07.05.2018

ودان روښان

د پښتون ژغورنی غورځنګ ته څو مشوری

د خوشال بابا اروا به ایله اوس ښاده شوې وي چې په خپل ټول عمر یې په تاتره، نوښارو کوټ او نورو کې د بریاوو، ویاړونو، سرښندنو، تورو او مېړانو ترڅنګ کله ناکله داسې څه هم کړي وو چې بابا یې ډېر ځورولی و. همدغو ناکردو، نادودو، لنډ فکریو او خامو تمو د خوشال بابا زړه داسې شین کړی و چې په دغه شعر کې یې خپل درد داسې څرګند کړی:

پښتانه په عقل پوهه څه ناکس دي             کوټه سپی د قصابـــانو د جوس دي

اوښ له باره سره کورته ورغلـــی              په ولجه د اوښ دغاړې د جرس دي

پاچایي یــــې د مغل په زرو بـــــایله            د مغل د منصبونــــــو په هوس دي

خو اوس داسې ښکاري چې وخت بدل شوی او پښتانه هم د خوشال بابا پېغور راویښ کړي، نور کورته ورغلی اوښ له بار سره خپلوي او یوازې دهغه غاړه کۍ ته نه خوشالېږي. دادی پښتانه د پېړیو له درانه خوبه راویښ شوي او غواړي هغه واټن چې د غفلت خوب له امله یې دوی د زمانې له کاروانه وروسته پاتې کړي وو، اوس په لنډه موده کې ووهي او هغه د اقبال لاهوري په وینا سل کلنه واټ د سترګو په رپ کې ووهي.

وادي عشق بسې دور و دراز است ولې    طی شود جاده صد ساله به نګاهې ګاهې

نو اوس چې داسې ده د دغه کور خاوند چې  اوښ له بار سره خپلوي (د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ) او د هغه خوا خوږ ته څو وړاندیزونه او سلامشورې!

لومړی د غورځنګ مشرانو ته!

له هغه ځایه چې تاسې تاریخي مسوولیت ته اوږه ورکړې او هغه پګړۍ چې له لسیزو راهیسې بې سره وه اوس مو که غوښتي یا مو هم نه وي غوښتي ستاسې پر سر کېښودل شوې یا په بله مانا اوس د پاچایي باز ستاسې پر سر ناست دی چې دا ساده خبره نه ده او هغه ډول چې ستاسې غلیمان او خواخوږي دواړه په کمه سترګه نه ورته ګوري نو تاسې هم ځان ته په کمه سترګه مه ګورﺉ او هیڅکله پر یو بل مه بې باوره کېږﺉ، دا ځکه چې مکار دوښمن هیڅکله کرار نه و ناست، نه کیني او کله به هم کرار کې نه ني! هغه اوس د ټپي مار په شان هره شیبه نیښ وهلو ته چمتو دی او په هرګام کې دام او لومه درته غوړوي چې په کې راګیر مو کړي او که خدای مه کړه را ګیر یې کړﺉ نو بیا هیڅ رحم نه درباندې کوي پر دې خبره تر بل هرچا تاسې ښه پوهېږﺉ، نو ځکه خو ستاسې بریا ستاسې په یووالي د هغوغوښتنو پر محور دی چې ټول قوم یې ستاسې تر شادرولی نو ځکه خو  له خپلو غوښتنو په هیڅ بیه مه  پر شا کېږﺉ، ځکه همدغو غوښتنو تاسې اتلان کړﺉ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو !

ستاسې یوه غوښتنه د تري تم شویو کسانو برخلیک مالومول دي! ښه هغه چې بندیان دي ازاد دې شي او د ناحقه بند غرامات دې ترلاسه کړي، هغوی چې وهل شوي، ټکول شوي، بې عزته شوي هم د حیثیت اعاده او غرامات دې ورکړل شي، چاته چې مالي زیان وراووښتی هم خپل تاوان دې ترلاسه کړي خو هغوی چې وژل شوي څه باید وشي؟ زما وړاندیز داده چې د هغوی له پاره باید شرعي دیت وغواړﺉ چې شرعي دیت هم د هر وژل شوي کس کورنۍ ته ۱۵۰ اوښان او یا د هغوی بیه ده. دا ځکه مهمه ده چې له یوې خوا به هغه کرایي ګل خانان ملایان بې وسلې کړﺉ چې د ای اس ای په فرمایش یې ستاسې د بي دیني فتوا تیاره په جیب کې ساتلې او فرصت ته سترګې پرلار دي چې په کومه پلمه یې صادره کړي، له بله پلوه به له هغو ویرجنو کورنیو سره هم مرسته وي چې عزیزان یې په ناحقه او ناکړې ګناه له لاسه ورکړي او هم به دا مقابل لوری په راتلونکو کړنو کې محتاط کړي چې بیا په ناحقه او بې باکي ستاسې وینې تویه نه کړي. دا مسله ډېره مهمه ده چې د پاکستان په محکمو کې یې مطرح کړﺉ او ټینګه یې ونیسئ دا به ستاسي دیني څېره نوره هم جوته کړي او که ریاست له دې انکار وکړ نو هغه دعوه به یې نوره هم باطله او بې اعتباره شي چې وایي: دا ملک د اسلام په نوم جوړ شوی دی. نو اوس دې بیا خپله دا دعوه ثابته کړي!

د پښتون ژغورنې مشرانو ته مې بله مشوره داده چې کله هم د هوس او شهوت تراغیز لاندې رانه شئ  دا مسله مې ځکه یاده کړه چې تاسې شکر ټول ځوانان یاست او مکار دوښمن له هر نیرنګه کار اخلي خدای مه کړه چې له دې لارې مو په لومه کې راګیر نه کړي .

بله دا چې ستاسې د هر یوه بیه د پاکستان له اټوم بمه هم زیاته ده ځکه دوی په خپل ګومان ستاسې د ایل او غلام کولو له پاره اټوم بم جوړ کړی مانا دا چې ستاسې بیه تر هغه لوړه ده ځکه هیڅوک دومره لیونی نه دی چې په قیمتي څیز ارزان بیه شی وساتي بلکې په ارزان بیه شي قیمتي څیز ساتي نو ځکه خو مو پام وي چې په پیسو ان که څومره ډېرې هم وي ستاسې ترمنځ درز وانه چوي، هغه د بابا خبره در په یاد کړﺉ چې وایي باچایي د مغل په زرو ور نه کړﺉ! په دې برخه کې بله مشوره مې دا هم ده چې هیڅکله له پټو او شکمنو سرچینو مالي ملاتړ ونه منئ که مالي ملاتړ ته مو اړتیا وي هغه له ښکاره سرچینو تر لاسه کړﺉ.

اوس هم د پښتون ژغورنې خواخوږو ته!

تر هرڅه لومړی د پښتون ژغورنې غورځنګ  په اوسني وخت کې ولسونو، پرګنو او ان یو یو پښتانه ته د خپل پیغام رسولو اړتیا لري دا ځکه چې مخالف یې په ټول توان هڅه کوي چې ولسونو ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو پیغام رسولو مخه ونیسي او هغه ټیک له همدې خبرې وېرېږي نو ځکه خو یې د ټولو نړیوالو او ان ددوی په وینا خپل ایین خلاف د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډو او ددغه غورځنګ مشرانو ویناوو د خپرېدو مخه نیولې نو ځکه خو اړینه ده هرڅوک چې هر څومره توان لري د پښتون ځورېدلي او کړېدلي اولس انساني او روا غوښتنو اواز،  د غورځنګ مشرانو له خولې پښتنو او په ټوله کې نړیوالو ته ورسوي. که څوک  رادیو ته لاس رسی  لري، که د چا لاس تلویزیون رسېږي، که څوک ټولنیزو رسنیو ته اکسس لري او که څوک نړیوالو معتبرو مراجعو ته لاس رسی لري هغو پر دې قانع کړي چې پر ریاست  زور راوړي چې پر پښتون ژغورنې غورځنګ رسنیز بندیز لرې کړي نو دریغ دې نه کوي ځکه چې دغه غورځنګ تر هرڅه زیات د خپل پیغام رسولو ته اړتیا لري.

بله مهمه مسله د غورځنګ مشرانو ته د پردې تر شا له پېښو خبرتیا ده، دوی باید تل له تازه پېښو خبر کړی شي هغه کسان چې پټو سرچینو ته لاس رسی لري باید له ځنډ پرته د پښتون ژغورنې مشران له هرې هغې پېښې خبر کړي په سیمه او ان نړۍ اغیز پرېباسي او د بدلونونو لامل ګرځي دا ډېره مهمه ده چې دغه کسان اوس پر سیمه څه چې ان نړۍ اغیز لري نو ځکه خو باید له پېښو خبر وي.

بل وړاندېز مې دادی چې که غورځنګ مالي ملاتړ ته هم اړتیا ولري خو هیڅوک دې هڅه نه کوي چې غورځنګ ته له پټو او شکمنو لارو  مالي مرسته ورسوي که هرڅوک  مالي ملاتړ کوي باید دغه کار په ښکاره وکړي او سرچینه یې هم باید مالومه وي.      

 دا مسلې ځکه مهمې دي چې اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ سره نه یوازې د ټول پښتون بلکې د ټولې سیمې برخلیک تړلی دی، د ټول انسانیت او بشریت برخلیک ځکه تړلی دی چې د غورځنګ غوښتنې انساني دي، د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې د بشري حقونو غوښتنې دي، هغه څه چې په دغه قوم تېر شوي یا تېرېږي دا په کومه ځانګړې جغرافیې پورې تړاو نه لري بلکې دا د یوویشتمې پېړۍ وحشت دی، پر انساني کرامت تېری دی، د یو ستر قوم تباهي دسیسه ده چې له یوې خوا ترهګر پرې نازل کړی شوي او بیا د همدغو ترهګرو ملاتړو له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه دغه قوم تباه کړی چې دا په ښکاره له ټولو بشري او انساني قوانینو تېری دی.