د پاکستان له لوري د ملابرادر د نیولو هدف څه کېدای شي؟
Tuesday, 02.16.2010, 02:51pm (GMT)

 

 

ملابرادر

تاند(سې شنبه/فبروري۱۶) د پاکستان پوځ ، استخباراتي ادارې او امریکايی چارواکو هم د نیویارک ټایمز راپور تایید کړ چې د طالبانو د مشرمرستیال ملا برادر په کراچۍ ښار کې نیول شوی دی .

 

 

عبدالغني چې په ملابرادرمشهور وو د امریکایي او پاکستاني استخباراتو له لورې د یوه راپور پراساس د پنجشنبې په ورځ او د بل له مخې لس ورځې وړاندې نیول شوی دی .د هغه  د نیول کېدو خبر په ظاهره  د دې لپاره پټ ساتل شوی وو چې ګوندي له هغه څخه د اعترافاتو په وسیله به د طالبانو نورچارواکي ونیول شي .

 

 

انټرنشنل هارلډ ټربیون ورځپاڼه د امریکایي مسوولانو په وینا وایي چې د ملا عبدالغني برادر له نیولو سره به د طالبانو د مشرانو درک معلوم شي چې چیرته پټ دي او دا معلومات به هم ښایي ترې ترلاسه شي چې د طالبانو مشر ملامحمد عمر چیرته دی.

 

 که څه هم طالبان لاهم وایي چې ملابرادر په افغانستان کې دی خوځینې باوري سرچینې وايي چې ملابرادر نیول شوی اوځکه نیول شوی چې هغه له ملاعمر سره په ډېرو مسایلو کې اختلاف درلود .

 

کابو دوې میاشتې وړاندې ، مخکې تردې چې له طالبانو سره د سولې او پخلاینې خبرې تودې شي ، داسي راپورونه ترلاسه شول چې ګنې ملابرادر ، چې د حامدکرزي په شان پوپلزی دی ، غواړي چې له حکومت سره تماس ونیسي .

 

که په دې موضوع باور وشي چې ملابرادر له ملاعمر سره اختلاف درلود او هغه غوښتل چې له حکومت سره تماس ونیسي ، بیا نو د ملابرادرپه نیونه کې هم هماغسي شک کېدای شي چې د ملا اختر عثماني په وژلو کې کېږي .

ملا اختر عثماني درې کاله مخکې د افغانستان او پاکستان په پوله کې د پاکستاني استخباراتود مالوماتو پراساس امریکايی الوتکو په نښه او وویشت.د نوموړي په باره کې ویل کېدل چې نسبتاً نرم دریځه وو او دا احتمال موجود وو چې یوه نه یوه ورځ د سولې او پخلاینې له کاروان سره ملګری شي .

 

نیویارک ټایمز لیکلي چې د پاکستان د لوی درستیز په شمول د دغه هیواد پوځ چې په تېرو اتو کلونو کې یې د طالبانو مالي او تسلیحاتي ملاتړ کاوه اوس دې نتیجې ته رسېدلی چې نور باید د طالبانو ټغر ټول کړي اود ملابرادر نیونه هم کېدای شي په دې لړ کې یوګام وي .

 

خولکه څرنګه چې ورځپاڼه وايي افغان چارواکي او لوېدیځ مقامات هم باور لري چې د طالبانو ټول مشران او شورا په کوټه او کراچۍ کې ده .که پاکستان په رښتیا هم د طالبانو په وړاندې خپل دریځ بدل کړی وي باید په راتلونکو ورځو کې د دې ډلې نور مشران هم ونیول شي او کنې دا باور لا هم پیاوړی کېږي چې ملابرادر د ملاداد الله په څېرد دې لپاره له مخې لېری شوی دی چې له ملا عمر سره یې اختلاف درلود .

 

ملا برادر درې کاله مخکې وروسته تر دې چې ملا اختر محمد عثماني ووژل شو د طالبانو د پوځي شورا مشر وټاکل شو چې په کوټه کې ده او له هماغه ځایه جګړه هدایت او تنظیم کوي.

www.english.taand.com