تاریخ نشر: ۱۱ مارچ سال ۲۰۲۶*

څېړنوال دوکتور عبدالغفور لېوال

له لرغونیو اسطورو، عرفان او تاریخ سره

 د «شیشک» عجیب اړیکي

عبلغفور لېوال«شیشک» رومان د اسطورو، عرفان، تاریخي حافظې او ادبي تخیل ترمنځ یوه ژوره اړیکه جوړوي. دا رومان په داسې فضا کې حرکت کوي چېرته چې واقعیت او ماورايي تجربه سره یوځای کېږي. لیکوال د لرغونو اسطورو، بودایي مفاهیمو، نورستاني اساطیرو او اسلامي عرفان له نښو څخه په ګټې اخیستنې داسې نړۍ رامنځته کړې چې هم تاریخي ریښه لري او هم اثیري رنګ. همدا ځانګړنه ده چې لیکوال یې خپل دغه اثر ته د «اثیري ریالیزم» سبک نوم ورکړی.

د بشریت تر ټولو پخوانۍ لیکل شوې اسطوره، «ګېلګمش»، چې شاوخوا ۲۸۰۰ کاله مخکې له میلاده لیکل شوې، له وحشته انسانیت ته له مخالف جنس څخه د عبور شرط راپه یادوي .  په ګلګمش کې «انکیدو» چې یو وحشي موجود دی او له ځنګلي ځناورو سره ژوند کوي، د اوروک د معبد له مقدسې کنچنۍ «شمهات» سره د شپږو ورځو او اوو شپو کورواله او مینې روسته په یوه متفاوت انسان بدلیږي، له هغه ځنګلی وحشت څخه راوځي او د دې وړتیا مومي چې اوروک ته ولاړ شي او له واکمن پاچا ګېل‌ګمیش سره مبارزه وکړي او بالاخره یې په نږدې دوست بدل شي.

په «شیشک» کې هم موږ له داسې یوه وحشت‌ځپلي موجود سره مخامخ یو چې په پیل کې د افسانوي، وېروونکي او غیرعادي څېرې په توګه راښکاره کېږي هغه ریښتیا شیشکه ده، د غره په سمڅو کې ژوند کوي او په پټه له باغونو څخه میوې خوري. خو د اباسین مینه هغه بېرته د انساني نړۍ پر لور راګرځوي او د کیسې مرکزي او جدي کرکټر ګرځي. د اباسین مینه شیشکه په ښاپېرۍ بدلوي، هماغسې  لکه انکیدو چې له شمهات سره مینې د ګېل‌ګمېش په ملګري بدل کړ. دلته هم له «بل» او له مخالف جنس څخه عبور، له وحشته تر انسانیت پورې د بدلون سېمبول دی.

خوب، اسطوره او د اثیري فضا جوړښت

په دې رومان کې خوبونه، اساطیري کرکټرونه او نامرئي پېښې یوازې فرعي عناصر نه دي، بلکې د برخلیک ټاکونکي ځواک په توګه حضور لري. بودا، یمرا، نورستاني اساطیر او «درېیمې سترګې» مفهوم ټول د کیسې پر تګلوري اغېز کوي.

د کیسې په یوه برخه کې لولو، چې ښاپېرۍ خپله مور او د اباسین مور یوځای په خوب ویني، عجیبه دا ده، چې دواړه میندې په خپلو تندیو کې درېیمه سترګه هم لري، دا درېیمه سترګه څه ده؟

په هیندویسم کې د بدن اووه چاکراګانې پېژنو، چې شپږمه هغه یې د دوو سترګو ترڅنګ په تندي کې درېیمه سترګه ده د دغې درېیمې سترګې  اصلي نوم اجنا (Āā) ده، په سانسکریت کې یې لیکدود    आज्ञा    دی او مانا یې «امر» یا «ادراک» ته نږدې‌والی ده.

د هندو روحاني فیلوسوفې له مخې، دا چاکرا د تندي په منځ کې، د دوو سترګو ترمنځ موقعیت لري. باور دا دی چې دا چاکرا د مغز له یوې برخې سره تړاو لري او د مراقبې (مدیتیشن)، یوګا، او نورو روحاني تمرینونو له لارې پیاوړې کېدای شي. لکه څنګه چې د بدن عضلې د فیزیکي تمرین په وسیله قوي کېږي، همداسې د روحاني تمرینونو له لارې دا چاکرا هم ځواکمنېږي.

د هیندویسم د باور له مخې، اجنا چاکرا د ناخوداګاه ضمیر (لا شعور) استازولي کوي او د انسان او«برهمن» (مطلق الهي حقیقت) ترمنځ مخامخ اړیکه ښيي. داسې انګېرل کېږي چې که څه هم دوه عادي سترګې فزیکي نړۍ ویني، خو درېیمه سترګه انسان ته د ژور فهم، بصیرت او ان د راتلونکي په اړه د لید وړتیا ورکوي.

همدارنګه ویل کېږي چې د درېیمې سترګې چاکرا انسان له خپل شهود (intuition) سره نښلوي، د کایناتو له انرژۍ سره د اړیکې زمینه برابروي، او کېدای شي د تېر او راتلونکي په اړه د پیغامونو په درک کولو کې مرسته وکړي. دا چاکرا د پوهې، درک، روحاني لید او داخلي لارښوونې سمبول ګڼل کېږي.

په شیشک رومان کې دواړه میندې د خپلو درېیمو سترګو په مرسته د ښاپېرۍ راتلونکې پيشبیني کوي او هغې ته ډاډ ورکوي.

 په رومان کې زمانه هم خپله عادي مانا له لاسه ورکوي. تېر، اوس او راتلونکی سره ګډېږي. زمانه په «حافظه»، «حضور» او «انتظار» بدلېږي. هغه ځوانه لرغونپوهه نجلۍ چې لا نه ده زېږېدلې، خو په کیسه کې حضور لري، د همدې ماتې شوې زمانې څرګند مثال دی. همدا د زمانې ماتېدل رومان له وچ ریالیزم څخه باسي او اثیري بڼه ورکوي. هغه کره‌کتونکي چې په دغه رومان کې یوه مشخصه تاریخي زمانه پلټي او د غواړي پېښې د زماني تسلسل او منطق له مخې وسپړي، له دې اړخه به پایلې ته ونه‌رسیږي.

بودیزم، دوکهه او د رنځ فلسفه

د رومان یوه مهم  فیلوسوفي پوړ ( لایه)  د بودیزم له مفاهیمو سره تړلې ده. په بودیزم کې «دوکهه» د رنځ حقیقت ته ویل کېږي. ژوند له رنځ څخه ډک دی. شیشکه په پیل کې په غار کې ژوند کوي، وږې ده، ناروغه ده او شکنجه شوې ده. دا ټول د رنځ هغه حالتونه دي چې د دوکهه مفهوم تمثیلوي.

بودیزم څلور سپېڅلي حقیقتونه وړاندې کوي:

۱. د رنځ حقیقت

۲. د رنځ د لامل حقیقت (نفسي غوښتنې او تړاو)

۳. د رنځ د پای امکان

۴. د رنځ د پای ته رسېدو لاره

څلور حقیتونه بیا د اتو اصلونو منلو ته لار هواروي:

سم لید، سم اند، سم وینا، سم عمل، سم معیشت، سمه هڅه، سمه ځانپوهه او سم تمرکز.

په رومان کې هغه اته کسان چې په ځانګړو جامو کې د هډې معبد دروازه پرانیزي، د همدې اته‌ګونو حقیقتونو سېمبولونه دي. شیشک د همدې مرحلو په تېرولو سره رڼا ته رسېږي.

نورستاني اساطیر  او  یمرا

د «یمرا» حضور په رومان کې د افغانستان له لرغونو نورستاني اساطیرو سره ژوره اړیکه ښيي. یمرا د نورستان یو مهم خدای‌ګوټي (رب‌النوع)  و، او د هغه یادونه دا څرګندوي،  چې لیکوال یوازې د ادبی تخییل په مټ پرمخ نه‌ځي، بلکې غواړي له ګډې تاریخي حافظې څخه د یوشمېر ماوراءالطبیعي شخصیتونو په مرسته پېښې داسې بدلې کړي، چې د لوستونکي تصور ناڅاپه بدل کړي، روسي فورمالیستان دې ته اشنايي‌توږنه Defamiliarization   وايي. رومان موږ د اشنا طبیعت له فضا څخه د اثیري تخییل په مټ له اسطورو سره مخامخ کوي، دلته نو اسطورې دي، چې پېښو ته تګلوری ټاکي، چې هم زموږ له تصوره وتلي او هم یې د لیکوال. دا برخه زموږ په ګډه لاشعوري حافظه کې شته، خو د بیا تداعي بهیر یې هنري تړاو ته اړدی، چې دا کار په دې رومان کې په بریا ترسره شوی دی.   

سامسارا (د درد و رنځ څرخ)

د سامسارا یا د رنځ د تکرار مفهوم، د شخصیتونو بیا راڅرګندېدل او د خیر او شر تکرارېدونکې بڼه، ټول د هستۍ د دوراني فلسفې استازیتوب کوي.

په بودیزم کې د درد او رنځ (کړاو) دغه نه ختمېدونکي څرخ یا دوران ته سامسارا  (Samsara) په سانسکرېټ  संसार  وايي.

سامسارا (تناسخ) د ژوند او مرګ تکرارېدونکی دوران دی،  چې موجودات په‌کې بیا بیا پیدا کېږي، ژوند کوي، کړاو ګالي، مري او بیا پیدا کېږي. دا دوران له کړاو ډک بلل کېږي. دې تکرارېدونکي کړاو ته دوکهه (Dukkha) وايي. دوکهه له ناخبرۍ (Avidya) هوس/ تمې(  Tanha /  Lobha)  او کرکې و غوسې (Dosa( څخه سرچینه اخلیی

د شیشک په رومان کې هم د تناسخ څرګند حضور وینو، ښاپېرال، ښاپیرون، ښاپېرا، ښاپېرۍ له څو نسلونو راروانه ده، درد و رنځ ګالي، جنګیږي او د رومان تر اتلې ښاپېرۍ پورې رسیږي، ان چې په رومان کې د ښاپېرۍ د نازیږېدلې لور تجسم هم وینو، چې لرغونپوهه ده او ښاپېرۍ ته په شهودي بڼه ویل کیږي، چې تر تا روسته یوه بله ښاپېرال هم راروانه ده. همدا څرخ په نارینه کریکترونو کې هم وینو، له پیر بابا څخه د ښاپېرۍ تر ماما او ان اباسین پورې د یوه کامل نرینه شخصیت بیابیا تکرار وینو.

 

 اسلامي عرفان؛ مینه د سلوک په توګه

په دې رومان کې د اسلامي عرفان نښې هم څرګندې دي. د اباسین مینه یوازې عادي انساني مینه نه ده؛ بلکې د حقیقت د موندلو یوه سلوکي هڅه ده. لکه صوفي چې د حق په لټه کې له مرحلو تېرېږي، اباسین هم د شیشک په موندلو سره د خپل ورک شوي هویت په لټه کې دی.

د عرفان له نظره، هر څه چې له خپل اصله لرې شي، د بېرته ورګرځېدو هڅه کوي، د بلخي مولانا په ژبه:

هرکسی کو دور ماند از اصل خویش

باز جوید روزګاری وصل خویش

شیشکه چې په پیل کې یو وېروونکی موجود ښکاري، د مینې په برکت په یوې سپېڅلې او انساني څېرې بدلېږي. دا هماغه عرفاني اصل دی چې وایي مینه کولای شي له بدرنګۍ او تیارې څخه ښکلا وزېږوي.

 تاریخ، هویت او ادبي هنر

د کاپیسا، هډې، نورستان او نورو تاریخي سیمو یادونه یوازې جغرافیه نه ده؛ دا د تاریخي هویت بیا راژوندي کول دي. لیکوال هڅه کړې چې وښيي زموږ هویت د بېلابېلو تمدني لارو د تلاقۍ پایله ده. له بودیزم څخه تر اسلامي عرفان پورې.

رومان په هنري ژبه لیکل شوی. تشبیهات، استعارې او اثیري فضا لوستونکی له واقعیت څخه پورته یوې بلې نړۍ ته بیايي. دلته تصادف نشته؛ هر څه د یوه لوی تصویر برخې دي. دا لوی تصویر هم یو واحد انځورګر لري، چې د رومان د پېښو په لړ کې یې ځواکمن حضور د ټولو پېښو او شخصیتونو ترشاه موندلای شو.

«شیشک» د انسان د سفر کیسه ده:  له وحشته تر انسانیت، له رنځه تر رڼا، او له پریکوڼ څخه تر نښلون پورې.

دا رومان ښيي چې اسطوره، عرفان او تاریخ یو له بل څخه بېل نه دي، بلکې زموږ په فرهنګي حافظه کې سره تړلې کړۍ دي. مینه، د موندنې پېژاند او بېرته اصل ته ستنېدل هغه درې ستنې دي چې د انسان ریښتینې رهایی (نیروانا) ورباندې ولاړه ده.

همدا ځانګړتیا ده چې «شیشک» له یوه عادي داستان څخه پورته وړي او هغه د «اثیري ریالیزم» په کچه یو ژور فکري او هنري اثر ګرځوي.

 

 

*  این سخنرانی به تاریخ  ۲۱ فبروی سال ۲۰۲۶ در محفل رونمای رمان ایراد شده است.