تاریخ نشر: ۱۱ مارچ سال ۲۰۲۶*

سعید شینواری

«شیشک»  او د بیدارۍ ادبي سفر

سعید شینواریادب هغه مهال خپل لوړ رسالت ترسره کوي چې یوازې کیسه ونه وایي، بلکې انسان له ځان سره، له تاریخ سره او له هستۍ سره مخامخ کړي. «شیشک» رومان د همدې ډول اثارو له ډلې څخه دی؛ چې د یوې نجلۍ د درد، مبارزې او بیدارۍ له لارې د واقعیت نوې پوهاوي ته لاره پرانیزي.

دا رومان نه یوازې د یوې فردي تراژیدۍ روایت دی، بلکې د ټولنیز، تاریخي او روحي بدلون ژوره کیسه هم ده او د رومان درې‌ګونی سفر له مرګه تر ژوند، له یوازیتوبه تر پیونده پورې یو عجیب تاثر

د رومان په لومړۍ برخه کې ښاپیرۍ د «شیشک» په نوم یادیږي؛ یو ټپي، بې‌هویته او وېرېدلی موجود چې د جسمي او رواني مرګ پر څنډه ولاړه ده. دلته ژبه هم ماته ده، خبرې نیمګړې دي او حافظه ټوټه‌ټوټه ښکاري. دا پړاو د سمبولیک مرګ پړاو دی.

په دوهمه برخه کې د انساني پیوند دروازه پرانیستل کېږي. د اباسین مینه، د زړه تړون او د کورنۍ د ریښو بیا موندل، ښاپیري له یوازیتوبه راوباسي. هغه نور یوازې قرباني نه ده؛ بلکې د انتخاب کوونکې، شرط ایښوونکې او پوښتنه کوونکې انسانه ده.

په درېیمه برخه کې سفر ژورو تاریخي او معنوي پوړونو ته رسي. د پیربابا کلي ته تګ، د افسانو اورېدل، د هډې  او د بودا سیوري غار ته اثیري سفر، ټول د دې نښه ده چې قهرمانه له خپل فردي درد څخه هاخوا، له یوې لویې تاریخي حافظې سره نښلي. پای کې «بیداري» یوازې له خوبه راپاڅېدل نه دي؛ بلکې له ناپوهۍ، وېرې او تحجر څخه وتل دي.

اثیري ریالیزم: د واقعیت ژور پوړونه

«شیشک» د داسې ادبي لید استازیتوب کوي چې لیکوال یې «اثیري ریالیزم» بولي. په دې لید کې واقعیت یوازې هغه څه نه دي چې په سترګو ښکاري؛ بلکې پټ تاریخي، روحي او حافظوي پوړونه هم د واقعیت برخه ګڼل کېږي.

د دې ناول اثیري صحنې لکه د شاپیرۍ خوبونه، د مورانو د شنو خالونو لیدل، یا د نیلوفر ګل سمبول، جادويي پېښې نه دي چې بې‌علته رامنځته شي. بلکې دا د ذهن د پروسس پایلې دي؛ هغه ذهن چې له تاریخي معلوماتو، دردونو او یادونو ډک دی او په خوب کې یې بیا منظموي. په دې توګه، اثیري ریالیزم له جادويي ریالیزم څخه جلا کېږي؛ ځکه دلته جادو حاکم نه دی، بلکې پوهاوی حاکم دی.

په «شیشک» کې ژبه د قهرمانې له دروني بدلون سره هممهاله وده کوي. په پیل کې ژبه محدوده او غریزه ده؛ خو هر څومره چې شاپیري خپل هویت بیا مومي، ژبه هم شاعرانه، منسجمه او ژوره کېږي.

ناول له ګڼو سمبولونو ډک دی لکه شیشکه، نیلوفر ګل، شین خال، کرباسی جامې او نور چې هر یو یی  جلا معنا او انخور لري.

دا سمبولونه مصنوعي نه، بلکې د کیسې له بهیره طبیعي راټوکېږي او اثر ته ژورتیا وربخښي.

د رومان قهرمانه له یوه بې‌وسه او وېرېدلي ماشوم څخه یوې آګاهې، خپلواکې او پرېکنده ښځې ته بدلېږي. دا بدلون ناڅاپي نه دی؛ بلکې تدریجي، منطقي او د باور وړ دی.

هغه د خپل درد د مانا موندلو هڅه کوي، خپل تاریخ لولي، پوښتنې کوي او له پټو پوړونو سره نښلي. په پای کې، هغه نه یوازې ځان ژغوري، بلکې د ټولنې د ناسم دود او تبعیض پر وړاندې د درېدو جرئت هم پیدا کوي. دلته قهرمانه د «پوهاوي پروسس کوونکې» ګرځي؛ داسې انسانه چې له خپل دروني ځواک څخه د بدلون وسیله جوړوي.

د رونان وروستۍ صحنه چې شاپیري تر اوبو لاندې ځي، له بدن څخه د تېرې شپې خولې پاکوي، سپین کالي اغوندي او په هنداره کې خپل انځور ګوري. د نوې زېږون اعلان دی. دا صحنه ښيي چې ازادي یوازې له بهرنیو معجزو نه راځي؛ بلکې د واقعیت د ټولو پوړونو په پېژندلو او منلو کې ده.

«شیشک» موږ ته وایي چې انسان که له خپل درد، تاریخ او حافظې سره روغه جوړه وکړي، نو کولی شي له تیارو څخه رڼا ته ورسېږي. دا ناول د امید، پوهاوي او بدلون پیغام لري- په ځانګړي ډول د داسې ټولنې لپاره چې لا هم د تحجر، تبعیض او تاریخي ټپونو له سیوري لاندې ژوند کوي.

په ټوله کې، «شیشک» یوازې یو ادبي اثر نه دی؛ بلکې د انساني بیدارۍ فلسفي بیان دی. دا ناول ښيي چې واقعیت څوپوړیز دی، انسان څو اړخیز دی، او ازادي یا رهایي د ژور پوهاوي له لارې ترلاسه کېږي.

په یوه جمله کې یې وایم:

«شیشک» د خاورې له منځه د راټوکېدو، د ریښو له بیا موندلو او د آزاد، برابر او آګاه ژوند د پیل رومان دی. یو داسې سفر چې د مصیبتونو له دوزخه تر رڼا او د هیلو تر جنته رسېږي.

* این سخنرانی به تاریخ  ۲۱ فبروی سال ۲۰۲۶ در محفل رونمای رمان ایراد شده بود .