نشر در آسمایی: 15.07.2009

اکبر کرګر پرون  او  نن

اکبر کرگر سره  د اسمایی ځانګړی خبری اتری

 

حميد عبيدی: کله چی اوس خپل کوچنيتوب ته فکر کوۍ لمړي انځورونه  چې ستاسو سترګو ته دريږي کوم دي؟

اکبر کرگر: زه دخپل كوچنيوالي له انځورونو سره ژوند كوم . هغه زما د رومانتيك ژوند اصلي دونيا ده . كله كله چې خپله څيره په اينه كې گورم . سملاسي مې خپل ماشومتوب ته فكر شي . ناڅاپه مې زيړه غوا له جلبه نيولي وي ٬ ربړې لينده مې غاړه كې وي او په پوله غوا څروم . او يا خو مې كتابونه اوږې ته پراته وي چې د پلار دوست او يو مشر (ميرزمان خان استاد )مې په لار كې راونيسي ٬ او رانه پوښتي چې ته پښتون يې كه مسلمان يې ؟ زما هر څه له ياده ووځي . ناڅاپه ورته وايم زه د .... زوى يم. د مزار درې يم . نو بيا هغه له ما وپوښتي ولې مسلمان نه يي ؟ خو زه ورته وايم ٬ چې يم خو ...يم خو پلار مې راته همدومره ويلي و .

او بيا مې ناڅاپه د لومړي ټولگي ښوونكى د پيړى لښتې سره ياد ته راشي ٬ او چې په تنبل شاگرد غړم لگوي نو زما اندامونه له ويرې ولړزيږي . او چې نور هم ماشوم شم ٬ نو بيا د  مور په څنگ كې ناست يم ٬ هغه شيروار شاربې . زه پزه راكاږم او دمستو اوسوكړك لالچ كوم . زما مور لكه د هر چا له پاره خپله مور چې ما ته اوس د ټولو انځورونو الهه ده . هيڅكله يي پر ما قهر او منت نه دى كړې او نه يې پر ما لاس پورته كړى دى . اوس نو څه وكړم ؟ پرون رانه د سترگو په رپ كې پناه شو ٬ سبا ته چې گورم نو په يوه تور غار مې سترگې لگي . او نن خو دومره اوتر يم چې خپل ځان را څخه هير دى . نو كه وو نه و . هماغه پرون و اوماشومتوب و.

عبيدی: د نن او سبا په هکله به وروسته ته خبری وکړو، خو اوس اجازه راکړۍ نور يو څو شيبۍ هم ستاستو په هماغه رومانتيکو وختونو کې لږ څه تم شو.  کله چی تاسی لمړی ځل له کلي نه ښار ته راغلۍ څو کلن وی او نوی نړۍ ته د راتلو شوک مو څنګه وزغملو؟

کرگر: زه په ابن سينا كې د شموليت نه تر مخه ښار ته راغلي وم . له پلاره سره د څو ورځو له پاره راغلي وم . د لږ وخت له پاره . زما مشر ورور افسر و. خو په ښوونځي كې له شموليت وروسته ما بيا هم په واقعي توگه په ښار كې ځان نه احساس كاوه . ځكه چې ليليه ښوونځى و . اوټول په كې د اطراف زده كوونكي راټول شوي و ٬ دا هم يو كليوالي چاپيريال و. هم تاجيكي هم ازبكي او هم هزاره گي او هم پښتنې كليوالي چاپيريال . يعنې يو تمام عيار افغاني چاپيريال و.خو چې بهر به ووتلو او په څلورمه كارته كې يا د پوهنتون په ساحه كې به مو درس ويلو نو د ښاريانو له خوا موږ او د رحمان او خوشحال د ليسو زده كوونكو ته چپلي پوش او چادر والا ويل كيدل . خو يوه خبره بايد زياته كړم . چې دكلي اوښار توپير يو ټولنپوهنيز بحث دى . ما ته د پوهنتون په دوره كې د ايران د يو ه ليكوال صمد بهرنگي يو كتاب ترلاسه شو چې په بيروت كې په پښتو ژباړل شوي و. په دغه كتاب كې دا توپيرونه په زړه پورې توگه ترسيم شوي . او د دې كتاب زيات انتقادې لورې د لويديځې نړې يا معاصرو زده كړو هغه ارزښتونو ته و چې څرنگه په كې يو نسل له خپل كلي كوره پردى كيږي . يا چې زوى په كوم دفتر كې مامور شې او پلار يې دفتر ته ورشې نو د پلار په زړو كاليو شرميږي او د دفتر پياده ته وايي چې دا خو زموږ مزدور دى . چاى وركړه او رخصت يې كړه . داسې پيښې او نمونې په ډيرو اثارو كې راغلي دي . دا يوه نمونه وه . زه خپله كومه ناوړه تجربه نه لرم . خو د كلي او ښار توپيرونه يو طبيعي امر دى .

عبيدی :   د ښاريانو نه نورې داسی جالبې خاطری  هم لرې؟

کرگر: يو ځواب خو دا دى چې د ښاريانو عكس العمل د كليوالو په وړاندې څنگه وي ؟هماغسي له موږ سره هم و . بله داچې په دغه وخت كې چې دچا خبره دديموكراسۍ لسيزه وه اومظاهرې به كېدلې نو يو جوالي به مظاهره چيانو راونيو اوپه ولو به يې كښيناوه اوهغه ته به يې شعرونه ويل . دې كار دا طلسم مات كړ. زموږ يو دمشق ښوونكى و چې قاري صيب نوميده . هغه به هم كله چى په موږ به په قهر شو نو بيا به يې ويل  «او افغان غولدينگ باغ بالا» . دا خبري چې اوس زه فكر كوم قصدې نه وې بلكې د كابل د خلكو د «روان» نماينده گي يې كوله . هغه پخپله ډير متدين اوپرهيزگاره سړى و . خداى دې وبخښي . زموږ د هندسې او رياضي ښوونكې حاجي عبدالعظيم و. هغه دې هم خداى وبخښى چې پښه به يې لا په دروازه نه وه ايښې چې سم دواره به يې غږ كړ  «سر د خط ، وليكۍ» او د ساعت تر پايه چا سر نه شو پورته كولاى . له هغه مې دا د وخت نه ضايع كول زده كړي دي . خو ښار دډيرو مسايلو په اړوند دزده كړي مركز وي . دفرهنگونو دالتقاط ځاى وي . اودډير څه ديادولو شرايط په كې وي .په كابل ښار كي بيلابيل قومونه ٬ اولسونه ٬ كاروبار ٬ بيلابيلي ژبې دا ټول ديوه لوى هيواد درنگينئ مانا درلوده ٬ اويوه كليوال ته يې په ليدو سره هر څه نوي ول .

 بله داچې ښاري ژوند محدوديتونه ليري كوي . پراخ نظري رامنځ ته كوي . انسان كولي شې په پراخه دايره كې فكر وكړي . اوهر څه محدود ونه گوري . يا په بل عبارت ښاري ژوند يعنې مدنې ژوند يعنې تمدن اونور .

 

عبيدی : او که اوس تاسو نه څوک وپوښتي چی پښتون ياست، افغان ياست او که مسلمان،  تاسو به خپل هويت په لنډه توګه څنګه ورته وروپيژنۍ؟

کرگر: ما د خپل ماشومتوب يوه خاطره وويله . خو اسلام يوې خواته كړه موږ ټول مسلمانان يو ؛ خو كه د افغان او پښتون مساله راشي او د يو اكاديميك بحث نه تير شو ، نو د لوى خوشحال دا شعر به بس وي چې ووايم :

څو دې توان رسې په لوې درياب كې گرځه

په وياله كې دې زوال وينم نهنگه

يوازې ځان ته نه بلكې هر هغه څوك چې د خپل ژوندانه دايره محدوده وي په واقعيت كې د ژوند له رنگينيو محروم كيږي.

عبيدی : که اشتباه می نه وی کړی ستاسو  په وخت ابن سينا کې زده کړه په پښتو وه ، نو کله چی پوهنتون ته شامل شوی په دری ژبه كې زده کړه تاسو ته ستونزمنه نه وه؟

کرگر: ما هم ابن سينا په پښتو ولوستله . زما د درې ښوونكې له شمالي (پروان ) څخه و . زه تر هر چا په هغه گران ووم. دا ځكه چې ما به ډير كوښښ كاوه . خو د درې ژبو له پاره درس اختياري و . هغوى په درې پارچه ليكله او استادانو سخت گيري نه كوله . موږ په پښتو ليكله او د پوهنتون تر پايه پورې دې كار دوام وكړ . البته يو څه ستونزې وې خو زه ان په ابن سينا كې له فارسې اثارو سره اشنا شوم او هغه مې مطالعه كول .

عبيدی :  سياست او سياسی افکارو سره  مو څه وخت او څنګه  لومړی  ځل پيژندګلوی تر لاسه کړه ؟

کرگر: په ابن سينا كې د تاريخ او جغرافيه د مضمون پر ځاى د اجتماعياتو مضمون تدريس كيدلو . د دې مضمون استاد غلام سخې زرمتى نوميده . دنگ او ښكلي زلمي و ٬ ښه شيك هم و . خو ډير پراخ لكچر يې وركولو . ما به هم زياتې پوښتنې كولي دا د دې سبب شو چې ماته يي دنده راوسپارله چې د ابن سينا كتابتون ته ولاړشم (هغه د كتابتون امر هم و) چې هلته ځينې شيان ولولم . زه د پيښور چاپ ځينو اثارو سره لكه كيسو ، داستانونو لكه د مهدې شاه پاچا٬ ماستر كريم ٬ اجمل خټك٬ قلندر مومند ٬ عبدالمالك فدا او نورو ډيرو سره اشنا شوم . او هر وخت به مې لوستل . ويل كيدل چې دغه اثار د حفيظ ا لله امين په وخت كې چې كله د ابن سينا مدير و راوړل شوي وو . د دې محتواى د ازادۍ له پاره د مبارزې څخه ډكه وه . له بلي خوا د پوهنتون د كانكور په هكله د پاتې زده كوونكو مظاهرې ٬ د ښوونى او روزنې د وزير داكتر اكرم پر ضد مظاهري د دريم د عقرب تلين او داسې نورې مظاهري به روانې وې . له بلې خوا پوهنتون ته د شهيد داكتر نجيب ا لله او  د گلبدين حكمتيار راتگ او د هغو ځليدل د داكتر كريم زرغون او نورو څيرو رابرسيره كېدل په ښوونځيو كې د زده كوونكو له پاره هم د فكر كولو مواد وو٬ چې ما هم دغه كسان د ستيجونو پر سر وليدل او ورسره اشنا شوم. او كله نا كله به مې په غونډو او مظاهرو كې گډون كاوه .

 

عبيدی :  لمړی مظاهره چی تاسی په کی ګډ ون و کړ کومه وه ، د څه په هکله وه او د چا له خوا رابلل شوی وو؟

كرگر : زه په اتم يا كه نهم ټولگي كې وم چې د ابن سينا ليسې يو اعتصاب درلود او هغه هم د زده كوونكو د غوښتنو له مخې تنظيم شوى و؛ چې زيات وخت يې دوام وكړ او بالاخره د پوليسو په ضربتي حمله پاى ته ورسيد . ډير كسان په كې بنديان او ووهل شول.

عبيدی : هغه وخت ډېر فکری او سياسی تمایلات او ډلی ميدان ته شولې ؛ تاسو ولې کيڼ خوا ته  متمايل شوی؟

کرگر: ما د پښتونستان د غورځنگ سره زياته مينه درلوده . په ليكنو اوغونډو كې مې د يوه پلوي په توگه گډون كولو . پاچا خان او د هغه ياران ما ته هغه وخت هم د انسانيت او ازادۍ د لارې سمبولونه و . نو كله چې به مى ليدل په مظاهرو كې به ځينو كسانو دغه مشرانو ته سپكې سپورې ويلي خو پرچميانو هغه په اوږو پورته كاوه او د پښتونستان له داعيي يې د پاچا خان په وجود كې كلكه دفاع كوله . او وروسته نور اثرات هم و چې په ښاري ژوند كې پرچميان د پوهي او روښانفكري چلندونو له مخې ډير برجسته ول. نو ځكه زه هم ورسره يو ځاى شوم . دا پړاو يو  حسي پړوا و . زما په څير ډير كليوال له دغه كيڼو جريانونو سره يو ځاى شول او يا په بل عبارت كيڼو جريانونو له بډايو كورنيو څخه تغزيه ونه كړه بلكې هم دا كليوال يا د كليو څخه راپورته شوي روښانفكران و چې په هيواد كې يې د نهضت اصلي بدنه جوړه كړه.

عبيدی :  د ليليه ښونځيو و اکثر زده کونکې هغه وخت خلقيان شول ؛ تاسو څنګه او ولی پرچمي شولی؟

کرگر:  طبيعي خبره ده چې اوس زه د هغه وخت په معيارونو فكر نه كوم . د خلقيانو د تحريك اصلي او زياتره كادرونه ماته اوس د قدر وړ سپيڅلي او سرښندونكي دي . خو ما ته د پرچميانو ملي شعارونه او ملي طرحې ډېرې او نسبتا معتدل سياستونه د منلو وړ وو .

له بلې خوا دواړه گوندونه يو واحد جريان و. د دوى سره جلا كيدل هم داسې يوه غميزه ده چې دافغانستان په تاريخ كې يې ډير درانه اثرات پريښوول.

اوس له هغه كلونو زيات وخت تير دى . هر څه د سترگو په رپ كې پناه شول . احساساتي بحثونه . كليوال ژوند د ښوونځي چاپيريال او بيا دپوهنتون دوره. زندا نونه . شكنجې او د زمان ناخوالي هر څه او هر څه د سترگو په رپ كې پناه شول . زمان اوس په بيرته نه راگرځي .هغه ځوانان چې زموږ په مخ كې ځوانيمرگ شول پناه شول اوس په بيرته نه راگرځي . هغه پيغلي چې لا دواده نكريزې يې په لاسونو نه وې كښلي كونډې شوي په حال نه راځې . بورې ميندې همداسې ژاړي . خو ديوه نسل كارنامه بل ته سپارل شوي ده. اوموږ هم دادى په دې څرخ كې له اصلي مداره ډير ليرې پريوتو .

عبيدی :   تير وختونه بدلولى نه شو خو که پرې سپينې خبرې وکړو نو کيدای شي د نن او سبا لپاره ډېر درسونه او عبرتونه تر لاسه شی. ستاسو په نظر د فاجعی د  زيږيدنې لاملونه کوم دي ؟

کرگر :  دې پوښتنې ته په بيلابيلو سطوحو كې ځواب ويلي شو . او كله دا بحث په يو سكولاستيك بحث هم بدليداى شي . چې پوښتنه رامنځ ته شي چې چرگه د مخه پيدا ده او كه هگۍ ؟ خو دا يو ارزښتي بحث هم دى . چې هر څوك يې د خپلو سترگيو څخه ځوابولى شي . كه ستاسو هدف له دې پوښتنې معاصر تاريخ يا تيره پيړئ وي نو زيات بهرني او كورني عوامل شته چې په دې غميزه كې دخيل دي . او دا په څو كرښو كې نه خلاصه كيږي . رازه چې د يوناني شاعر او ليكوال دا خبره راياده كړو چې وايي :

« پريږدئ چې دا هيواد يو وار بيا هيواد شي .

پريږدئ چې يو وار بيا هماغه خوب او خيال شي چې وو٬

پريږدئ چې د دښتې سرغندوى شې

او هلته چې ازاد دي ٬خپله كوډله وپلټي .»

 

عبيدی :   تاسی خپل پخوانی سياسی تجربی څنګه ارزوی او  ايا اوس هم د خلق ديمکراټيک ګوند ايديولوژی او د پرچمی پر تګ لاره او نړۍ ليد باوری لرۍ؟

کرگر:  زه به يوه خبره په صداقت سره درته وكړم. او  هغه دا چې زما  او زما د نسل او يارانو تيرې تجربې د هيواد له پاره يوه لويه شتمني ده . موږ يو نسل و چې د يو سپيڅلي ارمان په خاطر چې هغه د خلكو نيكمرغي وه قربانئ وركړي او غونډۍ غونډۍ شهيدان مو وركړل . دا چې موږ اشتباه كړي او كه نه مو ده كړي دا دى موږ لا ژوندي يو او تاريخ ليكل كيږي . خو كه يوه شيبه په هماغه تاريخي مقطع كې ځان احساس كړو دا د هغه وخت سياستونه وو . موږ او زموږ هيواد تل او يا څو وارې د لويو قدرتونو د رقابت قرباني شوى دى . او اوس هم دومره روښانه نه ده . خو يو شي ډير څرگند دى هغه د تيري پيړۍ يوه لاس ته راوړنه ده  چې د ايديولوژي د بې اعتباره كېدو څخه عبارت ده- ماركسيستي ايديو لوژي وه او كه مذهبي ايديولوژي دواړو د خپلې بې اعتبارۍ ټاپه پر تندي ووهله .

زه هغه څه چې ويلاى شم دا دى چې ما د خپلو خلكو سره خيانت نه دى كړى . ما صادقانه كار كړى- چې څه مې وس كې و. كه زندان و اوكه بهر يوازې د هيواد نيكمرغي مې غوښتله . خو اوس هغه دوران نه دى . اوس نه هغه فضا شته او نه هغه هوا . او نه د پرون دوگماتيزم شته اونه خو د نن ليبراليزم پرون موجود و .

 

عبيدی :   خپلې دا تجربې لويه شتمنی ده او که ترخه درسونه او عبرتونه یی ؟

کرگر:  تجربه تجربه ده .ترخه او خوږه نه لري .كه ترخه يې وبولي نو بايد بيا تكرار نه شي .او كه خوږه يې وبولي هغه هم په دې كانتيكس كې خوږه ده چې يو سر ښندونكې نسل چې ټول ژوند يې ايثار او سرښندنې ته وقف كړ يوازې د  وطن د انسان د ازادۍ او نيكمرغى نه يې بله هيله نه درلوده .نو بيا خو يوه نمونه ده دا چې بهرني او كورنې فكتورونه ٬ لكه د روس يا شوروي يرغل ٬ د گاونډيو شيطاني لاسونه ٬ د اسلام په نوم سوداگري د مشرانو ځان غوښتنې د ټولنې وروسته پاتې والي عقده يي چلندونه يو بل ته دسيسي جوړول .دا نو بيا پر هر څه خاورې اړوي .موږ ته د تير يو ډول پراخ نظره (بازخواني) يا بيا ارزونه په كار ده .چې ښه له بدو بيل كړو .زه يوازې د قربانې شوى ارمان لرونكي (ارمانگراى) نسل په اړوند د شته منۍ ذكر كوم چې سرښندنې يې وركړې .شهيدان شول .خو هيڅ شى ترې پاتې نه شول .نه پيسې نه كورونه ٬ او نه يې لارې لوټ كړې دي .دا په دواړو خواو كې و .يعنې هم د هغه خلكو په ليكو كې چې د وخت دنظام پر ضد جنگيدل او هم دهغه كسانو چې د نظام څخه په دفاع كې جنگيدل .اوس دا وخت تير دى .كه د عبرت درس ورته وايي كه د ذايقې تجربه ( خوږه يا ترخه ) ورته وايي .دا يوازى د تعبيراتو مساله ده .زما هدف دا دى چې د تير دتحليل په بنياد بايد داسې لاره غوره شي چې كرغيړنې نمونې بيا تكرار نه شي .اوښې نمونې يې سرمشق وي .

 

عبيدی :   تاسو څه وخت او څنګه پر خپل ها پخوانۍ  ايديولوژيک تفکر شک پيل کړ؟

 

کرگر:  (۰ نه پوهيږم چې دچا خبره ده چې وايي « شكاك اوسه چې فريب ونه خوري .» د انسان فطرت بايد داسې وي چې د تاريخ په پروسه كې ژوند وكړي .او د هگل د ديالكتيكي قانون له مخې بايد په هر ه مقطع كې په تيرو كړنو غور وكړي شيبه چې تيريږي ٬ يو بدلون راځي په زمان كې بدلون ٬ زموږ په تن اوهستۍ كې د بدلون سبب كيږي .

 

عبيدی :   ستاسو له نظره د غوايي اوومه يو انقلاب وو ، يو نظامی کودتا وه  او که يوه دسيسه؟

کرگر:  زه نه پوهيږم چې څه ډول ځواب غواړې .او په څه ډول ځواب خوشاليږي .زه دې خبري ته څو ځوابونه لرم ۔

اول : دتيري پيړۍ په دويمه نيمايي كې د اقتصادي او ټولنيز پرمختگ او فرهنگې ودې او سياسى ازاديو او ديموكراسې نشتوالي ترمنځ يو ډوله نه تناسب ايجاد شو .په نتيجه كې سياسې غورځنگ چې په تنكۍ ځوانۍ كې و لږ پر مخ ولاړ په يوه ترينگلې ټولنه كې د يوه ټكر سبب شوه .

بله دا چې : دغه ترمينالوجې د داكتر صيب شهيد نجيب الله د ملي روغې جوړې په سياست كې اصلاح شوه او د ثور د پيښو په نوم ياده شويده .

دريم : ښاغلى اسماعيل اكبر افغان نظريه پرادز او زما منلى دوست په خپل اثر « فصل اخير» كې يوه كيسه لري : هغه كيسه كوي چې د ليسې په دوره كې موږ د كيڼ غورځنگ له پاره ډيري منډي ترړې كولي .يوه ورځ د دينې علومو يوه استاد كښينولم او راته وې ويل چې تاسې څه غواړۍ ؟

ما وويل موږ يو بدلون ٬ يو انقلاب غواړو.

هغه وويل : كه تاسو هڅه وكړې او سواد او زده كړه عامه كړۍ او دا سواد او زده كړه ليرې كليو او بانډو ته ورسوۍ .له دې به نو بل ستر انقلاب بل نه وي .( كلمات زما خپل دي ٬ فكر كوم كيسه به مې نه وي غلطه كړې )

دريم دا چې : د ثور پيښې چې زه يې د اوسنۍ زاويي څخه گورم .هر څه نوم چې پرې ږدې و.خو انقلاب نه وو .كيداى شى دا خبره زما ډير پخواني دوستان راسره ونه منې خو زه اوس د خپل پاس منزل ( سر او مغزو ) نوكر يم او خپله عقيده او نظريه لرم .او دا مې اوس باور دى .

زه يوه لنډه كيسه هم په دې اړوند لرم چې  «حلاجې» نوميږي .په هغه كې دغه سياسې پيښې د قصابۍ دوكان كې پيښيږي اوبس .

عبيدی :  که دا کیسه تر لاسه کړو نو همدی خبرو اترو سره به یی خپر کړو. او اوس یوه بله مهمه پوښتنه: ستاسو له نظره افغانستان ته د شوروی قواوو راتلل انترناسيونالستی مرسته وه که پر افغانستان يو پوځی يرغل؟

کرگر:   يوه چرسې سخت زيات چرس څكلي و .او په نوې بړستن كې تاو و . له كوره بهر يې دوه كسو شور جوړ كړ .(دوه كسه ). د چرسې ښځې وويل ورشه سړيه او جنگ خلاص كړه . كله چې چرسې له كوره ووت دواړو پرې حمله وكړه . او بړستن يې ترې وتښتوله . سړى بيرته كورته ننوت .ښځې ترې وپوښتل .جنگ دې خلاص كړ ؟

هغه وويل : جنگ نه و . دواړه د بړستنې پسې راغلي وو؛ بړستن يې رانه وتښتوله . او ولاړل .

كه بيا دې هم په دې كيسه تنده ماته نه وي نو دا به زياته كړم چې هر څه وه ؛ خو مرسته نه وه. له مرستې پرته پرې بل هر نوم پرې كيښودلى شې .

عبيدی :   که له اوسنۍ عقل سره فرضاْ ممکن وی بيا هماغه دوری ته وګرځی نو بيا به هم هماغه پخوانی  لياری ته به ور ګډ شی او که څنګه؟

کرگر:   كه تاسى ددې ضمانت كوۍ چې ما بيرته اتلس كلن كړۍ ، نو بس لږه اجازه به درنه واخلم  چې يو څو ورځې فكر وكړم بيا به وگورې چې څه كوم . دا يوه ټوكه وه.

خو جدې به درته ووايم چې :

- ايا كه امير عبدالرحمان بيرته راژوندى شي ، څوك به يې په خوله پياز وخورې ؟

- ايا كه هتلر بيرته راژوندى شي نو په پيزه شاپ كې به يې څوك استخدام كړي ؟

- ايا كه استالين بيرته راژوندى شي ، نو څوك به يي د بس د دريور په توگه وټاكي ؟

دا د تاريخ پوښتنه ده . هراكليت څه ښه ويلي دى : « موږ په عين وخت كې دوه وارې د هماغه اوبو څخه نه شو تيريدلاى .»

نو نه خو هغه وخت راځي او نه هغه شيبه او نه زه بيرته ستنيږم . بله دا چې دا كليه اوس بې ځايه ده كه فكر وكړو چې : «هر واقعيت معقول او هر معقول واقعيت دى .» د يو شې يا يوې پدېدې معقوليت په تاريخيت او تاريخي ضرورت كې دى .

عبيدی :  نو تاسو خپل ننۍ نړی ليد او سياسی افکار او ټولنيز ارمانونه څنګه تعريفوی؟

کرگر: زه به څو تصويرونه وراندې كړم .كاش كې چې د ډوډۍ د پيدا كولو په خوا كې دومره وخت راسره واى چې ډير لوستل مې كړي واى او په لوستلو او زده كړه نور تر پزې موړ واى .

۱- په يوه شيبه كې تاسو يوه جنازه وينۍ . يو شهيد په كټ كې په خپلو كاليو كې پروت دى . كونډه ميرمن يې ورته پښو ته ناسته ده . ماشومان يې هم سلگۍ وهي . هغه نور مړ شو . بيرته نه راژوندي كيږي . ماشومان څو شيبې وروسته خپل خوږ پلار نور نه شي ليدلاى ځكه چى د ځمكې له سره پناه كيږي . دا يو درد دى او كه نه؟

۲- يوه كونډه ميرمن چې له واده يې يوازې څو كلونه كيږي يو يا دوه ماشومان لري . په يوه لويه هديره كې د يوه قبر ترڅنگ ناسته ده . ژاړي كوچنې ماشوم يې څنگ ته ناست دى . هغه د مور اوښكو ته گوري ٬ او په زړه يې توره شپه راځي هغه كلونه او مياشتې په دى هيله رالويږي چې پلار يې مزدورۍ پسې تللې او بيرته به راشي . خو چې شونډه يې توريږي . او يا په كلي كې د هغه پر سر څوك لاس راكاږي . نو بيا پوهيږي چې د هغه پلار لا څو كاله د مخه له هغه جلا شويدى . دا يو درد دى اوكه نه؟

۳- يوه مور د يوه زلمي زوى په مړې ژاړي . خپل مخ شين كوي . هغه دا نه شي منلې چې د هغې زوى دې په دې زلميتوب كې له هغې جلا شې او د تورو خاورو ميلمه دي شې . هغه په دا شيبه كې فكر كوي چې ځمكه يې تر پښو لاندې تښتي او اسمان چورلي او منډې وهي خو دا پر يوه ځاى ولاړه ده . او ځان نه سوزوي .

پلار په منډو راننوځي چې زلمې زوى يې په كټ كې پروت دى . ځوانه نگور يې خپل مخ وهي . خو دى په ملا كړوپ كيږي ژړا نه ورځي د ديوال چنې ته كښينې خو بيا له ځمكې نه شې پورته كيداى . او د ملا په درد اخته كيږي . دا درد نه دى ؟

وروستۍ خبره مې يوازې داده : چې هيڅوك د درد « د جسمې اوروانې درد»  احساس ونه كړي .او بله دا  چې : دغني خان په دې شعر به خبره لڼډه كړو :

مسالو مې زړگى د روند كړ ياره ما ته بگتۍ شه

نور د روټو تاب مې نشته پراټه شه چپاتۍ شه

دا اوږدې اوږدې خبرې دا واړه واړه فكرونه

دهاى هاى د كړلو نه يم ماته هۍ تتۍ تتۍ شه

ړندو سترگو د پتنگ ته د نورونو كيسې مه كړه

پتنگ لمر ته كتى نه شي ډيوه گۍ شه موم باتۍ شه

ما ته ماشيه ! كېسې ته دهاتيانو د تول مه كړه

بس په دغه ځاى يې پريږده بگتۍ شه بگتۍ شه

غني خان

 

عبيدی :  د بيلابيلو سابقی لرونکی افغانان  د  افغانستان بيارغونه غواړی   او د ټولنېز پرمختګ ، پيوستون او عدالت پلويان  دی ، خو پخوانی ترخی تجربی او خاطری د هغوۍ د يووالی پر مخ خنډونه دی. ستاسو په اند دغه خنډونه څنګه برطرف کېدای شی؟

کرگر:  دا سمه ده چې د استقطاب په كلونو كې ډير جلاوالى رامنځ ته شو . كركې او بدبينۍ ايجاد شوى . خو ما ته يوه كيسه راياده شي . څو مياشتې تر مخه زه د استاد عبدالعلي مزاري د يادونې يوې غونډې ته تللې وم . په هغه كې يوه هزاره هيواد وال زلمي چې د لندن په يوه پوهنتون كې درس وايي په خپله وينا كې وويل : د هغې ورځې په هيله چې زه په افغانستان كې هزاره ياد نه شم او بل پښتون او بل هم ازبك ؛ بلكې د يوه افغان په نوم ياد شو.

دا د دې مانا لري چې زموږ په هيواد او ټولنه كې د ملت جوړيدنې پروسه په ډيره سستى پر مخ ځي . دا ټول د ټولنيز اقتصادي او فرهنگي ودې پورې اړه لري . كله چې موږ د تاريخ يو لوى جريان كې داخليږو او خپل رنگ قوميت او هويت په واحد جريان كې سره شريك كوو نو نه يوازې دغه اندك سياسي ستونزې له منځه ځي بلكې نورې هغه ستونزې چې تل د نورو له پاره د لاس وهنې او مداخلت سبب كيږي هم له منځه ځي .

كه د افغانستان اوسني حاكمان د ملت جوړيدنې په موخه منظم سيستماتيك پلانونه جوړ او عملي كړي د انتگريشن بهير چټك شي نو اوسنې حالت به يو وخت وروستي نسل ته د خندا او ټوكو نه بل څه نه وي .

 

عبيدی :   تاسو  له کلونو په دی خوا  د بایزید روښان او روښانی غورځنګ په هکله څيړنی کوۍ. ايا  دا څيړنی اوس هم دوام لری او که داسی وی نو څه نوی خبری هم شته دی ؟

کرگر:  دا سمه ده . ما د ارواښاد روهي صيب د لارښوونې لاندې يو كار وكړ . ما ته هغه د ډير باور شخصيت ځكه وو چې نوموړى په معاصرو ميتودونو ډير ښه پوهيده . زموږ د نورو كلاسيكو پوهانو په څير يوازې په څيړنه كې د زوكړي پر ځاى او كال او عادې مالوماتو كې ښكيل نه و . ما د بايزيد روښان عرفاني او فلسفي څيره په نوم اثر وكښه او بيا د علومو اكاديمې له خوا چاپ شو . دې اثر د حكيم ناصر خسرو جايزه هم واخيسته دا ځكه چې په دغه اثر كې د روښان او اسماعيليه افكارو يوه پرتليزه څيړنه شويده .

يو وخت زه په پيښور كې وم، هلته ما خپل اثر ارواښاد تقويم الحق كاكاخيل صيب ته استولي وو . نوموړي د استاد حبيب الله رفيع په وسيله ځواب راوليږه چې زه دې گورم . زه د هغه كورته چې په شاهين ټاون كې اوسيده ورغلم  ښايسته زيات وخت مې ورته ونيو هغه راته وويل :

- بچيه ما ستا دغه اثر ولوست . تا ډيره ښه څيړنه كړې ده . خو نتيجه گيرې دې په كې پاچا خاني كړيده - يعنې د خدايي خدمتگارو د نظر له مخې- ده . استاد تقويم الحق كاكا خيل سره له دې چې د روښانيانو باندې ډير ليكنې كړې دي  خو نوموړى د ديوبند مدرسى فارغ او د پاكستان د نظريي ( نظريه پاكستان ) پيرو و.  هغه ډير محترم عالم و خو يوه كيسه يې راته وكړه . هغه وويل چې هو !روښانيان دلته ډير منفور و . زه په چارسده او كه مردان كې يو ځاى ته ورغلم چا راته وويل چې دلته د پير تاريك ( پير روښان ) د پيروانو قبرونه دي . ما ورته سر ښكاره كړ . هلته خلك يوازې د  «ساراگشت» له پاره ورتلل . اوځاى ټول د مردارۍ ډك و.

ما د دغه محترم دانشمند په وړاندې څه ونه ويل : خو ده زياته كړه چې دا كار د مغلو په دستور شوى و- اغلبا چې د مغلو د نوكر پير ترمذي دستور به و يا دا خوند درويزه . د هغه دا خبري هم پر ما بدې ونه لگيدلې او زه يې نور هم وهڅولم چې كار پرې وكړم.

واقعيت دا دى چې روښانيان يوه د سر فروشو ډله وه. دا جنبش په كلونو كلونو څيړنې ته اړه لري . كه دا كسان د ايرانيانو مال واى نو خداى پوهيږي چې اوس به يې په پوهنتونونو كې روښان پيژندنې يو مقام درلود . او روښان به يي له ډيرو فضلاوو اوچت ښوولى و .

روښان پير د دوزخ ژبه يعنې پښتو د جنت ته د داخليدو د لاري ژبه كړه-  يعنې د مذهب ژبه يې كړه . هغه داسې متهور او زړور شخصيت تير شوى دى چې كله هغه د قاضي خان له خوا محاكمه كيږي ، قاضي خان ورته وايي : راځه له موږ سره كار وكړه . ته په دې جاهل قوم ( پښتنو ) كې څه كوي ؟

هغه ورته وايي : زه خداى تعالى د همدې «جاهل» قوم له پاره راليږلې يم چې ورته لارښوونه وكړم .

زما د دې څيړنې سره يوه ناپايه مينه ده . اوس د ميرزاخان انصاري چې د بايزيد روښان لمسى و د ديوان په فلسفي ارزښتونو كار كوم .

عبيدی :  خوشالخان هم ډير نقادانه نظريات درلودل. که څه هم هغه اصلاحات چی ده غوښتل عام قبول و نه موند؛ خو دی خپله يو لوی شاعر او د فخر وړ شخصيت  په  حيث  د خاص او عام  په زړونو کې لوړ مقام لریِ ؛ خو پير روښان حتا د روښانفکرانو په مينڅ كې تر اوسه هم ډېر لږ مينه وال لری ،  د دی  تجريد او بی مهری لاملونه ستاسو له نظره  کوم دی؟

كرگر : گوره ! كه د خوشال په باب خبري كوو نو خوشحال په وار وار لوستلو ته اړه لري . د خوشال ديوان بايد د هر پښتانه سر ته ايښى وي . هغه علامه اقبال د «حكيم افغانيان» په نوم ياد كړى دى . او د هغه كارنامې چې وگورې نو په رښتيا چې د علم، پوهي او فضيلت او تدبير خاوند شخصيت و. د تورې او ميړانې خاوند هم . خوشال چې كله د مغلو له زندانه راخلاص شو نو د اټك نه تر جگدلك پوري دا ځمكه د مغلو د پښو لاندې زلزله شوه. د هغه دوه يارانو ايمل خان مومند او دريا خان اپريدي په مغلو داسې گوزار وكړچې تاريخ يې ساري نه لري .

د خيبر دره يې سره كړه له په وينو

 په كړپه يې هم روان كړ دندوكار

اوس راځو روښان ته : روښان د افغانانو د دوښمنانو له خوا ورك ساتل شوى دى . د هغه اثار منع شوي و. د مغلو او د هغه د ټوك خورو «سيد علي ترمذي» او اخوند درويزه په روښان او روښانيانو د كفر ټاپه وهلي وه . او د هغه وخت د پښتنو له پاره دا كافي وه چې يو څوك د كافر په نوم ونومول شي . داسې كيسې د افغانستان په تاريخ كې څو وارې تكرار شويدې . افغان روښانفكران بايد او بايد روښان په ژوره توگه ولولي . روښان لومړي سړې دى چې د هغه پيروانو په پښتو ژبه ديوانونه وكښل .  اثار يې وليكل او د داكتر فاروق اعظم خبره چې د دوزخ ژبه يې د مذهب ژبه كړه . له بلې خوا په منطق ادبياتو ٬ تصوف اوعرفان او فلسفه كې روښاني اثار لومړني پښتو اثار دي . دا واقعيت حمزه بابا دقيق درك كړى و .

عبيدی :  ايا نوی ادبی او فرهنګی کارونه هم تر لاس لاندی لری ؟

کرگر:   هو زه اوس يو اثر له انگريزې څخه په پښتو اړوم چې «قران كلاشينكوف او لپ تاپ» نوميږي دا اثر له نيمايي اوښتى دى هيله ده چې د دې كال تر پايه زما د يوه بې پروا اديتور ملگرې چې لږه پاملرنه كوي او په نورو كارونو مصروف وي ٬ له ايديت نه هم خلاص شې او چاپ ته تيار شي .

بل د ميرزا خان انصاري د ديوان فلسفي ارزښتونو باندې كار كوم .

د «پښتو شعر په كيڼه كوڅه كې »  يو بل اثر دى چې زيات كار يې بشپړ دى خو يوڅه برخه يې پاتې ده .

او دا ډول نور كارونه هم تر لاس لاندې دي . چې خداى دې وكړي چې ترسره شي .