رسیدن: 03.05.2011 ؛ نشر : 03.05.2011 

 

دستگير روشنيالی

 

کله چي يو دولت په اخلاقي لحاظ ډيوالې کېږې

 

اوسامه بن لادن په پاکستان کي ووژل شو


“ که پيسې وبايلې، بيا به يې وگټي، که کار له لاسه ورکړي بيا يې پيدا کړي. که شرافت وبايلې، هر څه به له لاسه ورکړي” 

 

 بخښنه غواړم د هغه الماني عالم نوم مي هیر کړي چي پورتنې خبره يې کړي او ممکن د هغه خبره مي سمه نه وي را انتقال کړې، خو مطلب د شرافت په بايللو دي - او پاکستان “هرڅه له لاسه ورکړل” .

لس کاله کېږې چي د پاکستان دا او هغه ريس جمهور، د دي هيواد صدراعظم، د دي هيواد وزير خارجه ... په مسلسله توگه دنيا ته د بن لادن په هکله دروغ وويل. کله يي وويل چي بن لادن مړ شوبی دی او کله يې تور ولگاو چي بن لادن په افغانستان کي دی او هيڅکله يې دا خبره و نه منله چي هغه په پاکستان کي پټ دی. د پاکستان صدراعظم اوس هم د نړيوالو په سترگو خاوري دوړوي او وايي “ اسامه بن لادن د ایبټ اباد په یوه غرنۍ سیمه کې وو .

” پاکستان د اسامه بن لادن په هکله لس کاله د رياکاري او بي ايماني چلند وکړ او تر ديرشو کلنو زياته موده کېږې  چي د افغانستان د جگړې په هکله ورته عمل کوي. هغه وخت په تيزې سره را نږدي کېږې چي پاکستان د خپلې رياکاري، د خپلو دروغو او خپل ډبل رول په قرباني بدل شي.

 

بن لادن د وزيرستان د سمڅو په ځای د ايبيټ اباد په لوکس کورکي ووژل شو

عمومي او نږدي منل شوی تصور دا وه چي  بن لادن د وزيرستان په غرونو او سمڅو کي پټ دی. خو حقيقت بل ډول وو. بن لادن د وزيرستان د غرونو په ځای د ايبټ اباد په يوه لوکس کور کي چي بيه يې يو ميليون ډالرکېږې وژل شوی دی. بن لادن د تورې بورې په ځای د پاکستان د پوځي اډو او د پوځي اکادمي تر څنگ چیری چی تګ راتګ په کې  د پوځ له خوا څارل کیږی، وژل شوی دی.

په دي لوکس کور کي د بن لادن وژل ښيی چي د پاکستان حکومت هم خبر وو چي بن لادن چيري دی او هم يي د هغه ساتنه کوله. ډيرپوهان په دي هکله په يوه خوله دي چي د پاکستان د پوځ او استخباراتو له مرستي پرته بن لادن نشواي کولاي په دي ښارکي ژوند وکړي. 
په ايب
ټ اباد کي د بن لادن وژلو په دي کي شک پرينښود چي پاکستان د نړيوال ترور يو ډاډمنه ځاله ده او پاکستان په عمل کي د ترور روزلو، ترور پاللو او ترور صادرولو هيواد دي. د نړۍ د بل هر هيواد په پرتله په پاکستان کي د ترور ايجادولو او ترور ته د قانونيت ورکولو ايديولوژي خورا پياوړې او واکمنه ده او دا ستونزه د اسامه بن لادن په وژلو نه حل کېږې. دا ستونزه د لسو او سلو تروريستانو په وژلو هم نه حل کېږې . د ستونزي حل د پاکستان په سياسي او پوځي جوړښتونو کي د ژوربدلون راوستل دي. د ستونزي حل د پاکستان د سياسي سیستم بدلون دی، کوم چي د ملا او جنرال د اتحاد په اساس جوړ شوی دی. په طبیعي توگه په پاکستان کي د بدلون غوښتنه شته دي، خو د دي کار د تر سره کولو وس او اراده نشته دی. ډير امکان شته دی چي په دي هيواد کي د بدلونونو د راوستلو له پاره باندنی ځواک په يوه ضرورت بدل شي.

 

نړۍ ته به د پاکستان ځواب څه وي؟

اوس به نړۍ او په تيره بيا افغانستان ته د پاکستان ځواب څه وي؟
اوس به په افغانستان کي د جگړې او ترور زرگونو قربانيانو
ته د پاکستان ځواب څه وي؟  اسامه بن لادن د همدي جگړي د يوې برخي لارښوونه کوله. په خپله په پاکستان کي هم د ترور قربانيان ځواب غواړي. 
د پاکستان دولت په دي چاره کي بي له شکه په اخلاقي لحاظ ډيوالی شوی، کوم چي هيڅکله تلافې کيداي ن
ه شي. پاکستان په نړۍ کي د يوه دولت په توگه دواړه  باور او ايمانداري له لاسه ورکړل او دا ډیره لويه او تاريخي بايلنه ده. په دي معنا چي د پاکستان دولت يو دروغجن، رياکار اوغولونکی دولت دی.
پاکستان ټولې نړۍ او په تيره بيا افغانستان ته يو
ښکاره خطر دی او په افغانستان کي د جگړي، ترور، وژلو، د ښوونځيو د سوځولو او ړنگولو مسووليت د پاکستان په غاړه دی. اوس هغه لحظه او هغه فرصت راغلی چي افغانستان د پاکستان د لاس وهنو او تيريو مساله د امنيت په شورا کي راپورته کړي، په دي هکله بين المللي محکمي ته شکايت وکړي او ورڅخه د جگړې د غراماتوغوښتنه هم مطرح کاندي.