رسیدن به آسمایی: 07.03.2009 ؛ نشر در آسمایی:  07.03.2009

 

په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د جرګې اعلاميه

په ډېرې خواشينۍ سره مو د ډله ييزو رسنيو له لارې خبر ترلاسه کړ، چې د ټولو اسلامي، انساني او مدني اصولو او ارزښتونو خلاف د پښتو ژبې د ستر، متصوف او خوږ ژبي شاعر عبدالرحمان بابا مزار د پېښور په هزار خواني کې په بمونو الوزول شوی دی. په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو جرګه دغه کړنه د افغانانو د تاريخ ، ملي هويت، ژبې ، کلتور او فرهنګي وياړونو پر وړاندې د پراخو دسيسو د لړۍ يوه کرغېړنه هڅه ګڼي او هغه د انسانيت او مدنيت پر ضد د يوه وحشيانه عمل په توګه په کلکه غندي.

موږ له لراوبرو افغانو څخه غوښتنه کوو، چې دغه ډول هڅو ته د خپلې ملي بقا پروړاندې د يوه جدي ګواښ په سترګه وګوري، د افغانانو د ملي او تاريخي هويت پر ضد د هرډول دسيسو پروړاندې راويښ شي او د هغو د شنډولو لپاره په ګډه هلې ځلې وکړي.

زموږ په اند د اسلامي او انساني ارزښتونو د دغو دښمنانو پر وړاندې تر ټولو غوره غبرګون او ځواب دا دی چې موږ خپل ملي او فرهنګي مورچلونه پياوړي کړو، د لوی خوشال بابا او رحمان بابا د ارمانونو لپاره خپلې هلې ځلې سره همغږي کړو او دا خبره په ياد ولرو، چې:

يا به يو کېږو ، ګني ورکېږو!

موږ له ټولو افغاني فرهنګي مؤسسو، ټولنو، ادارو او مرکزونو څخه غوښتنه کوو چې لاسونه سره يو کړي، د سترعبدالرحمان بابا مزار ترپخوا لا په ښکلې او شانداره بڼه ورغوي، نه يوازې د عبدالرحمان بابا مزار بلکې د خپلو ټولو فرهنګي ميراثونو او وياړونو د ساتنې لپاره اغېزمن ګامونه اوچت کړي او د لوی افغانستان په ګوټ ګوټ کې او همدارنګه د نړۍ په هره برخه کې چې افغانان اوسيږي، د ستر عبدالرحمان بابا په نامه لويې مشاعرې او غونډې جوړې کړي. موږ د افغانستان او لرې پښتونخوا پر حکومتونو غږ کوو ، چې زموږ د فرهنګي ميراثونو پروړاندې خپل مسووليتونه په سم ډول سمبال کړي او د هغو د ساتنې لپاره ډاډمن ګامونه اوچت کړي.

په درنښت

د جرګې مشرتابه شورا