10.05.2018

ودان روښان

د کانونو ساتنې ځانګړې امنیتي قطعې جوړېدل پرځای ګام!

د کانونو او پترولیم وزارت چارواکو ویلي چې ډېر ژر به د کانونو ساتنې او ناقانونه کان ایستنې مخنیوي له پاره ځانګړې امنیتي قطعه جوړه کړي. د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مصطفی په دې وروستیو کې ویلي چې د دولت وسله والو مخالفینو د کانونو استخراج مخه نیولې، خو په وینایې ددې ستونزې حل له پاره به ځانګړې امنیتي قطعه جوړه کړي.  د ښاغلي مصطفی په وینا د هغو کانونو په اړه یې ټول مالومات امنیتي بنسټونو ته ورکړي چې وسله والې ډلې یې چور او تالا کوي. ده دا هم ویلي چې تراوسه یې په شاوخوا سلو کانونو کې د ناقانونه کیندنو مخه نیولې ده. د کانونو او پترولیم وزارت ویاند په وینا د کانونو په اړه اوس ډېر تړونونه لغوه شوي ځکه چې په وینا یې ناقانونه کیندنو او قاچاق ته یې زمینه برابره کړې وه.  ویاند وایي په ځینو سیمو کې د ناامنیو له امله دوی پر کانونو څار نه لري نو ځکه خو خپل سره وسله وال ښایي په ناقانونه توګه کان کیندنې وکړي له همدغه ځایه اړینه ده چې د کانونو ساتنې ځانګړې امنیتي قطعه جوړوي.

د افغانستان تر ټولو ستره پانګه تر ځمکې لاندې کانونه دي چې ددغه هېواد راتلونکې او غوړېدا ور پورې تړلې ده. دا اوس یقیني چې د افغانستان لاس نه خوړلې کانې سرچینې د دغه هېواد اوسېدونکو د هیلو سرچینه ده. اټکل دادی چې د افغانستان موقعیت، اقلیم، اوبو او نورو پانګو کې بډایه پانګه همدغه کانونه دي دي. د ورکړل شویو مالوماتو له مخې په افغانستان کې د ۴۲۱ میلیارده ډالرو په ارزښت د سرو زرو ، د ۲۴۷  میلیارده ډالرو مس، د ۵۱ میلیارده ډالرو  کوبالت او۸۱ میلیارده ډالرو په ارزښت نیوبیوم زېرمې اټکل شوې دي. په ۲۰۱۰ کال کې نیویارک ټایمز لیکلي و چې د افغانستان یورانیم بې ساري دي، رپوټ د افغانستان لیتیمو ارزښت د سعودي عربستان له تېلو سره یو شان ښودلی، د حاجي ګک د اوسپنې کان ظرفیت ۲ میلیارد ټنه، د مسو زېرمې یې د چیلي هېواد سترې زېرمې سره برابرې او د افغانستان زمرد او الماس یې د کیفیت له پلوه د افریقا او کلمبیا له هغو غوره ګڼلي وو.

دا داسې مهال دي چې د افغانستان د لاجوردو، بېروچو او ډېرو نورو کاني توکو له سره یادونه، نه ده شوې. سره له دې چې د طالبانو له ماتې وروسته د لوګر د عینکو مسکو کان تړون له یوې چینایي کمپنۍ او هم د حاجي ګک د کان درې برخو تړونونه له هندي کمپنۍ سره لاسلیک شوی وو خو د ناامنیو او ښایي ځینو نورو ناڅرګندو لاملونو له مخې یې لا هم کار نه دی پیل شوی، نو ځکه خو ددې سترې پانګې ساتنه خوا زیات ارزښت لري. حکومت د ځینو وړو کانونو تړونونه بیا له کورنیو شرکتونو سره لاسلیک کړي چې د کانونو او پترولیم وزارت چارواکو په وینا په ډېرو دغو تړونو کې ستونزې وې چې له مخې یې کانونه په ناقانونه توګه ایستل کېدل چې دوی یې د تړونونو تر نوي کولو پورې کارونه ځنډولي دي. خو د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو ورکړل شوي رپوټونه وایي چې ددولت وسله وال مخالفین، سیمه ییزې خپل سره وسله والې ډلېو مافیایي کړۍ، زور واکي، د ملي شورا غړي او نور همدا اوس د کانونو په ناقانونه کېدنو کې ښکېل دي. ویل شوي ددولت وسله والو مخالفینو او نورو ناقانونه وسله والو دلو د تمویل یوه سرچینه همدغه د کانونو ناقانونه کیندنې او د کاني توکو قاچاق دي. دغه کړۍ هڅه کوي چې اوبه خړې او کبان په کې ونیسي نو ځکه خو د کانونو خوا اوشا سیمې په لوی لاس ناامنه او کاني توکي قاچاق کوي. د بېلګې په توګه د بدخشان د کانونو په ناقانونه کېندنو کې د ولسي جرګې غړو ښکیلتیا په اړه د و خت امنیه قوماندان جنرال بابه جان څرګندونې د پام وړ دي چې ویلي یې وو وکیلانو د لاجوردو کانونه قبضه کړي او له دې لارې پیسې ګټي او د خپلو ګټو له پاره سیمې هم ناامنه کوي. په بدخشان کې همدا اوس جګړې د کانونو قبضه کولو په خاطر روانې دي. د افغانستان له نورو ولایتونو هم د کانونو پر سر د جګړو او ناامنیو رپوټونه خپاره شوي دي. هغه کار چې ډېر پخوا باید شوی وای ایله اوس افغان حکومت ورته ځیر شوی او غواړي د کانونو ساتنې له پاره جدي تدبېرونه ونیسي. په دغه ځای کې څو ټکي د پام وړ دي:

 یوازې په نوم د کانونو ساتنې قطعې جوړول بسنه نه کوي بلکې د کانونو ساتنې قطعه باید د اړتیاوو په پرتله جوړه شي یانې دا قطعه دومره ظرفیت ولري چې د افغانستان ټول کانونو ساتلو توان ولري.

دغه قطعه باید په پرمختللیو وسلو او نورو اړینو توکو سمبال او پرسونل یې ښه روزل شوی وي.

بله مهمه مسله داده چې په خپله د کانونو ساتنې قطعې څارنې له پاره اغیزمن میکانیزم جوړ شي چې دوی په خپله له غلو سره د جوال خوله ونه نیسي. غوره به دا وي چې د کانونو ساتنې پرسول له شپږ میاشتو زیات په یو ځای کې دنده ترسره نه کړي بلکې په هرو شپږ میاشتو بدل رابدل کړی شي.

د کانونو ساتنې قطعه دې په کلکه د سیاستوالو او قومي ټیکه دارانو له اغیزه وساتل شي او اجازه ورنه کړل شي چې په دې قطعه کې د قومي انډول په نوم ځینو کسانو ته ونډه ورکړل شي چې د خپلې خوښې کسان په کې ځای پرځای کړي چې دا په خپله ناوړه ګتنې ته زمینه برابروي خو اړینه ده چې د افغانستان ټولو قومونو وړ کسان په دې قطعه کې پر دندو وګومارل شي.

او وروستی وړاندیز دادی چې دا قطعه دې یا مخامخ د ولسمشر تر امری لاندې وي او یا دې د ملي امنیت په تشکیل کې فعالیت وکړي، له دې پرته په هغې ( د کانونو ساتنې قطعه) کې د لاسوهنې چانس ډېر برېښي.