رسیدن به آسمایی: 14.04.2009 ؛ نشر در آسمایی: 16.04.2009

م. ا. ك

د يوه خاطراتي اثر لنډيز

درسهای تلخ و عبرت انگیز افغانستان

په ځينو برخو تأمل

ليكوال : میر صاحب کاروال

يوه يادونه :

لاندينۍ ليكنه كومه څيړنه نه ده ۔ بلكې ديوه كتاب دمهمو ټكو رااخيستل دي ۔ دافغانستان دخلك ديموكراتيك گوند او د هغه حاكميت د يوه نسل د غورځو پرزو حكايت دى ۔ اوس چې كله د نن له كړكيو د ماضې په لور سترگې اړوو ٬ او هغه دراماتيك حوادث گورو او يا د هغه دوران د مشرتابه هلې ځلې وينو ۔ نو پوهيږو چې موږ-په هره مانا- څومره بيوزلي وو ۔

د ياد شوې دوران په اړوند ډير اثار كښل شوي دي او زيات يې د خاطراتو په ډول دي ۔ د خاطراتو ليكوال ته مشكله ده چې ځان له ارزښتي قضاوتونو څخه جلا كړي او په ناپييلي توگه مسايل وڅيړي ۔ همدا سبب دى چې د خاطرو په ليكنه كې خپله ليكوال د پيښو د قهرمان په توگه راڅرگنديږي ۔ دا ځكه چې هغه د لومړي شخص يا راوي حيثيت پيدا كوي ۔ «درسهای تلخ و عبرت انګيزتاريخ افغانستان» هم دا ډول يو اثر دى خو د دې كتاب ډيره په زړه پورې ځانگړنه دا ده چې د يوه جنټلمين په توگه مسايل په جزيياتو سره په تاريخي لحاظ مطرح كوي او حقايق وايي ۔ پر چا باندې انتقاد كول يا په خپل مخالف لوري انتقاد د ښكنځلو او يا مقابل لوري ته د لږ اهميت وركولو سطحې ته نه راټيټوي ۔ په دې ترڅ كې سره له دې چې د كتاب ليكوال تر پايه خپل «خلقي هويت» ساتي خو د ځينو كسانو په څير ښكنځل جونگ نه جوړوي ۔ او دا كار يې هم بايد نه واى كړى ۔ دا ځكه چې كاروال صيب مسول شخص و ۔ او په تاريخي لحاظ په پيښو كې ورگډ او مطرح و ۔ د كتاب ژبه هم سره له دې چې په درې ليكل شوى ده ۔ خو ډيره مودبانه او د كلام سوچه والي اوعفت په كې رعايت شوى دى ۔ سره له دې مو ځكه وويل چې په درې كښل شوي چې زياتي املايي او انشايي او د جملو د تركيب له امله تيروتنې لري او موږ هغه دلته نه رابرجسته كوو ۔ دا د ليكوال د نه صلاحيت مانا نه لري بلكي معمول دا ده چې يو چا بايد ايديت كړى واى ۔

د تاريخيت مفهوم دلته ځكه كاروو ٬چې اوس د افغانستان د خلك ديموكراتيك گوند مبارزه ٬ شخصيتونه ٬ كادرونه ٬ تگ لاره، اعمال او  اشتباهات  د پرون دوران يو فصل دى اوهغه يواځي په تاريخي لحاظ كتلى شو ۔ كه چا ښه كار كړي وي هم په هماغه مقطع كې او كه بد يې كړى وي هم په هماغه مقطع كې مطرح دى ۔ موږ او راتلونكي نسل ته دعبرت په توگه مطرح دى ٬ دا د ټولنيز جمعي مفاهمت يوه برخه ده ۔ او په ټولنيزه حافظه كي ځاى لري ۔ نو چې داسې ده او نه مو څه كموي او نه زياتوي ۔ راځۍ چې حقايق ووايو او حقايق راوسپړو ۔ د حقيقت په وړاندي هيڅ شى نه خو زيات مقدس دې او نه هم معتبر ۔ د برتولت برښت خبره ده چې وايي : «هغه چې په حقيقت نه پوهيږي بې شعوره دى او هغه چې په حقايقو پوهيږي او پرې سترگې پټوي تباهكاره دى » (برښت ؛ زنده گي گاليله).

لاندې ليكنه ټوله دكتاب غورچاڼ دى ٬ په دې مانا چې له كتاب څخه اخيستل شوي ده او ما په كې كوم څه نه دي زيات كړي ۔ يوازې په ځينو ځايونو كې كلمات زما خو په زياترو مواردو كې تكيه د كتاب په كلماتو اوجملو ده ۔

••••

در اثر نوم : درسهاي تلخ و عبرت انگيز افغانستان
لیکوال : مير صاحب کاروال
خپرونکی: انتشارات ميوند

د خپریدو نیټه: 1384

د خپریدو ځای : کابل

دا اثر چې په ۱۳۸۴ کال په کابل کې چاپ شوی دی د نورو معاصرو سیاسی اثارو په څیر د څیړنی او یادونو یا خاطرو یو ګډ شکل دی . نوموړی دغه اثر په دری ژبه کښلی دی . اثر څلور فصلونه لری.

دویمه نړیواله جګړه او په نړیوال سیاست او افغانستان باندې دهغه اغیزه.

د افغانستان د خلک د موکراتیک ګوند تاسیس او مبارزی او د محمد داود د ۵۶ کال د ۲۶ سرطان کودتا.

د ثور د وسله وال قیام او د ح. د. ج. ۱. د حاکمیت بیلابیل پړاو ونه ،

د مجاهدینو د قدرت دوران یا د ګډوډۍ او خونړۍ جګړو دوران .

••••

کتاب سره له دی چې لیکوونكي په دری ژبه لیکلی دی . د محتوی او د قضایا و د طرح له مخی په زړه پوری تحلیل شوى دى ۔ داد حقایقو د راسپړلو په لور یو ګام دی . خو د اثر ژبه خوندوره نه ده ، کاش لیکوال دغه اثر پخپله مورنۍ ژبه پښتو کښلی وای.

د دې اثر لومړی فصل د اثر متن ته د یوه مدخل حیثیت لری. د دویم فصل په یو نیم ځای کې لیکوال په كې پخپله څرګندیږی . او په ځینی برخو کې په نورو اثارو استناد کوی . دغه اثر د افغانستان دخلك دموكراتيك گوند د دواړو ډلو خلق او پرچم په باب مطالب لری. خو د خلق د ډلی په باب او په تیره د زرغون د ډلې په باب د نورو اثارو په نسبت زیاب مواد لری. سبب دا دی چې لیکوال پخپله په دغه ډله کې یو فکتور و . د اثر په زړه پوری او نوې برخه د افغانستان د خلك دموكراتيك گوند د حاکمیت بیلابیلی برخی دی چې موږ یې ځینی اساسی ټکي دلته را اخلو:

ډاکټر زرغون : د ولسی جرګی د ۱۳ دوری د ټولټاکنو په جریان كې حفیظ الله امین د یواځینی کاندید په توګه د پغمان په ولسوالۍ کې د اولسی جرګی د غړی په توګه وټاکل شو. خو داکتر صالح محمد زیری، غلام دستګیر پنجشیری، خواریکښ (فدا نظري ) بندیان شول . امین د ګوند د ویاند په توګه په ټولو مظاهرو کې ګډون کاوه ، او په هیواد کې ورځ په ورځ برجسته کیده . له بلی خوا د نور محمد تره کی د عام و تام صلاحیت څخه برخمن شو . او په دې ډول یې د زیری او پنجشیری په غيابت کې د ګوند ټول سازماندهی کارونه قبضه کړل.

له بلی خوا د دواړو ډلو ترمنځ تبلیغات جریان درلودل او د یو بل پر ضد یې تومتونه لګول. هر ې ډلی د ګوند له اساسنامی او مرامنامی څخه د ځان په ګټه تعبیر او تفسیر کاوه، کریم زرغون او یو شمیر زیات کادرونه په خلقی دموکراسۍ باور ي وو . د لاندی دلایلو په اساس:

- څرنګه چې نورمحمد تره کی په خلقی دموکراسۍ معتقد و٬ نو باید له خلقی د موکراسی دفاع وشی.

- د خلقی د موکراسۍ په تفکیک سره کولی شو له پرچمیانو جلا اوسو.

داکتر زرغون په یوې ډیرې بیوزلې او غریبي کورنۍ کې پیدا شوی و ، کیدای شی د هغه کورنۍ منشا هم د نوموړی په قضاوتونو کې اغیزه لرلی وی ۔ خو په مقابل کې ظاهر افق د ملی د موکراسۍ له حکومت څخه دفاع کوله ، د کریم زرغون او د افق تر منځ سرسخته مبارزه پېل شوه داکتر زرغون د «مستر بل»  په نوم کتاب ولیکه ، چې په هغه کې يې خلقی د موکراسی او د اشرافیت پر ضد مبارزه مطرح کړی وه . ( اشرافيت گړنه په ځانگړي توگه دپرچميانو له پاره كارول كيدله )

دغه کتاب ګویا د نورمحمد تره کی له اجازې پرته چاپ شو . دا حفیظ الله امین ته ښه بهانه شوه . او په نتیجه کې ظاهر افق او داکتر زرغون دواړه له ګوند څه اخراج شول . خو ظاهر افق بيا له ګوند څخه جلا فعالیت کوی، خو زرغون تر پایه خپلی اړیکی له ګوند سره ساتی . (۳۵-۳۴)مخ

کاروال د ګوند د دوه ډلو د بیا یووالی په اړوند لیکی:

«د محمد داود په بهرنی او کورنی سیاست کې د بدلون وروسته د ګوند یو والی د دواړو ډلو د مشرانو له خوا د یوه تاریخی ضرورت له مخی مطرح شو او له بلی خوا خارجی عامل هم ټاکونکی رول درلود. دا چې په دواړو ډلو کې د ګوند د وحدت په باب څه ډول ټينگار موجود و» . کاروال یې په دې ډول ارزیابی کوي:

«د خلق په جناح کې د داود له کودتا نه وروسته کله چې حکومت خلکو ته خطاب پروګرام اعلان[ اعلام] کړ . د خلق ډلی دغه پروګرام یو مترقی ګام وباله خو د هیواد د حالاتو سره سم یې په احیتاط چلند ورسره وکړ . په دی ډول یې د داود افسرانو د جلب او جذب په برخه کې اقدام وکړ . په دغه وخت کې په خلق ډله کې دوه ډلی او دوه نظره موجود وو :

- نور محمد تره کی ، حفیظ الله امین ، داکتر شاه ولی ، شرعی جوزجانی اونور ۔

- صالح محمد زیری، دستګیر پنچشیری ٬کریم میثاق اونور كادرونه .

په ۱۳۵۴ کال کې د خلق په جناح کې مطرح شوه چې باید په پوځ کې سیاسی کار د رهبری هیات د څو تنو له خوا تر سره شی چې یو تن هغه په خپله ګټه ونه څرخوی . په نتیجه کې دری تنه ، صالح زیری، حفیظ الله امین او کریم میثاق په دی برخه کې مسوولیت واخیست.

خو یوه موده وروسته د نور محمد تره کی د وړاندیز په اساس ، د هیواد د حالاتو د ارزیابی په نتیجه کې پوځی سازمان په یوه لاس کې متمرکز شو چې د دی کار له پاره مناسب شخص چې پارلماني مصئونیت یې درلود حفیظ الله امین وټاکل شو۔  امین د دی کار له پاره د خپلو وفادارو کادرونو لکه فقیر محمد فقیر ، انجینر ظریف او نورو نه کار واخیست . د نور محمد تره کی د زیات اعتماد په نتیجه کې هغه کادرونو چې د امین پر ضد یې کرکه درلوده ، د منظمې لیدنی کتنی په ترڅ کې د امین تر اغیز لاندی راغلل لکه : ګلاب زوی ، وطنجار ، یعقوب او نور ۔ د ګوند د وحدت په اړوند د امین دریځ دا وو چې په واحد ګوند کې کوم موقف ترلاسه شوی، د سیاسی بیرو او که لږ تر لږه د دارالا نشا غړیتوب ، نو د انتظار په حالت کې و . زیری ، پنچشیری او کریم میثاق د تردد په حال کې و .

له یوی خوا د ګوند په وحدت کې د امین نقش کمزوری کیدلو او که له نژدی سره یو ځای يې د وحدت په پروسه کې ونډه نه وای اخیستی ٬کیدای شول چې د گوزار لاندی راشی. داکتر شاه ولی د کرکتر له مخی هیڅکله قاطع او مستقل نظر نه درلود . شرعی همیشه دنباله رو اواپورتونیست و .

له یو لړ کشمکش وروسته د خلق جناح یووالی ته تیاری نیسی. لومړۍ طرح یې داده چې د پرچم جناح دی د خلق سره یو ځای شی ځکه چې د موسسی کنګری زیاتر ه د مرکزی کمیټی غړی دخلق جناح پوری اړه لری . له تبادل نظر وروسته د سپتمبر په ۴ د ۱۹۷۵ کال کې د موسسی کنګری د اصولو له مخی او د مرکزی کمیټی د پریکړی له مخی یووالی تر سره شو . هدف داوو چې نور محمد تره کی باید د ګوند مشر ومنل شی . دوه اساسی علتونه و . د داود له خوا د حملی خطر او د نړیوالو فشارونو له مخی وحدت وشو.

پرچم جناح کې : وایې چې محمد داود د پرچم جناح ته شفاهی پیغام واستاوه ، چې له گواښ نه ډک و ، له هغه وروسته د پرچم جناح په سازماندهی باندی نوی نظر وکړ .

د داود له پیام نه وروسته د پرچم به جناح کې زیاتی ستونزی ایجاد شوی چې ځینی یې دادی :

- میر اکبر خیبر ، سلیمان لایق د ګوند د ادغام پلویان وو .

- ببرک کارمل ، کشتمند ، نور احمد نور او اناهیتا راتب زاد او نوركادرونه د پرچم د مستقل ګوند پلویان و.

- نور احمد نور او کشتمند د خلقیانو سره د عام و تام یو والی پلویان نه بلکی د ایتلاف پلویان وو . (۵۲ مخ)

ليكوال د ثور د قیام نه وروسته د اختلاف وړ مسایل په دی ډول څیړي:

 د خلق جناح په دی فکر وه چې محمد داود هره شیبه کولی شی په ګوند حمله وکړی. نو د دی له پاره تیاری لازم دی . په خاص ډول د میر اکبر خیبر له مرګ نه وروسته . کله چې قیام پیل شو . تره کی او د هغه ملګری د قاطع چلند غوښتونکی وو . خو ببرک کارمل او ملګری یې په دی فکر و چې قیام یو ناسنجول شوی عمل او خطرناک قمار و ، بل اختلاف د رادیوی اعلامیی د نشریدو په اړوند و چې څوک یې باید ولولی : کارمل ویل چې داود باید محاکمه شی او دا د محاکمی کار دی . څو واریانته وو : نور محمد تره کی او بیا حفیظ الله امین له دې سره موافق نه و۔.

د انقلابی شورا د تشکیل په باب:

جنرال عبدالقادر مطرح کوی چې ټولی چاری باید د پوځی شورا له خوا پر مخ یووړل شی او ګوند باید لارښوونکی نقش ولری . نور محمد تره کی ، ببرک کارمل ، او نور غړی په خاص ډول اسلم وطنجار سخت مخالفت کوی ، بلاخره د ګوند د مشرتوب د منلو طرح منل کیږی.

انقلابی شورا په لومړۍ غونډ کې ۹ ثور ۱۳۵۷ اپریل ۱۹۷۸ نور محمد تره کی د انقلابی شورا رییس او صدر اعظم ، ببرک کارمل د صدر اعظم د معاون په توګه وټاکه د دولت په نوم باندی هم مخالفتونه موجود وو .(خلقيانو دخلقي دولت اوپرچميانو ددموكراتيك دولت په نوم ټينگار كاوه ۔)

د کابینی په تشکیل کې هم جدی مخالفتونه وو .

د ح۔د۔خ۔ اساسی وظایفو خطوط په باب مخالفتونه وو . پښتو متن یې تره کی ، او دری متن ببرک کارمل له رادیو څخه ولوست .

بل اختلاف د مرکزی کمیټی په پراختیا باندی و . دری تنو ، ببرک کارمل ، کشتمند او نوراحمد نور د مشرتابه له پراختیا سره مخالفت وکړ.

کاروال لیکی: له قیام وروسته خلقی مخفی سازمان علنی شو . امین د تره کی څخه زیاته استفاده وکړه او خپل ټول مخالفین یې طاهر بدخشی ، داکتر زرغون ، ظاهر افق نه یوازی له ګوند نه اخراج کړل بلکی د واکمنی په وخت کې یې تهدید ، زندانی ، شکنجه او باالاخره اعدام کړل. ۷۴ مخ

واکمنه اپراتیفی سیاسی او نظامی قرارګاه او د نور محمد تره ګی او امین اختلافات :

د ثور له قیام وروسته یو غیر رسمی مشورتی واکمنه ارګان ایجاد شو چې ټولو مسایلو ته پاملرنه وکړی. په دی قرارګاه کې دا کسان و :

نورمحمد تره کی

حفیظ الله امین

اسدالله سروری

اسلم وطنجار

سید محمد ګلاب زوی

شیرجان مزدوریار

د کار ګروپ په توګه : اسدالله امین ٬ فقیر محمد فقیر ، ګل نواز ، نواب ، یعقوب لوی درستیز، تړون او د گارد قوماندان جانداد او نور وو . دوی د امین په کور کې یا دتره كي سره دخلكو په كور كې راټولیدل.

امین نه یوازی تره کی ته درناوی کاوه بلکه د پرستش تر پولی مخکې تللو ۔

لکه چې د ګوندی کارت د توزیع پر مهال د خلکو په مخ کې امین د تره کی لاسونه مچوي . او ۶۲ کالیزه د یوه شانداره محفل په ترڅ کې نمانځي او دری منزله کیک ویشی...... لومړی پلان دا و چې پرچمیان تصفیه کړی ، عبدالقادر وزیر دفاع ، کشتمند ، او محمد رفیع بندیانوی ، نور محمد تره کی محاصره کوی د دفتر رییس یې فقیر محمد فقیر ، قوماندان گار د جاندار ، اوسریاور ټرون ورته د ګلاب زوی پر ځای ټاکی.

امین او نورمحمد تره کی یو ځای یوه هیجانی وینا کوی . او وایې : «انقلاب ثور یک انقلاب تیپ جدید انقلابات جهان است از تیوريسنان جهان دعوت می نمایم که انقلاب مارا بحیث یک انقلاب کاملاً جدید در پهلوی انقلابات جهانی ارزیابی وشناخته شود» ۸۴ مخ

او انقلاب ثور ، د پرولتاری حاكميت په توګه اعلانوی د نور محمد تره کی په باب وایی: «آن یک لینن رهبر کبیر پرولتاریای جهان و این دیګری تره کی رهبر کبیر خلق زحمتکش افغانستان است . هر دو رهبر کبیر دو انقلاب کار ګری را رهبری کردند که در تاریخ بشریت از آغاز خود انقلابات پرولتاری بودند و قدرت سیاسی را از اغاز پیروزی خود به طبقه کارګر انتقال دادند . اګر حرف از انقلاب کبیر ثور میزنیم پس حرف ما از رهبر کبیر نور محمد تره کی است اګر حرف از انقلاب کبیر اکتوبر میزنیم حرف از لنین کبیر است» . مخ ۸۴

تره کی یو وخت وویل: « زه حق په جانبه وم چې امین ته می وفادار شاګرد ویل او هغه ته می سل نمری ورکولی». مخ ۸۵

له یو څه مودی وروسته د څلورو یارانو ډله پوهیږی چې امین د ځان له پاره کار کوی . او نو رمحمد تره کی په کرار کرار په بیلابیلو بهانو تجریدوی ، په تره کی فشار اچوی چې د امین په وړاندی ودریږی. په دی ډول د امین او د دغه پوځی ډلی ترمنځ اختلاف ژور شو . په دی وخت کې د نور محمد تره کی کیوبا ته سفر مطرح کیږی . د ناپییلو هیوادونو کنفرانس ان تر دی چې د امین دله منځه وړلو له پاره تره کی ته څو پلانونه وړاندی کوی خو تره کی یې ردوی . ځکه تره کی په دی باور و چې د امین مساله په سوله ییزه توګه حل کړی .

د امین ډلې تبلیغ کاوه چې تره کی سپین ږیری شوی باید یو پیاوړی شخص د هغه ځای ونیسی .

امین کیوبا ته له تللو ډډه کوی او ټینګار کوی چې كیوبا ته د تره کی تلل حتمی دی . او په ډیر مهارت په یوه غونډه کې مطرح کوی چې په دی ورځو کې تره کی قهرمان هیواد کیوبا ته سفر کوی . تره کی اړکیږی چې سفر وکړی . د ۱۹۷۹ کال د سپتمبر په لومړۍ نور محمد تره کی په راستنیدو کې د برژنف سره ملاقات کوی او ورته وایې چې: « امین یو خطرناک سړی دی . او امکان لری چې ستا پر ضد توطیه وکړي.

د تره کی سره په سفر کې د امین ډیر نږدی کسان لکه تړون ، داکتر شاه ولی ټول جریانات امین ته وایې . تره کی چې وطن ته راځی ډیر ګرم استقبال یې کوی .

وایې چې په هماغه ورځ باید امین له منځه تللی وای دغه پلان د عزیز اکبری له خوا امین ته افشا شو . امین د تللو مسیر ته بدلون ورکوی . لکه چې تره کی د سفر راپور ورکوی ، ډیر ژر د دوی ترمنځ اختلافات شدت مومی.»مخ ۸۷

کاروال لیکی: په څرګنده باید وویل شی چې سیاسی بیرو او د مرکز ي کمیټی نور غړی د ټولو اصولو او نور مونو خلاف او د ګوندی وجدان پر خلاف د ګوند د عمومی منشی پر خلاف د امین په پلوی پریکړه کوی . او د ویری او ترهی د فضا لاندې راځي . مخ ۹۱

د نور محمد تره کی ليرې كېدنه د رادیو تلویزیون څخه د یو عادی اخبار په ډول اعلانیږی او دهغه سبب د نوموړی مزاجی بی وسي او ناروغی یادوی . د هغه د برطرفۍ سره سم څلور تنه د سروری ٬ ګلاب زوی ، وطنجار او مزدوریار د ټولو دولتی مقاماتو برطرفه اعلانیږی.۔

امین د تره کی له وژلو وروسته د شوروی عکس العمل ته منتظر و . هڅه یې کوله چې لویدیځو هیوادونو په عمده توګه د امریکا متحده ایالاتو او پاکستان سره روابط نورمال کړی . ليكوال د سلیک هریسن له خولی لیکی: « امين با اظهار تمايل با اقا شاهی اشاره کرده بودکه اماده است مساله پشتونستان را کنار ګذارد. شاهی بعداً به من ګفت ما به اين نتيجه رسيديم که اينها اماده اند خط ديورند را بپذيرند....

همدا رنگه د كاروال د كتاب اصلي موخه د تڼي د كودتا د ځينو ټكو رابرسيره كول دي ۔ چې ځينې اوازې رښتيا بولي او ځينې نه خو په زړه پورې خبرې لري ۔ په دې كې ټوله تكيه د كتاب په محتوياتو ده ۔

د کاروال په نظر نجيب الله دری پلانونه طرح کړل :

يو پلان دا وچې شورویانو په مرسته له ظاهر شاه سره اړیکي ټینګي كړي . او د مجاهدینو له ځینو منځ دريځو ډلو سره . نجیب الله د کورنیو چارو ، دفاع ، او صدارت وړاندیز وکړ. خو دی ته چمتو نه و چې ظاهر شاه ته د جمهوری ریاست وړاندیز وکړی نو ځکه دا پلان عملی نه شو .

د شورویانو بل پلان دا و چې د دې له پاره چې د خپلو جنوبی سرحداتو امنیت تینګ کړی، د احمد شاه مسعود سره يې د قدرت ویشل مطرح کړل . شوروی سفارت ورانتسوف او ورینیکوف د احمد شاه مسعود سره خبری پیل کوی . او په دې خبرو کې کوشانی د سازا مشر او عبدالحمید محتاط ، هم د نجیب په لارښوونه څو واری له مسعود سره ملاقاتونه وكړل . خو مسعود ونه منله و، وروسته شورویان تیارول چې جمهوری ریاست هغه ته ورکړی خو نجیب الله شدیداً مخالفت وکړ ، نو ایتلاف ونه شو . خو دغه ایتلاف بيا سقوط نه وروسته وشو.

بل پلان دا وو چی یو استراتیژیک سرحدی ولایت لکه جلال آباد ، خوست او وروسته کندهار ټاکلی شوى و چې د یو لړ شخړو په نتیجه کې د امنیتی ارګانونو او میانه رو ډلو ګیلانی٬ ظاهر شاه مجاهدینو ته وسپاری . او هلته د اپوزیسیون موقت حکومت جوړ کړی . بیا په کندهار کې د نجیب او د دغه موقت حکومت خبری پیل شی . او په نتیجه کې یو سراسری ایتلاف رامنځ ته شی دغه پلان د ګلبدین حکمتیار له خوا افشا او په کندهار یې حملی زیاتی کړی . له بلی خوا نجیب په علومی شک پیدا کړ چې کیدای شی علومی د کارمل په ګټه پلان وڅرخوی. ( دكتاب ۱۹۱ مخ )

همدا رنگه ليكوال د تڼي د كودتا « سازماندهی پلان مشترک تضعیف و سرکوب جناح خلق تحت نامهاى کودتای تنی-ګلبدین» بولی.

كاروال په دې ډول استدلال كوي اودكودتا اقدام ردوي : ایا کیدای شی د ګوند به مشرتابه کې عدم اعتماد او مخالفت چې دوه میاشتی وخت یې ونیوه ، ورته کودتا ووایو ؟ او یا د دوه ډلو ترمنځ وسله وال برخورد؟

ولی د هوایې دفاع (راکټ ځواک) چې اکثریت یې د خلق جناح پوری مربوط وو لږ تر لږه د یوه راکټ په بیه یې د نجیب الوتکه راونه غورځوله.

که د خلق جناح د مجاهدینو یا حکمتیار سره رابطه درلوده ولی په ډیرو ښو مواقعو لکه د جلال آباد په جنګ کې د خوست د لوی ولسوالۍ او یا کندز او نورو سیمو په څیريې معامله ونه کړه. یا ولی په صادقانه توګه ګوند د حاکمیت په دفاع کې ودرید؟

پرچمیان ولی د خلقیانو د سرکوپ له پاره متحد شول؟ او اوس ټول ودان ، نبی ٬عظیمی تر کشتمند پوری په ویاړ سره د خلقیانو سرکوب یادوی؟

ولی نجیت او د امین ډله یو ځای د خلقیانو پر ضد یو شول . او یا د تره کی پلویان ، وطنجار انجینر نظر محمد ، پکتین او نور د خلقیانو د سرکوپ لپاره د نجیب سره یو شول ؟

ولی تڼی پاکستان ته فراری شو نه بل هیواد ته ؟

ایا بل کوم سند شته چې خلقیان د مجاهدینو سره یو ځای شوی وی ؟

ایا شورویانو د خلقیانو د سرکوپ له پاره نجیب ته شین څراغ ور نه کړ؟ او یا یې عملاً په دی مساله کې لاس نه درلود.

ایا د ځینی پرچمی جنرالونو معامله د مسعود سره د خلقیانو په وجود کې عملی کیدای شوه ! ایا خلقیانو د وطنجار او پکتین په څېر په چادری کې تښتېدل؟ مخ ۱۹۲

کاروال لیکی : باید وویل شی چې په دغه غونډه کې جنرال راوین هم ګډون درلود او د نجیب الله په سلامتۍ یې جام پورته کړ ۔ وی ویل : ملګری نجیب الله : موږ تاسو له توطیی وژغورلۍ او له دی امله موږ جدی امنېتی تدابیر ونیول چې دښمن ونه شول کړای چې خپله توطیه عملی کړی ؟ یو نامعلوم او مرموز شعار له توضیح پرته ! خو ټول د تل په څېر تصور کوو چې ګویا هدف یې مجاهدین و. مخ ۱۹۵

هغه اسناد چې نجیب، تڼی ته ورښودلی و ماته یې هم راوښودل . ما ورته وویل چې دا اسناد جعلی دی ۔ تڼی په دی باب حق په جانبه دی هغه په قهر شو ۔ وی ویل چې تاسو د ملی خاینینو د فاع کوۍ . ما ورته وویل : د دې ډول اسنادو جوړول هغه هم د خاد په دستګاه کې کوم مشکل کار نه دی او زه د دې جنرالانو د نیولو لپاره دلیل نه ګورم . هغه بیا زما د قناعت لپاره یو راز افشاء کړ۔ وی ویل : چې ایا څو اونۍ تر مخه (۳-۲ اونۍ له پېښی دمخه) د شوروی یو عالی رتبه هیاًت (د ک گ ب لومړی مرستیال جنرال شبارشین) راغلی و او هغوی دا توطیه د مصنوعی شپوږمۍ له لاری کشف کړی وه . آن اوازونه یې ثبت کړی و . هغوی ټینګار کاوه چې باید ژر بندیان شی . ما څو اونۍ صبر وکړ چې اشتباه ونه شی او تاسو هره ورځ زما رنګ او روحیه د قوماندانۍ په قرارګاه کې مشاهده نه کړه چې څه ډول وه ؟

کاروال: جنرال راوین تقریباً ماښام اته بجی ماته تلفون وکړ . او په جدی او تهدید امیزه لهجه یې وویل : دا د شوروی مشرتابه خواهش یې په یوه جدی او له گواښ نه په ډكه توګه اعلان[اعلام] کړ : د شوروی مشرتابه غوښتنه دا ده چې د دی مسألی په باب د جنرالانو نیول په اړوند عاقلانه پریکړه وشی . او پرته له دی چې جنرال تڼی نجیب الله ته ورشی او له هغه بخښنه وغواړی او د هغه امر ومنی بله لاره نه شته . سبا ته د شوروی د نماینده ګانو کنګره جوړیږی. او د دی امکان شته چې که دا مساله حل نه شی ستاسو په دولت به موجوده مرستی بندی شی . په دی کې انترناسیونالیزم ته جدی خطر دی ؟ او شوروی اعتبار ته صدمه رسوی .

او همدا رنګه د شوروی جنوبی سرحداتو ته خطر دی . لنډه دا چې د شوروی ملی ګټو ته خطر متوجه دی . شوروی اعلاموی چې په هره بیه چې وی د خپلو ملي ګټو نه به دفاع وکړی او بې توپیره به پاتی نه شی . تاسې ته جدی اعلانوم چې زما خبری ساده ونه انګیری په دی اړوند جدی پریکړه وکړئ . (د هغه د جدی خبرو وروسته اړ شو ) چې د وروستی مسوولیت په خاطر باید ډله ییزه پریکړه وشی او پریکړه می وکړه چې خلقی مشرتوب خبر کړم . ۱۹۸

****

له پورته خبرو او د كاروال صيب له استدلال څخه جوتيږي  چې خبره ان په ريكياويك كې د گورباچف او د امريكا د اولسمشر ريگن ملاقات او پټو ژمنو ته ورگرځي ۔ نو د دې له پاره چې شوروي مشرتابه خپل پلان بشپړ كړى وي هم يې په ميخ واهه اوهم يې په نعل ۔ او په دې ډول يې يو پياوړى او د پنځه سوه زره كسيزه وسله وال پوځ لرونكى حاكميت له منځه وشړاوه ۔ د دې يو درس دا دى چې موږ افغانان هيڅ مشر او كشر ورور نه لرو ٬ ټولو لويو ځواكونو زموږ بړستنې ته چل ايښى دى ۔ دوى زموږ له غمه مړه نه دى ۔ انترناسيوناليزم پرولترې ۔ جنبش كارگري ۔ بشري حقونه ٬ ترهگري ٬ دموكراسي ٬ دښځو ازادي اونور نور يوازې دپلمو عناوين دي ۔

دا كتاب يوه مهمه مساله لكه څنگه چې ورته اشاره وشوه راسپړي ۔ او هغه د لويو قدرتونو لكه روسيي هوس اوغوښتنې وې چې د انترناسيوناليزم په نوم يې څرنگه يو ملت ريز مريز او د نورو په پښو كې وغورځاوه ۔ د كتاب وروستۍ برخه همدغه مساله را برسيره كوي ؛ او يو وار بيا دا خبره د اولسونو په شعور كې تداعي كوي چې د اولسونو له پاره بل هيڅ شى د هغو د ملي گټو په اندازه سپيڅلي او مقدس نه دي- نه عقيده ٬ نه هم ايديولوژي او نه هم نورې او نورې بهانې او پلمې ۔