رسیدن به آسمایی:  17.02.2011 ؛ نشر در آسمایی: 17.02.2011

دستگير روشنيالی

د دموکراسي څلورمه څپه

 

 

دموکراسي او ازادي هر ځای او په هره ژبه چي وي ينورسل غوښتنې دې

 

په 1989 کي د کمونيزم په ناکامي سره په شرقي اروپا کي د دموکراسي دريمه څپه پيل شوه چي يو په بل پسي يو گوندي ديکتاتوريگاني يې ړنگي کړي. د دموکراسي او ازادي غوښتنې هرځای او په هره ژبه چي وي universel يونيورسل غوښتنې دې. په عربي هيوادونوکي پيل شوی پاڅون  د دموکراسي څلورمه څپه ده او دا بي له شکه د دريمي څپي په شان اسانه او ساده نه وي او نه به د بالتيک دحوزي د هيوادونو په چټکي سره په يمن او بحرين کي دموکراسي جوړيږي  دا پيل شوی پاڅون نه د اتلسمي پيړۍ په چوکاتونه اندازه کيداي شي او نه د هماغه پيړۍ په مفهومونو توضيح کېږې. موږ نشو کولاي د يوويشتمي پيړۍ پيښو او غوښتنو ته د اتلسمي پيړۍ او د سړي جگړي په جوړښتونو ارزښتونوځواب ورکړو. دا پاڅون د طبعي توفان په شان هم نه دی چي په ساعت کي څوکيلو متره او په کوم لورحرکت کوي. همدارنگه دي پيل شوي پاڅون ته سناريوهم نه ليکل کېږې.  په دي معني چي، سبا به په بحرين کي داسي کېږې، د مارچ په اول به په ليبيا کي د قذافې ديکتاتوري ختم شي او دمي په مياشت کي به په ايران کي پاڅون سراسري بڼه غوره کړي...  تاريخ تر اوسه داسي څه نه دي ثبت کړي چي دا او هغه فيلسوف، دا او هغه ټولنه پيږندونکی، دا او هغه رهبر د ټولنيز حرکت او د تاريخ د حرکت له پاره سناريو ليکلې وي اويا يي هم ورته  کمپلکس پلان جوړ کړي. تاريخ او په تيره بيا ټولنيزي پیښې د ډيرو رنگارنگ، پيچليو او څوگونو لاملونو مجموعه دي چي په اوږده موده او کله کله په ډيرو سختو حالاتو کي شکل نيسي او تنظيم کېږې.

 

په خپله اراده باور

       لکه چي د تونس او مصر تجربه راښيی، ددي پاڅون کفيت او مضمون په دي کي چي خلکو په خپل وس تکيه وکړه، خلکوپه ځان باوروکړ، خلکود انتظار، قسمت او قناعت په ځای په خپله اراده تکيه وکړه، خلکو په خپلواکه توگه عمل وکړ، تر څو په خپل برخليک واکمن شي او بريالې شول. دا يو تاريخي او الهام ورکونکی اقدام دی، کوم چي په تيره بيا په منځني ختيځ کي له خلکو غواړي چي يو ځل بيا د خپل وس، خپلې پوهې او خپلي ارادی د ايجاد کونکي رول او ځواک په هکله فکروکړي او ځانونه له توتاليتر واکمنيو وژغوري.

. پرون فکر کيدو چي د نوح پيغمبر توفان هم نه شي کولاي دعربي نړۍ ديکتاتوران له خپله ځايه پورته کړي، هغوي چي ترڅو وي واکمن به وي او که “ دوي” ولاړل په ځاي به يي بشرالاسد، جمال مبارک، سيف الاسلام قذافې...راځي. خو نن د تونس او د مصر ديکتاتوران په ډيره اسانه او سوله ايزه توگه له منځه ولاړل او ددي دو هيوادونو خلک ازاد شول. خودا د دموکراسي په لوراول او هغه اسانه قدم دی. په عربي نړۍ کي تر ايرانه پوري اصلي ستونزه دا ديکتاتور او هغه مستبد نه دی. ستونزه هغه جوړښتونه او هغه ارزښتونه دي چي د ديکتاتور، ديکتاتوري ته او د مستبد، استبداد ته قانونيت ورکوي  همدا شان دلته ستونزه دا نه دی چي څوک به د چا ځای نيسي. ستونزه داده چي کوم جوړښتونه اوکوم ارزښتونه اوسنيو غوښتنواو چلينجونو ته ځواب ورکولاي شي.

 د بيلگي په توگه په ايران کي واکمن اخوندان خپله واکمني “ الهي واکمني” بولې. خميني وايي:

“ حکومت ولايت فقيه در دين اسلام و در مذهب شيعه مستقيمآ از خدا به پغيمبراکرم و از ايشان به علی ابن ابيطالب و سپس به ترتيب به حسن و حسين ... در غياب مهدی “عج” نيز اين حکومت بر عهده ای مجتهدين جامع الشرايط و در راس انها ولی فقيه است” په طبعي توگه په دا ډول يوه حالت کي د خلکو حاکميت يو بي معني او يو بي محتوا مفهوم دی. په ايران کي نه د څوگوندي سيستم له پاره ځای شته،  نه واکمن د سياسي او نظرياتي پلوراليزم تحميل او حوصله لري او نه هم څوک د “ الهی واکمني” انتقاد کولای شي. د دنيا د بل هرځای په پرتله په ايران کي انسانان شکنجه، اعدام،  توهين او تحقير کېږې اوله دي ظالمانه او غير انساني عملونو سره سره په ايران کي د واکمنو په ضد اعتراض کونکو ته د خدای دوښمنان ويل کېږې اوپه ښکاره يي د اعدام کولوغوښتنه يې کېږې.  په ايرا ن کي ستونزه د خامنه ای په نوم  د يوه ناروغ، بي رحم او له انسانيت څخه د بيگانه ديکتاتورلري کول نه دی، ستونزه د واکمنو ارزښتونو بدلون دي. 

 

د نويوارزښتونو واکمني

لکه چي وويل شو په عربي نړۍ کي مسله د وگړو بدلون نه، بلکي د ارزښتونو بدلون دي. دلته د خلکو غوښتنو ته يوازي دموکراتيک او بدلون منونکي ارزښتونه ځواب ورکولاي شي. په دي هيوادونو کي  “ يو گوندي سيستم” خپل ځای “ څو گوندي سيستم او سياسي پلوراليزم” ته ورکړي،  په دي هيوادونو کي د “ يوه سړی واکمني” خپل ځای د “ ټولو واکمني”  ته خوشي کړي. په دي هيوادونو کي د “ يوې نظريي”  په ځای د “ نظريو پلوراليزم” واکمن شي،  دلته د “ فرد” درناوی وشي او فرد د تگلارو په مرکزکي وي. د قانون په وړاندي د وگړو برابری او په ځانگړي توگه د ښځي او نربرابري تامين او تضمين شي او داقليتونو د حقونودرناوی وشي. په دي هيوادونو کي مدني ټولني ايجاد او ترټولو مهمه په خپله ټولنه خپلواکه شي او ددي وړتيا ترلاسه کړي چي دولت کنترول کاندي.

په دي هيوادونو کي د “ ديکتاتوري”  په ځای  “دموکراسی”  واکمنه شي، کوم چي کولاي شي په واک کي د ټولو وگړو حق خوندي کړي، کوم چي کولاي شی د هرځانگړی وگړی د حقونو او کرامت ساتنه وکړي، کوم چي کولاي شي په ټولنه کي قانون واکمن کړي او کوم چي کولاي شی دسياست او نظريو په برخه کي پلوراليزم او څوگونيتوب ته وده ورکړي. 

 

ازادي بايد وساتل شي

په تاريخ کي ډيره ځله خلکو ازادي ترلاسه کړي، خو د هغو ارزښتونه او دهغه سياسي او حقوقي سيستم په نشتوالی کي چي ترلاسه شوي ازاديو ته وده ورکړي او يې ساتي له منځه تللي اوياهم غلا شوي دي. د ازاديو ) وجدان ازادي، د انديښني ازادي، د بيان ازادي، سياسي ازادي، د ټولنو جوړولو ازادي...(  په ساتنه کي اساسي شرط  “ فرد ازادي” ته درناوی دی. د ازادو وگړو د ټولني جوړښت هغه وخت واقعيت پيدا کوي چي فرد ازاد شي او فرد خپلواک شي.

 عربي هيوادونه بي له شکه د لويو بدلونونو په درشل کي دي او څومره په زړه پوري ده چي له يوې خوا په يوه لنډ وخت کي او له بلي خوا په سوليزه توگه دومره لوي بدلونونه ترسره شي. د ايران په شمول ددي هيوادونو يو مشرهم ددي بدلونونو په وړاندي مصونيت نه لري. خو دا بدلونونه، له دي جملي په تونس او مصرکي په طبعي توگه نه په يو ځل ټولې ستونزی حل کولاي شي او نه سبا په دي دوهيوادونو کي ټولنيز عدالت بسيا کېږې او نه هم پيښي له پخوا څخه د جوړي شوي سناريو سره سم مخته ځي. دلته  يو مشکل، يو څوگونی او يو پيچيلی ليږد “ گذار” پيل شوی دی او دا هم له نظره ونه غورزول شي چي په عربي هيوادونو کي دموکراسي نه يوازي له پاسه، بلکي له کوزي خوا هم له کلک گواښ سره مخامخ کيداي شی.

حرکت پيل شوی، خو د منزل په لورلاره سخته او اوږده ده.