27/06/2014

دستگير روشنيالی


 فکري بنسټ پالنه او پارتيزان ليکوالان

“ ډيره مطالعه وکړي تر څو پوه شي چي هيڅ نه پوهيږي.” مونت کيو

هغوي چي په هرڅه د پوهيدو دعوي لري جاهلان دي

 

په نړۍ کي هره ورځ په سلگونو، زرگونو ليکوالان ليکنې کوي، خو ليکنې د گوتو په شماردي. ليکوال کيدل اسانه دی، ستونزه په ليکلو کي دي. له بده مرغه د ليکنو په ډگر کي پارتيزان ليکوالان هم عمل کوي، کوم چي د فکرونو او نظريو په ځای له وگړو، څيرو او نومونو سره په جگړه کي دي او چيري چي دوي د خپلو مخالفينو په وړاندي د توهين کولو، تورولو، تحقيرکولو او مسخره کولو له ژبي کار اخلي.

دا پارتيزانان په دي پسي نه گرزي چي څه ويل کېږي او څه ليکل کېږي. دوي په دي پسي هم نه گرزي چي ددي او هغه سياست کونکی، د دي او هغه کانديد... تگ لاره، پروگرام او شعارونه څه دي. د دوي ټول پام دي ته دی چي څوک يې وايي او څوک يې ليکي. په بل عبارت دوي د ويلو په ځای په ويونکي او د ليکلو په ځای په ليکونکی د سياست په ځای په سياست کونکی، د تگ لارو او شعارونو په ځای ددي او هغه کانديد اود هغه په شخصي او کورنی ژوند، د هغه په مور، ښځه، پلار، نسب ... پسي گرزي او ورته توهين او سپکاوی کوي.

 واقعآ د انتخاباتي کمپاين په دوران کي څومره بدې او څومره توهين کونکي او سپکونکي خبري واوريدل شوې. دڅومرو غصو، گواښونو، تعصبونو... څرگندوني وشوې. نه يوازي تورونه، توهينونه او ښکنځلي، بلکي هڅه وشوه سياسي سيالې په قومي او شخصي سياليو بدلې کړي.

 پارتيزان ليکوالان خپل مخالفين هغه شان نه زخمي کوي چي ورنه وينه ولاړه شي او د علاج کولو له پاره کلينک او شفاخاني ته ورشي. دوي د خپلو مخالفينو ټول وجود او روان زخمي کول غواړي. دوي په بشپړه بي پروايي قانون او د قانون صلاحيت په خپل لاس کي اخلي او خپلو مخالفينو ته “ خائن” “ مزدور” “ گوډاگی” “ ټپوس” “منحرف” “ بي اصله” ... خطاب کوي. پداسي حال کي چي دا دليکوال دنده نه دی چي چا ته “ خائن” “ مزدور” ...ووايي. دا د محکمي او د هغه چا کار دی چي قانون ورته صلاحيت وکړی وي.

 پارتيزان ليکوالان په ښکنځلو، تورونو لگولو، سپکولو او مسخره کولو سره غواړي له نورو د ويلو، ليکلو او سياست کولو حق واخلي. خو په عمل کي دوي په پراخه توگه خپل ځانونه مسخره او سپکوي او د خپلی پراخي نادانی ثبوت ورکوي. دوي نه يوازي له خپله عقله د کار اخستلو ميړانه نه لري، بلکي په دليل او منطق کي هم په بي ساري توگه بي وسه ښيي او تراوسه يي دا پوهه نه ده ترلاسه کړي چي د ليکلو ډگر د انديښنو، نظرياتو، منطق او استدلال ډگر دی. د ليکلو ډگر د پارتيزاني په ځای د فکرونو د سيالې ډگر دی.

زه په پخپله له ليکوال سره حتي له هغه چا سره چي نه يي پيږنم او يا هم په مستعار نوم ليکني کوي هيڅ ډول ستونزه نلرم. د ما ټول پام د هغه ليکني ته دی. که د ليکني کومه برخه مي نه خوښيږي د ليکوال په شخصی ژوند، د هغه په کورنۍ او نسب پسي نه گرزم، بلکي د هغه شخصیت ته په درناوی درلودلو سره يي انتقاد کوم. که ددي او هغه د سياست مخالف يم هيڅکله د هغه مخالفت نه کوم او د انسانی کرامت درناوی يي کوم. ما ته دا خبره اهميت نلري چي ليکوال پرون څوک وو، نن کومه سياسي عقيده لري، چپ دی، ښی دی، مذهبي دی، مذهبي نه دی...مهمه مسله بيا هم د هغه د ليکنو کيفيت او پيام دی.

 

زه د هر ډول نظريو درناوی نه کوم

زه د هر وگړي درناوی کوم. د هر وگړی د نظريو او فکرونو د درولودلو د حق درناوی کوم، خو هيڅکله د هر ډول نظرياتو، هر ډول ذهنيتونو درناوی نه کوم. زه د هغه عام ذهنيت په پرتله چي په جهالت، زور او تعصب ولاړ وي د يوه ځانگړی وگړي د نظریی احترام ساتم. همدارنگه هغه نظريي چي نه يوازي د ټولني د ستونزو په حل کولو کي مرسته نه کوي، بلکي نوې ستونزي را پيدا کوي د هيڅ ډول درناوی وړ نه دي..

زه څنگه کولاي شم دهغو فکرونو درناوی وکړم چي له انسانه د قوم، مذهب، نژاد، رنگ، جنس... په بنياد نجس جوړوي او انسانان په اصل او کم اصل ويشي...

 

فکري تروريستان

پارتيزان ليکوالان د فکري بنسټ پالني په دود عمل کوي. فکري بنسټ پالنه د تعصب او جهل ترکيب دی. فکري بنسټ پالنه يوه ذهني ناروغي او منفي تفکر دی. دا د تعصب، قهر، غصي، ځيل کولو او زغم نه درلودلو تفکر دی. په دي تفکر کي په ځانگړي توگه تعصب او ځيل دومره غلبه کوي چي د خپلو مخالفيونو د څيرو د ليدلو او نومونو په اوريدلو هم لاره ورکوي، ددي تفکر خاوندان په خپلو فکرونو کنترول له لاسه ورکوي، منطق او استدلال پريږدي تورونو لگوی او ښکنځلي کوي او د دوي دا چلند ښيي چي دوي له عقله په کار اخستلو کي څومره ناکام او څومره کمزوري وگړي دي. پارتيزان ليکوالان له يوې خوا د ټولني او ټولنيزو جوړښتونو له ژورو او پيچليو ستونزو بي خبره دي او له بلي خوا ددي پوهه نلري چي لامل څه؟ عمل څه، پايله يا پايلي څه؟ او تاثيرات يي څه ؟

 همدارنگه ځيل او تعصب په پراخه اندازه د واقعيتونو په هکله د دوي ليد او پیږندنه مسموم کړي دي او نشي کولاي خپل هدفونه وټاکي. دوي د خپل فکر د خپلواکي د ساتلو په کار کي هم پاتي راغلي دي او له همدي امله دوي د نورو د عظمت او تقدس ستاينه کوي، ورنه پيشوا، بابا... جوړوي او د هغوي په بي ارادی پيروانو بدليږي. هغوي چي په پيشوا، بابا... پسي گرزي په ذهني او فکري لحاظ نابالغه دي. پام مو وي، په پيروي کي هميشه دا خطر شته دی چي انسان د بل انسان په بنده بدل شي. پيروي د فکري ټمبلي لامل دی او د فکري ټمبلو خوښيږی نور د دوي په ځای فکر وکړي.

پارتيزانانو ليکولانو ته شکنځلي کول، تورونه لگول، دروغ ويل، له نورو نفرت کول، ځيل کول د بيان ازادي ښکاري او په دي کار سره دوي ددي ښکاره ثبوت ورکوي چي دوي نه پوهيږي د بيان ازادی څه، ضرورت يي څه او ښيگڼي يي څه دي. دوي ته بايد وويل شي، د بيان ازادي يوه جوړونکی او مثبت فکر او چلند ته ضرورت لري، يو چلند چي له تعصبه، ځيل، قهر... خلاص وي. د بيان ازادي په نفرت کولو او له نورو سره په دوښمني کولو کي نه ترلاسه کيږي.

 

مدرن جهالت

ليکوالې د واقعيتونو، پيښو، تاريخ او ټولني ترمنځ رابط دی. ليکوالې ټولني ته د موجودو او راتلونکو خطرونو په هکله خبر ورکول، په پيښو او ذهنونو تاثير درلودل دي. د ښکنځلو، تورونو، تحقيرکولو... پهلوانان د کومي رابطی بيانول، د کوم خطر زنگ وهل او په کوم ذهن تاثيرکول غواړي؟

همدارنگه پوښتنه داده، چي پارتيزان ليکوالان د تورونو، ښکنځلو، توهين کولو... پوسيله ځان ته د کومي اتوريتي، د کوم نوم او د کوم هويت پيدا کول غواړي او په ويونکو د څه ډول تاثير اچولو تمه کوي؟؟

په حقيقت کي پارتيزان ليکوالان بنسټ پالانوته پاتي کيږي او د منطق، علم، زده کړي، ازادو انديښنواو پرمختگ په ضد د تعصب او کيني لښکر دی او غواړي نه يوازي د وگړو، بلکي د ټولني مغزهم پريمنځي. دا پارتيزانان د علم او انديښني سره په جگړه کي په داوطلبانه توگه د افسانو، تعصب او جهل په يرغمل بدل شوي دي.

دوي د ميليونونو انسانانو د په اسارت نيولو او په اسارت کي د هغوي د ساتلو له چاري سره مرسته کوي. سره ددي چي دوي هم انسانان دي، خو په بشپړه بي باکي سره د انسانانو په تيره بيا د ښځو حقونه، ازادي او پرمختگ مسخره کوي او د هغوي له انساني ارزښتونو انکار کوي. “ښځه څه، حقونه څه، او ازادي يي څه؟؟

سره ددی چي نوې دنيا د نويو انديښنو پايله ده. خو بنسټ پاله او پارتيزان ليکوالان هڅه کوي انديښنه د جهل په اسارت کي راولې او د هغي خپلواکي له منځه يوسي.. دوي په يوویشتمه پيړۍ د نورو د حق او ازادي، د نورو د ازادو اندښنو او ازادو فکرونو د حق درناوی نه کوي او غواړي خپلي جاهلانه نظريي په نورو تحميل کاندي او دا دواړه له راتلونکي ډاراو مدرن جهالت دی. هغوي چي خپلې نظریی مکملی گڼي له خپلو نظريو د باندي نړۍ نه پيږني.

کله چي د شعور په هکله خبري کوو. بي شعوري له ياده ونباسو. کله چي د علم په هکله خبري کوو، بي علمي له ياده ونه باسو. د موږ د زماني بي شعوري له پرونۍ بي شعوري او د موږ د زماني بي علمي له پرونۍ بي علمي په بی ساري توگه خطرناکه دي او خطر هم په دي کي دی کله چي علم او په ځانگړي توگه تکنولوژي له بي شعوري سره يو ځای شي څومره لوی ناورين را منځ ته کولاي شي.

اوس هغه وخت را رسیدلی چي وگړي د عقل او پوهي پوسيله د دواړو ځيل او جهل له اسارت خلاص شي او اميد دی پارتيزان ليکوالان هم ددي وس او پوهه پيدا کړي چي ځاونونه له افراط وژغوري او په ليکنو او بحثونو کي له منطقه کار واخلي. د تورونو، تهمتونو، ښکنځلو.. په ځای په استدلال تکيه وکړي. د نورو په شان مسؤليت منلو ته چمتو شي او دا کار له ځيل او جهل د خپل فکر او عقل په ژغورولوکي عملي کيږي. 

له بده مرغه يو شمير سايتونه او د فيسبوک يو شمير پاڼي د خرافاتو، افسانو او جهل خرڅولو بازارونو ته پاتي کيږي او ددي سايتونو ځنيي برخي د انسانانو او د هغوي د کرامت د توهين کولو په کلوبونو بدلې شوې دې. رښتيا هم په دي سايتونو کي څومره ښکلي گلان کرل شوي دي!!!

هغه وخت د هميشه له پاره تير شوی چي مخالفين د تورونو، تحقيرونو او ښکنځلو پوسيله د ليکلو له ميدانه وايستل شي. په عمل کي ددي چلند پيروان تيروتنه کوي اوس هغه وخت راغلی، که دوي په خپله له فکري بنسټ پالني، له تورونو او ښکنځلو... د راوتلو وس پيدا نه کړي دا به دوي وي چي د ليکلو ميدان به پريږدي او دا د دواړو عقل او وخت غوښتنه ده.

پارتيزان ليکوالان په تورونو او تهمتونو سره په ښکاره دواړه اخلاقي او انساني اصول پايمال کوي. همدا شان دوي هڅه کوي خپله مجازي دنيا له واقعي دنيا سره پيوند او يا هم واقعي دنيا د خپلو نظريو په مجازي ديوالونو کي را ايسار کاندي. دا ډول وگړي فکري تروريستان دي. که وسله وال تروريستان انسانان وژني، دوي فکرونه او انديښني وژني.

 

انتقاد او انتقاد کول

له هغوی سره چی په تاریکی کی ناست دی بحث مه کوه، که غواړي دا کار وکړي ته به هم تاريکي ته ورکوز شي

که موږ د پوهي پوسيله کولاي شو د ټولنيزو ژوند د موجودو جوړښتونو، ارزښتونو او اړيکو تعريف او پيږندنه وکړو د انتقاد کولو له لاري کولاي شو د ټولنيزي نابرابري، بي عدالتي او استبداد څيري را لوڅي کړو او د واکمنو ارزښتونو کمزوري خواوي په گوته او د بدلون غوښتنه يي وکړو.

پارتيزان ليکولان په انتقاد او انتقاد کولوهم نه پوهيږي او دوي بي هدفه وگړي دي. د دوي دنده د نورو د هدفونو ويجاړول دي او دا يي سخت ځوروي چي نور د خپلو هدفونو په لور په پرمختگ کوي او لاس ته راوړني لري. دوي د مسؤليت منلو وړتيا او جرئت هم نه لری، له مسوليته تښته کوي او دا د دوی د اخلاقي کمزوری نښانې دې. دوي ډبره غورزوي، خولاسونه تر شا نيسي.

ټولنه د د رنگارنگ نظريو او فکرونو چي هميشه له يو بل سره په مخامخ کيدو او سيالې کي دي مجموعه ده. په ټولنه کي هميشه د خطاگانو او تيروتنو امکان شته دی او انتقاد کولاي شي د هغوي د واقع کيدو مخه ونيسي. بريالې ټولنه هغه دی چي خطاگاني او تيروتني په پيل کي پيدا، اصلاح او مخه يي ونيسي. په ټولنه کي ناخوالې، بي عدالتي، فساد، نيمگړتياوي، تيروتني ... دي چي د انتقاد او انتقادي تفکر ضرورت يي را منځ ته کړی. د انتقاد هدف دادی چي غير عادلانه او ظالمانه چلند له منځه ولاړ شي. د انتقاد هدف دادی چي په تيروتنو او خطاگانو غلبه وشي. د انتقاد هدف د سمو پريکړو اود حل د سمي لاري په گوته کول دي.

ويل، ليکل، د نظريو تبادله کول او انتقاد کول يوهميشنی ضرورت دی او دا همیشه وگړو او ټولني ته د فکرکولو او بيا فکر کولو امکان ورکوي تر څو سمه لاره پيدا کړي او په دي کارکي هيڅکله هم حقيقت نه ماتيږي. موږ اړ يو د پرون خلاف له عمل کولو مخکي فکر وکړو، بحث وکړو، له يو بل سره خپلي نظريي شريکي کړو تر څون د تصميم او سم عمل کولو زمينه برابره شي او دا دموکراسي يو بنيادي اصل دی. 

 

فکرونه په خط کش نه اندازه کيږي

انتقاد د فکرونو د ازمايښ وسيله ده

موږ نشو کولاي د خپلو فکرونو سموالی او نه سموالی په لابراتور کي ازمايښ کړو. موږ نشو کولاي خپل فکرونه په خط کش اندازه کړو. انتقاد د فکرونو د آزمايښ وسيله ده. موږ بايد انتقادي فکر ولرو او هيڅوک د انتقاد په وړاندي خونديتوب و نه لري. انتقاد بايد د موږ د ذهن او روح په نه بيليدونکي برخه بدل شي تر څو د خپلو تصوراتو، پرونيو تصوراتو، د خپلو تجربو او چلند په هکله بيا او بيا کتنه او څيړنه وکړو، تر څو د تصميم نيولو امکان ترلاسه کړو، څه وساتل شي، څه اصلاح شي، څه بدل شي او څه رد شي او دا به له ځانه د انتقاد کولو پيل وي. سره ددي چي د يوه وگړي فهم او فکر هميشه محدود دی، خو هميشه له هغه څه چي دی زيات ښودل کيږي. ددي ستونزي د حل لاره شک درلودل او انتقاد کول دی.

 

 له پوهي کرکه له انسان کرکه ده

 موږ بايد ځان انتقاد کړو او په دي اعتراف وکړو چي نه يوازي د نړۍ په علمي لاس ته راوړونواو پرمختگ کي ونډه نه لرو، بلکي په ښکاره او څرگنده ور سره توربورگيني او دوښمني کوو. له پاره ددي چي موجود جهل له لاسه ور نه کړو د علم او پرمختگ په ضد مو د جگړي اعلان ورکړي دي. دلته جهل نه يوازي وياړ او افتخار دي، بلکی آرمان هم دی او د همدي آرمان په منظور ښوونځي سوزول کيږي، ښوونکي وژل کيږي. زده کونکي ويرول او مسموم کيږي.

 له يوې خوا برتري غوښتنه او له بلي خوا د خپلې تباهي لارښوونه. دا ډول يو پرادوکسل چلند به له جهل او ځيل پرته په کوم منطق او په کوم عقل توجيه کيږي؟ دا به څه ډول ټولنه وي. دا به څه ډول قوم وي، چي په پخپله د خپلي تباهي لارښوونه کوي او په دا ډول يوه ټولنه کي هر څه ماتيدونکي او هر څه پيښدونکي دي. د وزيرستان اوسنی حالت او نامعلوم برخليک تر ټولو ښه درس دی.

کله چي يوه ټولنه په بحران کي وي، کله چي يوه ټولنه په جگړه کي وي او هره ورځ قرباني ورکوي نه بايد منتظره پاتي شي اوکه همدي حالت ته قسمت او نصيب وايي، که همدا حالت يي خوښ وي اوورباندي شکر باسي بايد د راتلونکو، ماشومانو او ځوانانو په هکله فکر وشي. د روشنفکرانو دنده دی چي ددي ډول ټولني د ټولو برخو او ټولو خواو په هکله بيا او بيا کتنه وکړي. نه بايد په ستونزو لاس را تير شي او نه بايد په ستونزو لويه ډبره کښيښودل شي. د روشنفکرانو دنده د ډبري په شان د کلک شويو فکرونو او کرل شويو ذهنونو له ډنډه د ټولني ژغورل دي.