رسیدن: 17.11.2012 ؛ نشر : 17.11.2012

نظرمحمد مطمین

خانه ی  کرایی House For Rent

 

د ۲۰۰۶ ميلادي کال په وروستيو مياشتو کي کابل ته راغلی وم، په يوه مجلس کي مې نجيب وردګ د تاج محمد وردګ ځوی وليد، په هغه وخت کي يې وويل چي زما سره په افغانستان کي د امريکا هغه پلان شته چي دوی به دلته په کومو کلونو کي ډيرډالر مصرف کوي او په کومو کلونو کي لږ، هغه وويل چي په ۲۰۰۷ م کال کي به تر ټولو کلنو زياتي پیسي (ډالر) په افغانستان کي مصرف کيږي، په ۲۰۰۸ کال کي د ډالرو د مصرف ګراف بيرته کښته کيږي، په ۲۰۰۹ م کال کي دغه د ډالرو مصرف بيا زياتيږي خو د ۲۰۰۷ کال په ډول به دومره زيات ډالر نه شي مصرف، او په ۲۰۱۰کال کي به يواځي لږ پیسي مصرف کيږي په ۲۰۱۱ کال کي به دغه ګراف ډير ټيټ شي او بيا به له هغه وروسته هیڅکله هم په افغانستان کي د امريکايې ډالرو د مصرف ګراف لوړ نه شي.

د ناټو  او امریکۍ له راتولو سره سم د ډالرو باران زموږ د هيواد په ځينو ځانګړو وګړو ووريدی، او د همدغو ځانګړو وګړو ترڅنګ بيا ډيری نور وګړي د امريکا ژلۍ تر پخوا هم خوار او زار کړل.

د ۲۰۰۳ م کال په اخرو وختونو او ۲۰۰۴ کال په اولو وختونو کي د وزير اکبرخان ډيری کورونه په ډيرو لوړو بيو بهرنيو مؤسساتو په کرايه ونيول، په ۲۰۰۵ کلونو کي دغه کرايې دومره لوړی شوي چي دکورونو څښتنانو يې هیڅکله هم تصور نه شو کولای، داسي کورونه هم وو چي مياشتنۍ کرايه يې د ۵۰۰۰۰ ډالرو څخه تر ۷۰۰۰۰ ډالرو د کور مالک ترلاسه کړه، او د وزير اکبرخان د عادي کور چي ډير کوچنی او پخوانی جوړ شوی کور به وو د مياشتي کرايه يې تر ۵۰۰۰ امريکايې ډالرو کمه نه وه.

د شير پور د کورونو په عصري او مډرن ډول جوړيدل هم په بيړه روان وو، په ۲۰۰۷ م کال کي د وزير اکبرخان، او شيرپور نږدي ګرده کورونه د بهرنيو مؤسيسو له خوا په لوړ قيمت کرايه شوي وو، او د هر کور په مخکي به د ځانګړي امنيتي کمپني وسلوال د بهرنيانو د ساتني له پاره ولاړ وو.

په وزير اکبرخان او شيرپور کي د لوړ ماډل او لوکس موټرانو کاروان هره شيبه ليدل کيدل، دغي سيمي ته په کتو سره سړي فکر کاوو چي د دنيا له ډيرو شتمنو سيمو څخه يوه هم د وزيراکبرخان او شيرپور سيمه ده.

د بهرنيانو له پاره د فاينسټ Finest او ډول ډول سوپر مارکيټونه جوړ شول، د چين، کوريا، تايلنډ ځينو ښکلو نجونو هم په وزیر اکبرخان او شيرپور کي د نامشروع جنسي اړيکو له لاري د ډالرو د ګټلو له پاره په دغه سيمه کي ځانګړي کورونه په کرايه ونيول. او د جهاد د وخت د ځينو رهبرانو زامنو هم په دغه سيمه کي د بهرنيانو د عيش او عشرت له پاره د بهر په سټنډر هوټلونه او رسټورانټونه خلاص کړل.

د ښارنو، تايمني او کلوله پښته ډير کورونه ځکه په کرايه ونيول شول، چي نور نو په وزيراکبرخان او شيرپور کي کرايې کور نه وو پاتي، د شش درک سيمه خو ځکه وار دمخه لا مؤسیساتو او انجوګانو نيولي وه چي د امريکا سفارت ته نږدي سيمه وه، او ډیر ډالر له همدغه سفارت څخه ترلاسه کيدلای شوای.

د ليوزبرجر .LBG Louse Berger Group int په نوم د USAID له خوا تمويليدونکي يوه اداره په وزير اکبرخان کي وه، خلکو ويل چي د خپلو کارکوونکو له پاره يې د وزير اکبرخان يوه پوره کوڅه په کرايه نيولي وه، خو زما د معلوماتو له مخي چي په لومړيو وختونو کي يې له ۶ کورونو او بيا وروسته کیدای شي تر ۱۰کورونو پوري په کرايه نيولي وو.

دIRD مؤسيسه چي بوديجه يې له USAID څخه اخستله په شير پور کي يې بشپړه کوڅه موډرن او عصري کورونه په کرايه نيولي وو.

د DAI مؤسيسه چي داهم د USAID لخوا تمويل کيدله دوی يوه بشپړه کوڅه په وزيراکبرخان کي نيولي وه خو وروسته يې د وزير اکبرخان په بله کوڅه کي هم څو داني دفترونه دلودل او خبره دي ته ورسيدله چي کله په کندهار کي د بهرنيو مؤسيسو په ګډ ځای بمي بريد ؤشو، د امنيت د خرابوالي له امله يې خپل کارکوونکي کابل ته راوغوښتل چي له وزيراکبرخان سربيره يې په شيرپور کي هم څو کورونه په کرايه ونيول.

داسي هم نه وه چي د يادو شوو ادارو کارکوونکي همدومره زیات وو، د يادو شوو درې واړو ادارو مشرانو به خپل د کار دفتر بېل وو چي په هغه کي به دوه ياد درې نور کسان چي ډير وخت به ښځينه وي ورسره په هغه دفتر کي نږدې کار کاوو، او د همدغو ادارو مشرانو به د خپل خوب او اوسيدو له پاره ځانګړي حويلۍ په کرايه نيولي وه چي هلته به يواځي پکي اوسيدی او خپل د خوښي کومه بهرني نجلي به يې هم ورسره کړي وه، خو په اصولو کي يواځي د اداري د مشر له پاره به يو بشپړ کور په کرايه نيول شوی وو.

د بلک واټر Black Water امريکايې امنيتي کمپنۍ په موټرانو ، بهرنيو او افغان کارکوونکو خو به سهار او مازيګرمهال د وزيراکبرخان او شيرپور نږدې ټولي کوڅي ډکي وي، او هرځای به ددغه کمپنۍ وسلوال له خپلو سرپ او فرونر ګاډو سره ولاړ وو

دايو مثال وو، د هري لويې اداري، انجو او ودانيز شرکت ورته حال وو، په ميليونونو ډالر د کورونو کرايه، د لوکس موټرانو رانيول او کرايه کولو ولګيدل، او دا رنګه په لويه پېمانه ډالر د بهرنيانو له خوا د منظم پروګرام له مخي غلا او بيرته امريکايې بانکونو ته ورسيدل.

د ۲۰۱۱ کال په پېل کي د ډالرو باران کي کمښت راغی، او د ۲۰۱۱ کال ترپايه دغه لړۍ دومره پسه شوه چي ترټولو لومړی يې د وزيراکبرخان او شيرپور سيمي د کورونو مالکان وځپل. د ۲۰۱۱ کال په نيمايې کي د شيرپور د ډيرو کورونو پر سر به کوچنۍ ټوټه ځوړند او پري ليکل شوی به وو چي House For Rent ددي ترڅنګ به يې د خپل موبایل نمره هم ليک شوي وه.

د ۲۰۱۲ کال له پېله دغه د کورونو خالي کيدل دومره زيات شول چی د شيرپور او وزير اکبرخان په هره کوڅه کي نږدي د نيمايې کورونو د دروازو پرسر به کوچنۍ ټوټي ځوړند او پري ليکل شوي به وو چی House For Rent .

د شش درک، ښارنو، تايمني، کلوله پښته سيمی هم د بهرنيو مؤسيساتو له شتون څخه خالي او کورونه يې تش پاتي شول.

اوسمهال چي کله شيرپور سيمي ته ورشي نو نږدې له ۸۰٪ څخه تر ۹۰٪ کورونه خالي ولاړ دي او هيڅوک پکي نشته، دا ډول په وزيراکبرخان کي هم نږدې۶۰٪ څخه تر ۷۰٪ کورونه د بهرنيو مؤسيساتو څخه خالي شوي دي او تش ولاړ دي.

پاتي دي نه وي چي په وزيراکبرخان کي يواځي هغه سيمه لا په خپل حال پاتي دي چيرته چي بهرني سفارتونه دي.

د ۲۰۱۱ کال ترپايه او د ۲۰۱۲ کال په لومړيو وختونو کي لاهم د کور څښتنانو دغه کورونه يواځي بهرنيو مؤسيساتو ته په کرايه ورکول غوښتل نو ځکه به يې د ټوکر په کوچنيو ټوټو يواځي په انګليسي ژبه House For Rent ليکلي وو، خو وروسته وروسته چی کله دغه د ډالرو باران کم شو،اوس د شيرپور او وزيراکبرخان د ډيرو کورونو پر دروازو په ځوړند شوو ټوټو ليکل شوي دي چي، خانه کرائي.

پای