رسیدن:  07.11.2013 ؛ نشر :  09.11.2013

 

دستگير روشنيالی

د سولې او که د جگړي مولانا* 

“ طالبان اور ہمارا موقف ايک ہے”    مولانا فضل الرحمان  د دنيا روزنامه

ما په بي بي سي کي د مولانا فضل الرحمن ليکنه ولوستله.  د مولانا په دي ليکنه کي نه نوي خبري شته دی او نه هم کوم نوی سياسي ابتکار شته دی چي د سولې په لور د ډيرو کمو هيلو د منځ ته راتگ سبب شي. دا ليکنه د افغانی واقعيت د لوې برخي او يا برخو په نفي کولو سره  يوازي د هغه يو لوری ويني او په هغه ټينگار کوي او دا په خپله د سولې په ځای د جگړي تگلاره ده.  دا ليکنه د افغانستان په هکله د پاکستان د اوربلونکو او وژونکو سياستونو تکرار دی.  د ښاغلی مولانا په ليکنه کي دا لاندي خبري د پاملرني وړ دي: 

“ نړیوال ځواکونه باید له سیمې ووځي او د سیمې هېوادونه دې په خپلو کې د مسایلو حل ته پریږدي.”

“ ... داخلی مفاهمت ته زمينه برابره کړ...” “... خو د دې مانا دا نه ده چې موږ له خپل نظریاتي دریځ څخه په شا کېږو...په هر حال جمعیت علما اسلام د افغان طالبانو مبارزې ته د قدر او عزت په سترګه ګوري خو دا باور لري چې د دوی قربانیانې باید مانا ولري...موږ هیله من یوو چې کابل ته زموږ سفر د سولې ، پخلاینې او د طالبانو د قربانیانو با مانا کولو کې مرسته وکړي.

ټول او له دي جملي په خپله مولانا هم په دي پوهيږي چي د افغانستان د ستونزي اصلي لاملونه  د سيمي هيوادونه او په اوله درجه کي پاکستان دی او پاکستان غواړي د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره يو ځل بيا په افغانستان په خلاصو وزرو خپل هدفونه ترلاسه  او د خپلي خوښي حکومت جوړ کړي د افغانستان د جگړي حقيقت دادی چي دا د پاکستان جگړه ده او پاکستاني ملايان او مولاناگان ورته قانونيت ورکوي.

“ د پاکستان د علماوو شورا به هېڅکله هم د طالبانو پر ضد ديني فتوا صادره نه کړي، ځکه چې په افغانستان کې د هغوی ځانمرګي بريدونه ديني جواز لري.”  مولوی طاهر اشرفی  

“ طالبان راته د پلار په سترګه ګوري ، ځکه ټول  زما د مدرسې  حقانيه ) نه فارغ دي ، نو ځکه زما خبره پر ځمکه نه غورځوي .  دی وايې زه بلکول تيار يم ،چې د طالبانو او نواز شريف ترمنځ روغه وکړه ، خو که نواز شريف د بهرنيانو  امريکا  تر اغيز لاندې را نه شي . مولانا وايې  پاکستان بايد له حقانيه مدرسې او شاګردانو يې شکر ګزاره وي  ، ځکه دهمدې مدرسي له برکته  افغان جهاد  د فاع پاکستان  بريالی شوو مولانا سميع الحق. تاند.

“ ... جلال الدین حقانی دوست پاکستان می باشد و گروه تحت امر او، هیچ حرکتی علیه پاکستانی انجام نمی دهند.  پاکستان انتظار دارد تا امریکا، شکست خورده از افغانستان خارج شود.  مبارزه طالبان در افغانستان برحق است و این گروه اکنون درک کرده اند که مکان جهاد افغانستان است.” جنرال حمید گل، رییس سابق استخبارات اردوی پاکستان

مولانا صاحب،  که د افغانستان د جگړي په هکله  دتاسو فتواگاني او توجيه  نه واي  افغانان له دومره ستونزو او کړاونوسره نه مخامخ کيدل. که تاسو په افغانستان کي د پاکستان د لاسوهنو ملاتړ نه وايي کړی دا روانه جگړه دومره نه اوږديدله.  که تاسو په افغانستان کي جگړه او خشونت مقدس کړي نه وايي افغانان به هره ورځ په وينو نه لمبيدل. که تاسو دين له زور او ټوپک سره پيوند کړي نه واي دافغانانو هديرې به دومره نه لويدي.  که تاسو افغانستان په دارلاحرب بدل کړی نه وايي،  په افغانستان کي به هر سړی، هره ښځه. هرماشوم د بريد موضوع نه گرزيدله او د غزني د اندړو د ولسوالې تراژيدي او هغي ورته غميزي به يو په بل پسي نه پيښيدلې.

ډير وخت نه تيريږي چي تاسو د پاکستان د علماو د شورا په ترکيب کي په افغانستان کي د ديني عالمانو له غونډي سره پريکون وکړ او ددي اقدام معني په افغانستان کي د جگړي د ادامي پلوی کول او د انتحاري بريدونو توجيه کول وو

“ افغانستان کی کسی بھی علما کانفرنس میں شرکت نہ کرنے کا ان کا فیصلہ انفرادی نہیں بلکہ مجموعی ہے اوراس قسم کی کسی بھی کانفرنس میں ان کی تنظیم، مولانا فضل الرحمٰن کی جمعیت علمایے اسلام، مولانا سمیع الحق کی جمعیت علمایے اسلام، جماعتِ اسلامی اورتنظیم وفاق المدارس میں سے کویی شرکت کرنے نہیں جا رہا۔” مولانا اشرفی

پوښتنه داده، ولې پاکستاني ملايان له پوځيانو سره لاس په لاس له افغانستان او افغانانو سره  دومره بي رحمه اودومره ضد انساني دوښنمنی ته ملا تړلې، کومه چي په هيڅ ډول انساني او اخلاقی نورمونه توجيه کيداي نشي. له افغانستان سره  هيڅ يرغلگر په دي اندازه او په دي بي رحمي دوشمني نه دی کړي.

په معاصر تاريخ کي به له افغانستان سره د پاکستان دوښمني  د يوې بي مثالې او بربريت ته ورته دوښمني په نوم ثبت شي.   ايا دا د هند په وړاندي د پاکستان يو په بل پسي د ماتو او حقارت انتقام دی او که په هره وسيله په افغانستان کي د خپلو هدفونو ترلاسه کول دي؟  

پاکستان په وژلو، سوزولو، ړنگولو برسيره غواړي په افغانستان جهل او خرافات واکمن کړي او له افغانانو د عقل، پوهي، شعور په اخستلو سره هغوي د سياسي، اقتصادي، ټولنيزو... ستونزو په حل کولو کي بي وسه کړي،  ورنه پسونه جوړ شی چي پاکستان يي په لارښود بدل شي.

د پاکستان دوښمني د افغان تراژيدي او غميزي يولوری دی. دغميزي بل لوري د افغانانو ذهني او سياسي پاتي والی او کمزوري دي.  پراخي ناپوهي او د ټولنيز عقل او ذهنيت وروسته والی ټولنه  په فکري لحاظ دومره بي وسه کړي چي د ښکاره گواښونو او خطرونو په وړاندي له يوې خوا بي تفاوته او له بلې خوا د خپل برخليک په هکله په انتظارناسته دي او دا د يوې ناکامي ټولني ځانگړتيا دی. همدارنگه  سياسي ناپوهي،  سياسي بي کفايتي او سياسي نه وړتيا دي چي په افغانستان کي  ويشونو، جنگونو، بحرانونو ...ايجادوي او په دي برسيره دلته  سياست د انديښنو د ټکر په ځای د ټوپکو د ټکر او د ټولني د لارښود په ځای د واک ترلاسه کولو، واک ساتلو او ثروت ټولو وسيله گرزيدلې ده. همد ي ډول حالت له يوې خوا په ټولنه کي د وړو او اتفاقي وگړو، هغوي چي د يوه کلی د اداري وړتيا نه لري د دولت په لارښود بدلوي او له بلي خوا په افغانستان کي د نورو دلاسوهنو او په دي هيواد د نورو د يرغلونوعملي زميني او امکانات را منځ ته کوي. همدارنگه د همدي حالت ادامه دي چي افغانان په ډيره اساني اوډيره  ارزانه بيه دنورو په جنگي لښکرو بدليږي او دا د افغانانو لويه او شرمونکي تاريخي کمزوری او تاريخي بي غيرتي دي.  په تاريخ کي به ډيرکم داسي هيوادونه  وي چي د افغانستان په شان ورباندي يرغلونه او بريدونه شوي وي. همدارنگه زه داسي هيواد نه پيژنم چي خلک يي د افغانانو په شان د خپل هيواد او خپلو خلکو په ضد د نورو د لښکر کيدو تاريخي وياړ! ولري.

“ داخلي مفاهمت”

ښاغلی مولانا  په خپله ليکنه کي  د په افغانستان کي د سولې له پاره د  “داخلی مفاهمت”  زمينه برابر ول غواړي. خو له دي سره همزمان دا مولانا د امريکا سفير ته وايي، “ د پاكستان له سلا او مشورې پرته د افغانستان د راتلونكي په اړه هر ډول پلانونه بې ګټې دي، ځكه ياد پلانونه به د دواړو هېوادونو د اوسېدونكو لپاره د منلو وړ نه وي.”  د خدمتگار سايت.   همدارنگه  ښاغلی مولانا په تازه څرگندونو کي وايي: “ طالبان اور ہمارا موقف ايک ہے”   د  دنيا روزنامه.

ښاغلی مولانا،  تاسو په دا ډول څرگندونو سره په خپله د باور ستونزه ايجاد کړي او رښتيا هم دتاسو په کومو خبرو او د تاسو په کوم دريځ باور کيدای شي ؟

پخلاينه او مصالحه له خپلو نظرياتو او اصولو تيريدل غواړي. تر اوسه د پاکستان په واکمنو، د پاکستاني جنرالانو او ملايانو په چلند کي ددي څرک نه لگيږي چي په افغانستان او سيمه کي د سولې په خاطر له خپلو تيري کونکونظريو او استراتژيو تيرشي. ايا تاسو او پاکستانی جنرالان چمتو دی په افغانستان کي د سولې په منظور له خپلو نظرياتو او دريځونو تير شي. د دا ډول دريځ خپلول ميړانه او شهامت غواړي.


په جگړه کي د يوه لوری پلوي کول د سولې په ځای د جگړي دريځ دی

ښاغلی مولانا په خپله ليکنه کي په څرگنده د جگړي د يوه  لوری پلوي کوي او دا  د پخلاينی په ځای د جگړي او د جگړي د دوام  پلوي کول دی. “ ...پخلاینې او د طالبانو د قربانیانو با مانا کولو کې مرسته وکړي”

ښاغلی مولانا،  دا څومره لويه بي انصافه ده چي تاسو ته د افغانستان د خلکو بي شميره قربانی او پراخه بربادی اهميت نه لری اونه دي بي ساريو قربانيو ته معني ورکول غواړي. د افغانستان خلک هره ورځ قرباني ورکوي او دلته هره ورځ يوه غميزه او يوه تراژيدي واقع کيږي.  ددي زړه بوگنونکو تراژيديو او غميزو وروستۍ بيلگه د اکتبر په ٢٧ نيټه د غزني د اندړو په ولسوالې کي را منځ ته شوه. دا خلک د پاکستان په کومه پوسته نه ورختل او نه يي طالبانو ته سنگر نيولی وو. دوي واده ته روان وو چي د تاسو د لښکر بم ټوټي ټوټي او ژوند يي ور نه واخست. ايا دا او دي ورته زياتي قرباني بی معني قرباني دي؟؟


“دطالبانو معنوي پلار”

ښاغلی مولانا، تاسو د افغانستان د غميزي د غزولو او ژورولو يو شهرت لرونکی لوبغاړی ياست او د “ طالبانو معنوي پلار” در ته ويل کيږي. خير،  افغانستان خو “ دارلحرب” دي او د افغانستان په ړنگولو او د افغانانو په وژلو مو هيله درلوده په پاکستان کي جنت جوړکړي، خو هغه هم در نه په دوزخ بدل شو او  هيڅوک مصونيت نه لري. تاسو په خپله په دي دنيا کي ځان ته د ژوند کولو جنت جوړ کړی، خو په خپلو مدرسو کي په زرگونو ځوانانو ته له ژوند او ژوند کولو د کرکي کولو روزنه ورکوي او هغوي د ځان او د نورو تباهي ته چمتو کوي.

تاسو د طالبانو او طالبانيزم په ايجاد او بيا هغه ته په وده ورکولو سره  پاکستان او په ځانگړي توگه کراچې او وزيرستان ته څه ورکړل،  په وزيرستان کي يوه ميليوني ټولنه او د هغي عقل، ذهنيت او راتلونکي په يرغمل نيول شوي دي او تر ټولو بده يي داده چي دلته  نسلونو وخت له لاسه ورکړ، کوم چي هيڅکله بيا نه را گرزي. نه يوازي موجود نسلونه، بلکي هغوي موهم په دي لويه بايلنه کي در گډ کړل چي تر اوسه دنيا ته نه دي راغلي. نن د يوه فرد، د يوه نسل،  د يوي ټولني، ديوه ملت او د يوه هيواد بري له موجود زمانه او فرصتونو گټه ترلاسه کول، ننی او راتلونکو نسلونو ته لاس ورکول او يوې نوې مرحلي ته ورتيريدل دی.

وزيرستان، يوه راديکاله او يو شان شوي ټولنه

وزيرستان يوازي د لوړو غرونو، لويو درو او جنگي سنگرونو... مجموعه نه ده.  وزيرستان ترهر څه د مخه د ميليونونو انسانانو د ژوند کولو ټاټوبی دی.  نن په وزيرستان کي يوه تړلې، ايديولوژيکه او يو شان ټولنه په جوړيدو دی او يوشان کيدل د ټولني د يرغمل کولو په معني دی او دا به لسيزي وغواړي چي دا ټولنه له دي ناکام حالته را ووزي.  دلته د يوه تفکر، طالباني تفکر په واکمنو کولو سره د ټولني او د عمومي ذهنيت د راديکال کولو پراخ هلي ځلي رواني دي، کوم چي نه يوازي نن، بلکي په راتلونکي کي هم کولاي شی د هيوادونو ثبات، پرمختگ او بدلونونه له لويو او لويو ننگونو سره مخامخ کړي چي پايلي به يي پاکستان، افغانستان او سيمي ته په بي ساري توگه خطرناکي وي. ددي حالت مسوليت به د همدي راديکاليزم د ايجاد کونکو او وده ورکونکو په غاړه وي.

په داسي حال کي چي نن انسان د پوهي په درلودلو سره  ځواکمن کيږي او د پوهي پوسيله په ستونزو غلبه کوي. پداسي حال کي چي نن پوهه د هر چا،  د هري شيبي او هري ورځي ضرورت دی او هيوادونه او ټولني د پوهي پوسيله له وروستي پاتي والی او ستونزو ځان را باسي او پرمختگ کوي،  په وزيرستان کي خلک او په تيره بيا ماشومان او ځوانان په لوی لاس له پوهي اوعلم لري ساتل کيږی او د هر وگړي  دواړو د ارادي اوانديښني خپلواکي په اسارت نيول کيږي.  دلته له پوهي او عقل سره د جگړي کولو هدف د موجود جهالت، موجودي خواري او موجودي بي سوادي ساتل دي ،  ترڅو د پيشوا، امير ... ضرورت له منځه ولاړ نشي، تر څو د مذهبي بنياد گرايي واکمني او برتری توجيه شي، ترڅو ټولنه له پرمختگونو او دنيا گوښه شي او چاري د ژوند په ځای د مرگ په معيارونو وسنجول شي.

په وزيرستان کي په ميليونونو خلک په يوه بي دولته ټولنه کي د نظم او قانون په نشتوالی کي ژوند کوي او چيري چي نظم او قانون نه وي هلته عدالت او حق هم نه وي. دلته د زور جهل او ډار واکمني ده او دا دري او په ځانگړي توگه زور په جهل او جهل په زور تکيه کوي. دي حالت ټولنه په پراخه اندازه بي وسه او کمزوري کړي او هغوي ورباندي واکمن کيږي چی تر نورو ډير افراطی، ترنورو ډير بي رحمه،  تر نورو ډيرظالم او وژونکی وي.  واقعيت دادی چيري چي زور حق وي،  چيري چي زورعدالت وي،  چيري چي زور تصميم او قضاوت وي هلته انساني اړيکي هم د زور او ډار په اړيکو بدليږي. ويل کيږي چي په وزيرستان کي وگړي حتي په خپلو کورونو کي  تړلې خولې گرزی او په ازاده توگه خبري نشي کولاي. دا په دواړو ټولنه او کورکي د ډار واکمني ده. په دي يرغمل شوي ټولنه کي څه ډول د ژوند د ښه کولو، بدلونونو او پرمختگونو هيله کيداي شي.

ورځنيو په تيره بيا سياسي او پوځي پيښو د وزيرستان د ميليوني ټولني په دردونکي واقعيت پرده غوړولې او دلته د نسلونو د تراژيديو واقعيت له دنيا پټ پاتي کيږي او څوک ورته پاملرنه نه کوي. ليکوالان او تحليل کونکي هم د ورځنيو پيښو په هکله ليکني کوي او يو شمير ليکوالان دلته د موجودو واقعيتونو په ځای د پرونيو جوړښتونو او د ننی زور او وحشت  په ستاينه لگيا دي او دوژلو او تيښتولوعمل ته د “زړورتوب”  نوم ورکول کيږي.

منځگړيتوب

ښاغلی مولانا، هغوي چي د جگړي برخه وي او د يوه لوری پلوي کوي هيڅکله منځگړی کيدای نشي. منځگړيتوب د جگړي د حل کولو وسيله ده او منځگړی هغه څوک دی چي د جگړي برخه نه وي او په بشپړه توگه بي طرفه وي. منځگړی نه قاضي دی او نه پريکړه کوي او منځگړی د جگړي ددي او يا هغه لوری قربانيو ته د معنی ورکولو دنده نه لري.  د منځگړی دنده د جگړي له لورو سره د گډو ارزښتونو په پيدا کولو کي مرسته کول دي، د لورو تر منځ د باور ايجاد کول دي، کوم چي لوري سره نږدي کولاي شي او دا لوري دي چي د حل لاره پيدا او په خپله پريکړه وکړي.

که تاسو غواړي چي د پخلايني خبري وکړي او په دي هکله يو جوړونکی رول تر سره کړي په کار دی چي اول د خپل اوربلونکی رول مسؤليت واخلی، په دي هکله په ښکاره  پشيمانی وښياست، د افغانستان په هکله د پاکستاني جنرالانو له وژونکی سياست ځان را جلا کړي او هغه ته په ښکاره د انتقاد گوته ونيسي او په افغانستان کي د يوه لوری پلوي پريږدي، چي حد اقل در باندي باور وشي. هغوي چي له خپلو خطاگانو او تيروتنو زده کړه نه کوي،  نور به ورنه څه زده کړي.

د تاريخ گټل

ښاغلی مولانا،  که د تاسو هڅه دا وی چي د سولې په خبرو کولو خپل تاريخ جوړکړي تيروتنه کوي، هغوي چي سياست بايللي وي تاريخ نه گټي.  تاسو له پاکستاني جنرالانو سره لاس په لاس د ميليونو افغانانو په ژوند او راتلونکي په بي ساري بي پروایی سره لوبي وکړي او اوس هم ادامه ورکوي. د دا ډول وگړو په هکله د تاريخ چلند او قضاوت ډير بي رحمه او ډيرسخت دی. تاسوهغه وخت د سولې او پخلايني خبری کوي چي جنگ د تاسو خپلې لمني ته در رسيدلی دی، هغه جنگ چي تاسو پخپله ايجاد کړی دی. که جنگ د تاسو لمن نه وایی نيولې هيڅکله مو دا ډول خبري نه کولې او نه مو منځنيو پيړيو ته د افغانستان د ورگزولو خپل پلانونه او هيلي پټولې.

تاسو په افغانستان کي د پاکستان د استراتژيو د عملي کولو په منظور داسي اوربل او دري لسيزي مو ورباندي په پيوسته توگه پطرول وشيندل چي نن تاسو په خپله په کي سوزې، بل شوی اور او پيل شوې جگړه د تاسو کورته در رسيدلې ده. همدا شان پيښې او واقعيتونه په روښانه توگه ثابتوي چي د افغانستان د تباه کولو تگلاره  د پاکستان د تباه کولو تگلاره هم دی.  خوله دي سره سره د افغانستان په هکله د پاکستان د سياست د عقلي کولوهڅي ناکامی پاتی کيږي او په واقعيتونو او پيښو باندي د خپلو نظريو د تحميل کولو هلو ځلو ته د پرون په شان ادامه ورکول کيږي چي پايلي يي يو په بل پسي ناورينونه دي.

ښاغلی مولانا، هغه وخت نه دی را رسيدلی چي تاسو د پاکستاني طالبانو قربانيو ته هم معني ورکړي “قربانیانې باید مانا ولري” او په ځانگړي توگه په وزيرستان کي د وزيرستان عملآ موجود اسلامي امارت په رسمي توگه اعلان کړي؟

ښاغلی مولانا، سياست د د فوتبال توپ  نه دی. چي نن يي په دي او سبا يي په هغه بل گول کي وغورزوي.  تاسو کله د افغانستان دستونزي په هکله د “ مفاهمت داخلي”  او کله هم د ستونزي په حل کي د پاکستان په حتمي رول ټينگار کوي.  دا د سياست په ځای  سياسي او ذهني بي ثباتي... ده.  خير، چيري چي سياست مات شوي وي، سياست کونکي هم نه وي. چيري چي سياست او سياست کونکي خپلواک نه وي، دريځونه همدا شان ضد و نقيض وي. په دي هکله ستونزه دادی چي پروني بي واکه شوي او نني را رسيدلې نه دي.  دلته به تر اوږدي مودي عقل د جهالت او سياست به د آرمانونو يرغمل پاتي کيږي او له جهل کار اخستلو ته به ميړانه او غيرت ويل کيږي.

***

مولانا فضل الرحمن ، د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند مشر: ''افغان پخلاینه او د طالب قربانیو مانا پکار ده''

 ***

* یادداشت آسمایی: این نوشتار بلافاصله پس از اظهارات مولانا فضل الرحمان تهیه شده و اما به نسبت وقفه ی یک ماهه در نشرات آسمایی، از انتشار باز مانده بود .