رسیدن به آسمایی: 24.04.2010 ؛ نشر در آسمایی: 25.04.2010

ليکونکی: وحيد مژده، زبير شفيقي، غلام جيلاني ځواک

افغان څيړنيز مشورتي مرکز

 

 

خيبر پښتونخوا، لاملونه او اغيزې

پيښور او د هغه شا او خوا سيمي په افغانستان کې د افغاني واکمنانو د خپل منځي جګړو له امله د رنجيت سنګ لاس ته ولويدي او بيا په کال ١٨٤٩ ميلادي کې انګريزانو سکهانو ته ماته ورکړه او پيښور يي ونيو. وروسته لدې چې د ډيورنډ کرښي عملاً د افغانستان پښتني سيمي په دوه برخو وويشلې او افغانستان څخه جلا شوې، په کال ١٩٠٢ کې د لارډ کرزن لخوا د پيښور په شاهي باغ کې  د دې سيمي نوم رسماً د شمال غربي سرحدي ايالت يا NWFP کيښودل شو.

په کال ١٩٤٧ ميلادې کې چې هند  و ويشل شو، د يو ريفراندم له مخې دا ايالت د پاکستان پورې وتړل شو، باچاخان د پاکستان سره د پيوستون مخالف وو او په همدې خاطر يي په هغه ريفرانډم کې چې د انګليسانو لخوا په لار اچول شوې وواو ده جعلي بللو، ګدون ونه کړ او په کال١٩٤٩ م  کې د افغانستان لوېې جرګې د ډيورنډ کرښه لغوه اعلام کړه.

د انګريزي استعمار په شان پاکستان هم ونه غوښتل د پښتنو سيمه په خپل نوم ونومول شي او د پښتنو هويت را ژوندې شي، په پښتنونخوا چې انګريزانو کوم نوم ايښى وو، د پاکستان له جوړيدو وروسته هغه په خپل حا ل پاتې شو.     هارون الرشيد یو پاکستانى ليکوال د پښتنونخوا د نوم په اړه ليکي چې  د ايالت نوم بايد نوې شي او د هغوې د خوښي نوم ورته ورکړل شي، خو دا نوم بايد پښتونخوا نه وي، که دا نوم وټاکل شو دا ايالت به د پاکستان پرځاي د افغانستان يو ولايت ښکاري، د هارون الرشيد نظر په حقيقت کې د پنجابي سياستوالو د نظر استازيتوب کوي چې د پښتون او پښتونخوا نوم سره حساسيت او دښمني لري، خو بالاخره  پښتنود اوږدو مبارزو  څخه وروسته د ٢٠١٠ کال د اپريل د مياشتې په ١٥مه نيټه  وکولاي شول د خپلې سيمې هويت هغه هم په دې شرط چې د خيبر ټکي ورپوري په زوره تړل شوې ترلاسه کړي، او د اسيمه د خيبر پښتونخوا په نوم ونومول شي. ښکاره ده د ازادى په لور په پاکستان کې د پښتنو  دا لومړنى ګام دى، خو ازادۍ پورې لا ډير اوږد او کړکيچن مزل په مخکې دى، لا ډير واټن دى چې لر او بر افغان سره يو شي.

مخکي لدې چې موږ خپل بحث ته ادامه ورکړو بايد دلته يوه اصطلاح چې په دې ليکنه کې به کارول شي لږ تشريح شي، او هغه اصطلاح ده سټبليشمنټ. سټبلشمنټ په پاکستان کې په متعارفې مانا ، نه پيژندل کيږي، په پاکستان کې د سټبلشمنټ مانا د پاکستان دولتي موسسات نه دي، بلکې هغه غير رسمي تړون او ډله ده چې د پاکستان اصلي واکمنان ګڼل کيږي، د سټبلشمنټ غړيتوب کومي خاصې ډلې او يا کومي ځانګړې موسسي پورې اړه نلرې بلکې د يو خاص فکر خاوندان چې مرکزي ټکي يي پنجابي شوونيزم ګڼل کيږي او ځانونه د پاکستان اصلي ساتونکي او د پاکستاني ناسيوناليزم پلويان ګڼي، دي. په پاکستان کې د سټبلشمنټ مشرتوب د پاکستان د پوځ او په تيره بيا د ايي ايس ايي سره دې خو د دې په خوا کې يو شمير ملکي بيروکراتان او ځيني سياسي ګوندونه لکه پاکستان مسلم ليګ او تريو حده جميعت اسلامي هم د سټبلشمنټ غړيتوب لري.

پنجاب او د پاکستان سټبلشمنټ ته ډيره ګرانه ده چې د پښتونخوا نوم ومني، د پاکستان سټبلشمنټ  فکر کوي د پښتونخوا نوم څرنګه چې د پښتونستان داعيه په ذهن کې را ژوندي کوي نو د پښتونخوا نوم او د پښتون هويت ژوندي کول پاکستاني ناسيوناليزم ته يو ستر ګواښ دى، نو که د پښتونخوا نوم او د پښتون هويت د پاکستان ناسيوناليزم ته يو ستر ګواښ بلل کيږي د دې ټو لو مخالفتونو سره چې لس هاو کاله دې نوم سره وشول بالاخره اوس ولې د پښتونخوا نوم منل کيږي په دې اړه يو نظر خو دا دې چې بايد په دې اړه د پښتونخوا ايالت کې د بې امنيو اغيزې هم په پام کې ونيول شي.

پاکستان چې د طالبانو د پاڅون څخه د ملاتړ له لارې غوښتل د خپل هيواد ستونزې افغانستان ته منتقلې کړي، بالاخره پخپله هم د طالبانو د ستونزې سره مخ شو، پاکستاني طالبان په پراخه توګه په قبايلي سيمو کې د پاکستان سره مخالفت پيل کړ. په پښتون ميشتو سيمو کې د طالبانو مخالفت يواځې قبايلي سيمو کې پاتي نشو بلکې د سوات ولسوالي ته هم ورسيد، دې پاڅونو سره لدې چې مذهبې انګيزه درلوده خو د پښتنو لخوا د طالبانو پراخ ملاتړ  د پاکستان د اکثروخلکو لخوا د پښتنو د ناخوښۍ او د پاکستاني واکمنانو لخوا د پښتنو په وړاندې د بې عدالتۍ او نه پام له امله و انګيرل شو.   څر نګه کيداي شي د خلکو  مذهبي احساسات چې د تاو تريخوالي د پورته کيدو لامل شوي، کنترول کړاي شي. يوه لار يي داده چې د مذهبي احساساتو په وړاندې قومي احساسات راوپارول شي، ځکه چې د ځينې غربې او پاکستاني سياستوالو په اند، طالبان چې اکثريت يي پښتانه دي په دې خاطر د اسلامي انترناسيوناليزم څخه ملاتړ کوي چې دوي فکر کوي د دوي قومي هويت تر پښو لاندې شوې او بايد دخلکو له مذهبي احساساتو څخه په خپله ګټه کا رواخستل شي او په دې توګه ملي غوښتنو مذهبي جامې اغوستي دي. دا مهمه نده چې دا تحليل څومره سم او يا څومره ناسم دى خو ګمان داسي دى چې دا پاڅون د پښتنو د قومي هويت ته د نه پام له امله دى، نو بايد د پښتنو قومي احساساتو ته پاملرنه وشي، دې احساساتو ته پاملرنه به لامل شي چې د بنسټ پالنې په وړاندې  قوم پالنه وده وکړي او د پاکستان پرپوځ د جګړې بار لږ کم شي.

ښايي اوس د پاکستان دولت دې پريکړې ته رسيدلى وي چې د قبايلو هغه ازادي ګانې چې د انګليسانو له زمانې پاتي دي، پاي ته ورسوي او قبايلي سيمي هم د پښتونخوا ايالت سره ونښلوي، په همدې دليل د خيبر نوم چې د پښتنو قبايلو د يوې تاريخي درې نوم دي د پښتونخوا سره يوځاي شوې .

دا وضعيت د پاکستان په کورني سياست کې د ژور بدلون نښه ده، په کار ده  چې پرافغانستان يي  اوږد مهاله اغيزې په کره توګه وڅيړل شي، ځکه چې د پښتونخوا سره د قبايلي سيمو يو ځاي کيدل به لامل شي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدې کرښې مسئله مطرح شي.

خو د پښتونخوا دکړکيچ په اړه چې کوم بل نظر وجود لري لږ په ځيړ څيړنې ته اړتيا لري:

 

تر دې دمخه هم د پښتونخوا ايالت پارلمان په متفقه توګه پريکړه کړې وه چې د سرحد ايالت نو په پښتونخوا واړوي، خو دا نوم د پاکستان دمرکزي حکومت او بيا په تيره د پاکستان دمسلم ليګ کوند لخوا چې دپاکستان دسټبلشمنټ يو عمده عنصر دى مخالفت سره مخ او ونه منل شو.

د پاکستان په تيرو  انتخاباتو کې د پاکستان پيپلز ګوند چې مشره يي بې نظير بوټو له انتخاباتو لږ دمخه د راولپنډې په لياقت باغ کې وژل شوې وه په مرکز او سنده  کې واک ترلاسه کړ او په پنجاب، پښتونخوا او بلوچستان کې د نورو ګوندونو سره ائتلافي حکومتونه جوړ کړل، پرويزمشرف چې ترانتخاباتو دمخه يي د پوځ مشري پريښې وه بالاخره دې ته اړ شو چې د جمهوري رياست کرسي هم پريږدي او د يو نا ليکلي توافق له مخې پريښودل شو بې له کومې ستونزې پاکستان پريږدي او بهر ته لاړ شي، او اصف علي زرداري د پاکستان د جمهور رئيس په توګه وټاکل شي. په همدې وخت کې ترپخوا هر وخته زيات شرايط دې ته چمتو شول چې عوامي نشنل ګوند د سرحد ايالت نوم په پښتونخوا اړولو ته مټي ونغاړي، شرايط تر پخوا هر وخت ځکه مساعد وو چې:

مرکزي حکومت د پيپلز ګوند لاس ته ورغى ، پيپلز ګوند سره لدې چې دپاکستان ترټولو سترسياسي ګوند دى او په تيرو څلورو لسيزو کې يي د پاکستان په سياست کې ډيره اغيزمنه ونډه درلودلې ده خو دا ګوند هيڅکله هم د پاکستان دسټبلشمنټ برخه نه وه او نه دى. د پاکستان پيپلز ګوند د ټولو کمزوريو اود پاکستان د نورو سياسي ګوندونو په شان د يو فاسد سياسي کلتور په درلودلو سره سره بيا هم تريو حده ولسي ګوند دي او يو شمير روښان فکره کړۍ له ځانه سره لري، د دې ګوند تر ټولو ستر مرکز د سنده ايالت دى، د سنده ايالت هم د پښتونخوا او بلوچستان په شان د پنجابي شوونيزم څخه ناخوښه دى، په سند کې د سندهي ناسيوناليزم قومي غورځنګ چې موخه يي د يو ازاد سنده هيواد جوړول دى، شتون هم لامل شوې چې د پيپلز ګوند مشران د پاکستان د محرومو ملتونو د داعيي په اړه د پاکستان مسلم ليګ په پرتله لږ نرم دريځ ولري، له بلې خوا اوس د پاکستان پيپلز ګوند مشري د اصف علي زرداري سره ده، اصف علي زرداري د حاکم علي زرداري زوى دى او حاکم علي زرداري  يو وخت د سنده په ايالت کې د ولي خان په مشرۍ د عوامي نشنل ګوند د سنده د ځانګې مشر وو، د زرداري کورنۍ چې په خټه  بلوچان دي وروسته له هغې د پيپلز ګوند سره يوځاي شول چې بې نظير بوټو اصف علي زرداري سره واده وکړ، نو پيپلز ګوند سره د اصف علي زرداري تړاو يو ايډيولوژيک او فکري تړاو ندى، اصف علي زرداري په فکري لحا‎ظ ترپيپلز ګوند دپاکستان ملت پالو ته ډير نژدې دى. يانې په فکري لحاظ د پيپلز ګوندمشرتوب دې ته چمتو وو چې د سرحد ايالت نوم بدلون په پښتونخوا ومني، د پاکستان نورو مهمو سياسي ګوندونو هم دې کار سره مخالفت نه درلود، يواځې د پاکستان پوځې کړي او د پاکستان مسلم ليګ ګوند دواړه ډلې چې ديوې مشري نواز شريف کوي او د بلې ډلې چې ښه ده ورته ډلګې ووايو( مسلم ليګ ق) چې په حقيقت کې د مسلم ليګ له ګوند څخه د مشرف په لاس يوه بيله شوې ډله ده، د پښتون هويت او د پښتونخوا د نوم سره سخت حساسيت لري.

خو دا ځل په سياسي لحاظ د پاکستان مسلم ليګ (نواز ډله ) هم په څو لاملونو دې ته اړ شوې وه چې عوامي نشنل ګوندسره د پښتونخوا د نوم په اړه يو جوړ جاړي ته ورسيږي. د مسلم ليګ اړتيا له دې امله وه چې د پاکستان د اساسي قانون له مخې يو کس نشي کولاي د دريم ځل لپاره ځان د صدارت کرسي ته کانديد کړي او نواز شريف دوه ځل د صدارت عظمي دوره تيره کړې ده، د پاکستان له انتخاباتو دمخه پيپلز ګوند او او دپاکستان مسلم ليګ ګوند په پاکستان کې د ولسواکي د بنسټيزه کولو لپاره د ميثاق جمهوريت په نوم په يو تړون لاسليک کړى وو، په دې تړون کې پريکړه شوې وه هغه واکونه او صلاحيتونه چې د يو قانوني تعديل له مخې د پاکستان ديکتاتورانو هر يو جنرال ضياالحق او جنرال پروزيرمشرف له صدراعظم څخه اخستي وو او جمهور رئيس ته يي ورکړي هغه به له منځه ځي، د دې تعدیلونو  په اساس جمهور رئيس واک درلود چې پارلمان او حکومت کله يي چې زړه وغواړي تحليل کړي او نوې انتخابات اعلان کړي،همدا رنګه د دريم ځل لپاره د صدارت عظمي کرسي په کانديدو بنديز به هم له منځه ځي، د ميثاق جمهوريت د پريکړې پراساس دا واک او صلاحيت به بيرته له جمهور رئيس څخه اخستل کيږي او صدراعظم ته  به ورکول کيږي.

په همدې خاطر د پاکستان جمهور رئيس اصف علي زرداري د پاکستان د ټولو مهمو ګوندونو د غړو په ګډون د قانوني اصلاحاتو يو کميسيون وټاکه چې په د پاکستان په قانون کې به په اتلسم تعديل کار وکړي او د دې تعديل په اړه د ټولو ګوندونو توافق ترلاسه کړي. همدا وو چې عوامي نشنل ګوند دا فرصت وموند چې  که د قانوني تعديل کميسيون د سرحد ايالت د نوم د بدلون په اړه د عوامي نشنل ګوند دريځ ونه مني نو عوامي نشنل  ګوند به هم د پاکستان په اساسي قانون کې د اتلسم تعديل سره مخالفت وکړي او که عوامي نشنل ګوند د پاکستان په اساسي قانون کې د اتلسم تعديل سره مخالفت وکړي نو د پارلمان او حکومت د انحلال واک به د پخوا په شان جمهور رئيس سره پاتي شي چې له امله يي دوه ځله هم د نوازشريف او هم د بې نظير بوټو حکومتونه له منځه تللي همدا رنګه  نواز شريف به ونشي کولاي د دريم ځل لپاره د صدارت عظمي کرسي ته ځان کانديد کړي.

د قانوني اصلاحاتو  کميسيون په مياشتو مياشتو زيار وويست، د کميسيون ټول غړي سرحد ايالت ته د پښتونخوا د نوم په ګډون د سموونو په ټولو ټکو سره تفاهم ته رسيدلي وو، هرڅه خلاص وو، رسنيو ته دا زيرې ورکړل شوى وو چې ډير ژر به په اساسي قانون کې د ديکتاتورانو لخوا راوستل شوې بدلونونه  له منځه لاړې شي، د پارلمان د دواړو خونو ګډه غونډه غوښتل شوېوه او اصف علي زرادري پارلمان ته دوينا په چمتو کولو بوخت وو چې ناڅاپه نواز شريف يو مطبوعاتي کانفرانس راوغوښت او ټول پاکستان يي وارخطا کړ، داسي ښکاريده لکه چې د پاکستان په اساسي قانون کې د اتلسم تعديل خوب به دتل لپاره بې تعبيره پاتي شي.

نواز شريف په خپل مطبوعاتي کانفرانس کې اعلام وکړ چې د اساسي قانون په اتلسم تعديل کې د قاضيانو د تقرر کړنلارې او د پښتنونخوا د نوم  سره مخالف دي، که په نوي قانوني تعديل کې دا دواړه ټکي پرخپل ځاي پاتي شي نو د پاکستان مسلم ليګ ګوند به نوي تعديل ته رايه ورنکړي. د نوازشريف نوې دريځ د پاکستان ټولو سياسي ګوندنو او رسنيو ته کاملاً د نه باور وړ وو او ټول يي هک پک او حيران کړل، د کومو قانوني سموونو غوښتنه چې نواز شريف په کلکه کوله اوس پخپله يي په مخ کې ورته خنډ جوړ کړى وو. د نواز شريف حيرانوونکي دريځ بيلابيل او سخت غبرګونونو سره مخ شو، خو په دې اړه تر ټولو مانا داره غبرګون د عوامي نشنل ګوند وو. د عوامي نشنل ګوند وياند د نواز شريف د نوي دريځ په اړه وويل کيداي شي د کومي خوا تليفون ورته راغلي وي.

د کومي خوا تليفون!

د پاکستان د پوځ لخوا تليفون او که د امريکا لخوا تليفون!؟

دا ډير مهم سوال دى چې بايد ورته ځواب وويل شي، د دې سوال ځوابول لږ ځير غواړي،  نواز شريف د اساسي قانون اتلسم تعديل سره کوم مخالفت ښودلې وو ، هغه په حقيقت کې داسي ټکي دي چې د پاکستان سټبلشمنټ ورسره مخالفت لري. په پاکستان کې  اصلي واک تل د سټبلشمنټ سره وي، حکومت پوځي وي او که ملکي خو د مهمو پريکړو سرچينه سټبلشمنټ وي. د پاکستان سټبلشمنټ د پاکستان ملکي حکومتونه لومړې خو غواړي  د جمهور رئيس له لارې چې د پارلمان او حکومت د انحلال فوق العاده واک ورسره دى کنترول کړي او بيا که داسي ونشي نو بيا پوځ مداخله کوي.

اوس په اتلسم تعديل کې د حکومت او پارلمان د انحلال ټول واکونه او صلاحيتونه له جمهور رئيس څخه اخستل کيږي، همدا رنګه  د اساسي قانون په اتلسم تعديل کې د اساسي قانون ماتونې ته ترټولو ستره سزا ټاکل شويده، دا دواړه کارونه سټبلشمنټ ته د منلو وړندي، د اساسي قانون نوې تعديل په حقيقت کې د پاکستان سټبلشمنټ بې وسلې کوي او غاښونه يي وباسي. له بلې خوا د پښتونخوا نوم هم د پاکستان سټبلشمنټ ته د منلو وړ ندى، د پوځ او ايي ايس ايي څخه وروسته د پاکستان مسلم ليګ کوند د پاکستان د سټبلشمنت ترټولو عمده توکې دې خو د مسلم ليګ مشر نواز شريف دريم ځل واک  ته درسيدو لپاره اړ دې د پښتونخوا نوم او په اساسي قانون کې اتلسم تعديل ومني ځکه چې د پيپلز ګوند په ګډون نورو ټولو سياسي ډلې د پښتنونخوا نوم منلو ته چمتو وې ، په دې ډګر کې مسلم ليګ يواځې  وو او په دې توګه دې ته اړ شو چې دريم ځل واک ته د رسيدو په خاطر په اساسي قانون کې اتلسم تعديل او د پښتونخوا نوم ومني، خو د عوامي نشنل ګوند دوياند په خوله کله چې دکومې خوا تليفون ورته راغې او د ملاتړ ډاډ يي ترلاسه کړ ناڅاپه يي خپل دريځ بدل کړ او د پښتونخوا و د قاضيانو د تقرر په پلمه د اتلسم تعديل په وړاندې ديو کلک خنډ په توګه ودريد.

بالاخره له ډيرو کړکيچنو بحثونو ، دخلکو، سياسي ګوندونو او رسنيو د سخت غبرګونونو او ګوتنيونو او د پښتنونخوا د نوم په اړه د عوامي نشنل ګوند شاتګ څخه وروسته نواز شريف له نور مخالفت څخه لاس واخست او د پاکستان په اساسي قانون کې اتلسم تعديل تصويب او توشيح شو، د نوي تعديل پراساس د سرحد ايالت نوم د  پښتونخوا پرځاي چې د عوامي نشنل ګوند وړانديز وو خيبر پښتونخوا کيښودل شو او  پنجابيانو او د پاکستان سټبلشمنټ په دې توګه يو ځل بيا د پښتون هويت سره خپل حساسيت او دښمني وښوده.

خو خبره دلته پاي نه مومي.

د پښتنونخوا سره د خيبر د ټکي د اضافې سره سره بيا هم دا نوم د پاکستان سټبلشمنټ ته د منلو وړ دي او نه د جمهور رئيس د واک کميدل، نو له همدې امله د پاکستان سټبلشمنټ د پښتونخوا د هزاره په سيمه کې د مسلم ليګ (ق) په مټ د پښتونخوا دنوم په وړاندې سخت غبرګون وښود، په هزاره کې د پښتونخوا د نوم سره د مخالفت مشري ګوهر ايوب چې د پاکستان د پخواني پوځي ديکتاتور ايوب خان زوې دي او د ق ليګ يو شمير نورمشران کوي. دا کسان وايي چې يا خو دې د پښتونخوا نوم بيرته واخستل شي او يادې هزاره د بيل ايالت په توګه وپيژندل شي. په زړه پورې خبره داده چې د هزاره په کومه سيمه کې چې د پښتونخوا مخالف غورځنګ روان دي او مظاهرې کيږي  او خلک وژل کيږ ي هغه زياترې پښتون ميشتې سيمې دي په دې مظاهرو کې پوليسو په مرموزه توګه او بې له کوم موجه دليله په مظاهره کوونکو ډزې وکړې او تقريباً لس کسه يي ووژل او په لسهاوو يي ټپيان کړل، او په هغو سيمو کې چې هزاره په اکثريت کې دې هلته کراره کراري ده ، دا پخپله ثابتوي چې په هزاره کې د پښتونخوا مخالف غورځنګ يو جعلي غورځنګ دي او د خلکو طبيعي پاڅون ندى.

د هزاره ايالت د جوړيدو د غوښتنې په خوا کې اوس د سرائيکي اود بهاولپور او ډيره مهمه خو په زړه پورې د قبايلستان ايالت د جوړيدو غوښتنو هم زور اخستي چې دا دواړه سيمي د پنجاپ په ايالت کې پرتې دې او قبايلستان به د افغانستان پرکرښه د قبايلې سيمو څخه جوړيږي، ښکار ده که دا غوښتنې دوام ومومي پاکستان به نوي قومي او ژبنيزو کړکيچونو سره مخ کړي.

د پاکستان سټبلشمنټ يواځې په هزاره کې د مخالفت اور ته په لمن وهلو بسيا نده کړې، بلکې نور ګامونه يي هم اوچت کړي، نواز شريف اوس وايي چې ده د پښتنونخوا نوم ځکه ومنو چې نه يي غوښتل په قانون کې د اتلسم تعديل په وړاندې خنډ جوړ کړي. خوپه اساسي قانون کې د اتلسم تعديل څخه وروسته د خيبرپښتونخوا د نوم د بيرته اخستلو او يا يي په بل نوم د بدلولو په خاطر کيداي شي ١٩م تعديل هم پارلمان ته وړاندې شي، مهمه داده چې د پيپلز ګوند ځني مشران هم د پښتونخوا دنوم په اړه په قانون کې د ١٩م تعديل د راوستو د شونتيا خبره کوي.

د دې په خوا کې د وکيلانو يوې ډلې ټول اتلسم تعديل ننګولې دې او په دې نامه  چې ګواکې دا پارلمان د دې رنګ پريکړو صلاحيت نلري د پاکستان په ستره محکمه يي  دعوي جوړه کړيده، اوس تود بحث دادې چې ايا ستره محکمه دا واک لري چې د پارلمان پريکړې ماتې کړې، په هند کې په يو ورته دوسيه کې د هند سترې محکمې دهند د پارلمان پريکړه ماته کړه. خو دلته لا مالومه نده چې ستره محکمه دا واک لري که اونه او دا چې ستره محکمه په دې اړه څه پريکړه کوي.

پاکستان کې اوس وضعيت داسې دې چې ډير ستر کړکيچونه سر پورته کولاي شي:

که ستره محکمه اتلسم تعديل له منځه يوسي نو پاکستان به د يو ستر قانوني، قضايي او سياسي کړکيچ سره مخ شي، د پاکستان د قضايه قوې او مقننه قوې ترمنځ  به جګړه پيل شي، يو خطرناک واک چې د پاکستان داساسي قانون پراساس د پاکستان قضايه قوه يي لري هغه دادې که چيرې قضايه قوه فکر وکړي چې ملکې حکومت يي پريکړې نه مني او يا نه يي پلي کوي نو کولاي شي د پاکستان پوځ نه مرسته وغواړي. اوس احياناً که د پاکستان ستره محکمه دا پريکړه وکړي او له پوځ څخه مرسته وغواړي نو پاکستان به يو ځل بيا د پوځي واکمني له ګواښ سره مخ شي.

خو که ستره محکمه دا  ومني چې د پارلمان د پريکړو ماتول د سترې  محکمې په واک کې ندي بيا هم پاکستان کيداي شي د دوه سترو کړکيچونو سره مخ شي. که ١٩م تعديل پرخپل ځاي پاتې شې او د پښتنونخوا خيبر نوم ومنل شي نو د هزاره ايالت غوښتنه به لا پياوړي شي او زور به واخلي. او د هزاره ايالت د غوښتنې سره به د سرائيکي بهالپور ايالتونو د جوړيدو غوښتنه هم پياوړي شي او پاکستان به ديوستر قومي او ژبنير کړکيچ سره مخ کړي.

خو ډيره مهمه خبره داده چې که د هزاره جغرافيايي موقعيت ته وګورو په ډاګه کيږي چې د هزاره ايالت غوښتنې شاته يواځې د پاکستان کورني ستونزې ولاړې ندې بلکې يو څه مزې د بهر نه هم دې ستونزې ته خوځښنت ورکوي، هزاره که له يوې خوا اسلام اباد او پنجاب سره پوله لرې له بلې خوا پاکستاني کشمير، سوات او کوهستان سره پولې لرې چې بيا هغه سيمې د چين سره نژدې په پوله پرتې دي. د هزاره له سيمې څخه په ډير اسانۍ کيداسي بې امنيتي نورو سيمو ته وليږل شي.

په سوات کې د طالبانو د ډير چټک پرمختګ او بيا په همدومره چټکې د هغه بيرته له هغه ځايه دطالبانو د لمن د ټوليدو په اړه ويل کيږي چې امريکا غوښتل په دې سيمه کې ځانله يوپوځي مرکز جوړ کړي او د پاکستان پوځ د هغې د مخنيوې لپاره طالبان پريښودل چې دا ټوله سيمه ونيسي او کله چې د پوځ هدف لاسته راغې نو بيرته يي طالبان له سيمې څخه وويستل. په دې اړه بله تيوري داسي ده امريکا پخپله وغوښتل په دې سيمه کې بې امنيتي خپره کړې ترڅو لدې لارې د جګړې اور د چين مسلمان ميشتو سيمو ته ورسوي، همدا تيوري د افغانستان شمالي سيمو ته دبې امنيتو د خپرولو په اړه هم وجود لري، ويل کيږي ترهګر په بهرنيو الوتکو کې شمال ته استول کيږي، د شمال د بې ا  منه کولو شاته هم همدا هدف پروت دى چې د شمال له لارې د جګړې اور د چين او منځني اسيا لمن ته ورسول شي.

که پورتنيو حقايقو ته وګورو نو د پښتونخوا د نوم په غبرګون کې د هزاره ايالت د جوړيدو غوښتنه ډيره ستره لوبه ښکاري، د پښتنونخوا نوميالې ژورنالست سليم ساپي هم همدا انديښنه لرې، سليم ساپى د جنګ په ورځپاڼه کې د اپريل په ١٥مه نيټه د پښتونخوا پرسر د ناندريو په هکله داسي وايي: ايا داسې خو نده چې د امريکايي ضد احساساتو د کمولو او دسيمي د جغرافيا د بدلو په خاطر موږ د بل چا په لاس کې لوبيږو.

د سيمې د جغرافيا بدلون  يوه تشه افسانه نده، کلونه کلونه راپديخوا بيلابيل امريکايي فکر مرکزونه(think tanks) د خليج څخه نيولې ترهند، افغانستان، ايران او عراق کې  د جغرافيايي  بدلون په اړه څيړنې کوي او ان چې د احتمالي بدلون  نقشې خپروې، دا هرڅه تصادفي ندي، داسي ښکاري چې د منځنۍ اسيا او منځني ختيځ کې د انرژې د سرچينو د کنترول او د چين د چټک اقتصادي پرمختګ د مخنيوې لپاره غرب په دې سيمه کې ځينې جغرافيايي بدلونونه اړين بولې، يو داسې جغرافيايي بدلو چې له لارې يي وکولاي شي د سيمې ټول هيوادونه په خپله ګټه کنترول کړاي شي.

خو که د پښتنو نخوا نوم بيرته واخستل شي او يا په يو داسي نوم واړول شي چې پښتنو ته دمنلو وړ نه وي بيا به هم پښتانه چې لا دمخه د محروميت احساس کوي او فکر کوي چې ترهګرۍ د سره د جګړې په نوم په حقيقت کې دپښتنوعامه وژنه روانه لا زيات ناخوښه شي او بيا به هم پاکستان د قومي اوژبنيزو جګړو او کړکيچونو په ډګر واوړي چې دا پخپله کيداي شي په سيمه کې د جغرافيايي بدلون لپاره د غرب د هڅو پيلامه وي.

کيداي شي دلته دا سوال رامنځته شي چې د پاکستان سټبلشمنټ چې ځان د پاکستان د ګټو ساتونکي او ګټونکي بولي، ولې داسې هڅونې کوي چې کيداي شې د پاکستان د ګټو پرخلاف ترې غرب او يا نورهيوادونه ګټه واخلي.

خبره داده چې د پاکستان سټبلشمنټ اوس داسي وضعيت کې دى چې يو خوايي پړانګ دى او بل خوا يي پانډ. که اتلسم په سړه سينه ومني او چوپ پاتي شي نو بيا خو د پاکستان کنترول به د سټبلشمنټ له لاسه وځي، له بلې خوا سټبلشمنټ د پښتون هويت ژوندي کيدل پاکستاني ناسيوناليزم ته يو ستر ګواښ ګڼي، نو فکر کوي که چوپ پاتي شي بيا هم زيان يي د دوې په اند پاکستان ته دې، خو کيداي  په دې بريالي شي چې لوبه کنټرول کړي. د پښتونخوا د کړکيچ په اړه دوي هماغه لوبه کول غواړي کومه چې ترهګرې سره د جګړې په نوم يي امريکا او طالبانو سره کوي.