنی ورور همداسې یو کس و . لکه خدای (ج) چې له کوچنیوالی نا اهله زیږولی وی ،له کوچنیوالی په ګډوډو سر و:

میږیان به ده تر پښو لا ندې کول ، د چڼچڼو بچیا ن به ده رانیول او حلا لول ، له ځانه کوچنی هلکان او نجونې به ده ټیله کول او په عذابول ، لنډه دا چې چیرته به بد کار روان وو دده پښه به هرومرو په کې بنده وه . او چې لږ را غوټکی شو ورو ورو په بدو عملونو لکه نصوارو او وروسته په سګرتو او چرسو هم راغئ .

له هماغه کوچنیوالی په دې هر څه نه یوازې د پلار د کنځلو او سپکو سپورو باران پرې جوړ وو بلکې دا سې ورځ مې کمه یاد ته راځی چې دی دې زما د سوکانو او لغتو لاندې نه وی را غلی ان دا چې څو ځلې یی را نه په وهلو وهلو سر هم ما ت شوی دئ خو وهلو او دا ګلونه یوازې دی له بدو عملونو او چارو را ونه ګرځاوه ، نور یی هم لا پوخ کړ او داسې ورځ را ورسیده چې د کلی لوی جوارګر ترې جوړ شو . همدا بد عملونه و چې دی یی په لسم ټولګي کې له ښونځې او زده کړې هم رخصت کړ .

نور نو هره ورځ دی چرس او جواری وه چې دی يي په لومه کې نښتی وو او چې د جوارۍ پيسې به یی خلاصې شوې او یا به د چا پوروړی شو نو د پریکون لپاره یی له هیڅ عمله سر نه غړاوه هم یی له صحرا پیسې را وړلې او هم له کوره .

 په لومړي سر کې ېې له کور ه د پیسو په غلا شروع وکړه خو چې جوارۍ ېې ښه زور واخیست زما د مور او خویندو د ګا ڼو په غلا سر شو . له دې وروسته دومره په جوارۍ کې وړاندې لاړ او خبره دومره درندو پورونو ته ورسیده چې پلار مې څو پتي ګرو کړل .

میا شتې او کلونه تیریدل . زه له پو هنځي فارغ شوم خو دی هما غسې په خپله بدعملۍ کې غرق و . یوه ورځ چې له پو هنځی زما د فا رغیدومیا شت لا نه وه وتلې ، په کوټه کې ټوله کورنۍ را ټوله او نا ست وو مور مې زما د خویندو او پلار د مخه زما د کوژدې او واده خبره را پورته کړه خو مور مې لا خبره نه وه خلا صه کړې چې پلار مې وار ړومبی کړ :

ـ ښځې زه پوهیږم چې وار دده دئ خو زه وایم را ځئ چې ددې بل رزیل وار د مخه کړو که خدای یی له واده سره دا لو چکی ورکه او سمې لارې ته مخه کړی .

موږ ټولو په یوه خوله د پلار پریکړې ته غاړه کیښوده او هغه مو یو نیک فا ل وګا ڼه . له هغې شیبې وروسته زما مور او خویندې په کورو سرشوې چې ورور ته ښځه ومومی . څو ورځې تیرې نه وې چې نجلۍ غوره او کوژده وشوه . او لا د کوژدې دوه درې میا شتې نه وې تیرې چې پلار مې د واده کړئ په غاړه کې ورواچوله .

موږ ټولو چې دده له واده سره مو دده سړیتوب او سمو چارو ته راستنیدل لیدل او هغه شیبې مو شمیرلې چې ورور موبدو ته شا او ښو ته مخ وګرځوی خو زموږ ټول امیدونه په اوبو لا هو شول . ورور مې له یوې ورځې بلې ته له سړیتوبه ووت . نور نو د پوروړو له لاسه دوه پوزو ته را غلو .نه مو د کور دننه هستی را پا تې شوه او نه دبا ندې .

او یو وخت داسې را ورسید ددې لياره چې لوی شرم را ونه وړی ټوله کورنۍ ښار ته په کډه کولو سلا ح شوه خو ورور مې چې د جوارګرو قطار ته ورګډ شوی وو له کلي زړه ونشو او په کلی کې پا تې شو .

زموږ لا څو میا شتې نه وې وتلې چې له کلی خبر راورسیدچې ورور مې میر من په جوارۍ کې با یللې او که د یوې اونۍ په منځ کې ېې پور پرې نشی ګټونکی جوارګر به یی ځا نته په نا مه کړي . دا خبر لکه د ټو پک ډز په موږ ټولې کورنۍ داسې بد ولګید . پلار مې له ډیرې غوسې په کوټه کې لر بر لاړ او راغئ  اوداسې سور او شین را واوښت تا به ویل ځمکه ترې لاندې وښویده او آ سما ن هم پرې را ولوید . په درنګ شیبه کې یو ځای له کوره ووتلو او نیغ د کلی په لور د کلی په موټر کې د ورور د لیدو په نیت روان شولو .

دورور په لیدو په داسې حا ل کې چې ټول بدن ېې له غوسې خو ټیده نا ببره چیغه کړه او بیا یی د ګوزارونو باران ورباندې جوړ کړ خو ورور مې ځوړند غوږونه نیولی وو لکه نشه چې وی په ځا ن هیڅ خبر نشو . پلار مې په غوسه چیغه کړه :

ـ بې غیرته رزیله ،ا خیر دې دا کار هم وکړ

خو ورور مې چې هر ډول احساس او شرم ترې کډه کړې وه په ورو شا ن د ژبې په سر وویل :

ـ ولې څه مې کړي؟

ـ تا غول خوړلی

ورور مې چې هما غه څیر ېې سترګې په ځمکه کې ښخې وې وویل :

ـولې څه خبره شوې ؟

پلار مې بیا ور بړچ وهل :

ـ په ښځه دې هم اخر صر فه ونه کړه

خو ورور مې چې اوس ېې شرم له سره پوره الوتی وو مو سکی شو :

ـ څه د لالا ښځه خو مې نه ده با یللې ،خپله ښځه مې وه ، همداسې چې مې با یلوده همداسې به بله له دې لا ښا یسته ښځه وګټم

پلاره دا د جوارۍ قا نون دئ .

پلار مې ددې خبرې په آوریدو له غوسې نور هم شین او سور راواوښت ،بې واکه ېې لاړې تو کړې ،بیا یی لاسونه غوږو ته کړل او په زور ه په توبو کښلو لګیا شو:

ـ یا لویه خدایه ! توبه ،توبه ،توبه ...... په کومه ګنا ه کې به مې نیسئ ، دا څه اورم .  توبه ، توبه ، توبه .........

پلار مې چې کله کور ته راستون شو په دا سې حال کې چې له ډیره خفګا نه یی رنګ تور او ژیړ را اوښتی و موږ ټولو ته کړل :

ـ بس لویه تیږه پرې کیږدئ دا نور زموږ سره د اوسیدو لا یق نه دئ ، زما له خوا سر له ننه حق شو

له دې وروسته زموږ اړیکې له ورور او کلې دواړو د تل لپاره پرې شوې او په ښار کې مو د اوږدې مودې اوسیدنې او کارو بار پریکړه وکړه . زه په یو ې ادارې کې ما مور او پلار مې په ښار کې دوکان را ونیو او په پلورلواو رانیولو یی پیل وکړ .

په ښار کې زموږ د اوسیدو او کارو بار به لا کا ل نه و پوره چې په وطن کې ګډوډي او حکومتونه او دولتونه بدل را بدل شول .

داسې وخت راورسید چې په ښار ونو کې دولت او عسکر واکمن شول او په کلو کې هغوی چې وسلې ،ډله او زور ېې درلود په کلیوالو خپل حکومت کول شروع کړل . څو میا شتې لا تیرې نه وې موږ ته خبر راغئ چې ورور مې د یوې لوېې ډلې مشری کوی او هر ورځ د حکومت په دغې او هغې ودانۍ یرغل وروړی او دکلی او اولس په ټولو خلکو یی فرمان چلیږی . دده د قوما ندانۍ د زور او واک تر څنګ دا خبر هم راورسید چې د دولتی داراییو د لوټ تالان د غنیمت لویه برخه هم دده وي خو ورور مې په دې دومره داړو او غنیمتونو کې بیا هم بډای نشواو دا ځکه چې د جوارۍ  کسب یی تر دې دمه پرینښود اوچې څنګه به له داړو او چا پو را وګرځید ،بیا به تر سبا په جوارۍ اخته وو .

د جوارۍ دې لیونی شوق نور نو دی له هر ډول سړیتوبه وویست . یوه ورځ چې موږ ټوله کورنۍ په خواږه خوب بیده وو په نیمه شپه کې زموږ د کور دروازه ووهل شوه . ددروازې په وهلو موږ ټول خورا حیریان دریا ن او وډار شوو . مور مې دستي قران شریف په لاسونو کې ونیو او پلار مې دستي د خدای ذکر وکړ:

ـ یا الله خیر را پیښ کړې .

او له دې سره جوخت ېې په تبر پسې منډه کړه . ما هم دده په پل قدم کیښود او له خپل کلی راوړې تو ما نچه مې را واخیسته او نیغ دواړه دروازې ته لاړو . پلار مې دروازې ته له رسیدو سره سمدستی غږ کړ:

څوک یا ست؟

له دباندې په ورو ځواب را غئ :

ـ دروازه پرا نیزئ ، له تا سو سره کار لرو .

پلار مې په غوسه ور غږ کړ :

ـ د څه شی کار ، دا نیمه شپه او ستا سو کار

له را غلو یوه تن ددروازې له شا را غږ کړ :

ـموږ د ورځې نشو راتلای

په دې خبره زموږ اندیښنه نوره هم زیا ته شوه خو له دروازې شا ته کس زموږ اندیښنه زر ځواب کړه

ـ موږ دې د ځوی په پور پسې راغلی یو

پلار له وارخطا ېۍ چیغه کړه :

ـ هغه خو ما وختی حق کړی دئ ،  د څه شی پور له ما غواړئ ؟

ـ د جوارۍ

او بل تن چې هما غه څیر د بندې دروازې شا ته ولاړ و په ورو وویل :

ـ هغه پرون په ټو قو ،ټوقو کې په جوارۍ کۍ مور با یلوده

پلار مې په دې شیبه کې بې اختیاره تبرګې پورته کړ:

ـ دا څه غول خورئ

ددروازې له شا دستي غبرګون وښودل شو:

 با با چټیا ټ مه وایه ، غول دې زوی خوړلی ، ته خوشحاله اوسه چې په دومره لوی دو کې زموږ مشر دده مور ومنله ،

بل تن یی په ننګه وویل :

ـ په دومره لوي دو کې خلک د ۱۰۰ ښخځو پروا هم نه کوی دا د لکونو خبره وه

زه او پلار مې نور هم حیران دریان او ګوتې په غا ښ له غوسې وخو ټیدو خو له دروازې دباندې کس دستی غبرګون ته پرینښودلو او د خبرو وار یی ړومبی کړ:

ـ پو هیږم چې دا د نه منلو خبره ده خو زموږ مشر چې ستا د زوی سیال دئ یوه خبره وکړه ، ستا له میر من سره به هیڅ نه کیږی یوازې به دجوارګرو  په مخه کې زموږ د مشر مخې ته دریږی او له هغې وروسته به سلا مته کور ته راځي .

پلار مې په دې شیبه کې بې واکه تبر له لاسه ولوید او زما لاس هم د تو ما نچې ما شې ته ور غئ او ډز شو . په دې شیبه کې راغلو کسا نو منډه واخیسته او پخپله مخه لاړل ،ځکه هغوی په پټه ښار ته را ننوتلی وو او که حکومتی عسکر پرې خبر شوی وای لاس تړلی یی زندان ته استول .

له دې پیښې به دوه درې میا شتې نه وې تیرې چې یوه بله شپه بیا چا زموږ د کور دروازه راووهله . زه او پلار بیا تومانچه او تبر په لاس ورغلو خو دا ځل لا دروازې ته نه و رسیدلی چې ددروازې وهونکي په بیړه وتښتیدل او په در نګ شیبه کې زموږ له سترګو پنا ه شول .

سبا سهار چې له خوبه را کښینا ستو پلار مې چې څنګه د لما نځه له پاره جومات ته روان شو ، لا دروازې ته نه و رسیدلی چې سترګې ېې په یوه تړلی پا کت پریوتې دستی ېې هغه را پورته او ما ته راوړ.  موږ ټول د پا کت په لیدلو هک پک شو ، پلار مې چې د بیګا نۍ نا وخته دروازې وهنې خوب ور خراب کړی وو او اوس ترې جمع هم قضا وه په بیړه ما ته مخ راواړوه اوویی ویل :

ـ جمع هسې هم را نه تللې ، ته دا پا کټ خلاص کړه چې څه په کې لیکل شوی ؟

ما دده له وینا سره سم لیک پرانیست او په لوستلو مې پیل وکړ :

محترمه پلاره او ګران لا لا

ـ زه پو هیږم چې ستا سو په مخ کې سترګې نه لرم ، زه یو ډاکو او جوارګر یم او په دې هم پو هیږم ښځه په هر سړی ګرانه وی او هغوی چې د ښځو قدر ورسره نشته هغه زما په څیر جوارګر او لیونیا ن دي . پوهیږم چې مور مې ستا ښځه او د هر شی واک یی ته لرې خو څوګند خورم هغه له ما په ټوکو کې د جوارۍ دو ته لاړه او هغه  کس چې زه یی د مورجوارۍ ته اړه کړم په ما بل ډول نه غالیبیده ځکه نه مې په سړو کې سیال او مخی وو او نه په وسلو کې .

دا دئ زه اوس د خدای په فضل او کرم بیرته په پښو ودریدم هم مې مور بیرته را وګرځوله او هم مې دده خور ځا نته په نا مه کړه او اوس په دې هڅه کې یم چې څنګه يي مور جوارۍ ته را ګډه او نیغه تا ته په نا مه او د مور وینځه کړم .

کله چې مې ښځه با یلوده تا ته مې وویل له دې به ښا یسته او ځوانه راولم ، دادئ اوس مې په جوارۍ کې د ګټلو ښځو شمیر څلورو ته لوړ شوی او که دین اجازه راکولی او نه ګنهګاریدای اوس به مې د ښځو بسته ټولی درلودای ، داد جوارۍ قا نون دئ که مې ستا ښځه او زما ګرانه مور هم با یللی وای اوس به د ځوانې ښځې څښتن او خاوند وای .

ته که هر څومره ما حق کړې په ما بیا هم ګرا ن ېې ، ته امر وکړه چې کومه بدری جما له غواړې سبا به یی ډولۍ تیاره وی

ما چې لوستل تر دې ځا یه راورسول پلار مې د یو عسکری قوماندان په څیر ځای په ځای ودرولم :

ـ بس نور دا چټیا ت را با ندې مه اوره ، تو لعنت دې په داسې اولاد شي .

له دې وروسته یی لا سونه پورته کړل :

ـ خدایه په خپل غظب مې له دغه ناولی خلاص کړئ .

له دې وروسته میا شتې او کلونه تیروبیر شول . موږ کلونه کلونه کلی ته لانړو ځکه هم کلی ته موټر نه تلل او هم مو ورور له کلی داسې توبه ګاره کړی وو چې کلی ېې را ته په دوزخ اړولی وو خو ورور مې چې څومره وختونه اوښتل پيسې ، سړی او شته ورځ له بلې ډیریدل او واک او ځواک  ېې غزونې  کولې.  اوس نو نه دده دسړو کمی وو او نه د پیسو او شتو .

داسې آوازې هم را غلې چې هغه نور له جوارۍ توبه ویستلې او دپیسو او شتو د ډیریدلو په داسې لارو بلد شوی چې په لږه موده کې به د ټول اولس با غونه او جا یدادونه راونیسی . ښار ته نه یوازې دده د پیسو ، زور او ځواک خبرونه راورسیدل بلکې دا اوازه هم ګرمه شوه چې هغه او د هغه نور ملګری به ښارونه هم ډیر ژر لاندې کړی. یو وخت بیا داسې راورسید چې دا هر څه رښتیا شول. ده او ملګرو یی ورځ په ورځ ښارونه لاندې کړل او یوه ورځ داسې هم را ورسیده زما ورور زموږ ښار لاندې او په سړو ېې د ښار ټول واټونه ډک شول .

دورور دې بری زموږ کور هم د پا ملرنې وړ وګرځاوه . هره ورځ ډلې ،ډلې کسا نو زموږ د کور دروازه راډبوله چې که وسله وال کسا ن یی کورونه لو ټي چې موږ ېې مرستې ته ورودانګو . خو زما پلار به ټولو ته ویل چې هغه ېې حق کړی او له موږ سره یی هرڅه پرې دی .

ورور مې څو ځلې پلار ته سړی را ولیږل چې که ویبخښي خو له ښه مرغه پلار مې تل هغوی بې ځوابه استول او چې کله مې پلار پيسې را واستولې نو د زرګونو بسته یی څیری څیری او اور ته واچوله .

په ښار کې مې د ورور د حکمرانۍ څو کلونه واوښتل او د کلی په څیر چې څومره ورځې شپې تیریدلې دده دزور او پیسو ډیروالي هم کلی او ښار حیراناوه. .په دې منځ کې یوه ورځ د څو ځوانانو يوه ډله زموږ کور ته را غله او زما پلار ته ېې وویل:

ـ با با د خدای له پاره زوی دی له دې جوارۍ را وګرځوه .

پلار مې د جوارۍ د کلمې په اوریدو هک پک شو ما ته یی مخ راواړاوه

ـ دا څه آورم خلک خو وایی چې دې خنځیر خو دا کسب پریښی !

ما هم د پلار شک کې ځا ن شریک کړ .

ـ ما هم اوریدلی

خو هغه چې د نورو په استا زیتوب خبرې کولې وویل :

ـ رښتیا ده چې هغه د پیسو جواری پریښې خو ....

پلار مې دستی په خبرو کې ورولوید او په حیرا نتیا یی وپوښتل :

ـ ولې بیا یی ښځه با یللې 

په خبره کې ژر ورولویدم :

ـ اوس د هغه د ښځو دور تللی هغه په کا نتنیرونو پیسې لری ، د ښځو دو ته نه مجبوریږی

هغه ځوان زما په پلوۍ وویل:

ـ هو با با اوس دا په پیسو او شتو مست واکداران په بل شی قمار وهی

پلار مې د ستی وضا حت وغوښت :

ـ په څه؟

ځوان زر ځواب ورکړ:

ـ دی اوس نه یوازې دپیسو جواری نه کوی بلکې د جوارۍ سیالان او معما مله کونکی یی هم افغا نا ن نه دی

زه او پلار نور هم حیرا ن دریا ن شو ما هم د پلار په څیر ځوان وپو ښت :

ـ له چا سره په څه قمار وهي؟

ځوان پې واکه له خولې هر څه په ډاګه کړل :

ـ له نورو سره په وطن

پلار مې له غوسې چیغه کړه :

ـ تو لعنت ، رښتیا واېې !

ټولو ځوانانو د تصدیق له پاره سرونه وښورول

خو د ځوانا نو خبرې لا نه وې تما مې چې ورور مې د سلګونو وسله والو په بدرګه کور ته را ننوت او سمدلاسه مې د پلار په پښو کې پریوت .بلار مې په غوسې له هغه مخ واړاوه . ورور مې چې وسله والو یی هر قدم څاره پلار ته کړل :

ـ پلاره ما څه ګنا ه کړې ،یوه جواري وه له هغې مې هم لاس واخیست او توبه مې وویسته .

پلار مې دستي له غصې چیغه کړه :

ـ ته او توبه

ـ هو پلاره قسم په خدای

پلار مې ځوانانو ته مخ وارواړوه :

ـ دا ځوا نا ن څه وایی ؟

ورور مې هم ځوا ناونو ته برګ وروکتل :

ـ څه مو ورته ویلی چې راته پړسولی مو دئ ؟

د ځوانا نو له منځه یوه وویل :

ـ ته درواغ وایی ، تا اوس یوه لوی قمار ته ملا تړلې

ورور می چیغه کړه :

ـ دا څه غول خورئ د څه شی فمار ؟

ځوان پر ته له هر ډول ویرې په زړورتیا ځواب ور کړ:

ـله پردیو سره د وطن په سر لوی قمار

ورور مې ددې خبرې په اورید لکه مار یی چې وچیچې تاو را تاو شو، چیغه یی کړه او خپلو وسله والو سا تونکو ته ېې امر وکړ:

ـ وېې تړئ چې قمار او وطن ورو ښا یم

خو پلار مې مقا ومت پیل کړ او ددوی په پلوئ ېې تورې ته لاس کړ ، ورور مې چې ولیدل پلار مې له قهره خوټیږی په ورو پلار ته کړل

ـ هو سمه ده دوی رښتیا وايي ، خو ګوره ما یوه ښځه با یلوده څلور مې وګټلې او مور مې هم ستا لپاره با یلله چې بله ځوانه ښځه دې په برخه کړم.که اوس د وطن په مور قمار وهم له دې به ښا یسته وطن درته وګټم.

 او لکه لیونی چې شی لږ څه غلی او بیا یی وویل : وطن یی لا چا پخپل او پردی ویشلی ټوله د خدای ځمکه نه ده څه !!

پلار مې نور خبرو ته پرینښود او چیغه یی کړه :

ـ دا څه جک وهې حرمونیه دا یی لا کومه جواری شوه په هر شی مې جواری لیدلې وه په وطن مې د جوارۍ نه وو اوریدلی

ورور مې په ټوله سپین سترګۍ په خبرو کې ورټوپ کړ او لکه یو فیلسوف او سیا ستمدار په لنډو یی ځواب ورکړ:

ـدې ته د سیا ست جواری وایی او د سیا ست په جوارۍ کې به وطن یا ګټې او یا با یلې

پلار مې بیا کړیکه او توره پورته کړه خو یوه وسله وال یی ژر له لاسه توره واخیسته او له دې وروسته ټول په خپله مخه لاړل

 

لندن ،انګلستان

دشپې یولس نیمې بجې

د ۲۰۱۳ میلادي کال د آپریل ۱۰

*

* این اثر مطابق  نسخه ی اصلی و بدون ویرایش رایج معیاری در آسمایی منتشر شده است