رسیدن به آسمایی: 01.05.2010 ؛ نشر در آسمایی: 02.05.2010

دستگیر روشنیالی

په کندهار کي د ډار واکمنې

 

د کندهار په تاريخي، تجارتي او استراتژيک ښار کي حالت سخت او ډارونکی دی. په دي ښار کي هيڅوک ځان خوندي او مصون نه بولې. هيڅوک او هيڅ کورنۍ دا ډاډ نه لري چي د باندي وتلی غړی به يې کور ته روغ راوگرزي. له دي ښاره نږدي هره ورځ د وژلو او ترورکولو خبرونه راځي. منځ ته راغلی حالت په هيڅ وجه يو تصادفې حالت نه دی. دا حالت خپل لاملونه لري. ترور هميشه له ډار سره تړلی دی او دا ترور دی چي ډار ايجاد کوي او دا د ترور ادامه دی چي ډار واکمن کوي. هو، په کندهار کي ډار په يوه وافعيت بدل شوی، کوم چي ترهر څه د مخه د واکمنو د کمزوريو پايله ده. په حقيقت کي نه يوازي ډار ايجاد شوی، بلکي ډار واکمن شوی هم دي. د ډار د واکمنې معنا دا دی چي دلته واکمن بی واکه شوي او حالت يې له کنتروله وتلي دي. د ناتو ځواکونه هم د خلکو د امنيت د تامين په کار کي پاتي راغلي دي.

په چا د چا بری

د کندهار ښار اوسيدونکي له ډار او ترور سره سره د انتظار په حالت کي هم دي. سره ددي چي خلک هره ورځ له ترور او وژلو سره مخامخ دي او هره ورځ خپله بربادي په سترگو ويني خوبيا هم د دي او هغي لوری ( طالبان او يا دولت) په نيولو کي چمتوالی نه ښيی. خلک نه غواړي د لوری په نيولو له دي زيات ريسک او خطر ومني.

د دي علت څه دي چي خلک وژل، ترور او ډار مني، خو لوری نه نيسي. د دي علت دادی چي له خلکو سره په چا د چا دبری او څوک څوک ماتوي پوښتنې حل شوي نه دي. رښتيا هم دي پوښتنو ته همدا دم څوک غوڅ او قطعي ځواب نه شي ورکولې. خلک د امنيت او ثبات په ساتلو کي د دولت په وړتيا نه يوازي شک لري، بلکي د يوه ناکام او فاسد دولت په سترگه ورته گوری. همدا دليل دی چي خلک تر اوسه دولت د طالبانو د الترناتيف په توگه نه پيږني او تر هغه وخته پوري چي دولت د خلکو د ژوند او امنيت ساتلو په کار کي خپله وړتيا و نه ښيی خلک به همدا د انتظار حالت ساتي او يا هم د دي امکان شته دي چي له طالبانو سره د بالفعل ملاتړ په کولو سره د انتظار حالت ته د پای ټکی کېږدی. اته کاله کېږې چي د کرزی دولت د خلکو د باور او ملاتړ د ترلاسه کولو په کار کي پاتي راغلی دی او په دي دولت کي هغه وس، هغه استعداد او هغه وړتيا نه ليدل کېږې چي د خلکو باور تر لاسه کړي اوتر څو خلک د انتظار له حالت څخه راووزي او له طالبانو مخ واړوي.

راتلونکي تورې ورځې

د کندهار په سرله وينو، اوښکو او بارتو جوړې شوې اوريځې په پنډيدو او توريدودي او زه په کي د رڼايي څرک ډيرکمزوری وينم. دا حالت له وير اوله غم ډکو تورو ورځو دراتگ سره سیگنالونه ورکوي

ايا په کندهار کي، خو هغه لحظې او هغه شيبې په رارسيدو نه دي چي پيښې په بشپړه توگه له کنتروله ووزي او د هرچا د ارادي او غوښتنې په خلاف يو ناورين او يوه تراژيدي ځان تحميل کاندي او د يوې لوې غميزي په لورددي ښارلارښوونه وکړي ؟ په دي ښار کي په حيرانونکي توگه په مرگ پسي مرگ او په غميزې پسي غميزه را روانه ده او له بده مرغه په دي ښار کي هغه ځواک نشته چي ددي وژونکو پيښو مخه ونيسي، په حالاتو کنترول تر لاسه کړي او بيا هغه وساتي او دومره يې ټينگ کړي چي په شا نه گرزيدونکی شي. جگړه او ترور نه د کندهار ستونزه دی او نه ددي ستونزي برخليک په کندهار کي ټاکل کېږې او نه راتلونکو تصفيوي عملياتو ته د ښه کيدو هيله کيداي شي. جگړه او ترور د افغانستان او سيمې ستونزه ده.

د کندهار د وضعيت د ښه کيدو په هکله د ناتو ستراتژي په لاندي ډول دی.

پاکول يا تصفيه کول ـ ساتل ـ جوړول

د دي گراف اوله برخه هماغه اسانه او ساده برخه ده او ددي په سر ته رسولو کي جدي ستونزي نشته دي. دلته زورعمل کوي او دا هم پوځي عمليات دي چي لويه برخه يې د ناتو ځواکونه جوړوي.

په افغانستان او په ځانگړي توگه په کندهار کي خلک له پاکولو يا تصفيوي پوځي عملياتو سره له ديرشو کالنو زياته موده کي اشناي لري، هغوی او د هغوي پایلي پيږني. زه د دي عملياتو احصاييه نه لرم، ممکن دلته په لسگونو لوی او واړه تصفيوي عمليات شوي وي، خو هغه څه چي نشته سوله او امنيت دي.

ستونزه چيري ده؟ ستونزه په ساتلو کي دي. دلته د ساتلو مفهوم يوازي د وسله والو ځواکونو موجوديت نه دی. وسله وال ځواکونه پرون هم وو او نن هم شته دي. د ساتلو مفهوم د خلکو باور او د دولت په لور د هغوي په دريځ نيولو کي دی او خلکو تر اوسه د دا ډول دريځ نيولو پريکړه نه دي کړي او ترڅو د خلکو باور ترلاسه نشي که لس کاله ... نور هم يو په بل پسي د پاکولو او تصفيه کولو عمليات وشي نه به امنيت تامين شي او نه به هم سوله راشي. پرون په دي سيمه کي په عنعنوي توگه د ساتلو او حکومت کولو په کار کي په قومي مشران تکيه کيدله. خو نن داسي ښکاري چي په کندهارکي د امنيت په ساتلو کي د واک هغه پروني ـ عنعنوي بنسټونو هم مات او دلته تر 400 پوري قومي مشران وژلې دي.

ښاغلی سلیم افغان ليکي: “ پرون په کندهار کي د عبدالحي په وژلو سره د دغه ولایت د وژل سو قومي مشران شمېر ۴۰۰ ته ورسیدﺉ” له بينوا ويب پاڼې څخه.

په جنوبي وزيرستان کي د پاکستان پوځ تصفيوي عمليات تر سره کړل او دا کار په اسانه تر سره شو، خو اوس پوښتنه د منځ راغلی حالت ساتل دي، تر څو طالبان بيا متشکل نشي. پاکستان د دي کار له پاره په تيره بيا د محسود د قبيلې په مشرانو زور راوړي چي خپلو کورونو ته په شا ولاړ شي او هلته د طالبانو د بيا راپورته کيدو مخه ونيسی. همدا رنگه له دوي څخه حکومت غوښتنه کوي چي د طالبانو په ضد لښکر او اربکي چمتو کاندي. د حکومت د دي غوښتنو په وړاندي د مشرانو ځواب منفي دي او په ښکاره وايی چي قبايل په هغه حالت کي نه دي چي د خپلو سيمو د ساتلو مسووليت په غاړه واخلي. دا بيلگه د دي له پاره ذکر شوه چي په عمل کي نور هغه پرونۍ قبيلوي جوړښتونه په کلکه کمزوري شوي او په ځينو سيموکي ړنگ شوي دي او نور هغه پروني لښکرې او اربکي د ستونزي حل نه دي. دا نوی را منځ ته شوی څرنگوالی نوي جوړښتونه او نوی چلند غواړي. البته په ټوله پښتنې سيمه کي د جوړښتونو بدلون او د نويو ټولنيزو بندونو رامنځ ته کيدل يو شان نه دي. يو شميرسيمو کي، چيري چي قبيلوي ـ قومي يووالی تر اوسه شته دي په جگړه کي بي طرفه پاتي کېږې او د جگړي خواوي هم د هغوي د بي طرفې مراعات کوي.

د کندهار په ښار کي موجود حالت د واک خلا ته ورته والی لري او د دي حالت معنا دا نه دی چي په کندهار کي پوځي قطعي، د پوليسو ټولگي او د ناتو ځواکونه نشته دي، دا ټول شته او په خپل ځای دي، خو واکمنې په کلکه کمزورې او بي اعتباره شوې ده. د واک د پياوړو وسيلو شته والی او کمزوري واکمنې يو پيچلی پرادوکس دی. په کندهار کي د تصفيوی عملياتو له پيل مخکي بايد په موجوده اداره کي بدلونونه را منځ ته شي.