رسیدن:  03.02.2013 ؛ نشر :  03.02.2013

دستګیر روشنیالی

 د ښاغلی کرزی د لیکنی په هکله څو ټکۍ

د تدبير او عمل په ځای نصیحت


د بي بي سي پښتو ويب پاڼه کي د افغانستان د رییس جمهور حامد کرزی ليکنه خپره شوي.  کله چي مي دا ليکنه ولوستله را سره پوښتنه پيدا شوه. ر ښتيا دا د
يوه رییس جمهور ليکنه ده. د ليکني محتوا تر ډيره د تدبيرونو او عمل په ځای په نصيحت او عامو خبرو ولاړه ده. خو رییس جمهور د نصيحت په ځای د تدبير او عمل سړی دی او سياست په خپله عمل کول دی.  ټولنه هم له رییس جمهوره د نصيحت په ځای د تدبير او عمل غوښتنه لري. همدارنگه رییس جمهور په پيښو تاثيرلري، هغوي ته لوری ورکوي او په خپلو اقداماتو او کړنو ټولنه متاثيره کړي او په ټولنه کي غوښتني او ذهنونه يوکوي او د يوه جمعي ذهن په ايجاد سره د بدلونونو په لور د ټولنې لارښوونه کوي.


 رییس جمهور ليکي:

“ په داسې حساس پړاو کې د افغانانو د روښانه راتلونکې ضمانت یوازې د دوی اتفاق او اتحاد کولي شي”

دا په زړه پوري خبري دي او هيڅوک يي مخالفت نه کوي. هر څوک همدا وايي. مرحوم پاچاخان هم په تکرار ويل: “ يا به يو کيږو، که نه ورکيږو” خو د پام وړ خبره دادي چي د رهبرانو له خولې دا ښي خبري، پوره خبري نه دي او کله چي رهبر يوه ښه خبره کوي ورسره په واقعيت د هغي د بدلولو لارښوونه هم کوي. رښتيا هم د رواني ستونزي ښه حل د افغانانو اتفاق دی او افغان ټولنه له خپل رییس جمهوره دي پوښتنی ته ځواب غواړي،  څه ډول به يو کيږو؟  د محترم رییس جمهور  په ليکنه کي دا ډول تدبير او لارښوونه نشته دي چي څه ډول يو شو. طبیعي دی تر څو دا ځواب پيدا نشي د رییس جمهور هيله، “ ... نو ټول افغانان یعنې دولت، د دولت د ننه اپوزیسیون او طالبان یې باید کورنۍ برخه پخپل منځ کې سره حل کړي او بهرنۍ برخه یې په یوه خوله او اتفاق سره له بهرنیانو سره حل کړي...” عملي کيدونکي نه دي.

نورو هم ورته ستونزي درلودي او ويشلي وو. هغوي څه ډول، د کوم سيستم په جوړولو او د کومو ارزښتونو په واکمن کولو سره  يو او په بي اتفاقيو يي غلبه وکړه.  په افغانستان کي په ټولنيز ژوند، سياسي ژوند او سياسي فرهنگ کي واکمن ارزښتونو د افغانانو په يووالی کي پاتي راغلي دي. نوی الترناتيف څه شي دي؟ دي پوښتني ځواب هم د رهبر کار دی.


رییس جمهور ليکي:
 

“ د یادونې وړ ده، چې دغه لوبې خو ټولې بهرنیانو پر افغانانو وکړې، خو لوبغاړي یې پخپله افغانان وو او توپک تل د افغانانو پر اوږه و.”
محترم رییس جمهور،  ولې داسي ده او په دي هکله د افغانانو کمزروي څه شی ده. دا د "
Achilles' heel چيري دی چي په وار سره کله ددي او کله د هغه بل په لښکر بدليږو. د دی ستونزي د لري کولو له پاره د تاسو محترم تدبير څه دی؟


محترم رییس جمهور ليکي:

“ دغه نوې ډله طالبان وو چې له ''شر او فساد'' سره د مبارزې په نامه راپورته شول ...”
اوس هم د “ شر او فساد” په ضد شعار او مبارزه خپل ځای او خپل رول لري او د تاسو په مشرتوب کي دولت ونشواي کولاي د فساد په له منځه وړولو سره په دي هکله د طالبانو شعار بي اهميته کړي. اوله هغوي دا بهانه واخلې. ايا له لاملنو يو پياوړي لامل د موجود دولت کمزوري او په دي دولت کي فساد نه دی چي طالبان بيا پياوړي شول؟
   نورو ته د انتقاد کولو گوته نيول هميشه اسانه کار دی مشکل د ځان انتقاد کول دی.  موجود دولت د يوولسو کالنو په موده کي ونشواي کولاي له فرصتونه گټه تر لاسه کړي او د ملت جوړولو په لور د ټولني لارښوونه وکړي. له بدمرغه تر اوسه هم د ملي هويت په ځای قومي هويتونه خورا پياوړي پاتي کيږي او دا د ويش يو پياوړي او له گواښ ډک لامل دی چي ټولنه يي د سبا په هکله په ژور تشويش کي اچولې ده.
   

محترم رییس جمهور، هيڅوک تاسو ته د موجودو ستونزو او په هغوي د نه غلبي کولو د ملامي گوته نه نيسي، خو له تاسو د افغانانو تمه داوه چي په سم لوری د افغانستان لارښوونه وکړي. له بده مرغه دا کار نه دی شوی. په افغانستان کي يو پياوړي دولت نه دی جوړ شوی. په عمل کي دا يو خپلواک او پياوړي دولت دی چي په ټولنيزو او فرهنگي جوړښتونو او اړيکو تاثير لري، هغوي بدلوي او د يو ځاي کيدو او پيوستون په لور د هغوي لارښوونه کوي.  په افغانستان کي موجود دولت نه  دا ډول ځانگړتياوي لري او نه يي د دي وړتيا پيدا کړه چي دولت او دولتي پريکړي د اشخاصو، کورنيو او گروپونو له تاثيره وژغوري . په موجود دولت کي د قانون په ځای شخصي، کورنۍ او گروپي گټي او اړيکي عمل کوي او له همدي امله دي چي له يوي خوا دولت د خپلو غوښتنو په عملي کولو کي پاتي راغلي او له بلي خوا لاس ته راوړني کمزوري او ماتيدونکي دي.

د دنيا د ډيرو هيوادونو تجربي په روښانه توگه راښيي چي انقلابونه،  جگړي، شورشونه،  بلواگاني او د بهرنيانو لاسوهني د د دولتونو د کمزوريو محصول دي او په افغانستان کي هم روانه جگړه او د نورو لاسوهني تر ډيره حده د دولتونو او له دي جملي د موجود دولت د کمزوري پايله ده. اصلي ستونزه همدلته دی.
***

په دی هکله نور مطالب:

د ولسمشر ځانګړې لیکنه- څه ډول بهیر واقعي سوله راوستی شي؟

خطرات روند صلح؛ مقاله کرزی برای بی‌بی‌سی