رسیدن به آسمایی: 10.10.2010 ؛ نشر در آسمایی: 11.10.2010

دستگير روشنيالی

“ مير يې ورک شوی”

ځوان استعدادونه د ټولني د بدليدو او پرمختگ ځواک پياوړي کوي

 

زمونږ د کلی په سر به په کال کي دوه ځلې زاڼې تيريدلې. کله کله به د زاڼو کتارونه ډير منظم او بي له ستونزو تيريدل، خو کله به بيا زاڼې سرگردانه او په هوا کي به گردې تاويدلې او چيغي به يې وهلې. مشرانو به ويل:  “ مير يې ورک شوی”  مير، هغه چي د منزل لوری پيدا کوي، لاره ښيي، لارښوونه کوي او د زاڼو کاروان منزل ته رسوي. آیا افغان ټولنه هم د زاڼو په شان دي، لوری ورنه ورک شوی او په “ مير” پسي گرزي؟  انسانان زاڼې نه دي او ټولنه د زاڼو کتار او کاروان نه دی چي د رهبر او پيشوا په نشتوالی کي گرده تاويږي لاره او لوری نشي پيدا کولاي. دا دپرون ستونزه وه. نن هغه وخت راغلی چي ټولنه په خپله رهبر شي، خپل لوری پخپله  وټاکي او په خپله واکمنه شي.

پيشوايان ستړي او بي وسه ‍شوي دي

شمالې کوريا د کيم د کورنۍ د دريم پيشوا د راتگ له پاره چمتو کېږې او ددي هيواد ناروغه ديکتاتور له يوې ميليوني ټولني سره د گلې په شان تلنه کوي. بي له دي چي له ټولني پوښتنه وشي او يا د ټولنې اراده په کي شامله وي، پرون Kim Il Sung کيم. ايل. سونگ پيشوا وو. نن Kim Jong Il کيم. جون. ايل پيشوا دی او سبا به هم  Kim Jong Un کيم. جون. اون پيشوا وي. خو له دي پيشوا بازي سره سره، پيشوايان له زماني او زمانه له پیشوايانو بيگانه شوي دي.  د پيشوايانو زمانه تيره شوي او پيشوايان  “ خامنه ای، کيم.جون. ايل ...”  په کلکه ستړي او د ستونزو په حل کي بي وسه شوي دي.   

په پيشوا پسي هغوي گرزي چي خوار، در په در او بي وسه وي.  په پيشوا پسي هغوي گرزي چي په خپلو پشو د دريدلو وس نه لري.  په پيشوا پسی هغوي گرزي چي له خپل عقل او تفکر څخه په کار اخستلو کي پاتي راغلي وي او يا هم د عقل او تفکر حق ورڅخه اخستل شوی وي. په هر حالت کي  په پيشوا پسي گرزيدل د بي وسي او خواري په معنی دی.

هغه وخت تير شوی چي ټولنه  “ په ځان کي”  پاتي شي او په پيشوا پسي سرگردانه وي. اوس  ټولنه بايد د “ ځان له پاره” وي او د ځان له پاره شي.  ټولنه بايد  خپله توانايی او خپل وس ته روزنه ورکړي. ټولنه خپله نه تماميدونکي انرژي بالفعله کاندي. ټولنه په خپل ځان باوري شي او په هميشنې توگه ددي باور پالنه وکړي او ورنه کار واخلي،  په دي معني چي ټولنه په خپله سياسي او په خپله رهبر شي، په دي معني چي ټولنه په خپله واکمنه شي او په دي معني چي ټولنه خپل برخليک په خپل لاس کي واخلي. ددي ډول حالت د ايجاد په صورت کي  به د ټولنې له منځه په لسگونو ښځېنه او نارينه ځوان سياست کونکي را ووزي او ټولنه به د دوي له ډلې ديوه معلوم وخت له پاره هغه څوک مخته کوي چي د لارې پيدا کولو استعداد او د لارښوونې کفايت ولري، ټولنه به هغه څوک مخ ته کوی چي د واک او خلکو ترمنځ باور را منځ ته کړي او دا ډول يو وگړی رهبر نه ، بلکي سياسي مشر “ ريس جمهور، صدراعظم ...” دی. په بل عبارت دا يو انتخابي مقام دی.

ټولنه په هرحالت کي سياسي مشرتوب ته ضرورت لري. د موږ په نړۍ کي سياسي مشرتوب يو ساده او اسانه کار نه دی او سياسي مشرتوب هماغه د منځنيو پيړيو ځانگړتياوې نه لري، چيري چي مشرتوب د غالب او زورور چاره وه. اوس سياسي مشرتوب کفايت او وړتيا غواړي، اوس سياسي مشرتوب په زماني لحاظ محدود او د زور او وسلې  په ځای د قانون تابع دی.

يو انتخابي مقام رهبر نه دی 

يو انتخابي مقام او رهبر دوه جلا مفهومونه دي.  رهبر نه انتخاب کېږې او خلک هغه ته د رهبر کيدلو له پاره رايه نه ورکوي. رهبر د خلکو له منځه را وزي او خلک په هغه را ټوليږې. مطلب مي نلسن مانديلا، گاندي او د دوي په شان نور رهبران دي.  نلسن مانديلا د ريس جمهور په توگه د خلکو له خوا انتخاب شو، خو د يوه رهبر په توگه خلکوهغه ته رايي نه دي ورکړي او گاندي هم  دانتخاب په ځای د خلکو په منځ کي را پورته شو او خلکو هم خپلې هیلې او اميدونه له هغه سره وتړلې او ور پسي روان شول.

په افغانستان کي ريس جمهور يو انتخابي مقام دی، کوم  چي د يوي محدودي دورې له پاره دا او هغه وگړی د ريس جمهور په توگه انتخاب کېږې او دي مقام ته  د “ ولسمشر”  نوم ورکول مناسب نه ښکاري . ولسمشر د انتخاب په ځای  بايد د ولس له منځه را پورته شوي او ولس ته منلی وي. د سيمې يو ريس جمهور “ اصف زرداري، احمدي نژاد، حامد کرزی”  هم نه د ولس له منځه راوتلي او نه ولسونه ورباندي را ټول دي.  که  نن يوه انتخابي مقام ته  ولسمشر ويل کېږې او که سبا څوک د ولس له منځه را پورته کېږې او ولس يې هم ملاتړ وکړي، هغه ته به څه ويل کېږې؟

سياست باغ نه دی چي له پلاره زوی په ميراث پاتي شي

سياست د نورو علومو په شان يو علم دی او علم د هيچا په مالکيت نه بدلېږی او دعلم په کار کي هرڅوک گډون کولاي شي. په همدي اساس سياست هم د ټولو چاره ده او ټول په دي کار کي گډون کولاي شي او ټولنه،  هغه هم په يوويشتمه پيړۍ کي د هيچا او هيڅ رازقموميت ته ضرورت نه لري.

همدا اوس اوس په افغانستان کي  له بده مرغه د گوتو په شمار څو کسانو: حضرت، پير، مجاهد، قوماندان ، ملا، رهبر.. سياست په يرغمل نيولې دی. دري لسيزي کېږې چي همدي وگړو د هيواد سياسي مشرتوب په خپل انحصارکي اخيستی دی. همدا دوي دي چي واک لري، همدا دوی دي چي سياسي پريکړي او وروستي خبري کوي او د سولې تر شورا پوري ټول تصميم نيوکي مقامونه د دوي په اختيار کي دي.ريس جمهوريا تراوسه ددي وس نه موندلی او يا هم نه غواړي چي ددي وگړوله تاثيراو نفوذ څخه واک او سياست وژغوري اوددوي په ځای ټولني او د ځوان نسل سياست کونکو او سياست پوهانو ته مراجعه وکړي.

   په افغانستان کي اقتصادي اړيکی نوي او مدرني کېږې. همدارنگه پوځ او پوليس هم په مدرنه توگه جوړيږي.  ولې د واک او سياست ډگرد هغه چا په ولکه کي پاتي کېږي چي په خپله د جگړي او بحران لامل دي؟

ولې د واک او سياست په هکله  تصميم نيول د هغه چا په ولکه کي پاتي کېږې چي يو ځل نه، بلکي څو ځله يي د ستونزو په حل کي بي وسي او کمزوري ښودلې ده.

ولې د سياست او واک ډگر ته د ځوان سياسي ځواک دراتگ مخه نيول کېږې. همدا دم په افغانستان او له افغانستانه د باندي په زيات شمير کي ځوان سياست پوهان، ځوان تحليل کونکي او ځوان سياست کونکي شته دي.

همدا لاملونه او همدا خنډونه دي چی پرمختگ نشته، همدلته دي چي د هيلو او اميدونو ځای ډار نيولی او همدلته دی چي په افغانستان کي سياست خپله خپلواکي له لاسه ورکړي ده.

افغانستان د سياسي مشرتوب له تشي سره مخامخ دي

   سياسي مشر هغه څوک دی چي په پيښو تاثير ولري، هغوي ته لوری ورکړي او په هميشني توگه په پيښو نظارت وکړي  سياسي مشر هغه څوک دي چي په خپلو اقداماتو او کړنو ټولنه متاثيره کړي اوهمداشان ټولنه  دخپلو اقداماتو د ملاتړ له پاره وهڅوي. سياسي مشر هغه څوک دی چي په ټولنه کي ذهنونه يو کړي او د يوه جمعي ذهن په ايجاد سره د بدلونونو په لور د ټولنې لارښوونه وکړي

د ماکس وبر په قول رهیر هغه څوک دی چي د يوې دندې د اجرا له پاره شوق ولري، د مسؤليت احساس وکړي، د پيښو په وړاندي د خپل ارامش تر څنگ حوصله ولري.

سياسي مشر د احساساتي کيدولو په ځای په سړو اعصابو د ټولني د ستونزو د حل لاره په گوته کوي، ښکاره او عملي هدفونه ټاکي او د هغوي د ترلاسه کولو له پاره د جمعي ملاتړ د لاس ته راوړلو هڅه کوي.  په افغانستان کي د سياسي رهبرانو تاريخ د تراژيديو، ځان پالنو، واک پالنو، ثروت ټولو، دسيسو کولو، يو د بل د پکو کولو او يو د بل د وژلوتاريخ دی او په دي برسيره په عمومي توگه  سياسي رهبران هستريک ځانگړتياوي لري. دوي په زياته اندازه ځان خوښونکی او ځان غوښتونکي دي او دوی په ډيره اندازه نمای‍شي او احساساتي تمايلات لري او کله کله خو خپلې کورنۍ ستونزي او خپل ذهني او فکري ناکراري د سياست ډگر ته راوړي او په عصبانيت او په ناارامه توگه چلند کوي. په افغانستان کي د سياسی رهبرانو بله ځانگړتيا دادی چي د واقعيت په ځای ډير په خپل تخيل تکيه کوي او يا هم د خپلو څو مشاورينو او يا هم د څو نژدي يارانو د نظرياتو په قرباني بدليږي او له ټولنې او واقعيتونو سره اړيکي له لاسه ورکوي.

  دا هم له ياده ونه باسو چي دسياسي رهبرانو د بي وسيو او ناخوالو يو اساسي علت د ټولني سياسي وروسته پاتي والی هم دی. افغان ټولنه تر اوسه د سیاسي مشرانو د روزلو په ښوونځی نه دی بدله شوی. هغه ټولنه چي له سياست څخه بيگانه او سياسي شوې نه وي، سياسي رهبران يې هرومرو له پورتنيو ناخوالو سره مخامخ کيږي. په افغانستان کي چپ او ښی گوندونه د سياسي مشرانو د روزولو په ښوونځيو بدل شوي دي، چيري چي له سياست سره انحصاري چلند کېږې اود ځوانو سياست کونکو د روزني او پالني مخه نيول کېږې.. په دي موسسو کي له يوې خوا هڅه شوي رهیرهميشه رهبرپاتي شي، کوم چي په اسانه خپل ځای بل چا ته نه خوشي کوي او له بلي خوا وگړي ارماني، انقلابي، نه پخلاکيدونکي او ايديولوژيک و روزل شي. 

د رهبر او د هغه د رول ترمنځ  د انډول ضرورت

سياسي رهبر د خپل شخصيت او خپل رول ترمنځ په هميشنې توگه انډول ساتي او نه پريږدي چي د هغه د شخصيت او رول ترمنځ بي انډولې ايجاد شي. د رهبرد شخصيت او رول ترمنځ بي انډولې نه يوازي د هغه رهبريت زيامن کوي، بلکي د ټولني له پاره هم ناوړه پايلي لري ډيره اړينه ده چي د رهبر او د هغه د دندو تر منځ انډول او تناسب موجود وي او دا ځکه چي د هغه له رول او دندو سره د ميليونو انسانانو اميدونه او برخليک  تړلې دي. رهبر د نورو په شان يو وگړی دي، خوله نورو سره دهغه توپيرد هغه په رول او د هغه په دندو کي دي.

په افغانستان کي د سياسي رهبرانو او د هغوي د دندو ترمنځ  د انډول او تناسب تاريخ يو خوا‍يشنونکی تصوير ورکوي. دلته له بده مرغه هغه شان رهبران نه وو چي له ستونزو او بحرانونو پياوړي وي او په سم  لوری د ټولنې لارښوونه وکړي. دا د يوې ټولنې له پاره ډيره لويه تراژيدي ده چي دسياسي مشرانو او د هغوي د دندو ترمنځ ژوره بي انډولې موجوده وي. همدا دم په سيمه او له دي جملي په افغانستان کي د سياسي مشرتوب او دندو ترمنځ څرگنده بي انډولې شته دی. دا ډول حالت په چټکه توگه بدلون ته ضرورت لري او وگړي هرڅومره ژر بايد گوښه شي او دا ځکه چي دندي او مسؤليتونه گوښه کيدونکي نه دي. 

سياست او ځوان نسل

سياست په هميشني توگه په بدلون کي دي او دا بدلون په هميشني توگه  بدليدونکي ځوان سياسي استعدادونه غواړي او د همدي ضرورت په بنياد دی چي په ټولنه کي د ځوانو سياسي استعدادونو د روزنې او پالنې کار ته په هميشنې توگه باید پاملرنه و‍شي. په ټولنه کي، په سياسي گوندونو او ډلو کي  ځوان استعدادونه تشويق او وستايل شي. همدا ځوان استعدادونه دي چي د سياست او د ټولني د بدليدلو او پرمختگ ځواک پياوړي کوي. همدا ځوان استعدادونه دي چي هيواد او ټولني ته نوې څيره او نوی رنگ ورکوی او د نويو ارزښتونو په انتخاب سره د ټولني جمعي اراده بالفعله کوي

ځوان نسل يوازي د دموکراسي په پلي کولو سره کولاي شی خپل رول او خپل ځواک په کارواچوي. ځوان نسل په دموکراسي او دموکراسي په ځوان نسل تکيه کوي او د ځوان نسل بری په دي کي وي چي سياست د يوه خپلواک مسلک په توگه زده کړي او هم له سیاست سره د خپلواکي انديښني په بنياد چلند وکړي.