رسیدن:  01.06.2011 ؛ نشر : 02.06.2011 

دستگير روشنيالی
 

سليم شهزاد - يو خپلواک ژورنالیست او د حقيقت موندني اتل

 

رښتيا سليم شهزاد د پاکستان کوم Image ته صدمه رسوله؟

په پاکستان کي يو زړور او د حقيقت پلټونکي ژورنالیست سيد سليم شهزاد په دي گناه ووژل شو چي په اصطلاح د “ پاکستان ايميج Imag “ ته يې صدمه رسوله. شهزاد څوځله د ISI له خوا تهديد شوی وو. دا زړور ژورنالیست د مي په 29 نيټه وتيښتول شو او دوه ورځي وروسته يې مړي د اسلام اباد په 200 کيلومتري کي پيدا شو. د پوليسو د وينا سره سم له وژلو مخ کي نوموړی شکنجه شوی هم وو. له بده مرغه د پاکستان په شان په يوه ټولنه کي، کومه چي د بنسټ پالنې او پوځ په يرغمل بدله شوې ده، شهزاد به د خپلواکي انديښني وروستی قرباني نه وي. دلته د ازادي انديښنې او د حقيقت موندني بري د ډيرولويو او زياتو قربانيو غوښتنه کوي، کوم چي له دواړو کوز او پاس څخه ترگواښ لاندي دي.

د پاکستان ايميج Image
په نړۍ کي د پاکستان ايميج په لاندي يو شميرځانگړتياو پيږندل کېږې:
1- د پاکستان ايميج په نړۍ کي له ترور سره تړلی او دا هيواد د نړيوال تروريستانو ډاډمن کور، چيري چي د ټولې نړۍ د ياغيانو پالنه او روزنه کېږې او له همدغه ځايه په دي او هغه هيواد او په ځانگړي توگه په افغانستان وژل او ړنگول کوي، پيږندل کېږې. داسي ښکاري چي د پاکستان هستي له ترور، بنسټ پالنې او بمونو سره تړلې ده. پاکستان د 1947 کال د اگست په 14 تاسيس شوي، خو په عمل کي د 1998 کال د مي د مياشتي په 28 نيټه، کله چي د اتومي بم ازموينه وشوه د پاکستان د تاسيس جشن ونيول وشو.
په پاکستان کي ISI له بنسټ پالنې سره په اتحاد کي نه يوازي له ليکولالانو، نه يوازي له ژورناليستانو او نه يوازي له ټولنې د تفکرخپلواکي اخيستي، بلکي له ريس جمهور، صدراعظم او وزيرانو هم په تيره بيا د سياسي پريکړو او د سياسي تفکر خپلواکي اخستل شوې ده.
2 - د پاکستان ايميج په نړۍ کي له دروغو، تيرايستلو او رياکاري سره تړلی. اسامه بن لادن د پاکستان د واړه ښار په لوی کورکي چي د پوځي اکادمي يې 800 متره واټن درلود شپږ کاله ژوند کاوه او د پاکستان واکمنو په همدي اوږده موده کي د هغه په هکله نړۍ ته دروغ وويل اوتراوسه هم پاکستان په دي هکله نړۍ ته ځواب نه دی ورکړي. ټوله نړۍ له پاکستان څخه د همدي واقعيت په هکله د حقيقت ويلوانتظار لري.
3 - د پاکستان ایميج له انسانانوله تيښتونې اووژنې سره تړلی اودلته په تيره بيا په سلگونو بلوچان تيښتول شوي، ورک شوي او تري تم دي. همدارنگه پاکستان د نړۍ يوازنی هيواد دی چي د خپلو خلکو په وينو تويولواو وژلو باج اخلي.
4 - د پاکستان ايميج له رشوت، اختلاس او پراخ اقتصادي او سياسي فساد سره تړلی او په دی هيواد کي رشوت دسياسي، قضايي، حقوقي، پوځي، پوليسي ... جوړښتونو ټولې برخي نيولې دي او رشوت د ورځنيو اجراتو عادي برخه گرزيدلې ده.
5 - د پاکستان ايميج له پراخي خوارې او بي ساري بي وزلې سره تړلی دی. په ميليونونوخلک بیکاره، وږي، بي برقه او بي کوره دي. هغه هيواد چي په ميليونونوخلک يې له لوږې سره لاس په گريوان وي او د کورروښانه کولووس ونه لري په نړۍ کي به يې ايميج څه وي؟
6 - د پاکستان ايميج له ناپوهي، بي سوادي او مذهبي بنسټ پالنې سره تړلی. په دي هيواد کي په ميليونونو ماشومان ښوونځی ته د تگ امکانات نه لري، ناپوه او بي سواده پاتي کېږې او دا ماشومان په اساني سره د کرکي او نفرت په لښکر بدلېږي.
7 - پاکستان په نړۍ کي د بشري حقونو او ازاديو د دوزخ ايميج لري. دلته هره ورځ په انسانانو او د هغوي په کرامت پراخ تیری کېږې. په دي هيواد کي په تيره بيا هرکال په زرگونو ښځي د عزت په نوم وژل کېږې او سوزول کېږې او په دي برسيرهورباندي ډليز تيری کېږې.
8 - د پاکستان ايميج د ژورنالیستانو له وژلو، تيښتولو، بندي کولواوترټلو سره تړلی دی. د ډان داخبار له راپورسره سم له 2000 کال څخه تراوسه 70 ژورنالیستان وژل شوي دي.
په نړۍ کي پاکستان په دي پورتنيوځانگړتياو پيږندل کېږې. ميړنی شهزاد همدا خبري کولې او بی له ډاره يی هڅه کوله خلکو ته حقيقت ووايي. د شهزاد گناه دا وه چي د القاعده اواستخباراتوله اړيکو يې پرده پورته کړه. هغه دا خبره را لوڅه کړه چي القاعده د پاکستاني د سمندري پوځ په قطعاتوکي نفوذکړي دی او دا خبره حقيقت وه. له پاکستاني راپور سره سم ويل کېږې چي له دي پيښي وروسته د پوځ عالې شورا پريکړه کړي چي نورد پوځي قطعاتو په جوماتونو کي جهادي وعظونو ته اجازه ورنه کړي.

“ موږ د دوښمنانو ترمنځ ژوند کو او يوازي پوځ د موږ ناجي دی”
“پاس افغانستان اوکوز هندوستان دوښمن دی”. دا د دوښمن جوړولو هغه څه دی چي په پاکستان کي يې د جنرال له واکمنې او په ټولنه کي د بنسټ پالني له پراختيا سره مرسته کړي ده. دا افغانستان نه دی او دا هندوستان هم نه دی چي پاکستان ته د ترورکولو، وژلواو ړنگولوډلې لېږې، په عمل کي دا پاکستان دی چي له دي دوهيوادونو ته ترور، وژل او د اورلمبې صادروي.

جنرالان سياسي او پوځ ايديولوژيکي شوی
د پاکستان حکومت ته يو دموکراتيک حکومت ويل کېږې او دا حکومت د خلکو د رايو په اساس را منځ ته شوی. په نړۍ هغه حکومتونه پياوړي دي چي د خلکو اراده او باور ورسره وي. ددي اصل خلاف په پاکستان کي حکومت د بل هرانتخابي حکومت په پرتله کمزوری، بی زړه او يوډارند حکومت دی. د ما په فکر ددي کمزوري لامل په پاکستان کي د جنرالانوسياسي کيدل او سياست د هغوي په چاره بدليدل دي. لسيزي کېږې چي په پاکستان کي سياست او سياست کول د جنرالانوپيښه گرزيدلې ده اودي کار په عمل کي پاکستان د جنرالانو په مالکيت بدل کړی. “ د جنرالانو پاکستان”
په پاکستان کي سياست د جنرالانو چاره ده او همدا دليل دی چي په دي هيواد کي نه دموکراسي وده کوي او نه يو پياوړی دولت را منځ ته کېږې.

د پوځ ايديولوژيکي کول
ډيرې تجربي ښيي کله چي پوځ ايديولوژيکي شی، بيا افسران اوسرتيري د ملي حاکميت، تماميت، دسپلين پروا نه ساتي او ددي په ځای ځانونه خپلو ايديولوژيکي آرمانونو ته وقف کوي. د پاکستان پوځ د جنرال ضياوالحق په وخت کي په پراخه توگه ايديولوژيکي شو. د پاکستان د سمندري ځواکونو په اډه بريد، نه يوه عادي حمله وه او نه هم دعادي خلکوکار وو. دا حمله د مرحوم شهزاد خبره ثابتوي چي القاعده په دي اډه کي نفوذ کړی وو او حمله کونکي پوهيدل چي په اډه کي هدفونه چيري او څه ډول يې له منځه يوسي. په دي حمله کي په وژنو برسيره P-3C Orion دوه طياري، کومي چي يوکال په خوا له امريکا څخه را وړل شوې وې او بيه 36 ميليونه ډالروه هم له منځه ولاړي.

بدلون
په پاکستان کي بدلون د مصر او تونس په شان د ريس جمهور په گوښه کيدو نه رامنځ ته کېږې دلته د بدلون موضوع د جوړښتونو بدلون په تيره بيا د پاکستان د سياسي سیستم بدلون دی. دلته بايد له پوځ څخه واک د خلکو منتخب حکومت ته وليږدول شي او سياست له جنرالانو خپلواک شي.