نوميالي شاعر او سياستوال اجمل خټك له دې نړۍ سترګې پټې كړې
Sunday, 02.07.2010, 04:56pm (GMT)

 

تاند(یکشنبه/فبروري۷)

د غيرت د چيغې ملي شاعر او ملتپال سپين ږيرى سياسي مشر اجمل خټك په ۸۵ كلنۍ كې له  فاني نړۍ د تل لپاره سترګې پټې كړې، سبا به يې په اكوړه خټك كې جنازه وي او هملته به خاورو ته سپارل كېږي.

اجمل خټك د پښتنو د ازادۍ لپاره د ادب او سياست له لارې د ژوند تر پايه پورې مبارزه وكړه او تل يې په خپلو ويناوو، شعرونو او ليكنو كې د پښتنو د حق خبره كوله.

نوموړي جنازه نن دوشنبه (د فبرورۍ اتمه) په اکوړه خټک کې کېږي او همالته به خاورو ته وسپارل شي .

هغه نه يوازې د پاچاخان د خدايي خدمتګارانو په غورځنګ کې خپل سياسي ژوند پيل کړی و، خو وروسته نه يوازې د سرحد صوبې د مهمو سياستوالو له ډلې و، بلکې د ټول پاکستان په سياست کې يې مهمه ونډه درلوده .

د اجمل خټك د (غيرت چيغه) د دۀ هغه شعري مجموعه ده چي د پښتونخوا وطن ګڼ شمېر ځوانان يې د خپلې خاورې د ازادۍ مبارزې ته وپاڅول.

د اجمل خټك ګڼ شمېر آثار خپاره شوي او ځينې يې لا ناچاپ پراته دي.

 

 

د سرحد ایالت اعلي وزیر په روغتون کې د اجمل خټک عیادت کوي

د اجمل خټک ژوند او اثار :

 

اجمل خټک  (زوکړه :۱۵ د سېپتمبر، ۱۹۲۵ ع - مړينه: ۷ د فبروري، ۲۰۱۰ ع) د پښتو ژبې يو تکړه ليکوال، شاعر او سياسي څېره وه. نوموړی د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ فعال سياسي غړی او د پاکستان د ولسي جرګې غړی هم پاتې شوی.

مخينه

اجمل خټک په ۱۵ د سېپتمبر په اکوړه خټک کې زېږېدلی ؤ. له ماشومتوب نه د خان عبدالغفار خان له شخصيت نه متاثره شوی ؤ او چې کله ۱۷ کلن شو نو په فعاله توګه يې د هند د پرېښودلو د غورځنګ غړيتوب ترلاسه کړ. هغه مهال دی د پېښور د ګورنمنټ هاي سکول زده کوونکی ؤ، خو خپل زده کړې همداسې نيمګړې پرېښودلې او د همدې سياسي غورځنګ غړيتوب ته ولاړ. دا د هغه سياسي ښکېلتابه پيل ؤ چې تر پينځو لسيزو پورې يې فعاليت وکړ او په همدې وخت کې يې د خپل ادبي او زده کړو په پرمختګ کې هم د درد نه ډکې لمحې په زندانونو کې تېرې کړلې. که څه هم چې نوموړي د پېښور پوهنتون نه په پارسۍ کې ماسټري اخيستې، خو هغه په پښتو ادب کې د ځانګړو نوښتونو لاره هم هواره کړې. او پښتو ادب يې د انګرېزي ادبياتو سره وتاړه، او په همدې توګه يې د پښتو ادبياتو د يوه پرمختلونکي شاعر نوم هم خپل کړ. 

زده کړې

تر اتم ټولگي پورې ېې پخپل کلي کې زده کړې وکړې اوبيا دپيښور عالى ښوونځي ته ورغي . داچي اجمل خټک په ځينوسېاسی چاروکې فعال ښکيل وونوپدې تور چې انگريزي ضد فعاليتونه کوي له ښوونځي نه وايستل شو.

خوله پوهې سره مينې دى غلى نه کړاوپه شخصي توگه يي لوست ووايه او عربى ، پښتو او فارسي ىې ولوستل ، انگريزي ژبه يي زده کړه اوپوهنتون ته يې دازموينې په ورکولو پيل وکړ.

خوله ازموينې يي راويست او جيل ته يي وردننه کړ. ده په جيل کې هم لوست وايه اوله همغه ځايه يي ازموينې ورکړې ځکه يوازې دازموينې په ورځ يي اجازه ورکوله چې له جيله ازموينې ته ورشي اوبيرته به يې جيل ته راوست.

له جيل نه وروسته ښاغلى خټک دپيښورپوهنوتون ته بريالى شو. بيا يي ونيواوداځل يي دمچ مشهورجيل ته بوت خو بيا ېې هم لوستونه مخکې وړل اوله همغه ځايه يې دفلسفې اوارواپوهنې ازموينه ورکړه .

له ١٩٤٢ نه تر١٩٤پ کال پورې ېې سياسي فعاليت کاوه اوله ستونزوسره هم ډيرمخامخ وو خوپه ١٩٤٧ کال کې پاکستان جوړشواوددوى ستونزې دپخواپه پرتله په کميدوشوې. دنشنل عوامي گوند منشي پاتې شوى دى.

د ښوونکي دنده يې ترسره کړې ده او په پېښور راډيوکې يي هم کارکاوه پروگرامونه به يي ليکل.خودژوند ډيره برخه يي لکينې ته ځانگړې کړې ده .اجمل خټک مشهورشاعر اوليکوال دى .

چاپ شوي آثار

تراوسه يي ١٣ کتابونه او١٨ رسالې چاپ شوي دي .

ځينې کتابونه يي په ارودژبه هم لکلي دي . لومړنى کتاب يي دغيرت چيغه نوميده . نورکتابونه يي دژوند چيغه ، ژوند اوخوند، گلونه اوتکلونه ، افغان ننگ ، کچکول، سرې غنچې ، دژوند خاطرې اوځينې نوردي.

اوس چې روغتيايي حالت يي هم ښه نه دى ديوه نوى کتاب په ليکلوبوخت دى چې دخپل ژوند ټيټې جگې پکې راټولوي. دى نيت لري پدې کتاب کې دا وليکې چې ولې افغانستان ته تللي وواوشل کاله يي هلته ژوند وکړ، دخپلوليدنوکتنوپه اړه به خاطرې وليکى اوماته يي داراز هم ووايه چې دې کتاب ته يي دترخه وختونه اوخواږه يادونه نوم غوره کړى دى.