27.05.2017
حمید عبیدی
د هلمند نوی ملاله او «د بلا سیوری»
«د بلا سیوری»، د اغلې نسیمې باري د ۱۵ لنډو کیسو لومړنۍ ټولګه ده چی په دی ورستیو کی کې چاپ شوی دی.
د یوی ښځینه لیکوالی د داستانی ټولګی چاپ کومه نوی خبره نه ده. خو په هلمند کی دا یوه نوی حادثه ده- هغه هم په اوسنی جنګ ځپلی هلمند کی چی هان د نجونو تعلیم او تحصیل د سر په بیه تمامیدای شی.
د هلمند په اوسنی ډیر کړکیچن او جنګ ځپلی حالاتو کی چی یوه ۲۴ کلنه ملاله پورته کیږي او د ښځو د زړه ږغ د قلم په ژبه انځوروي، نو دا کار خامخا نه یوازی د یادولو، بلکی د ستایلو وړ دی.
آغلې باري په هلمند ولایت کي لومړنۍ ښځينه ليکواله ده چي د لنډو کیسو مجموعه يې چاپيږي.
«د بلا سیوری» ټولګه چی په کندهار کي د میوند کلتوري ټولني له خوا په ښه کیفیت او ډیزاین چاپ شوی د کیسو نه برسیره د لیکوالي خپله يادښت هم پکښي راغلی دی.
نسیمه باری اوس اوس په لشکرگاه ښار کې د طب د پوهنځی محصله ده. د تحصیل تر څنګ هغی د مدنی ټولنی او په تیره بیا د ښځو د حقونو فعاله هم ده او په یوه محلی رسنی کی کار هم کوی.
د دی کتاب د مخکتني غونډه تیره اوونی د ښځو چارو ریاست او مسکا راډیو اداری له خوا د لښکرګاه ښار په یو سالون کی جوړ شوی وو. په دی محفل کې د ښځو پراخ ګډون هم د پام وړ ټکی وو.
آغلی نسیمه باری د مخکتنی د محفل نه وروسته د هیوادوالو د هرکلیو په ځواب داسی لیکلی : « دا کتاب زما خبري نه، بلکې ستاسي خبري دي، د دې ټولني خبري دي، زموږ او ستاسو د کورونو خبري دي، زمونږ د ولس او په تیره بیا د هلمند د مظلومو خلکو خبري دي، ما یوازي راټولي کړي، په هنري ژبه مي اړولي او بیرته مي تاسي ته وړاندي کړي دي...»
آغلی نسیمه باری ته د اوږد او نیکمرغه ژوند، او د لا نورو بریالیتوبونو هیله کوو.
*
په همدی اړیکه:
نسيمه باري: د بلا سيوری (لنډه کیسه)