21.05.2018

دستگير روشنيالی

ستونزه چيري ده؟

-  حل  سياسي بدلون نه،  حل فرهنگي بدلون دی.

-  دلته دواړه انسان او سياست د فرهنگ په يرغمل بدل شوي دي.

- دا د انسان تر ټولو لويه ټولنيزه او رواني ستونزه دی چي په کار يي عقل او په ژوند يي خرافات واکمن وي.

- دلته بايد د ژوند کولو لاره  او د فکر کولو لوری بدل شي. ژوند عقلي او فکر خپلواک شي.

اعتراف بايد وکړو چي د ژغورولو لاره څومره سخته، څومره اوږده او څومره پيچيلي او څومره قرباني غواړي. د موږ هڅي همیشه دا وي  او اوس هم همدا دی،  که سیاست، حکومتونه، دولتونه، سياسي سیستمونه بدل شي هر څه بدل او هر څه به سم شي. خو په عمل کي هر څه د سميدو په ځای خراب او ړنگ شول.

سياسي بدلونونو،  يو په بل پسي د حکومتونو او دولتونو ړنگولو او جوړولو ستونزه حل نکړه. نه يوازي د دولتونو او حکومتونو ړنگيدلو، بلکي  دلته سياسي سيستمونه له بيخه ويجاړولو اوبيا جوړشولو سره سره  ستونزي په ځای پاتي دی او د وروستيو څلور لسيزو سياسي بدلونونه، تجربي او ژوند  موږ ته  بيخي بل ډول درسونه راکوي، کوم چی نه يوازي د گوندونو، ډلو، تنظيمونو په ناکامي، نه يوازي يو په بل پسي د رهبرانو په ناکامي او سرونو وخوړلو،  بلکي د سياستونو، تگ لارو، ايديولوژيگانو او د فکرونو په ناکامي هم حکم ورکوي.

موږ پوهيږو او تجربو و ښودله  چي د واکمنو او حکومت بدلول څومره اسانه کار دی. شاهي په اساني ړنگه شوه، جمهوریت بی له مقاومته ولويد، يو گوندی واکمنی دړي وړي شوه او د يوي بي طبقاتو ټولني د ايجاد تفکر ناکام شو. مجاهيدنو دولت ړنگ کړ او يوه سراسري انارشي يي واکمنه کړه هر چا او هری شی مصونيت له لاسه ورکړ. خلک مجبور شول  پرونیو جوړښتونو او له دي جملی قوم ته په شا ور وگرزي او دي حالت  په ډارونکي توگه ټولنه وويشله او هغه خلک چي په پيړيو پيړيو د يو بل تر څنگ په سوله او همکاري کي ژوند کاوه  په ناڅاپي توگه  د يوه او بل په دوښمنانو بدل شول او د قوم په نوم د يو او بل په وړاندي ودريدل او بي ساري جنايتونه تر سره شول. د طالبانو اسلامي واکمني هم ړنگه شوه او د يوه مدرن دولت او ملت جوړولو کار پيل شو، خو تر اوسه نه مدرن دولت شته دی او نه ملت جوړ شوی.

تاريخ او په ځانگړي توگه د وروستيو لسيزو سياسي تاريخ  موږ ته دا درس راکوي چي ددي واکمن او هغه مستبد، ددی حکومت او دولت ړنگول د ستونزو د حل لاره نه دی.  دلته يو په بل پسي مستبد مات شو يو په بل پسي ظالمان ولاړل،  خو هم استبداد او هم ظلم هماغه شان او کله کله له پرون هم بد او په وژونکي توگه ادامه لري.  واقعيت دادی چي دلته له هر سياسي بدلون وروسته نوی ظلم او نوی استبداد واکمن شوی.  همدارنگه د واکمنو، حکومتونو او دولتونو په بدليدو سره نه امنيت او نه هم عدالت تامين شو. په دي برسيره دلته روسان راغلل او غوښتل يي موږ هم د دويَ په شان شو ور پسي  ناتو راغله او غوښتل يي په افغانستان کي دموکراسي جوړه کړي، خو په عمل کي نه موږ د روسانو په شان شو او نه دموکراسي جوړه شوه.

   پرون د مارکسيزم هدف د مادي اړيکو او د توليد د وسيلو بدلون وو او اميد يي درلود چي ددی کار په کولو سره به فکرونه او چلندونه هم بدل او هرڅه به سم شي. په افغانستان اقتصادی اړيکي بدلې شوي  او دلته ډير پخوا د اوښ ځای موِټر ونيو، د غوایی ځای تراکتور ته وسپارل شو. په اشپزخانه کي هم د ديگدان ځای داش نيولی.  خونه هم د چراغ په ځای په برق روښانه کيږی. فابريکي جوړي شوي. تعميرونه او لاري عصري شوي په کلی کي هم خلک د چيغي د ډول ځای د تيليفون پوسيله خبريږي...  خو فرهنگ، دودونه، رواجونه او تفکر هماغه د پرون په شان ادامه لري.  هغه انسان چي پرون يي د اوښ مار نيولی وونن د موټر جلوه ته ناست دی، هغه انسان چي  د غوایی له شا را پورته شوی او اوس  تراکتور چلوی او هغه چي په فابريکه کي توليد کوي هماغه د پرون په شان فکر او هماغه د پرون په شان چلند لري.  نه يي چلند بدل شوی او نه يي په فکرونو کي بدلون ليدل کيږي.

 اساسي ستونزه  سياست نه دی او اقتصاد هم نه دی.  اساسي ستونزه  په ټولنه کي واکمن فرهنگ او واکمن ذهنيت دي. دا فرهنگ نه په خپله د بدليدلو وړتيا او استعداد لري او نه بدلون منلو ته چمتو دی. دافرهنگ انحصار کونکي او ديکته ورکونکی فرهنگ دی او غواړي هر څه په ځان کي منحل کړي.  دا فرهنگ په پراخه اندازه فرهنگي ځانگړِتياوي يي له لاسه ورکړي  او د يوې ايديولوژي بڼه يي غوره کړي ده. دا استبداد جوړونکی او ظلم پالونکی فرهنگ دی او هره لحظه هر يو په يوه مستبد او هر يو په يوه ظالم بدلولاي شي.

 دا فرهنگ  هر یو په یوه پوتانشيل وژونکی بدلوي. چيري چي د يوه انسان او په ځانگړي توگه د يوه مظلوم او بي دفاع انسان فرخنده، رخشانه، مشال... په وژلوکي  په لسگونو انسانان برخه اخلي او په جمعي توگه قتل او جنايت کوي  او په سلگونو يي تماشي کولو ته ناست وی بی له شکه دا د انسانيت  مړينه او هر يو په  بالقوه توگه يو قاتل دی.    

دا د ليوانو فرهنگ دی، خو له پسه هم ليوو جوړولاي شي

دا فرهنگ  هر جاهل او قاتل په پهلوان بدلوي، دا فرهنگ له هر لاري وهونکي او ثروت ټولونکی اتل او له هر زور سالار او بدماش رهبر جوړوي، دا فرهنگ هر د انسان او انسانيت دوښمن په  مير او امير بدلوي، دا فرهنگ د علم او عقل له هر دوښمن د عزت او کرامت خاوند جوړوي، دا فرهنگ  په ټولنه کي د نفرت  مبلغينو ته هم ځای او هم مقام لري،  دا فرهنگ انسانان مجبوروي چي دروغ ووايي، رياکاري وکړي او حقيقت پټ کړي،  دا فرهنگ د انسان هر توهين او تحقير کونکي ته د مرستي لاس ورکوي، د ا فرهنگ په ټولنه کي د استبداد، ظلم، خشونت ... توجيه کوي، همدا فرهنگ دی چي نه يوازي ټولنه، بلکي کورنۍ يي هم د نا برابري، استبداد، ظلم، خشونت، تبعيض، تحقير او توهين په مرکز بدله کړي ده او همدی فرهنگ د ټولني سياسي فرهنگ د بلواگانو، جگړو، د گواښونو،  کينو، انتقامونو، يو د بل د غاښونو د ماتولو. یو د بل د نفي کولو، وژلو... په فرهنگ بدل کړی دی.

انسان او سياست

په سياست کي تر ټولو مهمه مسله انسان او د انسان نيکمرغي دی. سياست په ټولنه کي مفهوم پيدا کوي او ټولنه د انسان کور دی.  له بده مرغه  واکمن فرهنگ  دواړه انسان او سياست يرغمل کړي دي. انسان يي په سمبول بدل کړی او په ډيره اسانی انسان د اصولو، دودونو، نرخونو، رواجونو، شملي، لتي، نوم... په قرباني بدليږي او  په ډيره اساني دوه دري ښځي د يوه د جنايت په بدل کي ورکول کيږي.  همدا فرهنگ د سياست د انساني کولو په لاره تر ټولو لوی خنډ دی او همدا فرهنگ نه پريږدي چي انسان د سياست په مرکز کي وي. همدا فرهنگ د انسانانو د برابري او د انسانانو د حقوقو د يو شان کولو اوله درجه دوښمن دی.

 

دی فرهنگ يوه ميليوني ټولنه په يرغمل نيولی او واکمن ذهنيت د عقل د په کار اچولو  مخنيوی کوي او په پرله پسي توگه استعدادونه وژني. د همدی فرهنگ دواکمني له امله افغانستان د استعدادونو په گورستان بدل شوی.  په دي تړلی او له پخوا جوړ فرهنگ کي د فکر کولو له پاره ځای نشته او همدا وجه ده چي انديښني کولو او فکر کولو ته تشويش ويل کيږي.

 د دی فرهنگ په واکمني کي سياست يو خپلواک علم نه دی او نه سياسي چلند خپلواکي لري. په دی فرهنگ کي د سياست او سياسي بدلون دنده  د استبداد او ظلم لغوه کول نه، د استبداداو ظلم د شکلونو بدلول دي او د افغانستان سياسي تاريخ او په ځانگړي توگه د وروستيو څلورو لسيزو سياسي پيښي، کومي چي تر اوسه په تاريخ نه دي بدلې شوې د همدي حقيقت بيان کونکي دي.

 په دي فرهنگ کي دا فرمان وړونکي نه دي چی د فرمان ورکونکو په ضد جگړي ته راوزي. دا هميشه فرمان ورکونکي دي چي  د فرمان وړونکو په ضد جگړه اعلانوي، انسانان توهين او تحقير کوي او له منځه يي وړي.  له دي توري دايري د را وتلو لاره د سياسي بدلون په ځای  د استبداد او ظلم جوړونکي فرهنگي بدلون دی. دلته  بدلون د انسان توهين کونکو اصولو،  دودونو، رواجونو، نرخونو او عادتونو لغوه کول دي.

 سياست بايد عاقلانه او سياسي شعارونه عملی او معقول شي. سياست له فرهنگ،  زور او ثروت خپلواک شي

همدا اوس اوس  د ټولني او سياست د عقلي کولو وخت دی او دا له خرافاتو او افسانو د ټولنی ژغورول په ضرورت بدلوي او دا کار په عقلي چلند تر سره شي. ټولنه بايد د يوه سازمان په شان عمل وکړی تر څو د پرمختگ لوری ونيسي او خپله اراده عملي کړي. نن ټولنه د هر وخت په نسبت اگاهي، خپلواکي او مقاومت ته ضرورت لري او دا کار د واکمن فرهنگ او واکمن ذهنيت د اسارت ماتول غواړي.

لحظه یی اتلان

 له بده مرغه په افغانستان کي د همدي فرهنگ په ملاتړ سياست او قدرت  د لحظه ای  د حقيرو، وړو، تصادفی وگړو په اسارت کي دي، کومو چي له دواړو انسان او انسانيت سره په دوښمني يي د غلا، ثروت ټولو، زور، بدماشي، وژلو... لاره غوره کړي دی. تاريخ د ثروت او بدماشي پروا نه لري او دا لحظه ای اتلان به تاريخ په دايمي حقيرانو بدل شي.  همدارنگه همدي حالت د افغانستان راتلونکي له پوښتني سره مخامخ کړي او دا هيواد د اميد او ډار تر منځ زنگيږي. زه تر اوسه هغه امکانات او تضمينونه  نه وينم چي افغانستان دي د يوه هيواد په توگه پاتي شي  او و دي  نه ويشل شي.  په يوه هيواد کي چي د سياست په ډگر کي د عقل په ځای احساسات او افراط عمل کوي،  د شعور په ځای شعار، د پوهاوی په ځای  تهديد او ديالوگ په ځای زور عمل کوي،  ټولنيز باور په کلکه کمزوري شوي وي، ټولنيز پيوندونه اوبندونه د شليدلو په حالت کي وي،  په ښکاره تعصب، نفرت اوتبعیض تبليغ کيږي  او له بده مرغه دا  ډول هڅي ټولنيزه پشتوانه او ملاتړ هم و لري ددي هيواد د پاتي کيدو څه تضمين کيداي شي؟

که واکمن او سياسي مخالفين يي عقلانه سياست و نه کړي  دا امکان هم شته دی چي نړيوال ټولنه ستړي او مايوسه شي او افغانستان ته شا کړي او دا ډول حالت به هم د تجزيي په لور د افغانستان لارښوونه وکړي او دا به بي ساري لوی انسانی ناورين را منځ ته کړي. دا امکان هم شته دی چي له پاکستان سره به د افغانستان په ځانگړي توگه د پښتنو د سيمو د يو ځاي کيدو هڅه وشی او دا امکان هم شته دی چي ملايان دا کار په ديني مکلفيت بدل  او جگړه به هم نه تماميدونکي بڼه غوره کړي.

 

 د عقل او دودونو جگړه

دا  يو پرادوکس دی چي دلته د انسان  په کار عقل او په ژوند يي خرافات واکمن وي.

دا ډيره لويه ټولنيزه او رواني ستونزه دی چي له يوي خوا په ټولنه کي په اقتصاد، صنعت، جوړولو،  پلان کولو ... عقل واکمن وي او له بلي خوا  په خپله انسان او ژوند يي د  منځنیو پيړيو خرافاتو، دودونو او افسانو په اسارت کي وي

انسان او ټولنه نشي کولاي په يوه وخت په دوو  متضادو دنياوکي ژوند وکړي.

دا ډول د ژوند کولو او تفکر تر منځ انډول له منځه وړي او تر ټولو لويه ستونزه دادی چي په ټولنه کي له يوي خوا  صنعت، تکنولوژی، دولت ـ ملت  جوړولو، اقتصاد... مارکيت د علم او عقل لارښونه ضروري کوي او له بلي خوا په خپله انسان، تفکر  او ټولنيزي ـ فرهنگي اړيکي يي د خرافاتو په اسارت کي وي.  ددي معني دادی چي دا ټولنه په يوه وخت  کي په دو له يو بل سره په متضادودنياو کي ژوند کوي او دا په بي ساري توگه ستونزمن او خطرناک حالت دی. دا ډول يوه ټولنه د هري شيبي او هري ورځي د ټکرونو ټولنه تعريف کيداي شی يا د هميشنيو ټکرونو او نه تماميدونکو تراژيديو يوه ټولنه ده.

 يوه دنيا چي هره شيبه بدليږي او پرمختگ کوي او دلته هر څه په علم، تجربه او عقل سنجول کيږي او دا بله دنيا د منځنيو پيړيو رواجونه، دودونه...  دنيا دی چي په يوه تړلې توره دايره کي حرکت کوي د پرمختگ لوری نشي پيدا کولاي او دلته  د عقل او علم  په ځای افساني او خرافات د انسان د ژوند لارښوونه کوي. دا په خپله  هم په کورنۍ او هم په ټولنه کي يو متضاد او يو ژور بحران جوړونکی او بحران راوړونکی حالت دی او دا  د يوې ميليونې ټولني د اوږدي مودي خورا پراخه  ټولنيزه ـ رواني ستونزه دی.

دلته د بدلون ضرورت د ژوند کولو لاره  او د فکر کولو لوری بايد بدل شي او دا کار له ځانه او کورنۍهم پيل کيداي شي.  تر څو د ژوند لاره بدله  او د فکرونو  لوری بدل نشي يو په بل پسي د حکومتونو ړنگول او بيا جوړول او همدارنگه  مادی او توليدي بدلونونه  نه دا ټولنه بدلوي او نه د نيکمرغي په لور يو بريالی حرکت پيل کيږي.  ټول هغه اصول، دودونه، نرخونه، رواجونه چي د اصلاح کولو او بدلون وړتيا نه لري د قانون پوسيله لغوه شي.

يو بدلون منونکی او انساني فرهنگ

دا ټولنه له زور او له خشونته خالې فرهنگ ته ضرورت لري، ټولنه هغه فرهنگ غواړي چي له رياکاري، دروغو، تيرايستونو خالې وي او کوم چي د زور او جبر او ډار پوسيله نه وي ايجاد شوی،  بدلون منونکی وي،  د نويو استعدادونو په وړاندي انعطاف ولري، له انتقاد کولو ويره و نه لري،  له تيروتنو او شک کولو و نه ډار شي،  له تعصب او جهالت خلاص وي او د انديښني او ارادي د خپلواکي درناوی وکړي.

 دا  ټولنه يوه فرهنگ ته ضرورت لري چي په انساني ارزښتونو ډډه لگوي او د انسان د حقونو او ازاديو او په ځانگړي توگه ښځه د انسان په توگه وپيږني او د هغې د انساني ارزښتونو اوکرامتونو ساتنه، رعايت او درناوی وکړي.

 

دا ټولنه يوه فرهنگ ته ضرورت لري چي د خپلواکو شخصيتونو د روزني او پالني په کار کي مرسته وکړي، هر يو نارينه او هره يوه ښځه بايد شخصيت شي. د شخصيتونو خپلواکي د هغوي د ارادو او انديښنو په خپلواکي دی.

ټولنه په تکامل او انتظار نه جوړيږي. ټولنه د انسانانو کور دی او دلته د تکامل په ځای جوړښت او دانتظار په ځای اراده  عمل کوي.