03.11.2017

دستگیر روشنیالی

ديالوگ

عقل، صداقت، باور او پرانيستوب

"عقل" به په يو بل د پوهيدلو، "صداقت" به د باور د رامنځ ته کولو، "باور" به له يو بل سره  د غوښتنو د گډولو او "پرانيستوب" به د ستونزي د غوټو په خلاصولو کي مرسته وکړي.

 ديوه جوړونکي ديالوگ ځانگړتيا په دي کي دی چي دواړه خواوي د عقل پيروي کوي او دواړه خواوي دي ته چمتو وي چي  يو بل واوري او له يو بله زده کړي. په اختلافونو پرانيستي او سپيني خبري وکړي.

پرانيستوب کولاي شي له يو بل  د نظرياتو او غوښتو په پوهای کي  سره مرسته وکړي. که خبري پرانيستي او سپيني نه وي گډ پوهاوي هم نه را منځ ته کيږي او په طبعيي توگه گډ هدفونه هم نه ټاکل کيږي.

 دلته دنده د اختلافونو له منځه وړل نه دی. دنده د يو بل ماتول او ټيټول هم نه دی. دنده د باور ايجاد کول او له يو بل سره د فکرونو اوغوښتنوشريک کول دي. دنده  د اختلافونو تر منځ د گډي ژبي پيدا کول او د اختلافونو تر منځ د باور د پلونو جوړل  او د گډ پوهاوي را منځ ته کول دي. اختلافونه  له منځه نه ځي. له اختلافونو مه ويريږه.  اختلافونه طبيعي او هميشني دي. دا اختلافونه دي  او دا له يو بل سره د نظريو تفاوتونه دي چي موږ ديالوگ ته کينوي او دا اختلافونه دي چي توافق په ضرورت بدلوي. په هغه ټولنه کي چي له اختلافونو او تفاوتونو ډکه وي ديالوگ يو ضرورت دی، ترڅو په نفرت او سوءتفاهم غلبه وشي، ترڅو د يو بل دريځونو درک شي.  

ايديولوژي نه په عقل وزن کيږي،  نه د باور را منځ ته کولو وړتيا لري او نه د پرانيستوب منلو ته چمتوالی.

 له هغوي سره چي د زور، خشونت او جگړي ستاينه کوي، له هغوي سره  چي د تا غوښتنو ته په ټوپک ځواب درکوي، له هغوي سره  چي په منطق او استدلال باور نه لري او له خپلو نظريو د باندي واقعيت نه پيږني  د عقل په بنياد بحث کول ممکين نه دی. دا ډول وگړي له قناعت او قناعت کولو بيگانه دي او ته نشي کولاي له دوي سره خپلي نظریي او خپلي غوښتنې گډي کړي.  هغوي فکر کوي چي حق له دوي سره دی او دوي ځانونه د حق او حقيقت مالکان گڼي. دوي فکر کوي چي تر ټولو ښه او تر ټولو برتر دي.  هغوي تا ته، د تا نظرياتو او استدلال ته اهميت نه کوي او هڅه یي دادی چي خپلي نظریي در باندي تحميل کړي او ته هم د دوي په شان شي. دوي خپلي نظريی او غوښتني ايديولوژيکي کوي او دوي ته په نورو د خپلو نظريواو غوښتنو تحمل کول يو مقدس مکلفيت ښکاري او د مکلفيت تر سره کول زور او ټوپک هم توجيه کوي او همدلته دی چي دواړه وژل او جگړه کول هم په مکلفيت بدليږي. سره ددي چي د نظريو او فکرونو اختلاف د انسان فطرت دی او موږ نشو کولاي دوه  وروڼه او يا دوه انسانان چي يو شان ته خوی او يو شان فکر ولري پيدا کړو.  خو ايديولوژيک بي فکره لښکر په تفاتونو او د نظريو په اختلافونو باور نه لري. دوي د هر څه يو شان کول غواړي او دا ډول غوښتنه نه يوازي عقلي توجيه نه لري، بلکي يو ناممکين کار هم دی.