03.01.2019

دستگیر روشنیالی

يوه څواړخيزه او پيچلې مصالحه

مصالحه ګدایی نه دی، د ګدایی پايله هم ګدایی ده.

ممکين په دي تحميلي جګړه کي صلح هم تحميل شي.  

صلح په هر قيمت دا د عقل په ځای د زور شعار دی.

د جګړی په يوه لوری سترګي پټول او ور سره خبرِ نه کول د صلح په ځای د جګړي منطق او په واک کي د ګډون په ځاي د ټول واک تر لاسه کولو هڅه دی. د طالبانو دا دريځ کولاي شي د صلح رواني هڅي ناکامي کړي.

مصالحه د اصولو ترک کول او د اصولو منل دی

په افغانستان کي د صلح د راتلو له پاره څوګوني مذاکرات پيل شوي دي او هڅه کيږي د جګړي د خواو تر منځ د مصالحي کولو له لاري روانه جګړه ختم شي. خو صلح هم د جګړي په شان د امريکا، سعودی عربستان، امارات عربی، روسيی، ايران، پاکستان... د سیاليو موضوع ګرزیدلي.  زه  سره ددي چي تر اوسه ددي صلحي او د دولت او طالبانو تر منځ په مصالحه کولو او بيا د هغي په عملي کولو باوری نه يم، خو په دي ليکنه کي هڅه کوم  د ستونزي د کورني برخي او په ځانګړي توګه  د مصالحي د ضرورت،  د مصالحي، د مصالحي د څرنګوالي، د مصالحي د مضمون او شکلونو او په مصالحه کي د اصولو او ارزښتونو د رول په هکله خپلي نظريي له ويونکو سره شريکي کړم.

د مصالحي ضرورت

که پرون مو په ړنگولو کي ونډه درلوده نن هغه وخت راغلی چي په جوړولو کي برخه واخلو.

راځي، د يوه حقيقت منلو ته ځان چمتو کړو. يو حقيقت چي کولاي شي د يوه سراسری تفاهم او توافق په بنياد بدل شي. هيچ چا دا څه نه غوښتل چي وشول هيڅ چا نه غوښتل ځان، کورنۍ، کلی، ښار او وطن یي له دا ډول برخليک سره مخامخ شي. هيڅ چا نه غوښتل په ميليونونو هموطنان یي مهاجر او اواره شي. هيڅ چا نه غوښتل هديري په ځوانونو ډګه شي...

د يوه سراسري تفاهم او د يوه سراسری توافق له پاره ددي حقيقت منل ضرور دی چي موږ ټولو تيروتني او خطاگاني کړي، موږ ټول غولول شوي يو. موږ ټولو ضرر ليدلی، موږ ټولو ماتي خوړلي، موږ ټولو ډير شيان له لاسه ورکړي، موږ هر يو بايلني لرو، موږ په هر انقلاب، هره کودتا، هره بلوا او هره جگړه ټولنه د لسيزو له پاره په شا وغورزوله. موږ ټول زخمي شوي يو او دا موجود حالت د موږ ټولو تراژيدي دی او د موږ ټولو گډه غميزه ده. موږ ټول د دردونو او رنځونو کيسي او تاريخ لرو. له دي تراژيدي هيڅوک سپيڅلي او ميتځل شوي را وتلي نه دي او نه راوتلي شي. موږ استبداد ماتونکي وو، خو کله چي واکمن شوو نوی استبداد او نوی ظلم مو واکمن کړ. موږ بوت ماتونکي وو، خو ډير زر په خپله په بوتانو بدل شوو، موږ تابو ماتونکي وو، خو په خپله مو په ټولنه د نويو تابوگانو د تحميل کولو هڅه وکړه. هغه څه چي له موږ سره شوي اوله درجه مسؤليت یي د موږ په غاړه دی. او تاريخ دا نه هيروي.

موږ هر يو په مسؤليت، په يوه له ځانه انتقادی تفکر او په يوه بيدار وجدان خپلي شا ته وگورو او په انصاف خپل پرونی سياسي چلند او د هغه پايلي مطالعه کړو. له نورو سره نه له خپل وجدان سره ديالوگ پيل او حساب وکړو. بي له شکه به پوه شو چي موږ دلته او په دی ځای تيروتني کړي، موږ دلته او په دي ځای کي غولول شوي يو. موږ دلته او په دی ځای کي له فکر کولو مخکي عمل کړی دی. موږ ددي فهم نه درلود چي مخالفت او دوښمني، مخالف او دوښمن له يو بله تشخيص کړو او هڅه مو وکړه ټول د ځان په شان او يا یي هم نفي او حذف کړو. د ځان په شان کولو او يا يو شان کولو ناورين راوړونکي هڅي اوس هم په قوت رواني دي. اوس هم په نورو د خپلو فکرونو دتحميل کولو او د هغوي له تراژيکو پايلو درس نه اخستل کيږي او افراطي ډلي همدي وژونکي چاري ته ادامه ورکوي.

همدارنگه به دا انتقادي شاته ليد موږ ته را وښیي چي دلته له انسان او انسانيت سره، دلته د انسان له حقونو، ازاديو او کرامت سره په څومره ناپوهي او په څومره بي پروایي چلند شوی او له بده مرغه نن هم همدا چلند ادامه لري.

هو، سره ددي چي چا کمي او چا لویي تيروتني کړي او چا هم بي ساري لوی جنايتونه کړي خو موږ ټول په دي غميزه کي خپله ونډه او خپل مسؤليت لرو او موږ ټول مسؤل يو. بي غمه اوسي  تاريخ  د موږ د ټولو د محکوميت پريکړه کړې ده او له راتلونکي هم د موږ د محکوميت اوازونه اوريدل کيږي.

همدارنگه دلته څوک په کولو او څوک په نه کولو هم پړه بلل کيږي. که داسي نه وي دا موجود حالت چا را منځ ته کړ؟ د يوه توافق او يوې سراسري مصالحي له پاره ضرور دی چي موږ يو بل ته د نږدي کيدو، د ټولنيز باور او يو جوړونکی پوهاوی د ايجاد له پاره په گډ او يو ځای کونکي ارزښتونو را ټول شو او دا انساني ارزښتونه دي. موږ له يو بل سره د دروغو او فريب په ځای د رښتيا ويلو په ژبه خبري وکړو. د توهين کولو ځای درناوی ته او د بي باوري ځای باور ته ورکړو، يو بل ته تير شو او له يو بل سره مصالحه وکړو.

ددي پرنسيپ په بنياد " ویي بخښه، مه یي هيروه" يو بل ته بخښنه وکړو. اوسنی سخت او پيشانه حالت تفاهم او توافق غواړي او دا مخاليفتونه او توپيرونه دي چي توافق په ضرورت بدلوي 

په پرون افسو س کول د ستونزو حل نه دي. پرون درس او عبرت دی. پرون که هر څومره دردونکی او ځورونکي وي په هماغه اندازه دردونکی و ځورونکی درس هم دی. پرون درس راکوي چي دا جګړه او دا خشونت څومره بي ځايه او څومره غير عاقلانه عمل دی. دلته يو په بل پسي انقلابونو، کودتا ګانو، بلواګانو... تر هر څه اول خپل زامن وخوړل. خو موږ حق لرو ددي وطن د زرګونو او زرګونو ځوانانو د مريني افسوس وکړو. هغوي د  يوه عقلانه سياست په وجود کي کولاي شواي د مرګ په ځای ددي وطن په جوړولو کي برخه واخلي او د قبرونو په ځاي له خپلو کورنيو سره ژوند وکړي اودا به د موږ هميشنی افسوس وي او يوازي د جګړي ختم کولاي شي يو څه د موږ زړونه تسکين کړي.

مصالحه څه شی ده؟

مصالحه د دو او يا څو لورو تر منځ د يوه توافق په اساس يو بل ته د امتيازونو له ورکولو عبارت دی. همدارنگه په تيره بيا په سياسي برخه کي مصالحه په واک کي د مخاليفو خواو گډيدل دي. په مصالحه کي ډیره مهمه ده چي د خواو  هويت او هدفونه درک او تعريف شي. مصالحه نوي ژبه. نوی پوهاوی او نوی دريځ غواړي. د زور ژبه، زوړ پوهاوی او نه بدليدونکي دريځ د جګړي فرهنګ دی.

مصالحه پرون ته ورګرزيدل نه دي، هغه پرون چي د نني تراژیدي لامل دی. مصالحه د هغه تفکر واکمن کول هم نه دی چي دا روانه جګړه توجيه کوي. پرون ته ورګرزيدل نه يوه ګډه غوښتنه دي او نه د خواو تر منځ باور را منځ ته کولاي شي. مصالحه د يوي ښي راتلونکي له پاره دي. مصالحه په پرونی حالت  او په هغه تفکرغلبه او د يوي نوي راتلونکي ايجاد دی. يوه بی پرونه راتلونکي او يوه بي له جنګونو راتلونکي.

مصالحه نه له ټولني جلا او نه هم له ټولني پټ عمل دی. په هغه مصالحه کي چي ټولنه برخه او تاثير  و نه لري او د ټولني په غياب کي تر سره شي د مصالحي په ځاي د جنګي خواو تر منځ يوه موقتي معامله دی. مصالحه په نومونو او څیرو تکيه کول او د هغوي تر منځ توافق نه دی. دا کار خطرناک دی. هغوی کولاي شی هره لحظه او په اساني مصالحه سبوتاژ کړي. مصالحه د ټولني تر نظارت او کنترول لاندي تر سره شي. د ټولني ملاتړ مصالحه په يوه ډاډمن عمل بدلولاي شي. ټولنه نه جګړه غوښتونکي ده او نه مصالحه سبوتاژ کوي. ټولنه ډاډه شي چي په مصالحه کي د فرد د حقونو او ازاديو درناوی کيږي. ټولنه بايد ډاډه شي چي يو ځل بيا د منځنيو پيړيو په شان حالت شا ته نه ګرزول کيږي.

له بده مرغه د ټولني د رول په هکله يوه د تشويش او يوه لويه ستونزه شته دی او هغه د ټولني بی تفاوتي دي چي هم د جګړي او هم د سولي قرباني شي. د ټولني بي تفاوتي او پاسيف حالت کولاي شی د افراط له بری سره مرسته وکړي او د دموکراسي په ځاي ديکتاتوري لاس ورکړي او دا د ناکامی اساسی لامل يا د افغانستان پاشنه اشيل دی.

 هم د جګړی او هم د سولی قرباني

د نړي تاريخ او په ځانګړي توګه د افغانستان تاريخ په روښانه توګه را ښیی چي يوه ناکامه، يوه بي تفاوته او يوه د انتظار په حالت کي ټولنه هميشه نه يوازي د افراط، خشونت اوجګړي، بلکي  د نورو د پريکړو او پلانونو په قرباني بدليږي. يوه ويشلي، يوه وروسته پاتي ټولنه چي د ځان راټولو، ځان بدلولو او په ځان تکيه کولو وړتيا نه لري. يوه ټولنه چي د عقل په ځای افراط ته، د علم په ځای جهالت ته، د تفاهم په ځاي خشونت ته، د ازادي په ځای استبداد ته، د دموکراسي په ځای ديکتاتوري ته دمرستي لاس ورکوي په نوبت ددي او هغه زبرځواک او د سميزو ليوانو ديرغلونو، پلانونو او غوښتنو قرباني کیږي او برخليک يي له باندي ټاکل کيږي.

اساسي ستونزه دادی چي ټولنه حتي د سولي او جګړي په انتخاب کي بي تفاوته دی. دا ټولنه جګړي ته هم د قسمت او نصيب په سترګه ګوري او همدا اوس افغانستان په هغه حالت کي نه دي چي موجودي ستونزي په خپله حل کړي. همدا کمزوری دی چي کجيران يي په شاوخوا الوتني کوي.

مصالحه ډاډ او باور دی. د مصالحی بری په ټولنه کي د ډاډ او باور ايجاد دی، نه د ډار او بي باوري.  مصالحه په نفرت، ډار، انتقام او جنګي ذهنيت غلبه دی. په مصالحه کي نامعلوم او مبهم هدفونه، ايديولوژیک غوښتني او د زور ژبه کولاي شي په ټولنه کي ډار واکمن کړي.

که يو ځل بيا په کورونو، کوڅو، سرکونو کي د وهلو او توهين کولو ډار را منځ شي.

که يو ځل بيا له ښځو د کار کولو او د زده کړو د حق او امکاناتو د له لاسه ورکولو ډار واکمن شي.

که يو ځل بيا د ښوونځيو او په ځانګړي توګه د نجليو د ښوونځيو د تړلو ډار خپور شي.

که يو ځل بياد مدني ټولنو خپلواکي او موجوديت له ګواښ سره مخامخ شي.

که يو ځل بیا په مطبوعاتواو په جمعي اطلاعاتو کي  د بيان د ازادي د بايللو ډارمسلط شي.

که يو ځل بيا قومي او مذهبی اقليتونه ددي ډار احساس وکړي چي په واک به برخه له لاسه ورکړي او له نويو محديتونو سره به مخامخ شي.

که يو ځل بيا له سياسي ګوندونو د قانونيت اخستلو، د سياسي ازاديو او سياسي پلوراليزم د لغوه کولو خطر احساس شي... دا به مصالحه نه، بلکي د اوسني جګړي ادامه او يا به د يوي بلي جګړي مقدمه وي.

په مصالحه کي دا او يا هغه لوری نه هرڅه تر لاسه کولاي او نه هرڅه له لاسه ورکوي. په مصالحه کي پرنسيپ " تيريدل او سازش کول" دی. مصالحه يو مطلق مفهوم نه دي چي هميشه يو شان او يو رنگ وي. د مصالحي مضمون او شکل په ستونزه کي د خواو او دهغوې د غوښتنو پوسيله مشخص کېږې. که په ستونزه کي يوازي دوه لوري وي، غوښتنې هم کمي او هم مشخصي وي مصالحه په اسانه تر لاسه کيداي شي او که په ستونزه کي خواوې او غوښتنې ډېرې وې مصالحه کول هم سخت او مشکل کېږې  همدا اوس څومره چي په سيمه او افغانستان کي حالت سخت او پيچيلی دی په هماغه اندازه يې د حل لارې هم پيچلي او سختې دي. جگړه يوازي د دولت او طالبانو تر منځ نه دی. په دي جگړه کي ډيرلوري، ډير لوبغاړي او ډيرې ښکاره او پټې غوښتنې را ټولې شوې دي او هرلوری خپلې موخي او خپلې گټې لرې. دا حالت په طبعي توگه حل او مصالحه ته هم څوگونی او پيچلی خصوصيت ورکوي او په افغانستان کي خو له هماغه پيل مصالحه څوگونی او پيچلی څرنگوالی لري. په دي هيواد کي مصالحه د بشپړ واک غوښتنې، ځان پالنو، ايديولوژيکو دريځونو " موږ په خپلو اصولو معامله نه کوو"، د قومي او مذهبی برتريو غوښتنو او د بهرنيانو د لاسوهنو او استراتژيو قربانې شوې ده. 

مصالحه او ایدیولوژی دوه نه پخلاکيدونکي مفهومونه دي

مصالحه يو پراګماتيک چلند دی، نه ايديولوژيک.

مصالحه هميشه او هر خای يوه سياسي پروسه دی او په سياسي چلند او سياسي تدبيرونو تر لاسه کيږي. سياست کولاي شی د جګړي د خواو تر منځ د پخلاکولو لاره همواره کړي، نه ايديولوژی. مصالحه د سياست نه جلاکيدونګي برخه دي. په ايديولوژی او ایديولوژيک دريځ مصالحه نه کيږي او مصالحه له ایدیولوژیک شرطونه بيګانه دی. ایدیولوژی تحمیل کونکي، ديکته کونکي او ټول غوښتونکي دي او دا د مصالحي په ځاي د جګړي ځانګړتياوي دي. مصالحه يو سياسي اقدام دی او په سياسي وسيلو تر سره کیږي. مصالحه يوازي د سياسي واک ويشل نه دي. مصالحه په اصولو معامله دی، د اصولو ترک کول او د اصولو منل. په جنوبي افريقا کي د نژادی پرستي اپارتايد اصولوترک کولو او د انسانانو د برابري د اصولومنلو مصالحه د يوي  ويشلي ټولني په واقعيت بدله کړه.

د مصالحي ايديولوژيکی کول د مصالحي د نه کولو په معنی دی. نه يوازي د افغانستان تجربې، بلکي د نړۍ تجربې هم دا حقيقت څرگندوي چي ايديولوژيک دريځونه د جگړې د لورو تر منځ نه د باور پيدا کولو وس لري. نه د خبرو او مداکراتو په ميز د دا ډول دريځونه مطرح کول تيريدل او گذشت دی او نه مقابل لوری ته څه ورکول دي. همدارنگه ایدیولوژیک درِیځونه هغه گډ پرنسيپونه نه دي، کوم چي د خواو ترمنځ د پوهاوی او تفاهم له چارې سره مرسته وکړې. 

مصالحه هر ځای چي وي د ايديولوژيک حل په ځای پراگماتيک حل غواړي او په دي هکله سياست اوسياسي تگ لاري د ایديولوژیک اصولو په ځاي په عمل او پراتيک سنجول کيږي. مصالحه ددي او هغه تفکر، ددي او هغه ايديولوژي په قالبونو کي نه چوکات کيږي او نه له پخوا د جوړي شوي نسخي له مخي عملي کيږي. مصالحه پراگماتيک چلند، سياسي هنر او سياسي ميړانه غواړي. د پراگماتيک چلند معني دادی چي اصلي ستونزه څه دي او څه ډول حل کيداي شي. په جنوبي افريقا ستونزه “ اپارتايد” وه او دا ستونزو د وگړو د برابرو حقونو په تامين او تضمين کولو سره حل شوه. په کمبوديا کي ستونزه د واک په سر جگړه وه او دا ستونزه د دموکراسي او سياسي پلوراليزم په منلو سره غوڅه شوه. په شمالې ايرلند کي ستونزه مذهبي توپيرونه وو او دا ستونزه د د دواړو خواو پوسيله د بشري ارزښتونو په منلو سره حل شوه.

په افغانستان کي د مصالحي د بری له پاره چمتو شوي او يا له پخوا جوړه شوي نسخه نشته دی.

دا هم واقعيت دی چی په افغانستان کي مصالحه د نړي يوه پيچلي مصالحه ده او  د نړۍ ددي  پيچلي مصالحي  د بری له پاره  هيڅوک، د افغانستان دولت، طالبان، امريکا، ناتو، ملګري ملتونه...  تياره سناريو او يا يوه جوړه شوې نسخه نه لري او نه دا ډول نسخه پيدا کيږي. په افغانستان کي مصالحه نه د کنړ او نه د پنجشير په دريابونو د پلونو جوړول دي او نه د څيرو او نومونو تر منځ توافق دی. مصالحه د مخاليفو غوښتنو، ارزښتونو او گټو تر منځ د پل جوړول او توافق ته رسيدل دي، کوم چي په ځينو برخو کي له یو بل سره نه پخلاکيدونکي دي.

په افغانستان کي مصالحه ترهر څه د مخه د خواو تر منځ د باور فضا او د گډو پرنسيپونو را منځ ته کولو ته ضرورت لرې او دا پرنسيپونه فردي ازادي، دخلکو واکمني، بشري حقونو او ازاديگانې دي او له دي جملي بشري حقونه هغه شرط دی چي ټولې خواوي ور باندي را ټوليداي شي. په دنيا کي د وروستيو شلو کلنو تجربې څرگندوي چي مصالحه په هغو ځايونو کي بريالې وه چي د واک په کار کي د برابرگډون اصل منل شوی او د بشري حقونو او ازاديو درناوی شوی دی او له دي پرته به مصالحه نه، بلکي يوه معامله به وي چي دا څوځله بدبخته شوي خلک به نورهم بدبخته کړي. له بده مرغه په افغانستان کي او همدا شان د طالبانو له خوا ددي اصولو د منلو چمتوالی نه ښکاري.

 مصالحه تحميل او ديکته کول نه دی

مصالحه د خپلواکو ارادو اوخپلواکو پريکړو پايله ده.

تحميلي او ديکته شوي مصالحه نه د اوږدي مودي مصالحه دی او نه بي له جنګونو راتلونکي را منځ ته کولاي شي. په افغانستان کي د جگړي  لوري د مصالحي په کار کي په خلاصو وزرو او په خپلواکه توگه عمل نه کوي. د پرون په شان نن هم په دي لاره کي “ ديکته” “ شينې او سرې اشاري” رول لري.

د نويومو کلنو د مصالحی هڅو موږ او په تيره بيا سياست کونکو ته په زړه پوري درسونه پريښي دي:

- اول درس،   د مصالحي په کار کي د نورو له خوا د “ ديکتي”  او “ جبر” د عنصرونو شتوالی  او يا هم دي او هغه لوري ته د نورو له خوا د “ شنه يا سره چراغ” روښانه کول وو. دي ډول حالت نه يوازي د خواو خپلواکي له منځه وړي وه،  بلکي دا چلند د مصالحي په ځاي د جگړې ادامه او يا د يوې نوې جگړې د پيل کولوسبب شو او همدا د ديکتو ورکولو سياست وو چي په نويومو کلنو کي يې د جگړی د ختم په ځای نوي جگړه پيل کړه.

- دوهم درس،  د واکمنۍ کمزوری او په واکمنې کي د مصالحې په هکله متضاد دريځونه وو. هرلوری په دي هکله خپله پټه او ښکاره  تگلاره درلوده. د واکمن ګوند يوه لوري په شمال کي او بل لوري په جنوب کي له مجاهدينو سره اړيکي جوړي کړي وي او په نتيجه کی نه يوازي مصالحه ونشوه، بلکي دا ويشلي واکمني هم ړنګه شوه او جګړه نوي بڼه غوره کړه او پايله يی په هيواد کي د سراسري انارشي واکمني وو چي هيچا او هیڅ شی مصونيت نه درلود.

نن هم له بده مرغه د ګوند، تنظيم او شورا ... په نومونو له طالبانو سره د خبرو او مذاکری ځانګړي هڅي کیږي او دا نه  يوازي د دولت د دريځ د کمزوري کولوهڅه دی، بلکي خطرناکي پايلي به هم ولري.

ــــ  دريم درس،  په جگړه کي په ځانګړي توګه مجاهدينو هرڅه غوښتل او هيڅ يي له لاسه نه ورکول ، خو په عمل کي د جګړي لورو هرڅه له لاسه ورکړل. په بل عبارت ټول بايلونکي وو او د سولې او ثبات په ځای يوه هر اړخيزه انارشي واکمنه شوه. دي ډول حالت د اول ځل له پاره سياسي فرهنگ ته د “ ټول بايلونکي” مفهوم ور زيات کړ. او نن هم له دولت سره د طالبانو خبري نه کول د هر څه د غوښتلو په معني دی.

څلورم درس،  د مصالحی په کار کي  ټولنې ته، گډو انساني ارزښتونو ته، د انسانانو حقونو او ازاديگانو ته پاملرنه و نشوه او هرلوری هڅه کوله خپلې غوښتنې اساس وگرزي او نن هم په دي هکله پرون ته ورته چلند کېږې.

  صلح، سیاست او واک ددي او هغه ډلې، کوند، تحريک او تنظیم مالکيت نه دي. دا د ټولني مالکيت دي او له ټولني سره په رابطه کي په دي هکله تصمیمونه او پريکړي وشي.  

د مصالحي عملي ستونزي

دولت دبهرينو ځواکونو په شتون کي سوله غواړي او طالبان سوله د همدي ځواکونو په وتلو کي لټوي.

طالبان نه غواړي له دولت سره خبري وکړي. خو په عمل کي د جګړي په ډګر کي دولت او طالبان له يو بل سره مخامخ دي او دا حالت ددي دو تر منځ خبري کول او مذاکره د مصالحي په لمړی او اساسي ضرورت بدلوی او بی له دي مصالحه نه ممکينه او نه هم عملي دی. په دی هکله د طالبانو دریځ له يوي خوا د جګړي ادامه او له بلي خوا د بشپړ واک تر لاسه کول دي.

د دولت پياوړی دريځ يوازي د جګړي په ميدان کي برتري تر لاسه کول نه دی، د دولت پياوړی دريځ د ټولني په ملاتړ او له سياسی ګوندونو، تنظيمونو، شوراګانو... سره په تفاهم او توافق دی.

دلته يوه بله عملي ستونزه د طالبانو او موجود سياسي سيستم تر منځ دی. د طالبانو اصلی ستونزه له دولت سره نه له سِستم سره دی او په دي ډول حالت کی باِید د طالبانو او سيستم تر منځ مصالحه وشي او دا سيستم په پلوراليږم او سياسي ازاديو تکيه کوي. پوښتنه دادی چي طالبان له دا ډول يوه سیستم سره مصالحه کوی او که يی لغوه کول غواړي او دا تر ټولو لويه ستونزه دی. دسيستم له منځه وړلو او يا د سيستم له بيخه ايستلو غوښتنه د مصالحي په ځای د انقلاب کار دی او د انقلاب دنده د يوه لوري نفي کول او د سيستم ړنګول دي.  له دولت سره خبري نه کول او نه پخلاکيدونکي دريځونه کولاي شی د صلح رواني هڅي ناکامي کړي او جګړه همدا شان ادامه پيدا کړي.  

صلح په هر قیمت 

مصالحه په اصولو جوړيږي، د اصولو ترک کول او د اصولو منل.

صلح په هر قیمت.  نه او زر ځلي نه. دا د مصالحي په ځای د جګړي په معني دی. دا د تفاهم په ځای د زور منطق دی. په هر قيمت کي هر څه راځي او د هري وسيلي که ډیره خطرناکه هم وي په کار اچول توجيه کوي. په هر قيمت کي د تفاهم، ديالوګ، باور، راکړي ورکړي، توافق... له پاره ځای نشته دی او دلته زور عمل کوي. په هر قيمت کي په بي پروایی او بي باکي د خلکو په ازاديو، حقونو او غوښتنو معامله او سوداګري کيږي.  په هر قيمت د ټولني په ځاي د ځنګل دود دی او په ځنګله کي د خواو تر منځ  جګړه په هر قيمت چي وي بايد ختم شي او دا د يوي خوا او يا کمزوري خوا ختم کول دي.

هيتلر هم د جګړي او د ميليونونو انسانانو د وژلو او د نژا دپه پاکولوپه قيمت په دنيا کي د صلح هڅه کوله. امريکا هم د بم اتوم په اچوله په جاپان کي جګړه ختم کړه او دا په هر قيمت وو.  د مصالحي اساس هر قيمت نه دی او نه کيداي شی. د مصالحي اساس مشخص او معلوم اصولودي. په اروپا کي ديرش کلنه جګړه د معلومو اصولو به منلو او مراعات کولو ختمه شوه. په جنوبي افريقا، کمبوديا، شمالي ایرلند کي مصالحه د ګډو اصولو په منلو ددي ټولنو په ټولنيز واقعيت بدله شوه.

په افغانستان کی هم يوازي او يوازي  د قومي، مذهبي ... ويشونګو اصولو په ترک کولو او د ګډو او يو ځاي کونکي  انساني اصولو په منلو يوه داډمنه صلح تامين کيداي شي.