راټولونکۍ : حمید عبیدی
متلونه *
امانت ځمكه هم نه خيانتوي***
انسان تر كاڼي كلك او تر گل نازك دى***
اوبه په ډانگ نه بيليږي***
اوبه چې تر سر شي څه يوه نيزه څـه سل نيزې***
اوبه له سره خړې دي***
اوبه به تير شى ، كاڼى پاتى كيږى***
اور ته خپل او پردى يو دى***
اوسپنه پر اوسپنه ماتيږي***
اوسپنه چى څومره ټكول كيږي هومره كلكيږي***
اوښ په بډه نه وهل كيږى***
اوښ ته يې ويل غاړه دى كږه ده ، ويل يې كوم ځاى مې سم دى***
اول زده كړه بيا كوژده كړه***
اسمان چى څومره غړيږى هومره نه وريږى***
اور ته راغلي د كور ميرمن شوى***
اور ته چى نږدى كيږى خامخا به سوزيږى***
اصيل ته اشارت ، كم اصل ته كوتك***
آزمويلى سړى مه آزمايوى***
آسونه يى نعلول چنآښو هم پښى پورته ونيوى***
اوبه خړوى کبان نيسى***
اختر پټ ميړه نه دى***
ابى مړه ، تبه شكيدلى***
باد چى باسنى وي ، باران يى گړندى وى***
مار كه هر څومره خوار شى بيا هم څنگښى نه خورى***
بښنه په لك ، حساب په كلك***
بد بټى بلا نه وهى***
* برگرفته از مجلهء آسمایی