رسیدن به آسمایی : 19.10.2008؛ تاریخ نشر در آسمایی : 20.10.2008

سمون ساپى

د «پښتانه ، ستونزي اوچلنجونه» دمقالې په يوه څنډه كې

د انترنيتي مقالو بڼه بايد څه ډول وي ؟

 

له ډيرې مودې راهيسې په افغان اسمايي سايت كې دپورتني سرخط د ليكونكي مقالي وينم. داسې نوري ډيري هم وينم. خو دا ځكه ماته په زړه پوري و ى چې ځينې داسې « سرليكونه» اوعنوانونه لري چې جاذبه لري؛ خو محتوى....

خو كله چې مې «د پښتانه ،ستونزې او چلنجونه» مقاله وليدله ، دې ته اړ شوم چې په دې اړوند يو څه وليكم.

●●●

په عام ډول په ځينو سايتونو كې پښتو ليكنې

په انترنيتي سايتونو كې دوه ډوله مقالې ليدل كيږي.

لومړى : هغه چې په اوسنيو معيارونو اونورمونو برابې وي ، يعنې طرح لري ، پيل لري ،ژر محتوى ته لوستونكې داخلوي. مترادفات نه لري. كلمات په كې نه ژوول كيږي. موضوع ته د دخول له پاره زړه نازړه نه وي. اودبې ځايه اوږدې سريزې نه صرف نظر كيږي. ليكوونكى د خپلې مدعا د اثبات له پاره لومړى يا منفي دلايل يا فاكتونه راوړي يعنې كتيگورايز كوي او يا يي راټولوي او يا مثبت ، او بيا د نتيجې له پاره ښه لاره دا بولي چې لوستونكي ته واك وركوي چې خپل قضاوت وكړي. كه اړتياوي ماخذ او ريفرنس لري. د ماخذ او ريفرنس يادول اوكښل د مقالي وزن نور هم زياتوي او د ليكوال له شان څخه څه نه كميږي ، بلكې دا جوتوي چې د مقالې يا د اثر ليكوال لږ تر لږه ځان ته زحمت وركړى چې د موضوع په باب كتابونه او اثار هم وگوري. خو ځينې كسان په دې مساله كې هم افراط كوي ، په دې مانا چې ځينې دا او هاغه هر څه د ماخذ په توگه كاروي او يا ځينې خو ممكن له دې وډار شي چې كه د دې او يا هاغه ماخذ نوم واخلم نو كيداې شي څوك ووايي چې ولا دا خويي له كتابونو نه په گټه اخيستنې ليكلې ده. په هر صورت د اعتدال او استناد لاره ښه ده. ماخذ او ريفرنس وتلو پوهانو او عالمانو ته ضرور نه دى خو زموږ او ستاسو د ليكنو له پاره ښه شرط كېداى شي.

دويم : دويم ډول زموږ دوديزى ليكنې دي. چې له متن څخه يي مقدمه يا سريزه اوږده وي. انترنيت ته ورتلونكي كسان په يورپ يا امريكا كې دومره وخت نه لري چې دغه د مقدمو او د اوږدو مقدمو ليكنې ولولي ان هغوئ چې سوسيال ته هم ناست دي، د دې وخت نه لري چې بې مفهومه ليكنې ولولي. اوس امكان لري په افغانستان كې هم څوك دې ته وخت ونه لري چې د اوږدو سريزو لرونكې ليكنې ولولي. دا اوږدې ليكني د كنجوسو متقيانو خيراتونو ته پاتي كيږي چې يوه ټنگه خيرات نه وركوي خو....

دا ډول ليكنې ما ته د افغانستان د پخوانو مطبوعاتو ليكنې رايادوي چې يو ليكوال به په يوه ورځپاڼه كې ، د ورور ، وراره ، خواښي خسر ، تربور ، كاكازوي ، او نورو خپلو خپلوانو په نومونو مقالې كښلي او په يوه مياشت كې به د ورځپاڼې ټوله حق الزحمه د هغه جيب ته تلله. او يا د ځينو مضمونونو چې په عالي ښوونځيو كې تدريس كيدل٬ نو هغه چا به زياتې نومرې اخيستي ، چې څو مخونه به يې ډكول. دغه ښوونكو پارچې نه لوستلې ، بلكې د لويشت مارو ښوونكو په نامه ياديدل. يعني د زده كوونكي پارچه به يې په لويشتو كوله.

دلته د فقيد استاد مجروح خبره راياده شوه چې ويل به يې : د يو ليكوونكې هنر په دې كې نه دى چې زيات څه وليكي ، بلكې په لنډيز ليكنه يا بحر په كوزه كې ځايول پخپله يو هنر دى.

۱- په پښتو ليكنو كې له بده مرغه ددغه ډول مقالو كمښت نشته بلكې زياتره په دغه دوديز زاړه سبك دي. تر هغه چې لوستونكى متن او اصلي موضوع ته داخليږي نو حوصله نه وي ورپاتې. دې ډول ليكنو ته « تشنابې» ليكنې هم وايي- چې عنوان به يي ډير ستر خو محتوى به يي ټس... وي

۲- بله دا چي په دې ډول ليكنو كى تر زياته حده مترادفات غوبل كوي. د كلماتو ژوول په كې اتڼ كوي ، له لوستونكې نه داسې لاره وركوي چې كه ادرس دارلامان وركړل شوي وي نو لوستونكې پلچرخي ته سوق كوي.

۳- بله د مفاهيمو غوبل دي. په دې مانا چې هرڅه يي خوښه شوه د خپل زړه په مانا يي استعمالوي. د مثال په توگه كه يو څوك له طب پوهنځي نه په ناكامۍ ويستل شوي وي ، هغه ته داكتر ويل كيږي. كه څوك د انجنيرۍ د دويم ټولگي نه پاكستان ته تښتيدلي وي ، هغه ته انجنير ويل كيږي. دا يو ډول فرهنگي سقوط او د چا خبره د ارزښتونو زوال او بحران هم دى. چې جست او زر په يوه بيه پلورل كيږي. د رحمان بابا دا شعر ښه صدق كوي :
په دكان د نابيناوو جوهريانو

خرموره لعل و گوهر درې واړه يودي


همدارنگه كه د چا عادي سواد د پوښتني سره مخامخ وي هغه ته پي اچ ډي او پروفيسور وايي. يعنې كه كله يي پزه هم توره شوي وي ځانته اهنگر وايي.

۴- نن په لويديځ كې دبيانيو طول اوعرض هم مالوم دى اودمقالو سور اووږود والى هم. دانسان عمر هم دومره اوږود نه دىچې هر څه ولولي اوپه هر بې خونده څيز باندې خپله خوله پيكه كړي.

پورتني خبري په مشخصه توگه يو ډول ضمني بحث دى چې عامه ځانگړنه لري اوهيڅكله چا ته متوجه نه دى خوداوږدو مقالو ليكونكو ته اودبې ماخذه غير تحقيقي مقالو ليكوونكو ته يو ډول زولئ غوړول دي چې دخداى په پار نور ې لنډې ،مشخصې اوكوټلې وليكئ. دكولمو صافول پريږدئ.

زموږ پورتنۍ خبرې هيڅكله د بحث لاندې مقالي په باب نه دي بلكې يو عرض او يا وړانديز دى چې عامه جنبه لري او د پښتو ليكنو په باب دى، چې ولې موږ د نورو ژبو سره ځانونه سيال نه كړو.

●●●
اوس راځو د پښتانه ستونزې او چلنجونه مقالي ته ؛ دا مقاله د «څو خبري» په فرعي عنوان پيل كيږي. خو كوم مشخص پروپوزل او طرح او يا تكل په كې نشته. لومړى پراگراپ په دې پيل كيږي « زه د پښتون قوم په هكله نه تاريخ ليكم...»
دويم پراگراپ هم دا ډول دريم پراگراپ هم« زما هڅه دا ده ...» باندې پيل خو مشخص څه نه وايي. بل سرخط يي« تيوريك چلند» دى.
په دې بحث كې يو ډول رښانفكرانه جدل ته اشاره ده او د تيرو څو لسيزو وړاندې روښانفكرانه ناندريو ته ورگرځي، چى ټولي عامې خبري دي. كاشكې د دې عامو خبرو پر ځاى ژوندي مثالونه وركړل شوي وايي. د مثال په توگه په څلويښتمو او پنځوسمو كلونو كې چې به يو څوك د كابل پوهنتون په ليليه كې په يو ميز كښيناست نو بل به هم د ډوډۍ له پتنوس سره راغې. دواړه به كښيانستل. يوه به وويل زما په فكر روسي راډيوگانې ډير ښه خبرونه وايي. بل به وويل : روسي راديوگانې ريويزيونيستې خپروني كوي موږ توده يى انقلاب ته اړه لرو. بالاخره به ډوډوى په ميتينگ بدله شوه.
سياسي گوندونه او سياسي قبيلې ؛
په دې برخه كې ديو لړ پوهانو او فلاسفه وو نومونه ياديږي. لكه دوركهايم ، ويبر او ماركس. ښه به دا وايى چې د دوې نظر د هغو د اثر د مخ او كتاب د نوم په استناد خپور شوى واي. مقاله به لا مستنده واي.

ليكوال يو لړ مفاهيم را اخلي يادوي لكه د ليږد مرحله چې اغلبا ليكوال « په انگريزي كې ترانسفورميشن ستيج» په مانا كارولې ده. خو ليږد موږ په پښتو كې د حركت ، خوځيدنگ ليږديدلو په مانا هم كاروو ، چې ليكوال د تيريدنگ په مانا كارولې ده. همدارنگه دلته د چرچيل دا وينا اصلا د لانديني تحليل سره څه سر نه خوري چې ليكوال يې يادونه كوي.

په بله برخه كې دپښتون قوم اوسنى حالت څه ډول تعريف كيدلاى شي ؟

دلته گورو چې سرخط يو څه او متن د كرزي يا مشرانو په باب دى چې د هغه د سياسي ورورولي او ورور٬ اسلامي ورورولي په مفاهيمو گړيږي. ولې مشخصه خبره ونه كړو

په بله برخه كې د دودونو او تړونونو ټولنه ؛ دا يو ټولنيز بحث دى دا به ښه وايي چې ليكوال ويلي واى چې «پښتنه ټولنه» چې پخپله يو كلتوري مفهوم دى نه سياسي ، چې د«كود او كدكس» په بنياد اداره شوي اوس هم دا اثرات لري له څه بدلونونو سره مخامخ ده. څومره تغيير يې كړى دى ؟ كوم عوامل دي؟

دلته ځينې مفاهيم لكه «لومړنۍ اړيكي» او « پر مخ تللي اړيكي » مفاهيم په خپل ځاى كې وزن لري. كه هدف مناسبات وي نو بايد د سوسيولوجيك تحليل پر بنسټ توضيح شي. دغه مناسبات بايد د شاخصونو له مخې جوت شي.

ليكوال د مقالي د لومړى برخې په پاى كې ليكي :

« نوي جوړښتونه او نوې واکمنې
 پښتون قوم په ځمکنی، ټولنېزو، اقتصادي، جنسي، ذهني او ايديولوژيک برخو کي په ژوره توگه ويشلی دی او په دي ويش کي د نورو ويشونکو عناصرو په پرتله ايديولوژيک عنصر پېاوړی رول تر سره کوي، کوم چي په اوسنيو پيښو او په روانه جگړه کي د بل هر عنصر په پرتله ټاکونکی تاثير لري. همدا اوس پښتانه د خپلو دوديزو توربورگنيو په بنياد دومره نه وژل کېږې چي د مذهبي او ذهنې توبورگنيو په بنياد وژل کېږې. د همدي عنصر په بنياد په پښتنو کي نوي جوړښتونه را منځ ته شوې دي او په پښتون قوم کي يې د زړو جوړښتونو د ړنگولو او د نوي ټولنېز قشرد واکمن کولوله چارې سره هم مرسته کړي. ملا نه يوازي روحاني مشر، بلکي  سياسي ــ پوځي مشرهم دی او دا په طبیعي توگه ملا ته د واکمنې  ځواک ورکوي. په بل عبارت ويلاي شو د پښتنو په سيمه کي يوه نوې طبقه( دملايانو طبقه) را منځ شوي چي دواړه مادي او معنوي واک ورسره دی. اوس دلته له خلکو سره د ملا اړيکې د عبادت، دوعا او تعويض( د ليكوال هدف تعويذ دى)په ځای د زور او کلاشينکوف اړيکي دي.
نوي واکمنې نه يوازي په پښتنو کي د دوديز واک بنيادونه ړنگوې، بلکي د اداري کولو او پريکړو کولو ارزښتونه " پښتونولې" يې هم له کلک  گواښ سره مخامخ کړې ده. پښتون قوم نور د پرونيو او دوديزو  نورمونو په بنياد نشي تعريف کيدلاي. پښتنون قوم د موجودو ځانگړتياو په نظر کي نيولو سره تعريف او وپېژندل شي. که پرون د واک تمثيل کونکی خان او ملک وو، نن د هغوې ځای ملا او طالب نيولی دی. که پرون د واک مرکز حجره وه، نن دا ځای جومات او مدرسې نيولی دی. که پرون د اداری کولو، پريکړو کولو په کار کي پښتونولې رول درلود، نن دا کار د اسلامې شرعيت په وسيله تر سره کېږې. که پرون د نظم د راوستلو اود پريکړو د عملي کولو مسؤليت له اربکی سره وو،  نن دا کار طالبانو ته سپارل شوی دی.
 پورتنيو پراختياو د پښتنو په سيمو کي په تيره بيا د ژوند د اساسي دندو:  زده کولو، ورزده کولو او جوړولو کار له کلکو ستونزو سره مخامخ کړی دی. »
د پښتنې ټولني يو كلتوري –تاريخي تصوير

اوس هڅه كوو چې لږه ترلږه د پښتنې ټولنې مفهوم راوسپړو. پښتنې ټولنه يعنې څه ؟

زما په نظر دا يو كلتوري مفهوم دى چې دپښتنو دټولنو له پاره وضع شوى دى. په دې مانا چې موږ د يوه بيرغ لاندې داسې يو قوم يا په علمي اصطلا ح يو اتنيك ډله نه وينو. پښتنو د لومړي ځل له پاره د روښانيانو او د لوى خوشحال او ايمل خان د مبارزو او بيا د هوتكو له پاڅون نه وروسته د احمد شاه ابدالي په درايت يوه كنفدراسيون جوړ كړ او يو عنعنوي دولت ايجاد شو. په ۱۹ پيړۍ كې پښتانه ټوټې ټوټې شول يعنې د پښتنو ټولنه وويشل شوه. يوه برخه د برتانوي هند تر لاسبرۍ لاندې راغله؛ لكه پيښور او د هغه توابع او بله برخه د ازادو رياستونو په شكل پاتي شوه چې د انگليس له دولت سره يي يو ډول اړيكې درلودې لكه سوات ، باجوړ ، دير او نور ، او بله برخه ازادې قبايلي سيمې وى چې په پوليټيكل ايجنسيو وويشل شوي او دفاټا د سيستم لاندې راغلي.

د ديورند لاين بلې خواته دافغانستان تر كنترول لاندې سيمې هغه سرحدې كمربند دې چې پښتانه په كې اوسيږي او د ملك سياه د غرونو د كونړ تر برگې مټاله رسيږي. دا سيمې چې د افغانستان د مركزې دولت تر كنترول لاندې وې ، سره له دې چې د دولت نماينده حكومتونه په ساحه كې موجود وو ، خو د پښتنولۍ كود د امنيت او حقوقي تعاملاتو له پاره اساسي فكتور وو.  پښتنو تر وروستيو كلونو پوري په څرگند او ناڅرگنده توگه خپل قومي جوړښتونه وساتل. د مركزي دولت د كنترول عمده شاخصونه ماليات وركول ، د بيرغ لاندې خدمت ، قضايي سيستم او اداري سيستم وو ، چې وروستي سيستمونه يې د پښتنولئ د كود تر اغيز لاندې وو ، دا خبره زياتې څيړني ته اړه لري.. امير عبدالرحمان چې دمركزې زور اودقوې په استعمال سره يي دولت ايجاد كړ ديو ډول انتگريشن او تواميت له پاره يې ځينې قبايل دافغانستان په نورو برخو كې ميشت كړل د دې له پاره چې واكمنۍ ته د غلجيو گواښ كم شي نژدې سل زره غلجي كورنۍ يې شمال ته انتقال كړي.

په قبايلي سيمو كې چې تقريبا زر كيلومتره اوږودوالى او څلورسوه كيلومتره عرض لري ( په اټكلي ډول ) د ملكانو او ماجب خورو ملكانو د جرگې له خوا اداره كيده. او ازادو سيمو كې چې د دولت كنترول نه وو نو د جرگې سيستم اغيزمن وو. اوس هم دا اغيز شته. (اكبر اس احمد د ننگ پښتون اوقلنگ پښتون د تيوري په سيوري كې د ازادو قبايلو په تيره د مومندو كود او مقررات د غلجيو سره يو شان بولي او دې ته د ننگ پښتون كود وايي (په انگريزې ژبه )

دغه سيمې د شمال مغربې صوبه سرحد پوري تړلې نه بلكې پوليټيكل ايجنټ مركزي دولت ته مسوول وو. او بله برخه هغه ښاري سيمې وې چې په سيده توگه د فدرالي ادارې له خوا اداره كيږي.

په دې اساس د پښتنې ټولنې مفهوم يو كلتوري مفهوم دى چې دوه شيان افاده كوي ، او هغه يو ډول وحدت لري پښتو او پښتو يعنې پښتو ژبه او پښتونولي- يعنې ژبه او قانون.

اسلام په پښتنو كې او په افغانستان كې د اسلام له بركته نه دى پياوړى شوى؛ بلكې د بهرنې يرغلونو د انگيزې له مخې- يعنې لومړى د انگريز پر ضد د مبارزې له پاره جنډه شوه. او دې مبارزې ملايانو ته قوت وركړ. او دويم يې زموږ په دوران كې د روسانو يرغل وو چې روحانيت او د جومات موسسه او ملا پياوړى شو ځكه چې د ملي انگيزې څخه مذهبې انگيزه ډيره قوي وه. ( د ملت جوړيدنې پروسه ډيره كمزوري ده ) كنه نو ملا د سپين پټكي په نوم يادولې شي. ملا په ټيټ كاست كې موقف لري؛ د كسبه وو په جمله كې دى. هغه ان تر دې چې په جرگه كې د ناستې حق نه لري. ايت واېې اوبيا له جرگې ويستل كيږي. دا بهرنيان وو چې ملا يې د پښتون په پښتورگي سپور كړ. (د ارواښاد ابراهيم عطايي د پښتنو ټولني جزايي او حقوقي تعاملات ، يا د قبيلوي اصطلاحاتو قاموس وگورئ)

په واقعيت كې همدغه بهرنى فكتور چې تر مخه مو يادونه وكړه په پښتنو ټولنه اويا افغانستان كې دملا دپياوړي كېدو سبب شو ، خو خبره په همدې ځاى پاتې نه شوه. كلونياليزم وليدل چې دافغانستان اوپه مجموع كې دپښتنو له پاره اغيزمنه وسله اسلام اومذهب وو. نو دا فكر ورسره پيدا شو چې ولې دا وسله پخپل لاس كې وانه اخلي همداسې يې وكړه. د كلونياليږم ميراث خور يعنې پاكستان هم دا لار ونيوله ، د مثال په توگه كه امير عبدالرحمان به لږ څه مستقل عمل وكړ نو محمد ايوب خان فاتح ميوند به يې پاړه چنار ته راووست او د جهاد غږ به يي پورته كړ. كه امان الله خان به د هيواد د ابادئ له پاره يو گام پورته كړ نو هماغه كلونياليزم به همدغه وسلې ته لاس كړ.

د شلمې پيړئ په وروستيو لسيزو كې اسلامي اورپكي په كوم ځاى كې د افغانستان پر ضد وروزل شول ؟

لنډه دا چې د لوبې اصلي لوبغاړى بل ځواك دى ، چې هم ميريت هوټل الوزوي اوهم په سوات كې ملا فضل الله او په وزيرستان كې مسود ته لارښوونه كوي.

اوس هم د طالب په نوم حركت دا ډول ورته يو حركت دى. او د تيرو تجربو تكرار دى خو دا وار نوي عناصر ورسره يو ځاى شويدي ، او هغه د عربي نړئ فكتورونه او د مدنيتونو د شخړي تر عنوان لاندې ځينې مسايل چې لا ډير ثقه نه دي

اوس راځو بلې مسالې ته ؛ داكتر انتونيو گوشتيزو ايتالوي څيړونكې چې نوى يې «قران ، لپ ټاپ ،او كلاشينكوف » په نوم كتاب چاپ كړى په خپل تحليل كې دې ټكي ته گوته نيسې چې د طالبانو له سقوط وروسته قومي او قبايلي مناسبات بيا د ځينو فيگورونو لكه په كندهار كي د ملا نقيب الله٬ گل اغا شيرزوي، د كرزې د ورور او نورو په وجود كې سر راپورته كړ.

په لنډ ډول دا يو اكاديميك بحث دى چې زياتې څيړنې او فاكتونو او مثالونو ته اړه لري. په دې اړوند حكم كول زما په فكر سخته تير وتنه ده. اوس د پولي دواړو خواو ته د مذهب سره په موازاتو كې د پښتونولي نور ټكي رابرسيره شويدي. چې دا هم انتوني څيړلي دى او د پاكستان دولت د دواړو خواو پښتنو د اړيكو او طالبانو د روابطو څخه په ويره كې دى. ،

د ټولنيز- اقتصادي څيړنې په رڼا كې مذهب تر زياته حده د پښتنولئ تر اغيز لاندې دى. د پښتنو د كلتور سره گډ شوى دى. رښتينى اسلام د ابن تيميه او محمد بن عبدالوهاب نظريات دى ، چې د صدر اسلام د دورې په سوچه توب ټينگار كېږي.

پښتنولي اصلا د اقتصادي اجتماعي تكامل او نوې تكنالوجئ او مدرنيزم په پر مختگ سره چلنج كيږي ، د طالب ستونزه موقت ستونزه ده- ريښې ېې په پښتنوالئ كې دي.

يوه بله د شريعت مساله مطرح شويده خو كوم شريعت ؟ لكه څنگه چې په اسلام كې اوس ۷۲ فرقي دې دا ډول يې د  شريعت تعبير هم ۷۲ ډوله دى. د بايزيد روښان شريعت د اخوند درويزه نه توپير لري؛ د استاد رباني د ملا عمر نه؛  د استاد سياف او د گلبدين حكمتيار صيب شريعت دمولوي محمدي نه توپير لري. شريعت يعنې زور چې څرنگه دى خوښه وي هماغسې حكومت كوه او نوم پرې كيده شريعت. د ښي توضيح لپاره كه مې غلطه كړې نه وي وگورئ « قبض و بسط تيوريك شريعت ، د عبدالكريم سروش اثر »

په ساده توگه د دې تبصرې په پاى كې خپلې خبرې په يوه مثال پاى ته رسوم :

« كله چې د سپتمبر ۱۱ نيټې وروسته په ملا عمر او طالبانو فشار راغى چې اسامه بن لادن يا تسليم يا وباسي نو هغوئ-طالبانو- وويل : اسامه زموږ ميلمه دى. افغانان هيڅكله خپل ميلمه دوښمن ته نه تسليموي. دا دليل د قران ايت نه دى؛ بلكې د پښتنولې كود دى. هدف دا دې چې دا ټول كارونه چې ليكوال صيب يې لست وړاندې كړې د پښتنو په ټولنه كې ترسره كيږي ، نه په تكيه خانه كې. نن د اربكي نوم طالب شوى دى ، پرون يې نوم د طالب پر ځاى مجاهد وو يا اشرار وو ، او داسې نور. مانا دا چې موږ دا مسايل يوازې په متن كې څيړلې شو نه په هوا كې.

هدف دا دى چې كله د پښتنو په باب خبرې كوو بايد مشخص كړو كوم پښتانه د كراچۍ اوه ميلونه پښتانه او كه د پښتونخوا او كه د قبايلي سيمو او كه د افغانستان. ښه به دا وي چې كله د افغانستان په باب خبرې كوو بايد مشخص ډول د افغانستان نوم واخيستل شوي دا ځكه چې دا يو سياسي كانسيپت دى او يو جغرافيوى او تاريخي او سياسي قلمرو افاده كوي.

په پاى كې د مقالې د دويمې برخې تيريږم او كه اړتيا پيښه نه شوه ، نور څه نه وايم. خو خپله خبره په يوه زړه مقوله كي راټولوم اوهغه داده چې : يوه ليكنه بايد جامع او مانع وي. جامع په دې مانا چې د مسالې اړوند ټول جزييات بايد د موضوع د اهميت پر بنياد سيستماتيك وڅيړل شې؛ او مانع دا چې له غيرو پاك وي- يعنې له موضوع بهر مطالب په كې دخيل نه شي. د پيل نه تر پايه بايد په مقاله كې يو فكرې حركت او د موضوع وحدت مراعات شي.

پاى