رسیدن: 24.09.2012 ؛ نشر : 2519.09.2012

اجمل عالم زی

کابل

«د بل پر لاس مار مه وژنه»

 

د افغانانو د سولې هڅې ولې تل ناکامیږي؟

 

افغان حکومت تیره اوونۍ په کابل کې د لومړي ځل لپاره د لويې جرګې په تالار کې د سولې اوونۍ ونمانځله. د افغانستان مرکزي حکومتونه له تیرو شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې له بیلابیلو لارو په هیواد کې د سولې او امنیت د ټینګښت هڅې کوي خو پوښتنه دا ده، چې ولې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د افغانانو هڅې تل ناکامیږي او هیڅ پایلې ته نه رسیږي؟

په افغانستان کې اوږدې خونړۍ جګړې افغانان نور پزې ته رسولي دي. که په تیرو دوو لسیزو کې لومړی د مجاهدینو، بیا د طالبانو او ورپسې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ د نوې ادارې له رامنځته کیدو سره د خلکو ملاتړ ته وګورو، نو وبه لیدل شي چې افغانانو تل په دې تمه او هیله د نویو حکومتونو ملاتړ کړی، چې ګواکې دا ځل به جګړې او ناخوالې پای ته ورسیږي او دوی ته به په سوله او سوکالۍ کې د ژوند زمینه برابره شي.  خو تر دې دمه هر نوی حکومت د خلکو د دغو هیلو په پوره کولو او د سولې او امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی او جګړه، د قانون نه حاکمیت، بی روزګاري او د خلکو ستونزې ورسره نورې هم ډیرې شوي دي. د ډاکتر نجیب الله له حکومت څخه رانیولې بیا تر اوسه هر مرکزي حکومت خپلو مخالفینو ته د سولې بیلابیل وړاندیزونه کړي، خو تر دې دمه نه یوازې دا چې یوه مخالفه ډله هم د سولې او روغې جوړې له لارې له حکومت سره جوړجاړي ته نه ده رسیدلې، بلکې د ډاکتر نجیب له حکومت څخه رانیولې بیا تر ننه دغو ټولو وړاندیزونو ته په انفجار او انتحار ځواب ورکړ شوی دی. که د هیواد وروستي تاریخ ته پام وکړو نو له ورایه ښکار هر حکومت او مشر چې د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره ګام پورته کړی، پر هغه د کفر ټاپه لګول شوې او پر وړاندې یې جهاد اعلان شوی دی.  عجیبه خبره خو داده چې په تیرو څلورو لسیزو کې د افغانستان حکومتونه مسلمان نشول، هر حکومت چې رامینځته شوی هغه کافر او پر وړاندې یې جهاد روا دی. بل خوا که څه هم افغانستان اوس د امریکا د متحدو ایالتونو، بریتانیا، فرانسې، چین، هند او د نړۍ له یو شمیر نورو ځواکومنو او پرمختللو هیوادونو سره د ستراتیژیکو همکاریو اوږدمهاله سندونه هم لاسلیک کړي، خو لا هم افغانانو تر دې دمه د دغو تړونونو ګټې نه دي لیدلي.  افغانستان ته د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د راتګ په لومړیو کلونو کې د امریکا او لویدیزو هیوادونو شعار ورکاوه، چې افغانستان به د سیاسي دیموکراسۍ او ولسواکۍ له اړخه په سیمه او اسلامي نړۍ کې یوه بېلګه وي، خو اوس وینو چې د ۱۱ کلونو له جګړې وروسته لا هم دا ویره شته چې اوسنی نظام ړنګ شي.

راځئ اوس پر دې وغږیږو، چې له دومره نړیوال ملاتړ او د سیمې د هیوادونو د همکاریو له ژمنو سره سره په افغانستان کې د جګړې د دوام او د سولې د هڅو د ناکامیدو لاملونه څه دي؟

شنونکي وايي د افغانستان روانه جګړه کورني، سیمه ییز او نړیوال اړخونه لري او د هر اړخ د حل لپاره یې باید جلا هڅې وشي.

کورنی اړخ: واک او ځواک ته له رسیدو سره د یو شمیر افغان مشرانو بې کچه مینه، کمزورې حکومتوالي، د قانون او عدالت نه حاکمیت، د دولت او دولتي چارواکو له کړنو د خلکو خوابدي، د خلکو د هیلو نه پوره کیدل (د دولت او ملت ترمنځ واټن)، ملي ګټو ته نه ژمنیتا او شخصي ګټو ته د لومړیتوب ورکول، د مشرانو له خوا د شخصي ګټو په موخه ګوندي، سمتي او ژبنيو اختلافاتو ته لمن وهل کیدل، د یو بل نه زغمل، بې روزګاري او داسې نور په هیواد کې د جګړې د دوام تر ټولو ستراو عمده عوامل بلل کیږي.

سیمه ییز اړخ: ګاونډیانو تل په افغانستان کې یو داسې حکومت د رامنځ ته کیدو هڅه کوې، چې د دوی پلوی او د دوی د ګټو ساتونکی وي. دوی په افغانستان کې د یوه پیاوړي حکومت له رامنځ ته کیدو څخه ویره لري. افغانستان له دغو هیوادونو سره د ځمکې او اوبو پر سر ستونزه لري او د تاریخ په اوږدو کې دا ثابته شوې، چې دوی تل له دغو ستونزو څخه د ځان د خوندي ساتلو لپاره په افغانستان کې د نفاق او کورنۍ جګړې اور ته لمن وهلې ده.  ګاونډیو هیوادونو په دې لړ کې په ځانګړې توګه پاکستان او ایران تل د افغانستان د حکومتونو مخالفینو ته په خپلو خاورو کې پنا ورکړې او هغوي یې پر وسلو او پیسو سمبال کړي دي.

 

نړیوال اړخ: د سړې جګړې پر مهال دا ثابته شوه، چې ناټو نه غوښتل هغه ایډیالوژي چې له پخواني شوري اتحاد څخه پیل شوې وه، دوی ته ورخپره شي او د دوی ګټې له ګواښ سره مخامخ کړي.  د هغه د مخنیوي لپاره یې په افغانستان کې پر نیابتي جګړې پیل وکړ. د نړۍ ځواکمن هیوادونو تل د خپلو ګټو جګړه او سیالي د دریمي نړۍ په هیوادونو کې پر مخ بیايي. په دې لړ کې په افغانستان کې هم تل د پاکستان او هند، سعودي عربستان او ایران، امریکا او ایران، اسراییل او ایران، اسراییل او عربي هیوادونو، روسیې او امریکا، امریکا او چین او داسې نورو هیوادونو ترمنځ د سیاليو نښې نښانې لیدل کیږي.  د افغانستان جیوپولیټیک موقعیت، چې سویلي او مرکزي اسیا سره تړي او همدا راز پراخې طبعي زیرمې هم د دې لامل شوی، چې دغه ټول هیوادونه دې دلته د خپلو کټو لپاره سیالي وکړي.  د چین، هند او روسيې په څیر د سیمې مخ پر ودې هیوادونه، چې په چټکه د نړۍ په اقتصادي زبرځواکونو د اوښتلو په حال کې دي، غواړي د افغانستان کانونه خپل کړي او په دې برخه کې سیالي کوي.

بلخوا د سولې د هڅو د ناکامیدو په اړه ویل کیږي، چې په دې لړ کې د افغانستان د حکومتونو مخالفې ډلې او مشران هم د پریکړو خپلواکي نه لري، نو د سولې په خبرو کې د ګډون او جوړجاړي لپاره باید د سیمې او یو شمیر نورو هیوادنو له استخباراتي کړیو اجازه ترلاسه کړي. دا هم د جګړې د اوږدیدو هغه اړخ دی، چې کورنۍ، سیمه ییزې او نړیوالې ریښې لري او د ټولو د حل لارې چارې باید ولټول شي.    

اوس راځو چې ددې اوږدې ستونزې د حل لاره څه ده؟  ایا سوله په زاریو او ژړاو یا پورتنیو حقیقتونو ته په پام سره د بهرنیو هیوادونو په هیله او تمه ټینګیدای شي؟ هغه د پښتو مشهور متل دي چې وایې ( د بل پر لاس مار مه وژنه) واشنګټن او ملګري یې هم اوس یوازې پر دې ټینګار کوي، چې افغانستان ته د القاعده شبکې د ځپلو په موخه راغلي و او دغه ماموریت یې بشپړ کړی دی. که ټینګار پري وشي چې طالبان ، نو دوی وايي طالبان باغیان دي او موږ له بغاوت سره جنګ ته نه یو راغلي دا ستاسو خپله ستونزه ده . په دې اړوند په کابل کې دناتو ملکي استازي (سایمن ګاس)چې یو بریتانیایي دیپلومات دې او اوس يې دکار دوره پای ته رسیدلي ده وايی ( یاغیان لاهم هلته شته، یاغیان لاهم فعاله دي،نوددې لپاره چې په افغانستان کې سوله راشي تاسو ټول پوهیږئ چې موږ هلته سیاسي روغې جوړې ته اړتیا لرو او له بیلابیلو لارو ددې سولې لپاره لاسونه غځول شوې دي،څو دسولې هڅې پرمخ ولاړې شي او نتیجه يې روغه جوړه شي. څه چې زه یې څرګندول غواړم هغه دادې چې یاغیان هم پوهیږي چې په زوره د افغانستان حکومت نه شي نسکورولي ، دهمدې لپاره زه باور لرم چې وروستي حل لاره به سیاسي وې . ) نوموړي په بروکسل کې خبریالانو ته دسپتامبر پر ۱۹داهم وویل :( کله ،چې په دوزره څوارلسم کال کې د انتقال بهیر بشپړشي، موږ دغه هیواد ،چې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی،پریږدو دا هیواد د دیرش کلونو جګړو له ستونزو سره مخامخ دې چې بنیادي تاسیسات یې ډیر ویجاړ کړې دي ، دا هیواد له سختې لوږې سره مخامخ دی او اقتصاديې هم سخت کمزوری دې ، دنشه يي موادو ستونزه لري او د اداري فساد ستونزه .) پورتنیو حقایقو ته په کتو څرګندیږي، چې د سیمې او نړۍ له هیوادونو څخه د سولې هیله تر دې دمه بې ځایه ده. د سیمې او نړۍ د هیوادونو له لاسوهنو ګیله هم بې ځایه ده، ځکه دا هم له خپل ضعف څخه نورو ته ګیله کول دي، ځکه موږ پخپله هغوي ته د لاسوهنو زمینه برابره کړې او په مخنیوي کې ناکامه یو.  په فلسفي لحاظ ویل کیږي هره ماده یا پدیده چې له مرکز څخه بحراني نشي بیروني عوامل تاثیر ګزاره نه دي، نو څرګنده ده، چې موږ باید په ملي یووالي سره خپل ځان او هیواد په پښو ودروو. دسولې د را وستلو لپاره تر هرڅه وړاندي قوي سیاسي ملي ارادې ته ضرورت دي وروسته له هغه دجګړي عوامل باید په علمي توګه وپیژنو هر مرض  چې په درسته توګه تشخیص شي تداوی یې اسانه ده بل دا چې دجګړي د پای ته رسیدو علمي لاري چاري وپیژندل شي .

او له ګاونډیانو او بهرنیانو څخه ګیله ونه کړو . د جګړې دوام د بهرنیو عواملو د حل لپاره ترهر څه وړاندې یوه کارنده او پیاوړي بهرني سیاست ته اړتیا ده. افغانستان باید د هغو هیوادونو باور تر لاسه کړي، چې وسله والې مخالفې ډلې یې تمویلوي او یا د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې سیالي کوي. افغانستان باید خپل ګاونډيو ته ډاډ ورکړي، چې له امریکا او نورو لویدیزو هیوادونو سره تړونونه د دوی پر زیان نه دي او د افغانستان خاوره به هیڅکله هم د بل هیواد پر خلاف ونه کارول شي. په افغانستان کې تر دې دمه د سولې لپاره ټولې هڅې له دې امله ناکامه شوي، چې په دغو هڅو کې د جګړې علمي عوامل په پام کې نه دي نیول شوي او یوازې خورې ورې هلې ځلې دي، چې پاېلې یې هم له همدې امله صفر دي. د تیرې یوې لسیزي ناخوالو وښوده، چې د افغانستان له اوسنۍ ادارې څخه د جګړې د کورنیو عواملو د لمنځه وړلو لپاره د ملي یووالي، ښې حکومتوالۍ، او د قانون او عدالت د پلي کیدو او همدا راز د بهرنیو عواملو لپاره د یوه پیاوړي بهرني سیاست د رامنځ ته کولو تمه بې ځایه ده.

پورتنۍ د حل لارې هغه وخت ممکنې دي چې یو قوي ملي حاکمیت چې په بهرني سیاست پوه  وې ولرو دا کار یوازې او یوازې افغان ولس کولی شي، چې په خپل ملي یووالي او ملي ارادې سره دا ډول اداره را منځته کړي .