31/10/2009

د  ډاکتر نعمت الله پژواک د وفات له امله

د جمهور رييس حامد کرزی د خواشينۍ او ډاډ ګيرني پيغام

انا لله و انا اليه راجعون

په ژوري خواشيني سره خبر شوم چې دافغانستان د پوهنې يو پخواني خدمتګار او د هيواد د يوې درنې کورنى غړى ډاکتر نعمت الله پژواک د ورپيښې ناروغۍ له امله په حق ورسید. ارواښاد ډاکتر نعمت الله پژواک په ښوونه او روزنه کې تر لوړو زده کړو وروسته د هيواد د پوهنې په وزارت کې په کار پيل وکړ. د دې وزارت په بېلابېلو څانګو کې يې د مدير او رييس په توګه دنده ترسره کړه، څوکاله د هيواد د حکومت په کابينه کې د پوهني وزير د کورنيو چارو وزير ، سلاکار وزير او يو وخت د صدراعظم مرستيال هم و.  د ده مړينه يوه ضايعه ده . د خپلي خواشينۍ او ډاډ ګيرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو او د ننګرهار ولايت خلکو ته وړاندې کوم الله تعالى دې دى وبخښي او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په برخه شي .