23.10.2017

  دستگير روشنيالی

راځي په راتلونکي فکر وکړو

سياست د يوه تفکر او ديوې نظریی ډگر نه دی.

 سياست نه دريږي او فکرونه نه چوکات کيږي.

موږ پوهيږو پرون څه تير شول او  موږ پوهيږو نن څه تيريږي، خو موږ نه پوهيږو  چي سبا به څه کيږي او راتلونکي به څه ډول وي. د راتلونکي د فکر کولو په کار کي سياست اهميت لري او دليل یي هم دادی چي دا سياست دی چي د راتلونکو تحولاتو او بدلونونو لوری ټاکي. له راتلونکي سره د موږ تر ټولو ښه مرسته ځوان نسل او راتلونکو ته د خپلو اشتباهاتو، د خپلو تيروتنو او د خپلو  ناسنجول شويو سياستونو په هکله توضيح ورکول دی او په ځاگړي توگه هغوي چي په دي وروستيو لسيزو کي واکمنان او د سياست د ډگر اصلي لوبغاړي وو.  دوي په ډيرو شيانو پوهيږي او دوي له راتلونکي سره لويه مرسته کولاي شي. دوي راتلونکي دي ته چمتو کولاي شي چي د دا ډول خطاگانو او تيروتنو د تکرار مخه ونيسي.  دا وگړي بايد له خپلو تړليو فکرونو او له خپلي تنگي دنيا ځانونه را وباسي،  خپلي جامي بدلي کږي، په ډار غلبه وکړي، په انصاف په خپلو کمزوريو او خطاگانو فکر وکړي او دويلو شهامت یي پيدا کړي. له بده مرغه اوس هم داسي وگړي او رهبران شته دي چي ځانونه مکمل او بي تيروتنو گڼي او دوي له خپلو پرونيو فکرونو د ځانونو د را جلا کولو  توان او د نويو واقعيتونو د منلو استعداد نه لري. دوي له دي ډاره هم په خپلو خطاگانو اعتراف نه کوي چي خپل پيروان له لاسه ور نه کړي نوم او تاريخ یي خراب نشي  او دا په داسي حال کي دي دنيا هره ورځ بدليږي او ژوند هره شيبه نوې غوښتني او نوې پوښتني مطرح کوي. چيري چي هر يو په حق وي، چيري  چي هر يو " موږ تر ټولو ښه يو" او "حقيقت له موږ سره دی" دعوه وکړي هلته هيڅکله تفاهم او مصالحه په واقعيت نه بدليږي.

د رهبرانو نوم او تاريخ هغه وخت خرابيږي چي په همدي جامو کي  تاريخ ته ور ننوزي او همداسي پټه خوله له دي دنيا ولاړ شي. تاريخ ددي حقيقت روښانه ثبوت ورکوي چي په خپلو تيروتنو اعتراف کول او بخښنه غوښتل له يوي خوا په شخصيت جوړولو او له بلي خوا په تفاهم او پخلاينه کي څومره لوی او مهم رول درلودلاي شي. په تيروتنو اعتراف يو جوړونکی چلند دی.  د تيروتنو منل او د بخښني غوښتل ډير لوړ سياسی اهميت لري. تجربي ښيی هغه سياسي مشران چي په خپله او يایي گوند  د بحران د جگړي په ايجاد کي ونډه درلوده د تيروتنو په منلو او د بخښني په غوښتلو د ټولني له هر کلي سره مخامخ کيږي او قدرت ته رسيږي. په دا ډول چلند کي سياسي شهامت هم لويه ونډه لري.

سياست د نيت په ځای په پايلو سنجول کيږي او دځينو دا خبره "موږ ښه نيت درلود، خو خرابه شوه" دا ډول څرگندوني نه په عقل اندازه کيږي، نه څوک اهميت ورکوي او نه کوم درد دوا کوي. تاريخ او تاريخي قضاوت د " ښه نيت" په ځای "خو خرابه شوه" پسي ځي او ولي خرابه شوه؟

که پرون مو په ړنگولو کي ونډه درلوده نن هغه وخت راغلی چي په جوړولو کي برخه واخلو.

راځي،  د يوه حقيقت منلو ته  ځان چمتو کړو. يو حقيقت چي کولاي شي د يوه سراسری تفاهم او توافق په بنياد بدل شي. هيچ چا دا څه نه غوښتل چي وشول هيڅ چا نه غوښتل ځان، کورنۍ، کلی، ښار  او وطن یي له دا ډول برخليک سره مخامخ شي.  هيڅ چا نه غوښتل په ميليونونو هموطنان یي مهاجر او اواره شي. هيڅ چا نه غوښتل هديري په ځوانونو ډګه شي...

د يوه سراسري تفاهم او د يوه سراسری توافق له پاره ددي حقيقت منل ضرور دی چي موږ ټولو تيروتني او خطاگاني کړي، موږ  ټول غولول شوي يو. موږ ټولو ضرر ليدلی، موږ ټولو ماتي خوړلي،  موږ ټولو ډير شيان له لاسه ورکړي، موږ هر يو بايلني لرو، موږ په هر انقلاب، هره کودتا، هره بلوا او هره جگړه ټولنه  د لسيزو له پاره په شا وغورزوله. موږ ټول زخمي شوي يو او دا  موجود حالت د موږ ټولو تراژيدي دی او د موږ ټولو گډه غميزه ده. موږ ټول د دردونو او رنځونو کيسي او تاريخ لرو. له دي تراژيدي هيڅوک سپيڅلي او ميتځل شوي را وتلي نه دي او نه راوتلي شي. موږ استبداد ماتونکي وو، خو کله چي واکمن شوو نوی استبداد او نوی ظلم مو واکمن کړ. موږ بوت ماتونکي وو، خو ډير زر په خپله په بوتانو بدل شوو،  موږ تابو ماتونکي وو، خو په خپله مو په ټولنه د نويو تابوگانو د تحميل کولو هڅه وکړه. هغه څه چي له موږ سره شوي اوله درجه مسؤليت یي د موږ په غاړه دی. او تاريخ دا نه هيروي.

 موږ هر يو په مسؤليت، په يوه له ځانه انتقادی تفکر او په يوه بيدار وجدان خپلي شا ته وگورو او په انصاف خپل پرونی سياسي چلند او د هغه پايلي مطالعه کړو.  له نورو سره نه له خپل وجدان سره ديالوگ پيل او حساب وکړو. بي له شکه به پوه شو چي موږ دلته او په دی ځای تيروتني کړي، موږ دلته او په دي ځای کي غولول شوي يو. موږ دلته او په دی ځای کي له فکر کولو مخکي عمل کړی دی. موږ ددي فهم نه درلود چي مخالفت او دوښمني، مخالف او دوښمن له يو بله تشخيص کړو او هڅه مو وکړه ټول د ځان په شان او يا یي هم نفي او حذف کړو. د ځان په شان کولو او يا يو شان کولو ناورين راوړونکي هڅي اوس هم په قوت رواني دي. اوس هم په نورو د خپلو فکرونو دتحميل کولو او د هغوي له تراژيکو پايلو درس نه اخستل کيږي او افراطي ډلي همدي وژونکي چاري ته ادامه ورکوي.

همدارنگه به دا انتقادي شاته ليد موږ ته را وښیي چي دلته له انسان او انسانيت سره، دلته د انسان له حقونو، ازاديو او کرامت سره  په څومره ناپوهي او په څومره بي پروایي چلند شوی او له بده مرغه نن هم همدا چلند ادامه لري.

هو، سره ددي چي چا کمي او چا لویي تيروتني کړي او چا هم بي ساري لوی جنايتونه کړي خو موږ ټول په دي غميزه کي خپله ونډه او خپل مسؤليت لرو  او موږ ټول مسؤل يو. بي غمه اوسي دواړو تاريخ او راتلونکي د موږ د محکوميت پريکړه کړې ده او ټول محکوم يو.

همدارنگه دلته څوک په کولو او څوک په نه کولو هم پړه بلل کيږي.  که داسي نه وي دا موجود حالت چا را منځ ته کړ؟ د يوه توافق او يوې سراسري مصالحي له پاره ضرور دی چي موږ يو بل ته د نږدي کيدو،  د ټولنيز باور او يو جوړونکی پوهاوی د ايجاد له پاره  په گډ او يو ځای کونکي ارزښتونو را ټول شو  او دا انساني ارزښتونه دي. موږ له يو بل سره د دروغو او فريب په ځای د رښتيا ويلو په ژبه خبري وکړو.  د توهين کولو ځای درناوی ته او د بي باوري ځای باور ته ورکړو، يو بل ته تير شو او له يو بل سره مصالحه وکړو.   ددي پرنسيپ په بنياد " ویي بخښه، مه یي هيروه" يو بل ته بخښنه وکړو. اوسنی سخت او پيشانه حالت تفاهم او توافق غواړي او دا مخاليفتونه او توپيرونه دي چي توافق په ضرورت بدلوي.

سياست د يوه تفکر او د يوې نظریی ډگر نه دی

سياست نه دريږي او فکرونه نه چوکات کيږي. دا دوه په هميشنی حرکت کي دي. هغوي چي په پرون کي له خپلو نظريو او خپلو سياستونو سره پاتي کيږي نه يوازي د نويو تراژيديو لاره همواروي، بلکي منځنې پيړۍ به هم ور باندي وخاندي

په سياست کي مخالفت او توپيرونه يو حتمی امر دی او په دي کي د ترديد ځای نشته دی. هر څوک، هره ډله، هر گوند ... خپلي نظریی لري او دا د دوي حق دی او دا هم د دوي حق چي د نورو د نظريو او فکرونو په هکله شک او ترديد ولري او انتقاد یي کړي او دا به د ازاد سياسي بحث کولو چاره پياوړي کړي. د سياسي بحث اهميت په دي کي چي د پرون انتقادي څيړنه وکړي او راتلونکی لوری په گوته کړي. دلته په اروپا کي د سياسي نه تماميدونکو  او بي پايلو بحثونو هدف  د ځان ښه او نورو بدي دی. دلته بحث د راتلونکي په ځای په پرون دی. " ما داسي ښه کار وکړ، خو  هغه داسي بد وکړو" " ما داسي ښې نظریي درلودي، خو هغه ډير بد فکرونه درلودل"... 

پرون موږ خپلي نظریي مقدسي او نه بدليدونکي اعلان کړي او په دي باور وو چي دا نه يوازي سمي نظریي دي، بلکي د عمل په لارښود مي بدلي کړي او هڅه مو دا وه چي نور هم همدا نظریی خپلي کړي او يا هم ور باندي تحميل شي.

" موږ تر ټولو ښه يو" "حقيقت له موږ سره دی" " حقيقت با ما است"... دا چلند په سياست کي  نه يوازي د مخالفتونو  او تو پيرونو له نظره غورزول وو، بلکي مخالفت او توپير ته د دوښمني تعريف ورکړل شو او د دوښمن په دود ور سره معامله وشوه. همدي چلند د جنگونو او يو د بل د نفي کولو په لور د سياست لارښوونه وکړه او دا ترټولو لويه او تاريخي تيرونه وه.

يو ځل مخالفين د انقلاب دوښمنان شول. بيا مخالفين د قوم دوښمنان او ور پسي د دين دوښمنان شول او دا دي د موږ سياست او دادی د موږ سياسي فرهنگ.

يوه ښه او هوسا راتلونکي

يوه بي جنگونو،  يوه بي کودتاگانو، يوه بي بلواگانو ... راتلونکي. په دي معني نه چي ټول يو ډول فکر او يو ډول عمل وکړي. په دي معني چي له اختلافونو او توپيرونو سره په يوه سيستم کي په گډه ژوند وکړي چي هر څو ک خپل نظريات بيان کړي، خپل دريځ روښانه کړي، يو له بل سره سيالي او هم همکاري وکړي. يوه راتلونکي،چيري چي مخالفت دوښمني او مخالف دوښمن تعريف نشي.

يوه بي پرونه راتلونکي  يوه راتلونکي چي هلته د پيشوا، مير، امير، پهلوان... ځای نه وي او راتلونکي نسلونه به د دوي په نشتوالی کي ډير ښه او هوسا ژوند وکړي او له خپله منځه به وړ، چمتو، زړور او لايق رهبران را وباسي. موږ بايد د نويو انديښنو چي د واقعيتونو انعکاس او  ستونزو ته ځواب وي د ځوان نسل باور تر لاسه کړو  او  د يوې ارماني راتلونکي په ځای د يوې عملي راتلونکي تصوير ورکړو. موږ ځوان نسل ته په روښانه ټوکو کي ووايو چي يوه ښه راتلونکي د کومو ارزښتونو په واکمني کي په واقعيت بدليږي. موږ بايد ځوان نسل په ښکاره ووايو چي د سياست قومي کول، د سياست مذهب، کول، د سياست نژادي کول... يو ويشونکی عمل دی. دا  ټولنيزه بي باوري را منځ ته کوي، دا انسانان د يو بل په وړاندي دروي او د بحران او جگړي په لور د ټولني لارښوونه کوي. موږ ځوان نسل د هغو ارزښتونو په هکله هم ښکاره خبري وکړو چي په ټولنيزو ويشونو او ټولنيزو بي باوريو غلبه کوي او په ټولنه کي يو ځای کونکی رول لري او دا انساني ارزښتونه دي.