رسیدن به آسمایی: 14.09.2009 ؛ نشر در آسمایی: 14.09.2009

اجمل روهي


بدلون به څنګه راشي ؟!

 

د بدلون د کلمې په اوريدو سره فکر نه کوم ، چې ټول دې يو ډول انګيرنې ولري ! د سياست شوقيان خو به وار د واره فکر کوي ، چې خبره لکه چې د نوي مشرتوب ده ، ځکه چې اوس هېواد د ټاکنو په درشل کې دی او يو زيات شمېر خلکو خپلې هيلې د نوي جمهور ریيس په ټاکل کيدو پورې تړلي .

يو څو موده خو زموږ خلک بارک اوباما ته هم سترګې په ﻻر و ، چې د ده شعار هم چېنج (بدلون) و ، او ټولو فکر کولو چې د لومړي ځل لپاره په امريکا کې د مظلومو افرو امريکايانو يو استازی جمهور ریيس کيږي او د هغه له ټاکل کيدو سره به زموږ هېواد کې هم بدلون رامنځته شي ، ځکه زموږ هېواد کې هم ډېر مظلوم خلک دي .

جمهوري رياست ته کانديد د شمالي ټلوالې پخوانی وياند عبدالله عبدالله هم د « تغيير او اميد» شعار رامخکې کړی .

د خپل ژوند په بهير کې يو زيات شمېر خلک د بدلون په تمه وو او دي او خپله نيکمرغي په همدغه بدلونونو کې ويني . څوک دې ته انتظار دي ، چې کله يې بچيان لوی شي نو د دوی په ژوند کې به بدلون رامنځته شي او نيکمرغه به شي ، څوک فکر کوي که شتمن شي نو نيکمرغه به شي او د څو مليونو ﻻتري ګتل به يې بالکل خپلې موخې ته ورسوي ، او څوک بيا وايي که چارواکی شي هم به زور او هم به زر دواړه ورسره وي .

بې له شکه بدلون هر ورځ او هر شيبه راځي او د يوه نامتو فيلسوف خبره ده ، چې يو سړی دوه ځله يوه درياب ته نه غورځي ! په دې مانا ، چې هم په سړي کې بدلون راځي او هم په درياب کې .

زموږ په ژوند کې بې له شکه تل بدلون راځي ، خو کوم بدلون مثبت که منفي ؟

د اوباما په راتګ سره بدلون راغی ، افغانستان ته يې نور ځواکونه راواستول جګړه نوره هم توده شوه او مرګ ژوبله هم ورسره زياته شوه ، خو ښه بدلون رامنځته نشو .د عبدالله عبدالله په موجوديت کې خو يې تصور هم نشي کيدی .

دا څرګنده نه ده ، چې په دې راتلونکو ټاکنو کې به څوک ګټونکی اعلان شي ، خو يوه خبره څرګنده ده ، هر څوک چې واکمن شي د افغانستان ناورين پای ته نشي رسولی او نه به ددې واک او ځواک څوک ورکړي .

که غواړو خپلو موخو ته ورسيږو او مثبت بدلون نه يوازې په شخصي ژوند کې بلکې په هېواد او ټوله نړۍ کې رامنځته شي ، بايدانسان لومړی په خپل شعور، اند،ګروهه او کړو وړو کې بدلون رامنځته کړي .

لومړی بدلون د انسان په فکر کې بايد کوم وي او څه ډول بدلون اړين دی ؟

په نړۍ کې زيات انسانان دغه تيروتنه کوي ، چې فکر کوي دوی په دې نړۍ کې د رامنځته شوي سيستمونو پر وړاندې هېڅ نشي کولی او ځان ورته يو کمزوری او عاجز موجود ښکاري. او دا د انسان تر ټولو لويه تيروتنه ده .

لومړی بدلون ، چې موږ يې په خپل اند او ګروهه کې رامنځته کړو هغه بايد دا وي ، چې موږ هرو مرو دا هېر کړو ، چې زه هېڅ نشم کولی . ځينې خلک په دې اند دي ، چې دی ډېر کمزوری او په دې لويه نړۍ کې کوچنی انسان دی او د بدلون لپاره هېڅ هم نشي کولی او فرار يا قرار دواړه غوره بولي .

هر کله ، چې انسان دا فکر له ماغزو ليرې کړ ، بويه چې لومړی او مهم ګام يې اخيستی او مبارزې او مقاومت ته يې مخه کړه . دشهيد داؤد خان په وينا تصميم د بري لومړی شرط دی ! مبارزه او مقاومت يوازې په وسله نه بلکې بې له وسلې هم ترسره کيدی شي .

که څه هم د اوس مهال شرايط د پخوا په پرتله ډېر بدل شوي او په ځانګړو شرايطو کې بايد له نوي تاکتيکونو او ستراتيژيو نه کار واخيستل شي خو بيا هم راځئ لږه شيبه شاته وګور او تاريخ ته نظر کړو ، چې ځينې پخوانيو نامتو شخصيتونو څه ډول مبارزه کوله .

د پښتنو د تورې شرنګ اواز خو د نړۍ هر ګوت ته رسيدلی او په تاريخ کې يې د کارنامو زياتې بيلګې شته ، خو دا خبره هم سمه ده ، چې پښتانه يې په توره ګټي او په سياست يې بايلي !

د پښتنو د تورې جګړې پېښې ، ډېرې دي خويوازې يو څو يې داسې بېلګې دي ، چې په شعوري توګه او د ملت جوړونې او د مرکزي حکومت د ټينګولو په موخه تر سره شوي .

د زور او ځواک د کارولو تر څنګ د عدم تشدد مبارزه هم شوې ، چې په نړۍ کې يې مهاتما ګاندي او باچا خان لوی سرﻻري دي .

ګاندي چې په بهر کې يې زده کړې تر سره کړي وې او د معاصرې نړۍ سره اشنا و خپل هېواد ته تر راستنيدو وروسته يې د انګريزانو پر ضد له تشدده پرته مبارزه پيل کړه . ده له ځانه پيل وکړ ، عصري دريشي او نکټايي ګانې پرېښودې او د عامو هنديانو په څېر يې لُنګ وهلو . خلکو ته يې وروښودله ، چې له انګريزانو سره بايد همکاري ونشي او د دوی نوکري بايد ونشي ترڅو انګريزان په خپله وتلو ته مجبوره شي .

خان عبدالغفار خان د ګاندي يو تکړه ملګری و ، په پښتنو کې يې د سمونتيا د رامنځته کولو په موخه سفرونه پيل کړل او هڅه يې وکړه ، چې پښتانه نور ناوړه دودونه پرېښودو ته راضي کړي . په خپل ژوند کې يې د مبارزې او جدو جهد له امله څو لسيزې بندونه هم تير کړل ، خو بيا هم له خپله هوډه او ژمنو په شا نشو .

د ګاندي په راتګ سره د هندوستان په برخليک کې د تل لپاره يو مثبت بدلون رامنځته شو او کانګرس د ده له هلو ځلو سره د خپلواکۍ او ملي بقا په يوه ډاډمن سنګر بدل شو ، چې تر نن ورځې پورې د هندوستان له ملي ګټو نه دفاع کوي او دا هېواد هم په نړۍ کې ديوه مطرح هېواد په توګه مخ په وړاندې ګامونه اخلي .

د هند خلکو لپاره به کيدی شي ، د عدم تشدد نسخه يوه ډېره ښه نسخه وه ، ځکه دا د ګرمو سيمو ارام خلک په ټول تاريخ کې د نورو لخواتر بريدونو راغلي وو او ډېر د تورې او جګړې خلک نه وو. ويل کيږي کله ، چې سلطان محمود پر هندوستان يرغل وکړو ، هندوانو د دې پر ځای چې جګړه وکړي ، اکثره به بتخانو او مزدکونو ته پناه وړله .

خو د باچا خان لخوا په داسې يو قوم کې ، د يوه فيلسوف په خبره چې جګړه د دوی د ورځې چار ده ، د عدم تشدد نسخې تطبيقول اسانه کار نه و . حتی دده زوی غني خان دې ته مجبوره شو ، چې د «سرخپوشانو» په نوم يوه ډله رامنځته کړي ، تر څو د باچاخان د مخالفينو له تيري نه ځانونه بچ کړي او دوی به تيري ته په تيري ځواب ويلو او په دې کار حتی خپله باچاخان هم يو ځل خوښي څرګنده کړې وه . دا دعدم تشدد له تاريخ نه زما انګيرنې وې .

اوس نړۍ بدله شوې ، تخنيک بدل شوی ، تاکتيک بدل شوی خو زبر ځواکونه او استعماري قدرتونه شته د انحصار ، بډای کيدلو او ځواک تر ﻻسه کولو غوښتنې نوره هم پياوړي شوي او د ظالم او مظلوم کيسې رنګ بدل شوی خو پای ته نده رسيدلې !

حضرت علي (ک ) ويلي ، چې زه له ظالم او مظلوم دواړو څخه کرکه لرم . له ظالم نه د ظلم له امله او له مظلوم څخه له دې امله ، چې ولې يې دې ظلم ته غاړه ايښي !

په اوسنۍ نړۍ کې ساينس او تخنيک دومره چټک پرمختګ کوي ، چې انسان نوره د حيرانيدو لپاره هم وخت نه لري . دغه ځواکونو کولی شي ، له اسمانه د ځمکې هر سانتي متر مربع عکاسي کړي ، د نړۍ هر ځای په نښه کړي او په توغنديو يې وولي ، د کمپيوټر په کارولو سره په ساينس او تخنيک کې انقلابي بدلون رامنځته شوی خو له بده مرغه ، چې د ساينس او تخنيک له پرمختګ څخه نه يوازې ګټوره استفاده کيږي بلکې ناوړه استفاده هم کيږي . د داسو زبرځواکنو او تاغوتي قوتونو سره ، چې ټول امکانات يې په ﻻس کې دي ، مبارزه څه اسانه کار نه دی خو ناشوني هم نه دی !

يوه ورځ ګاونډي مې يوه داسې ويډيو سي ډې راکړه ، چې له يوې داسې امريکايي انټرنېټ پاڼې نه کاپي شوې وه ، چې د امريکايي بشردوسته پوهانو له خوا د خپلو حکومتونو پر ضد جوړه شوې وه . ګاونډي مې راته وويل ، چې د دغه ويډيو سي ډې کاپي ما ته په زيات قيمت تمامه شوه او کمپيوټر يې راته وسوځولو خو بيا هم زما په اند دغه ويډيو ارزښتمنه ده . ما ته يې وويل ، چې د کتلو لپاره يې درکولی شم او سپارښتنه يې دا وه ، چې په کمپيوټر کې نه بلکې په ډې وې ډې پلېير کې يې بايد وګورم ، چې زما کمپيوټر هم له کاره ونه غورځوي .

په دې ويډيو کې په دې هکله زيات مالومات وړاندې شوي وو ، چې استعماري طاقتونه څنګه ځواکمن کيږي ، د دوی د تاکتيکونو او وسايلو په هکله يې زيات مالوت وړاندې کړي وو ، چې د ټولو په هکله خبرې به کيدی شي د لوستونکي له حوصلې پورته وي . همدا راز د استعمارګرو طاقتونو په ځواکمن کيدو کې د نړيوالو بانکونو او کارپوريشنونه ونډه او رول په هکله په تفصيل سره خبرې شوي وې . دا هم په زړه پورې ده ، چې د دوی په اند د امريکا جمهور ریيس نه د نړۍ او نه د امريکا واکمن دی ، بلکې واکمن ټول لوی لوی کارپوريشنونه او شرکتونه دي او دوی د نړۍ لپاره سياست ټاکي ، چې ياد شوي د وسلې جوړولو ، تيلو او نور لوی عايداتي سرچينې په خپل کنټرول کې لري .

زما لپار په ځانګړې توګه له درېيمې نړۍ هېوادونو سره د زبرځواکونو د چلند هم ډېر په زړه پوری و . په ياده شوي ويډيو کې ويل کيږي ، چې که په درېيمه نړۍ کې کوم په هېواد مين او د دستار وړ مشر پيدا شي نو سمدﻻسه " سي ای اې " په دې هڅه کې شي ، چې هغه په پيسو واخلي که چېرې په دې کار و نه توانيدل نو بيا هڅه کوي د کودتا په واسطه يې له واک نه ليرې کړي او که بيا هم ونه توانيږي ، نو خپل شغاﻻن (اېجنټان ) ورليږي ، چې ترور يې کړي.

يو وخت د اقتصاد په کتاب کې مې لوستي و ، چې هر څومره پيسې يا بانکنوټونه چې چاپيږي په مقابل کې يې په بانک کې د ارزښت په اندازه يې سره زر اېښودل کيږي . خو داسې مالوميږي ، چې دا زاړه او پخواني ميتودونه دي او په نني امپرياليستي سيستمونو کې به د سروزو د ذخايرو په واسطه به يې ځای ډکول ناشوني وي .

بانکونه اوس زياته برخه پيسې هوايي چاپوي او بيا دا پيسې خلکو ته په سود ورکول کيږي او د سود په مقابل کې بيا پيسې چاپيږي . نړيوال بانکونه بيا د غريبو ملکونو د ﻻندې کولو لپاره، د زبرځواکونو په خدمت کې دي . همدا راز نړيوال بانکونه هېڅ وخت د قرضې په توګه ټاکل شوي پيسې غريبو ملکونو ته نه ورکوي ، بلکې په دې غريبو هېوادونو کې يوازې يو څو کسه چارواکي د بډو په اخستلو سره شتمن شي او نور هغه هېواد د پرديو تر اسارت ﻻندې راوستل کيږي . سپارښتنه شوې ، چې له بانکونو نه د سود په مقابل کې له قرض کولو ډډه وکړئ او په دې توګه د زبرځواکونو د ﻻ ځواکمن کيدو مخه ونيسئ .

له بل پلوه استعماري ځواکونو يوه بله پياوړي وسله هم په ﻻ س کې لري او هغه ميډيا ده . هڅه بايد وشي ، چې داسې ميډياوې و نه کتل شي او پر ځای يې داسې رسنيو ته مخه شي ، چې رښتيني خبرونو او مالومات خپروي . په انټرنېټ کې هم يو زيات شمېر ويب پاڼې په خدايي خدمتګارۍ لګيا دي او مالوت يې تر زياتې اندازې بې پرې دي . نن سبا به افغانستان کې تر شلو زيات ټلويزيوني چينلونه خپرونې کوي ، زه يو زيات شمېر ليکواﻻن وينم ، چې په دغه خپرونو باندې نيوکي کوي او وايي ، چې د ايرانيانو ، ستميانو ، افغانستانيانو او نورو .... په خدمت کې دي . تر ټولو غوره ﻻره دا ده ، چې داسې چينلونه ونه کتل شي .

د سپټمبر د 11 مې پېښې د رښتينوالي په هکله هم ډېر داسې ﻻسوندونه او دﻻيل په ګوته کيږي ، چې د پېښې د رښتينوالی له جدي چېلنج سره مخامخ کوي . په ياده شوي ويډيو کې ښيي ، چې د امريکا په نيويارک ښار کې د نړيوال تجارتي مرکز پر ودانيو باندې د الوتکو دلګيدو سره سم ، د ودانيو له دننه نه هم چاودنې کيږي او له بلې خوا د امريکا هوايي ځواکونو ، چې د هېواد دننه په اتو دقيقو کې کولی شي هوايي موخې ته ځان ورورسوي په دې ورځ تراتيا دقيقو وروسته غبرګون ښيي او زيات شمېر نور دﻻيل چې ځانګړی کتاب پرې ليکل کيدی شي .

په هر صورت کله ناکله د اپوښتنه هم راپيدا شي ، چې امريکا ولې خپل خلک ددغې پېښې لپاره بايد ووژني خو دليل يې داسې وړاندې کيږي ، چې زبرځواکونه په عامو خلکو ،که خپل وي که پردي هېڅ وخت رحم نه کوي .

د سپټمبر د 11 مې نېټې وروسته او بيا په ځانګړې توګه پرافغانستان باندې د امريکا تر يرغل وروسته په لويديځ کې ځينې افغانان سخت په غوسه وو ، نه پوهيدل څه وکړي . چا به ويل ، چې ما نور خپل اوﻻدونه «مک ډونلډ» امريکايي رسټوران ته له تګ نه منع کړل ، چا به ويل ، چې ما اوس د امريکايي سګرټو پر ځای افغاني نسوارو ته مخه کړې او داسې نور کيدی شي ځينو لوستونکو ته به په دې خبرو خندا ورشي او دکوچنی او بې پايلې کار په توګه به ورته وګوري ، خو زما په اند داسې نه ده !

متل يې کړی ، چې څاڅکی څاڅکی درياب کيږي . که داسې يې وانګيرو ، چې هر افغان د ورځې يوه خښته کيږدي ، نو څومره ودانۍ به جوړې شي ؟ خو راځئ دې خښتې ته په سمبوليکه توګه وګورو او داسې يې فرض کړو ، چې هر څوک د ورځې لږ تر لږه يو ښه کار تر سره کړي نو څومره چارې به ترسره شوي وي . داسې يې فرض کړی ، که څوک د قربانۍ وس ونه لري خو په کال کې ديوه نيالګي د ايښودلو توان ولري او دا کار تر سره کړه ، څومره سيمه به زرغونه شي ؟!

زما ياديږي ، څلور کاله د مخه کابل ته راغلی وم ، له يوه دوست سره چې د ميلمنو لپاره يې تياری کولو په سودا اخستلو پسې بازار ته وﻻړو ، د سلاد مواد يې اخستل يو ځای دوه ډوله بادرنګ ايښي وو له ما نه يې وپوښتل ، چې کوم واخلم . ما يې د توپير پوښتنه وکړه ، ده وويل ، چې دا يو ځای وطني د چاريکارو دي خو دا نور لږ اوږده ښوی بيا د ايران دي . ما ورته سمدﻻسه د وطني سپارښتنه وکړه خو هغه وويل ، چې ايراني ښايسته مالوميږي . ما بيا هم ټنيګار وکړ ، چې بايد وطني واخستل شي .

په افغانستان کې اوسمهال ډېر بدلونونه راغلي ، خو دا ټول ظاهري او بنسټيز ورته ويلی نه شو . موږ نشوکولی په هېواد کې د څو لوړ پوړيو ودانيو جوړيدل ، د لوکسو هوټلونو جوړيدل او د څو انټرنېټ کافي په جوړيد سره او په مغازو کې د راز راز لويديځو کاليو نه نيولي تر الکولي او غير الکولي مشروباتو پورې موجوديت ، د پرمختګ نښانه وبولو .

که غواړو ، چې د نياو اوعدالت په ﻻره کې کار وکړو ، نو سمدﻻسه به لږ تر لږه په دې پيل وکړو ، چې په خپل اند او ګروهه کې بدلون راولو او لږ تر لږه د ورځې يو ښه کار تر سره کړو . مخکې مې د يوې يوې خښتې ايښودو خبره ياده کړه ، خو يوه وداني داسې نه جوړيږي ، چې هر څوک دې خښتې راوخلي او سر په سر دې کيږدي . د دې لپاره يو نظم په کار دی . بايد د هوښيارو او په هېواد مينو خلکو ملا وتړل شي او يو پياوړی ملي ګټو ته ژمن د کار او ستراتيژيو تنظيمونکی بنسټ رامنځته شي . د هر چا په ﻻس کې يوه خښته يا ډبره ، يا يوه تخته نيول مانا نه لري ، او دغه حالت د موټور هغه ماشين ته پاتې کيږي ، چې خورې ورې پرزې يې پرتې وي . يوازې يو ځای تړلي پرزې کولی شي ، د ماشين او ځواک د توليد په توګه کار وکړي .

ځينې لوستونکو ته به دا سوال پيدا شي ، چې همدا اوس په افغانستان کې تر سلو زيات ثبت شوي ګوندونه شته ، چې د دموکراسۍ ، بشر حقوق ، د ښځو حقوق او داسې نورې خبرې يې په مرامنامو کې راغلي . ...

په دغو ګوندونو کې زه څو ډوله نيمګړتياوې وينم ، يو هغه ګوندونه دي ، چې د کوم وزارت يا وﻻيت مقام د تر ﻻسه کولو په موخه جوړ شوي او يا د پرديو په فرمايش ، پر دوی باندې د بحث اړتيا نه ليدل کيږي . دوهم داسې ګوندونه هم شته ، چې تاريخي سابقه يې بده نه ده خو نن ورځ يې خپل محبوبيت له ﻻسه ورکړی او نه داسې کادرونه لري ، چې خلک په ځان پسې بوځي او حتې هغو خلکو ، چې د مرستو وړانديز ورته کړی له هغوی نه يې هم د استفادې وړتيا نه درلوده . په افغانستان کې هر ورځ سختې زړه بوږنونکي پېښې رامنځته کيږي او دغو ګوندونو د يوې اعلاميې د خپرولو جرئت هم ونه کړ نو دوی ته به څومره په انتظار خلک ناست وي .

که چېرې غواړې د نورو له غلامۍ نه خلاص شو نو بايد لږ تر لږه د نورو" کوکاکوﻻ" ،"پيپسي " او" سېون اپ " له څښلو تير شو او خپلو شړومبو او د چينې اوبو ته ترجيح ورکړو ، خو دا کار هم که څوک نشي کولی نو بيا د ټول عمر د معجزې په تمه تيروي .



په پای کې زه د پښتنو لپاره د يوې نسخې عدم تشدد وړانديز نه کوم ، بلکې په خپل ځای د تشدد پلوي هم کوم خو هغه غوټه ، چې په ﻻس خلاصيدی شي غاښو ته اړتيا نشته !  خوبايد داسې ملي ګټو ته ژمن بنسټونه موجود وي ، چې په دې هکله پرېکړه وکړي .

تر څو افغانان د يوه رښتيني ملي ګټو ته ژمن بنسټ جوړيدلو اراده و نکړي ، هېڅ وخت به د نيکمرغۍ مخ و نه ويني .

نن سبا خو يو شمېر خلک دا نظر هم وړاندې کوي ، چې د حکومت د ننه موږ خپلو موخو ته ژر رسيدلی شو نسبت دې ته ، چې په اپوزيسيون کې وو . خو زه اوس د دې نظر په هکله څه نه وايم او په دې هکله به هغه مهال بحث ګټور وي ، چې همفکره هېواد دوسته خلک د يوې پتې او ځای څښتن شي .

د يوه سوکاله او پرځان بسيا افغانستان ، او د ژر تر ژره ملي بنسټونو د رامنځته کيدو په هيله .

جرمني ، 14.09.2009 ز