26.05.2018

ودان روښان 

له طالبانو پرته نور لوري هم د آی اس آی ډول ته لستوڼي اچوي

همدا اوس چې د افغانستان بېلابېلو کې ولایتونو کې جګړو زور اخیستی او هره ورځ له ښکېلو غاړو لسګونه کسان په کې وژل کېږي د نورو د ګټو له تمثیل پرته بله اخیسته نه شي ترې کېدی. په غزني، زابل، کندهار، فراه، غور، فاریاب، بادغیس، جوزجان، سرپل، کندوز، تخار، بدخشان، بغلان، ننګرهار، کونړ او نورو ولایتونو کې جګړې دومره زور اخیستی چې ان ولسوالیانې لاس پر لاس کېږي. اصلي لامل خو یې لکه لمر روښانه دی او پر هغه نه یوازې افغانان او د سیمې خلک بلکې ټوله نړۍ ان د نړۍ  زبرځواکونه له هغې ډلې د امریکا متحده ایالات، اروپایي تولنه او نور سم پوهېږي چې په افغانستان کې د جګړې اور د پاکستان پوځ او د هغه څارګرې څانګې(ای اس ای) بل کړی. تول پوهېږي چې پاکستان څه غواړي؟ یانې دا اوس له هیچا پټه نه ده چې پاکستان د هندوستان پر وړاندې افغانستان د ستراتېژیک عمق، په کابل کې د خپل لاسپوڅي رژیم واکمنول او په اوږدمهاله کې د پنځمې سوبې په توګه د افغانستان لاندې کولو ته بدې وهلې دي. راځو دې ته چې جګړې اوس ولې دومره زور اخیستی؟  ځواب روښانه دی چې دغه حالت ته تر ډېره له تکیتکي  پلوه کتل کېدای شي. ای اس ای پر دې هم قناعت نه کوي یا یې نه دی کړی بلکې په نورو برخو یا له نورو لورو هم پر افغانستان فشار راوړي، خو لومړی د جګړې زور اخستنه!

  پاکستان اوس ځکه جګړې ته زور ورکړی چې غواړي په افغانستان کې د ناامنیو پراخولو له ډېورنډ کرښې هاخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ په ځپلو کې خپل مټ ازاد کړي ځکه چې همدا اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ دومره پیاوړی شوی چې د ځینو په وینا پر پاکستاني چارواکو یې خوب حرام کړی. اوس چې پښتانه له لسیزو اوږده خوبه راویښ شوي او له پاکستاني چارواکو د ورسره شوي ظلم حساب کتاب غواړي، د خپلو ورکو او تري تم شویو عزیزانو برخلک مالومولو پوښتنه کوي، د خپل کور کلي، هټۍ، مارکیټ او نورې شتمنۍ لوټ تاوان غواړي او په ټوله کې د لر اوبر یووالی او هم په خپله د خپل برخلیک ټاکل غواړي او دا هرڅه په ښکاره او په ډېر پیاوړي او بې ساري ځواک په ډانګ پېیلې توګه وایي او له دې غوښتنو د نه پر شا کېدو کلک هوډ او اراده څرګندوي. دا هغه څه دي چې پاکستاني چارواکو یې پخوا ان تصور هم نه شو کولی. اوس چې له پاکستاني چارواکو لار ورکه شوې نو ځکه خو هرې خوا ته لاس اچوي. په پاکستان او لاندې کړو سیمو کې خو یې پر ټوله میډیا، که چاپي ده، که غږیزه او که انځوریزه ده کلک بندیز لګولی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ اړوند هیڅ خبر او رپوټ خپور نه کړي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو له هغې ډلې وتلي مشر منظور پښتون ته لانجې او خنډونه جوړوي چې د خپلو پلویانو غونډو کې ګډون ونه شي کړی. دا خو یې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې څرګند غبرګون او دریځ دی خو له تردید پرته پاکستاني چارواکي همدا اوس ددغه غورځنګ د ځپلو له پاره پټ پلانونه هم لري. خو یو څه چې روښانه دي هغه دا چې ددغه غورځنګ پرضد هر ډول وحشیانه او قهرجن اقدام به ورته په ډېره درنه بیه تمام شي او نه یوازې ګټه به ورته ونه کړي بلکې د پاکستان ونډۍ ونډۍ کېدو بهیر به نور هم ګړندی او چټک کړي.

له هغه ځایه چې په نړیواله کچه په تېره افغانستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوڅ او بې ساری ملاتړ وشو پاکستاني چارواکي دغه حالت سخت ولړځول نو ځکه خو یې د افغانستان بېلابېل قسم خوړلي غلیمان لکه ایران او روس هم په ډېره چالاکي او شیطاني چالونو چې دوی( پاکستانیان) په کې لوی لاس لري د افغانستان په ورانولو کې فعال رول لوبولو کې راښکیل کړل. ان تر هغه ځایه چې اوس د یو ښاغلي په وینا روسی لوړ پوړی دیپلومات ضمیر کابلوف د طالبانو ویاندویي کوي او ایران بیا مخامخ د فراه جګړې ته د سپاه پاسداراران په نوم خپل جاسوسان او سلاکاران رالېږي. پاکستان غواړي په دې سره په افغانستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وننګوي او جګړې ته دومره زور ورکړي چې خلک په خپل غم اخته او د پښتون ژغورنې غورځنګ داعیه یې له یاده ووځي.

خو هغه ډول چې پورته یې یادونه شوه ای اس ای په دې هم بسنه نه کوي بلکې خپل ډول ډول نور لاسپوڅي یې هم پر شا ټپولي او په بېلابېلو نومونو او بڼو په افغانستان کې کړکیچ ته لمن وهي، د بېلګې په توګه په لږه کيو کې یې د ګوتو په شمار کسان لمسولي چې په برېښنایي تذکرو کې د افغان کلمې له لیکلو سره مخالفت وکړي او دا ټیک د پښتون ژغورنې غورځنګ د هغه شعار کسات دی چې وایي له امو تر اباسینه او لر او بر افغان یو دی.» له تر دید پرته به افغان استخباراتو سره کره شواهد او ثبوتونه وي چې هغه کسان چې له افغان کلمې سره مخالفت ښیي او دا هغه کسان دي چې وخت ناوخت د اس اس ای په نغوته او انعام په بدل کې د ډېورنډ کرښې رسمي کېدو چیغې هم وهي. ددغو کسانو کوکي چیغې پاکستان ته ډېرې مهمې او ډېره پانګونه یې هم پرې کړې. خو له هغه ځایه چې اوس ملت هوښیار شوی او نور دوست او دوښمن ښه پېژني، که داسې نه وی دغه کسان په ښکاره ملت کورنۍ جګړې ته هڅوي خو ملت په ډېره هوښیاري دا خبرې نه اوري او نه هم دا خبرې بازار لري. د استخباراتو یو اصل هم دادی چې تر ډېره ځینې لږه کي د بهرنیو استخباراتو په لومه کې نښلي. یاده دې وي چې ټول افغانان په وطن مین او سپیڅلي خلک دي خو د څو کسانو حساب جلا دی چې زما موخه هم په لږه کیو همدغه په پردیو پلورل شوي دي نه خدای مه کړه ټول لږه کي او دا هم روښانه د ه چې وطن پلورونکي له بده مرغه په ډېره کیو او لږکیو دواړو کې شته او پیدا کېږي.

د ای اس ای بله ډله جارچیان بیا هغه کسان دي چې په تلویزیونونو کې د شنونکو او نظر خاوندانو په نوم ناست وي او پر خپل ټول توان بیا د ای اس ای د ویندویانو رول لوبوي. دغه کسان په ښکاره هغه څه وایي چې ای اس ای یې ډنډوره کوي لکه:« اوسني دولت افغانستان د نورو د نیابتي جګړې ډګر ګرځولی، افغانستان ته نه ښایي چې د ناپېیلتوب خپله دودیزه کړنلاره پرېږدي او د جګړې لامل هم ددوی په اند له ناپېیلتوب دریځه لرې شوی یا هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي یا هم په افغانستان کې د هند اغیز زیاتېدل د پاکستان لمسولو لامل شوی... څه ... او...څه ... »خو دغو کسانو له یاده ایستلي چې څه وخت پاکستان، روسیې او ایران د افغانستان  ناپېیلي دریځ درناوی کړی و؟ کوم وخت هغوی په افغانستان کې د دغه هېواد ناپېیلي دریځ د مخ په ګل له خپلې بې شرمانه لاسوهنې ډډه کړې وه؟ ټول پوهېږي چې دا هسې پلمې دي او په حقیقت کې د دوښمن د ګټو ویندویي ده د هغه پر ژرنده د اوبو له ورتویولو پرته بله اخیسته نه شي ترې کېدی!

بله ډله بیا هغه فاسد او اجیر پخواني چارواکي دي چې که د یوه ګناه بل ته لېږدول کېدی دوی د خپل ۷ پښته پورته او ۷ پښته رالونکې پرځای هم فساد کړی دی خو اوس د ای اس ای په نغوته  په تلویزیونونو کې ناست وي لکه کویه دولت له دیننه خوري. په دې کې شک نه شته چې اوسنی دولت هم نیمګړتیاوې لري چې ستر لامل یې هم د ولسمشري په تېرو ټاکنو کې د ماتې خوړلي لوري سرټمګي او ګواښونه و چې د جان کري د حاتم بخشي له مخې یې په دولت کې  سمه نیمایي ونډې غصب کړې خو دا بیا په دې مانا نه ده چې پخواني مفسد چارواکي دې د خپلو شخصي او د ای اس ای د ګټو له پاره زهرجن تبلیغ وکړي، د بېلګې په توګه د فراه جګړې د لاملونو په اړه یو پخواني چارواکي چې ځان د یوملت پال  ګوند رسمي یا افتخاري مشر هم ګڼي، له خندا په ډکه خوله او ډېره خوشالي څرګنده کړه:«فراه کې جګړې ځکه زور اخیستی چې مخالف لوري له کومې سرچینې مالي ملاتړ ترلاسه کړی » په اصولو کې خو دا خبره سمه ده خو مهمه دده ادا او کرشمه وه چې دا څرګندونې یې پرې کولې!

دغه د کرزي د عصرالفساد ټپوسان په تلویزیونونو کې ناست او پر هغه ګنا نور تورنوي چې خپله یې زرځله زیاته کړې.      

له بله پلوه پلورل شوي ځینې ملاډوله پرنګیان او د ای اس ای دال خواره هم هره ورځ د جوماتونو او ممبرونو له لارې  د خلکو تر منځ د کرکې او کینې تخم شیندي.

اوس هغه وخت دی چې ټول باید که د نورو له پاره که نه وي د ځان له پاره ددغه وطن خیر وغواړو ځکه چې په شر کې والله که  هیڅوک هم زیان پرته ګټه وکړي. اوس باید موږ  د وخت له ښوونکي دا زده کړي وي چې له سولې او امنیت پرته نورې ټولې لارې ترکستان ته تللې دي.