سرمقاله شماره سوم آسمایی- جون 1997

ملی یووالي

به مناسبت هفتاد و هشمتمين سالگرد استقلال افغانستان

افغانستان شلمه پېړى د خپلواكي ، د خپل قانونى حقوق د اعادى او د عصرى كولو په لور په اوچتو گامونو سره پيل كړ .
 كه دغه رغونه ادامه موندل ، اوس به په كوم ځاي كي قرار لرل ؟ 
يوازنى ځواب به دا وى چي نه هلته چي نن يو او شايد هلته چي اوس يي د لري راتلونكۍ لپاره هيله كوو . عين خبره د ډموكراسي د لسزيزي په باره كي هم ويلي شو ، چي د ښه راتلونكي لپاره يي هيلې بخښونكې لرليدونه پرانيستلي وو . 
تيرشوي نه بدليږي . له تاريخ نه يوازي زده كړه كولي شو .
 كه دي پوښتني ته چی د خپلواكي په داعيي كي تر ټولونه څه ډير رول ولوبول ، په پوه كلمه ځواب ووايو ، هغه به ملى اتحاد وي .
 خو په خواشيني سره په شلمه پيړي كي زمونږملى ېوالۍ دومره د ستونځي سره مخامخ نه وو ، لكه چه نن دي . دا د رواني غميزى د پاي ته رسولو لپاره د گډو هڅو د سمون پر مخ ترټلونه لوي خنډ دي .
هغه څه چه نن د قامي ، ژبنې ، مذهبې او سيمه يزو اختلافاتو په نوم وينو ، د بحران پيامد او نتيجه ده نه د هغه عامل . دغه اور پخوا تر دى چي زمونږ گډ كور له مينځه يوسي ، بايد خاموش كړو . دغه حياتي دنده ىوازي او يوازي د ټولو هيوادپالو په تفاهم سره تر لاسه كيداي شي او بس . 
په دي لياره كي هم د خپلواكۍ او آزادۍ د لياري د شهيدانو ، لارښوونكو او لارويو ځلاندي خاطري او كارنامي لوي سرمشق بلل كيږي . 
كه څه هم په خواشينۍ سره د هيواد د بيارغونۍ او ودانۍ لپاره غوره شوي لياره او كرنلاره او بين المللى شرايط داسي وو چي د نوي كولو نهضت د ماتي سره مخامخ شو . خو د دي سره سره نشوكولاي ترڅو د هيواد پالو او ترقي خوښونكو اتلانو پر ښې هيلو سترگۍ پټۍ كړو . په هغى نيت او ښه اراده او د اشتباهاتو څخه په زده كړي سره كولاي شو ترسو د نن او سبا لپاره د ستاينې وړ خدمتنو مصدر وگرزو .