رسیدن به آسمایی: 04.04.2010 ؛ نشر در آسمایی: 10.04.2010

دستگیر روشنیالی

د سولې جرگه او یا هم ...

 

پوښتنه دا نه دی چي جگړه څه شی دی، پوښتنه دادي چي ولې جگړه ده؟

 

جگړه ترټولولوی، بيړنی او ورځنی پرابلم دی. دلته جگړيز ذهنيت او د هغه توجيه کونکی فکری ښوونځی دومره واکمن شوی چي دواړه انسان او ژوند بي معني کړې دي. دلته په عمل کي له انسان  او ژوند سره  په څومره بي باکي او په څومره بي پرواي لوبې کېږې. دلته څومره ارزانه، څومره اسانه له انسانه ژوند اخستل کېږې. دلته د سترگو په رپ کي په لسگونو انسانان، کوم چي له جگړې ستړي او له جگړې کرکه کوي د جگړې قرباني کېږې. هيڅوک ددي وړ نه دی چي ژوند يې واخستل شي. له ديرشو کاله ډيره موده کېږې چي جگړې افغانستان د وير او غم په هيواد بدل کړی دی. د جگړي اول او سخت واقعيت د جگړې قربانيان دي او دا واقعيت کولاي شي د جگړې بڼه او ځانگړتيا روښانه کړې. د جگړې د قربانيانو لويه برخه ملکيان او له دي جملې ښځې، ماشومان، ځوانان او سپين ږيري دي.

سره ددي چي په افغانستان کي له هماغه پيله روانې جگړې ته ډيرې څيرې او ډير تعريفونه ورکول کېږي.

“ جنگ حاد طبقاتي” “ د انقلاب او ضد انقلاب جگړه” “ د ازادي جگړه” “ جهاد” “ د ترور جگړه” ... دا مهال روانه جگړه د “ کورنۍ جگړې” ، “ سيميزې جگړې”  او د  “ ترور په ضد د نړۍ د جگړې”  په بڼو کي ځان را څرگندوي او په دی برسيره همدا مهال هرځواک په خپله جگړه لگيا دي غرب ددي له پاره جنگيږې چي القاعده له منځه يوسي او طالبان کمزوري کړي. افغانستان ددي له پاره جنگ کوي چي د طالبانو مقاومت مات کړي. پاکستان ددي له پاره جنگېږې چي په افغانستان د هند د نفوذ مخه ونيسي. طالبان ددي له پاره جنگېږې چي غرب له افغانستانه ووزي او يو اسلامي دولت جوړ کړي...

 

اوږده جگړه

روانه جگړه يو ناڅاپی پرابلم نه دی او نه موږ له دی پرابلم سره په ناڅاپي توگه مخامخ شوې يو. موږ ددې پرابلم اتفاقي او تصادفې کتونکي هم نه يو. نږدي دی چي دا پرابلم د يوه نسل په پرابلم بدل شي. دا جگړه په شلمه پيړۍ کي پيل او دادی په يوويشتمه پيړۍ کي هم ادامه لرې. دي جگړې د سړې جگړې په وخت کي يوه ځانگړتيا او اوس په کامله توگه بله ځانگړتيا لری. په طبعي توگه نوی را منځ شوی حالت د نوي تيوري او د نوې پوهي ضرورت هم ايجابوي. 

دلته جگړه د يوه مفهوم په توگه پرابلم نه دی او پوښتنه هم دا نه دی چي جگړه څه شی دی. همدارنگه موږ اړ نه يو دي پوښتني ته د ځواب موندلو له پاره د جنرال Carl von Clausewitz  مرسته وغواړو. دلته جگړه د يوې پروسې په توگه پرابلم دی. جگړه د مفهوم له حالته راوتلې او په ورځنی واقعيت بدله شوي ده. دا يوه اوږده، پيچلې او څواړخيزه پروسه ده او پوښتنه هم دادي چي ولې جگړه ده؟ همدارنگه پوښتنه داده چي د جگړې محتوا او هدفونه څه دي، چي تر اوسه نه دي تر لاسه شوي. څيړونکو، ليکوالانو او په تيره بيا د موږ روشنفکرانو و نه شوای کوله ددي پرابلم په هکله يوه سمه او خپلواکه پوهه ايجاد کړي او همدارنگه روشنفکرانو ونشواي کولاي چي ددي پرابلم د پيږندنې په کار کي خپل خپلواک استعداد او ذهنيت ته وده ورکړي.

په هميشنې توگه دا پوښتنه مطرح ده، چيري دي هغوې چي موږ ته د جگړې د پرابلم د محتوا او مضمون په هکله يو څه ووايي،  چيری دی هغه څيړونکي او پوهان چي د سولې او ثبات په لور د ټولنې لارښوونه وکړي او چيري دي هغه سياست کونکي چي د واک ترڅنگ سياسي استعداد او د لويو پريکړو د کولو

سياسي ميړانه هم لري؟  ددي پرابلم د نه پيږندنې په کار کي ستونزه د خپلواکې څيړنې او خپلواکې پوهې نيمگړتيا ده. واکمن او ورسره سياست کونکي لدي پرابلم سره د واک او گټو په بنياد چلند کوي او حل يې هم په همدي دو چوکاتونو کي غواړي. يو شمير پرابلم ته د قوم، مذهب ، سيمې له زاويې گوري او دا په طبعي توگه د پيږندنې او څيړنې له کار سره مرسته نه کوي.

 

جگړه،  يو کمپلکس پرابلم

په  روانه جگړه کي د  جيوــ ايديولوژيک لاملونه تر څنگ  نورلاملونه هم رانغښتي دي. له دي لاملونو يو لامل دادی چي سيمه او افغانستان له مشکل، پيچلی او دردونکی حالت څخه تيريږي.

له جگړې څخه د سولې په لورليږد.

-  له زور او قدرت څخه د قانونيت او عدالت په لورليږد.

-  له توتاليتريزم او استبداد څخه د دموکراسي او مدني ټولنې په لورليږد.

- له يوه قبيلوي اداري سيستم څخه د يوې ادارې سيستم په لورليږد چي هم بدليدونکي بڼه ولري او هم د وگړو د ازاديو درناوی کوي. يو سياسی سیستم چي د هرځانگړی وگړی ) ښځه او نر( برخه اخيسته يې

اساس جوړوي.

ايا دا ليږدونه به په اسانه او سوله ايزه توگه تر سره کېږې او په سوله ايزه توگه به تر سره شي؟

 دا ډول ليږدونه  نه يوازي د افغانستان، نه يوازي د پاکستان او نه يوازي د ايران په شان د هيوادونو ځانگړتيا ده، بلکي د نړۍ نورې برخې هم له ورته ليږدونو تيرې شوې دې او تيريږې. دا ډول ليږدونه د حکومتونو، دولتونو، نظامونو، رهبرانو، امرانو... په خوړلو برسيره له جگړو او انقلابونو سره مل وي. په افغانستان او سيمه کي پروني جوړښتونه او ارزښتونه له يوې خوا هم په کورکي او هم له د باندي تر سخت فشارلاندي راغلی او له بلې خوا دا جوړښتونه او ارزښتونه د بدلون په منلو کي او د زمانې غوښتنو ته په ځواب ورکولو کي بي وسه شوي، کوم چي سخت او وروستی مقاومت کوي.  کله کله ددي له خطره او گواښونو ډکې مرحلی تحولات او بدلونونه د جراحی هغو سختو او پيچليو عملياتو ته پاتي کېږې چي خطرناکي پايلې هم ورسره مل وي

په روانه جگړه کي یو بل لامل هم د وگړو رول دي. هغه ځان پالونکي او واک پالونکي وگړي چي په هره بيه غواړي واک ترلاسه کړي او واکمن پاتي شي او همدارنگه هغه وگړی چي د جگړی پوسيله ثروت ترلاسه کوي، د روانې جگړې په اوږديدو او پيچلتوب کي ونډه لري.

هو!  دا جگړه يو کمپلکس، يو پيچلی او څو گونی پرابلم دی چي څولاملونه او څوخواوې په کي رول تر سره کوي. دا د دولتي اوسياسي پرابلم تر څنگ يوه پراخ ټولنيز او فرهنگي پرابلم هم دی.  په دي پرابلم کي ډيرلوري او ډيرې غوښتنې را نغښتي دي  دا يو ثابت تخنيکي او طبعي پرابلم نه دی، چي ثابت لاملونه ولري، چي هم يې  پيږندنه  اوهم يې حل کول ساده وي. ددي پرابلم لاملونه بدليدونکي او سياله بڼه لري اودا ډول حالت د پرابلم پيږندنه په پيوسته توگه ستونزمنه کوي.

 دا خبره هم په ياد وساتو چي کله کله جگړه سوله او کله هم سوله جگړه ايجادوي، هغه سوله چي د معاملو او سودا گري په بنياد ترلاسه کېږې هرومرو د بلې جگړې په لامل بدلېږې. د افغانستان د دريو وروستيو لسيزو تاريخ همدا وايی او د نړۍ په تاريخ کي هم دا ډول بيلگي شته دي.

ما په خپله وروستې ليکنه “ دیر شده و فرصت ها از دست رفته اند” کي جگړه د يوه پرابلم په توگه چي څه ډول بايد حل شي يو شمير نظريات وړاندي کړي دي. هو! کله چي د يوه هدف په توگه د جگړې د ختم په هکله خبرې کېږې هيڅوک مخالفت نه کوي، خو ستونزه هغه وخت پيدا کېږې چي جگړه د يوه پرابلم په توگه، چي څه ډول حل شې؟

 

 اوله ستونزه:   “ څه ډول”. دی او همدلته دی چي د پرابلم د حل په هکله پراخ او ژور اختلافونه ځان را څرگندوي او هره خوا خپل شرطونه او دريځونه را مخته کوي. همدا دريځونه او شرطونه دي چي د پرابلم حل هم پيچلی کوي.

د جگړې د ختم له پاره بايد مصالحه و‍شي. د بهرنيو پوځونو د وتلو لاره همواره شي او په جگړه کي د شکيلو لورو ترمنځ د جگړې د ختم په منظور توافق را منځ ته شی. اوس پوښتنه داده چي هغه مکانيزم به څه وي چي دا غوښتنې عملې کړاي شي؟

 

دوهمه ستونزه:  “ مکانيزم به څه وي”. دسولې جرگه ... د جگړې د پرابلم ټولې خواوې نه احتوا کوي او لکه چي يادونه وشوه روانه جگړه کورنۍ، سيميزه او نړيواله ځانگړتياوی لري. د جگړې ختم د داسي مکانيزم غوښتنه کوي چي د جگړې ټولې او يا عمده خواوي احتوا کاندي. مصالحه نه بايد په جگړه کي د وقفي را وستلو په معنی وي او مصالحه نه بايد يوه موقتي پروسه وي. په دي هکله پوښتنه داده.  هغه تدابير او اقدامات به څه وي چي په راتلونکو کي د جگړې او جگړو مخه ونيول شي. تر څوپه افغانستان کي د اوږدې مودي سوله او ثبات تامين شي.

 

دريمه ستونزه: “ تدابير او اقدامات به څه وي”.

له هماغه پيله د افغانستان اساسي ستونزه هم د هغو “ تدابيرو او اقداماتو”  په نشتوالې کي دی چي د جگړو او په تيره بيا په راتلونکي کي د جگړو مخه ونيسي. بي له شکه په افغان ټولنه او ددې ټولنې په شاوخوا کي هغه لاملونه چي پنځه کاله، لس کاله، شل کاله ... وروسته بيا د جگړې اور بلولی شي پياوړي پاتي کېږې. تر ټولو مهمه او اساسي خبره دادی چي د هغو تدابيرو او اقداماتو په نيولو فکر وشي چي په راتلونکي کي د جگړو مخه نيولاې شی. کمونيزم بيا نه راگرزي. خطرمذهبي بنياد گرايی، خطرد گاونډيانو لاس وهنې دي او خطرقومي ــ مذهبي شخړې دي. کوم تدابير ونيول شي او کوم اقدامات وشي چي عوام غولونکي، واک پالونکي او ثروت ټولونکي قوم او مذهب سياسي نه کاندي او له قوم او مذهب څخه د وسيلو په توگه کار وانخلي.

 

د مصالحي اوږده لاره

د مصالحي ضرورت هغه وخت منځ ته راځي چي د جگړې لوري په دي پوه شي چي د زور په فزيکي وسيلو سره بری نه ترلاسه کېږې. په هره جگړه کي هدف بری دی او په طبعی توگه د يوه لوری بری د بل لوری په ماتي کي دی. د مصالحی ضرورت هغه وخت منځ ته راځي چي نور سياست د لورو ترمنځ د هميشنيو جنگونو وسيله نه، بلکي د تفاهم او ديالوگ په وسيله بدل شي. سره ددي چي په افغانستان کي پورتني ضرورتونه احساس کېږې، خو مصالحي ته رسيدل به يو اسانه کار نه وي؟ د مصالحي لاره اوږده او له ستونزه ډکه ده:

 

اول - دولت او طالبان په يوه سياسي سيستم کي له يو بل څخه په سياسي ليکو نه جلا کېږې.

 طالبان خپل حرکت د موجودې واکمنۍ په ځای د موجود سياسي سيستم الترناتيف بولې. په بل عبارت د طالبانو جگړه د واکمنۍ په ځاي له موجود سياسي سيستم سره دی. په مصالحه کي د اهميت وړ مسله تفاهم دی او تفاهم په خپل وار د گډو زمينو ضرورت را منځ ته راوړې. د موجود سياسي سيستم او طالبانو ترمنځ څومره گډې زمينې شته دي او که نه وي څه ډول ايجاد کيدلې شي. دا دوه لوري په ژوره توگه له يو بل سره توپيرلري. د کرزی او طالبانوتر منځ، د کرزی د واکمني او طالبانو تر منځ د گډو ارزښتونو پيدا کول ستونزه نه دی، ستونزه د طالبانو او سيستم ترمنځ د گډو ارزښتونو پيدا کول دي. که خواوې په موجود سياسي سيستم او په هغو ارزښتونو معامله کوي چي دا سيستم ورباندي ولاړدی، بايلونکي به ټولنه وي. بايلونکي به خلک وي. د مصالحي مطلب شاته د افغانانو د گرزولو او هم د منځنيو پيړيو په لور د افغان ټولنې ټيله کول نه دي. که دا ډول هڅه کېږې دا به ناورين او يوه لويه تراژيدې وي.

 

 دوم - په مصالحه کي د “ ديکتي” او “ جبر” عنصرونه

په افغانستان کي د جگړي افغاني لوري د مصالحي په کار کي په خلاصو وزرو او په خپلواکه توگه عمل نه کوي. د پرون په شان نن هم په دي لاره کي “ ديکته” “ شينې او سرې اشاري” رول لري.

د نويومو کلنو مصالحی افغانانو او په تيره بيا سياست کونکو ته په زړه پوري درسونه پريښي دي:

- اول درس،  د مصالحي په کار کي د نورو له خوا د “ ديکتي”  او “ جبر” د عنصرونو شتوالی  او يا هم دي او هغه لوري ته د نورو له خوا د “ شنه يا سره چراغ” روښانه کول وو. دي ډول حالت نه يوازي د خواو خپلواکي له منځه وړي وه،  بلکي دا چلند د مصالحي په ځاي د جگړې ادامه او يا د يوې نوې جگړې د پيل کولوسبب شو او همدا د ديکتو ورکولو سياست وو چي په نويومو کلنو کي يې د جگړی د ختم په ځای نوي جگړه پيل کړه.

- دوهم درس، د واکمنۍ کمزوری او په واکمنې کي د مصالحې په هکله متضاد دريځونه وو. هرلوری په دي هکله خپله پټه او ښکاره  تگلاره درلوده.

ــــ  دريم درس،  په جگړه کي شکيل هرلوری هرڅه غوښتل او هيڅ يي له لاسه نه ورکول ، خو په عمل کي  لورو هرڅه له لاسه ورکړل. په بل عبارت ټول بايلونکي وو او د سولې او ثبات په ځای يوه هر اړخيزه انارشي واکمنه شوه. دي ډول حالت د اول ځل له پاره  د افغان ټولنې سياسي فرهنگ ته د “ ټول بايلونکي” مفهوم ور زيات کړ.

څلورم درس،  د مصالحی په کار کي  ټولنې ته، گډو انساني ارزښتونو ته، د انسانانو حقونو او ازاديگانو ته نه پاملرنه وه او هرلوری هڅه کوله خپلې غوښتنې اساس وگرزي او نن هم په دي هکله پرون ته ورته چلند کېږې. په جنوبي افريقا کي  د دوښمنه لورو له خوا د بشري حقونو مراعات او دي حقونو ته درناوي کولو په دي هيواد کي د مصالحي بری تامين کړ. په جنوبي افريقا کي دوښمنو خواو ومنله چي واک ددي او هغه ډلې په ځای د خلکو حق دی او سياست هم ددي او هغه گوند په جای د ټولو خلکو چاره ده او ټول کولاي شي په سياست کي گډون وکړې. په جنوبي افريقا کي د همدي اصولو په منلو سره اپارتايد خپل ځای دموکراسي ته پريښود.

 

.دريم - د پاکستان دريځ

پاکستان،  افغانستان د يوه حاکميت لرونکی دولت په توگه نه پيږني او ددي هيواد د تماميت درناوی نه ساتي. د جگړي يو او کيداي شي ووايم يو پياوړی لامل دادی چي  پاکستان د افغانستان تماميت نه پيږني او ددي هيواد په هکله امپراطوري ډوله تگلاره چلوي.

سياست پوهان د دولتونو په جوړولو کي د يو بل د حاکميت او تماميت د منلو اصل ډيرمهم بولې. په اروپا کي له ديرش کلنې جگړي وروسته د 1648 د Westphalen په سوله کي د څو حاکميت لرونکو قوتونو واقعيت چي معلومي پولې يې درلودي  منلو د دولت جوړولو په کار کي ټاکونکی رول تر سره کړ. د همدي حقيقت په منلو سره د اروپا په وچه کي ددي او هغه امپراطوري په پوسيله د ټولې اروپا د لاندي کولو هڅي ختمې شوې. د يوه هيواد حاکميت ته درناوي نه درلودل نه يوازي د بي ثباتې لامل دی، بلکي د يوه کاري او خپلواک دولت د جوړولو په کار کي هم لوی خنډ شميرل کېږې. د افغانستان په هکله د پاکستان چلند نه يوازي د جگړې او بي ثباتي لامل دي، بلکي د يوه کاري او خپلواک دولت د جوړيدومخه يې هم نيولې ده.

په افغانستان د سولې او ثبات له پاره اول شرط له پاکستان د ستونزو حل کول دي. مخ کي تر دي چي د سولې جرگه جوړه شي د يوه سيميز او يا نړيوال کنفرانس پوسيله پاکستان دي اړ شي چي د افغانستان حاکميت و مني د هغه احترام وکړي او دا منل او احترام د نړيوالې ټولنې له خوا تضمين شي. 

 همدا اوس چي په افغانستان کي د سولې له پاره هڅې روانې دي، غربيان د پاکستان د دريځ ملاتړ کوي.

د برتانيه د بهرنيو چارو وزير وايي:

 “Pakistan “holds the keys” to security and dialogue in Afghanistan, and that Islamabad must be a partner in any solution to Afghanistan.”

د غربيانو ملاتړ د پاکستان دا موقف چي غواړي د افغانستان د مسلي په حل کولو کي د يوه لوری حثيت ولري پياوړی کوي او پاکستان د يوه لوری په توگه د مذاکري په ميز خپلې غوښتنې او خپل شرطونه وړاندي کول غواړي او يا هم پاکستان غواړي د افغانستان د دولت د کمزوري له امله د سولې ابتکار په خپل لاس کي واخلي.

 

څلورم - د امريکا دريځ

نړيوال هم په افغانستان کي له مصالحي کولو انتظارونه لري او غواړي په افغانستان کي سياسي حل دا خبره تضمين کړي چي دا هيواد  بيا د مذهبي بنيادگرايي، کومه چي ټولې نړۍ ته گواښ دی نه بدليږي. همدارنگه نړيواله ټولنه غواړي په افغانستان کي سياسي حل د وگړو د حقونو او ازاديو ساتنه تضمين کاندي   اروپايان او د ملگرو ملتونو ټولنه د افغانستان د سياسي حل پلويان دي، خو امريکا په ډيره اندازه د پوځي حل غوښتونکي ده او امريکاهغه وخت د سولې پلوي کوي چي طالبان  په کمزوری موقف کي د مذاکري ميز ته راشي.

ريچارد هالبروک وايي :‌ "‌ ما بسيار خشنوديم که دولت پاکستان فرد شماره دو طالبان را دستگير کرده است و وي هم اکنون در مکاني است که به ان تعلق دارد ".

هغه زياتوي :‌ "‌ افراد زياد ديگري نيز دستگير يا کشته شده اند و اين اقدامات فشار بيشتري را بر طالبان وارد کرده است".  هالبروک په دي خبرو کي هم د پاکستان لوری نيسي، کوم چي نه غواړي د طالبانو نيول شوي مشران افغانستان ته وسپاري. د هالبروک ددي څرگندونې “ وي هم اکنون در مکاني است که به ان تعلق دارد” معنی دادي چي د ملا برادر ځای په کابل کي نه، بلکي د پاکستان په زندان کي دی.

د هارورډ په پوهنتون کې ريچرد هالبورګ په يو کنفراس کې ګڼو اوريدونکو ته په وينا کې داسې وويل : 

“ امريکا د افغانستان د سولي په پروسه کې شامله نده ، طالبان د پښتنې ټولنې زيږنده دي او د پښتنو په هره کورنۍ کې يو کس د طالبانو سره اړيکې لري”

د ښاغلی هالبورک دا خبره که يوازي خبره هم وي، ناسمه او د يوه څرگند واقعيت نفی کول دي اوکه دا ډول خبري او دريځ  په سياست او تگلاره بدلېږې، کومه چي په Generalization ولاړه ده خطرناکه او ډيرې بدي پايلې به ولري. په دا ډول تگ لاره کي دواړه مسؤليت او مجازات کولکتيف بڼه پيدا کوي. “ دوي ټول همدا شان دي” “ دوي ټول بايد مجازات شي”

 

د سولې جرگه... د يوې ټولنيزي پروژې په توگه.

د سولې جرگه يا د سولې مشورتي جرگه سره ددي چي د جگړې د پرابلم يو لوری احتوا کوي، خو يو بي تاثيره مکانيزم نه دی. پوښتنه داده چي ولې د سولې مشورتي جرگه؟

د افغانستان په تاريخ او په موجود اساسي قانون کي جرگي د وروستيو خبرو او وروستيو پريکړو حق لري. د پلان شوې جرگې پريکړې ولې د “ مشوري” سطح ته را ټيټې شوې او هغه مقام څوک دی چي په دي هکله وروستۍ خبرې او پريکړې کوي؟

 د سولې جرگه د يوې دولتې پروژې په ځای يوه ټولنيزه پروژه بايد وي، کوم چي غواړي په يوه ټولنه کي، چيري چي هم جگړه دی او هم د پلوراليستيک ځانگړتياوي لري هم اهنگي ايجاد کړي او تر څو دا هم اهنگي ايجاد نشي سوله هم نه راځي.

اول ــ دا جرگه بايد د پرابلم د حل په هکله د افغان ټولنې استازيتوب وکړي او د ټولنې غوښتنې په مرکز کي وي.     

دوم ــ دا جرگه دا استعداد او وس ولري چي په خپلو پريکړو سره د جگړې لوري او په تيره بيا مخالف لوری متاثير کاندي او د هغوي په دريځونه کي د بدلون را وستلو لامل شي، تر څو د باور پلونه ايجاد شي. له مخالف لوری د ما مطلب يوازي طالبان او اسلامي حزب نه دي، مطلب می پاکستان هم دی. د سولې د تامين له پاره د افغانستان په هکله د پاکستان په دريځونو کي بدلون يو ضرورت دی. ترڅو د پاکستان دريځونه بدل نشي د سولې را تگ ممکين نه ښکاري.   

دريم - له مخاليفونو سره د اړيکو د تامين استراتژي جوړه شي. په طبعي توگه په دي کار کي وگړي رول لري، خو اولويت د راکړې او ورکړې له اوصولو او ارزښتونو سره دي. د اړيکو په کار کي مهمه شی

دا او هغه وگړی نه دی، مهمه داده چي څه ورکول کېږې او څه ترلاسه کېږې. د اړيکو استراتژي له پخوا څخه د جوړ شويو اصولو په بنياد نه جوړېږې. د يوې تخنيکي پروژی په کارکي دا ډول يو چلند ستونزه نه جوړوي. د کرهني د پروژي په کار کي هم  ثابت چوکاتونو مشکل نه را منځ ته کوي،  خو د يوې ټولنيزې او بدليدونکي پروژي په کار کي دا ډول چلند په مانع او خنډونو بدلېږې. د سولې او مصالحی په کار کي چوکاتونه د خواو د غوښتنو او دريځونو په وسيله ټاکل کېږې. هيڅ لوري د خپلې خوښې او خپلو غوښتنو په اساس د اړيکو د استراتژي اصول نه شي جوړولاي او که دا ډول هڅه کېږې. دا په نورو د خپل نظر تحميل کول دی چي د تفاهم او ديالوگ له چارې سره مرسته نشي کولاي. 

څلورم - د سولې جرگه  د پرابلم د کميت “ د جگړې د خواو” تر څنگ په زياته اندازه د پرابلم کيفيت “ د جگړې لاملونه” ته پام وکړي او په ښکاره توگه په گوته کړي.