دستگير روشنيالی

 

د ماتی تر ټولو لوی لامل د ټولني بي تفاوتي دي

پرون بيا نه راځي نن را رسيدلی نه دی.

د هري ورځي په تيريدو ناوخته کيږي، دلته د تصميم نيولو لحظي لا پخوا را رسيدلې دي، خو تصميم نه نيول کيږي او دا د بايلونکو کار دی.

په افغانستان کي تر ټولو لوی او تاثير لرونکي حقيقت جگړه، ترور او خشونت دي، کومو چي ددي هيواد هر وگړی او هره کورنۍ يي اغيزمن کړي دي.خو له بده مرغه ټولنهداسي چلند کوي چي هيڅ هم نه دي واقع شوي او يا هيڅ هم نه دي پيښ شوي او يا هم دا يو منل شوی برخليک دی... “ قلم به مو همدا ډول وهل شوی وي”“ همدا به تقدير وي”“په همدي حالت راضي يو، حالت مو له دي ډير خراب او ډير بدنشي”...“ دا دما مشکل نه دی” “ د ما يي څه”...

رښتيا دلته د سولې،ازادی او هوسايني په لور لاره څومره اوږده او څومره سخته دی. له درو لسيزو زياته موده کيږي چي دا ټولنه هره لحظه او هره ورځ د ژونداو تباهي په بيهيو په بل پسي فرصتونه له لاسه ورکويسره ددی چي لا ډير پخوا د تصميما و د خوا د نيولو لحظي راسيدلې خو ټولنه په دوه لاري کي ده او يو انتخاب يي نه دي کړي. دلته پرون تير شوی نن را رسيدلی نه دی. د انسانانو په ژوند کي داسي لحظی او داسي وختونه راځي چي دوه خواوي او يا دوه لاري د برخليک په سر ولاړي وي.خو په دي دوو لارو کي هميشه يوه لاره او يا يوه خواو دی چي د نيکمرغي په لور د وانسانانو لارښوونه کوي او د يوي خوا انتخاب دی چي برخلیک ټاکي.

ټولنه د دو لارو په سر ولاړه ده

په ځانگړي توگهپه سياست او سياسي ژوند کي لاري او خواوي شته دي او د يوي خو پهانتخاب کولو سره د سياست لوری هم معلوميږي او همدلته دی چي د لاري انتخاب ځانگړی اهميت پيدا کوي او هڅه وشي چي سمه خوا،سم لوری،د نيکمرغي او پرمختگ لوری انتخاب شي.

په افغانستان او د افغانستان په شان په هيوادونو کي په دي هکله تر ټولو لويه ستونزه او لوی گواښ د ټولني بي تفاوتي دی. همدا د ټولني بي تفاوتي اصلي او ټاکونکي ستونزه ده چي د جگړو، بحرانونو، رنځونو، بدمرغيو... له اوږديدو او سختيدو سره مرسته کوي.

سره ددي چي ټولنه او د ټولني هرغړی له سياست او سياسی عمل متاثير کيږي، خو ټولنه پهسياست او د سياسي پريکړو په بهير تاثير او نفوذ نه لري او سياستونه د ټولني په غيابت نيول کيږي. دلته نه یوازي يوه ميليوني ټولنه د سياست په هکله خپل حق له لاسه ورکوي، له سياست بيگانه کيږي، بلکي سياست هم د ټولنيز ملاتړ او ټولنيزي پشتواني په ځای په زور... تکيه کوي.  

د دريم جگړيز قوت او يا هم له بهره د مداخلي ضرورت

 زه داسي هيواد نه پيږنم چی د افغانستان په شان يرغلونه ورباندي شوي وي او اوس هم د يرغلونو او بهرنيو مداخلو تر ټولو تود ميدان دي. په افغانستان کي اساسي ستونزي جگړه او سياسي بي ثباتي نه دي. اساسي ستونزه ټولنيزه بي ثباتي او د جگړي، بحران ... په هکله د ټولني بي تفاوتي دی.

د ټولني بي تفاوتي د جگړي د خواو تر منځ يو ډول تعادل را منځ ته کړي چي یوه خوا همپه پیاوړی دریځ کي نه دی او دبلي خوا د ماتولو وس نه لري. همدا حالت او همدا تعادل دی چي په جگړه کي د دريم لوری او يا دريم جگړيز قوت ضرورت را منځ ته کوي او د بهرني مداخلي لاره همواروي. دا ډول تعادل او د ټولني بی تفاوتي نه يوازيپه خپله د جگړي د دوام په معني دی، بلکي ټولنه د خپلو بحرانونو په حل کولو کي هم پاتي راځي اود بحران د حل له پاره له بهره د مرستي غوښتنه کيږي. په داسي حال کي چي د دواړوجگړي او بحران اصلي قرباني يي په خپله ټولنه ده.

افغانستان د دا ډول حالت يوه روښانه بيلگه ده چي يو په بل پسي د دريم جگړيز قوت او يا هم له بهره د لاسوهني ضرورت را منځ ته کيږي. دا د ژوند او ژوند کولو منطق نه دی چي يوه ټولنه د جگړي، بحران او د خپلي تباهي په هکلهد بی تفاوتي دريځ ولري. دا په عمل کيپه تدريجي توگه ځان وژني ته تن ورکول دی.

له چا سره د چا په ضد؟

 په افغانستان کي ټولنه له دولت سره هم اهنگي نه لري او دولت له ټولني سره.په فرانسه کي دواړه دولت او ټولنه له يو بل سره په همکاري کي د ترور په ضد د اعتراض کولو په منظورکوڅو ته را ووتل او دا نه يوازي ترور ته ځواب وو، بلکي د دولت او ټولنی هم اهنگي هم وه.په فرانسه کي د ترور کولو په ضد د اعتراض کولو په ميليونو لاسونه پورته شول، خو په افغانستان او پاکستان کي د زرگونو خلکو د ترور کولو او وژلو په اعتراض کي نه څوک اعتراض کوي او نه څوک کوڅو ته راوزي. او وژونکو ته همد حامد کرزی “ وروڼه”او محمد اشرف غني احمدزی “ سياسي مخالفين” ويل کيږي.

  ددي بي تفاوتي معني دادي چي دلتهټولني تر اوسه په روښانه توگه د جگړي او سولې تر منځ، د طالبانو او دولت تر منځ انتخاب نه دی کړي او ددي معني دادی چي ټولنه تر اوسه د دولت او طالبانو د ځانگړتياو او هدفونوپه هکله روښانه او مشخصپوهاوی او در يځ نه لري او ټولنه دي نتيجي ته نه دي رسيدلې چي څوک څه غواړي،څوک، څوک دی او څوک په چا بری مومي او يا د چا تر خوا ودريږي.

دا اسانه او ساده کار هم نه دی په دي هکله ستونزه دا هم دي چي ديني، فرهنگي او قومي باورونه ټولني او د ټولني دي او هغي برخه ته څومره اجازه ورکوي چي د دولت او يا د طالب په ضد دريځ ونيسي او يا هم ټولنه څومره د خپل برخليک او خپلي راتلونکي په هکله له دي باورونو په خپلواکي کي پريکړه کولاي شي او دا او هغه خواو نيولې شي؟

  نه يوازي ټولنه ، بلکي دولتهمد موجودو حالاتو، جگړي او په ځانگړي توگهد طالب په هکله هم ويشلي او هميو روښانه تصوير نه لري او دا په طبعي توگه له يوي خوا د دولت او ټولني همکاري او باور له منځه وړي او له بلي خواهم دولت او همټولنه د خطراتو په وړاندي کمزوري کوي.په دواړو دولت او ټولنه کي د جگړي او د جگړي د هدفونو،د طالب، د طالب د عمل او د طالب د ايديولوژی په هکله بي شمارهپوښتنو ته ځواب نه دی ور کړل شویاو يو په بل پسي دولتونه هم د جگړي په هکله او همد طالب په هکله يو مشخص او روښانه تعريف نه ورکوي.

ـــــ ولې جگړه ده؟

ـــــ د جگړي اصلي هدف څه دی؟

ــــ طالب څوک او د څه له پاره جگړه کوي؟

ــــايا طالب دوښمن دی؟

ــــ ايا له طالب سره دوښمني کول له اسلام سره دوښمني نه دی؟  

ــــ ايا د طالب په ضد د دولت د خوا نيول کفر نه دی؟...

همدارنگه تر اوسه د پښتون او طالب په هکله روښانه دريځ او پوهای نشته دیاوپه ټولنه کي دا تفکر هم شته دی، “طالبان پښتانه دی” “ پښتانه طالبان دي”“ د طالب مقاومت،ملی مقاومت دی”“ له طالب سره جگړه له پښتون سره جگړه نه دی”“ د طالب ماتي د پښتون ماتي نه دی”... تر څو دي پوښتنو ته ځواب ورنکړل شي او دولت هم په دي هکله يو روښانه او څرگند دريځ غوره نه کړي د ويشلو او د بي تفاوتي همدا له گواښ ډک حالت به هم ادامه لري.

  هيڅ چا د طالب او ملا په شان پښتانه وژلې،خوار، بي وزله، ځورولې، توهين او، تحقير کړي نه دي. هيڅ چا د طالب او ملا په شان د پښتنو د پرمختگ، بدلون او نيکرغه کولو لاره ډب کړي نه ده.همدا نن د طالب او ملا د عمل په نتيجه کيپه سلگونو زره پښتانه ماشومان ښوونځيو ته نه ځي او په پښتنو کي دزده کولو، ورزده کولو او جوړولوپروسه ځای په ځای ولاړه ده. د ژوند او راتلونکي ژوند لاره خو له زده کولو، ورزده کولو او جوړولو تيريږي.

 له دي ټولو ناخوالو سره سره بيا هم پښتانهد طالب په هکله روښانه دريځ نه لري او تر اوسه يي داوس او پوهاوی نه دی پيدا کړي چي کومه خوا ونيسي اويا ځان له طالبانو را جلا کړي. که دلته او هلته د طالبانو په ضد پاڅونونه کيږيمحلي بڼهلري او ټولنيز ملاتړ نه پيدا کوي. په دواړو افغانستان او پاکستان کي بل هيڅ قوم د پښتنو په شان د ملاـ طالب او د مذهبي بنيادگرايي په يرغمل او ښکاربدل شوی نه دی. هيڅ بل قوم د پښتنو په شان د جهل، کرکي او ناپوهي په اسارت کي نه دي.

د همدی قوم سيمي د دنيا د تر ټولو خطرناکو تروريستانو په ځالو بدلې شوي دي او ددي ډلوپه وړاندي يي مفاومت له لاسه ورکړي.په دي قوم کي هغوي ته چي هره ورځ يي وژل کوي وژونکي نه ويل کيږي.هغوي ته چي د ماشومانو را تلونکي يي غلا کوي غل نه ويل کيږي، مستبد ته مستبد، ظلم ته ظالم او قاتل ته قاتل ... نه ويل کيږي. څوک ملا ته ويلي شی.ملا،دا قتلونه او دا وژني په جوماتونو ، مدرسو کي د تا په فتواگانو پلان کيږي... دلته ملا د انسانانو د ژوند او مرگ په مالک بدل شوی. 

هغه ټولنه چي د بدلون وړتيا له لاسه ورکوي نور به يي بدلوي

پښتني ټولني د بدلون وړتيا له لاسه ورکړي او اوس يي نور بدلوي. په دي ټولنه کي عقل،سياست، پوهي، هنر، موزيک ... ماتي خوړلې. دا ټولنه د استعدادونو په گورستان بدله شوي ده او دلته جهل او تعصب واکمن شوی دي.هلته په وزيرستان کي پاکستان د خپلی اجندا سره سم ددي ټولني د بدلولو کار پيل کړی دی. پښتني ټولنه يوه خپلواکه ټولنه نه دی.خپلواکه ټولنه هغه دی چي وگړي يې په ځان، په خپل ژوند او په خپله راتلونکي د پريکړي کولو په کار کي خپلواک او په خپل برخليک واکمن وي. خپلواکه ټولنه هغه وي چي د ماشومانو برخليک او راتلونکي يي د جهالت او کرکي په قرباني نه بدليږي. په هغه ټولنه کي چي مور او پلار ښوونځي ته د خپلو ماشومانو د ليږلو وس او توان نه لري يوه يرغمل شوي ټولنه ده.دواړه ازادي او خپلواکي په پوهنه او کار کي دي. انسانې ټولنه د کار او پوهي په برکت د ودي او پرمختگ لاره وهي او بدلون مومي له يوي ټولنې څخه پوهه او کار اخستل د هغي ټولنې د ورکيدو په معنی دی.دا ډول يوه ټولنه په اساني د هر چا په وسيله او لښکر بدليږي اوخپل ځان په خپله تباه کوي. رښتيا ددي ډول يوي ټولني تاريخ به څه وي او ددي ډول يوي ټولني وياړونه او يادونه به يي څه وي؟؟؟

رښتيا، هغه ټولنه، هغه قوم، هغه کلی... به څه تاريخ،څه همت او څه وياړ ولري چي د خپلو ماشومانو د زده کړي دحق او ښي راتلونکي دفاع نشي کولاي؟؟؟

بي له شکه ددي ډول يوي ټولني په هکله به د تاريخ او راتلونکو نسلونو قضاوت ډير سخت او ډير َی رحمه وي.

دنده له بي تفاوتي د ټولني ژغورل دي

هغه ټولنه چي بي تفاوتي ته تن ورکوي او هغه مني د خپلي تباهي لاره همواروي.

 په ټولنه کي موجود حالت ښيي چي دلته، يوه پراخه ټولنيزه بي حسي مسلطه شوي ده،خلک د هغه څه په هکله چي هره ورځ يي ترمخ او شاوخوا تيريږي بي حسه او غلي پاتي کيږي اودا د يوې ټولني د ناکامي څرگندي نښاني دي.دا د يوې ټولني تصوير دی چي يوه برخه يي هم سم او وړکار نه کوي او په فرهنگي، مذهبي او دوديزو بندونو کي داسي را نغښتي چي د ژغورلو لاره يي ورکه کړي ده.

   دا ټولنه دومرهپه ذهني استبداد کي ډوبه ده او له ظلم او ظلم کولو سره عادت شوي چي د ژغورلو له پاره له استبداد پرته بل الترناتيف نه پيږني او دلته استبداد په استبداد او ظلم په ظلمبدليږي او دا هم طبيعي دی چي استبداد پالونکي ټولنه په استبداد او ظلم پالونکي ټولنه په ظلم تعريف کيږي او په دا ډول يوه ټولنه کي هر وگړی په پوتانشيل توگه يو مستبد او يو ظالم دی. رښتيا دلته څوک وو چي واک يي ترلاسه کړ او په يوهمستبد بدل نشو؟دلته څوک وو چي واکمن شو او په ظالم بدل نشو. د لته دواړه د ټولنيز عدالت او د ازادي قهرمانان او د الهي نظام جوړونکيهم د استبداد او هم د ظلم په اتلانو بدل شول.

   په دي ټولنه کي استبدادی او د زور چلند په فرهنگ او دود بدل شوي. نه يوازي د ښځي او نر تر منځ، نه يوازي په کورنيو کي،نه يوازي د قومونو او مذهبونوتر منځ په اړيکو کي عادلانه او برابر چلند نشته دی، بلکي په سياست کي هم ورته چلند شته دی او يو شمير يي چمتو نه دي بل ډول سياسي نظريات تحميل کاندي او يايي واوري. همدا شانپه دي ټولنه کي هغه فکري چاپيريال نشته دی چي فرد او جمع تر منځ اړيکي په مدني او انساني معيارونو تنظيم شي او دلته په ښکاره له انسان او انساني معيارونو سره دوښمني کيږي او ورته کفر ويل کيږي. 

له ما سره هميشه دا پوښتنه شته دی،په افغانستان کي نږدي هره ورځد فساد، اختلاس، غلا، غصب کولو، وژلو، سرونو پريکولو، د انسان د پوزي، غوږنو، ژبی... غوڅ کولو ...خبرونه خپريږي، په ماشومانو جنسي تيري کيږي... خو دلته په ميليونونو انسانان غلي، چپ او بي تفاوته پاتي کيږي. ايا دي ټولني د خپلي تباهي او ړنگيدولو فيصله کړي ده؟

 ا يا دا ټولنه په هميشنۍ توگه غولول شوې چي د هرغولونکی او د هر دروغجن په لښکر بدليږي او له اسمانههر را لويدنکی کاڼی د همدي ټولني په سر ولويږي؟؟؟

د ټولني د ښې پيږندني او ددي ټولني په عمل کولو د پوهای له پاره بايد لاندي پوښتنو ته ځواب ورکړل شي.

ــــولې افغانستان د فرهنگي خواري په اسارت کي دی او ددي اسارت لاملونه څه دي؟

ــــ ولې خلک د هغو خطرونو په وړاندي چي په ټولنه کي تيريږي بی تفاوته پاتي کيږي...

ــــ چا او څه شي ټولنه ددي خطرونو په وړاندي بي تفاوته او بي حسه کړي ده؟

ـــــ ايا دا د بي تفاوتي چلند د ټولنيز ژوند ټولو سياسي، فرهنگي، اخلاقو برخو ته گواښ نه دی؟

بي له شکهدا ناورين دي چي ټولنه د هر څه په وړاندي غلې او چپ پاتي کيږي. دا حالت د نابودي په لور د ټولنې لارښوونه کوي.د بي تفاوتي موجود حالت دولت کمزوری او ناکام کړي او ټولنه يي يرغمل کړي ده. دا د ماتي او تباهي په لور حرکت دی اوپه عمل کي ټولني د همدي ناخوالو په وړاندي د مقاومت احساس او ځواک له لاسه ورکړی. همدا د ټولني بی تفاوتي ده چي غله،غولونکي، ثروت ټولونکي او رياکاران ور باندي حکومت کوي. 

 په دي ټولنه کي د خوارانو اوبډايانو تر منځ واټن په ژوريدو دی او دلته له يوې خوا د هري ورځي په تيريدو سره واک او ثروت د يوې وړې ډلې په لاسونوکي را ټول او متمرکز کيږي او له بلي خوا په ميليونونو انسانان په کار، ډوډئ او کور پسي سرگردانه دي او له نويو نويو بدمرغيو سره مخامخ کيږي. دلته عملآ هر سړي د ټولنيزو گټو په ځای په خپلو شخصی گټو پسي گرزي او همدا دليل دي چي وگړي دجگړي، پيښو د بحرانونو ... په وړاندي بی تفاوته پاتي کيږي.

“ خير دی که هغه خوار دی زه خوار نه يم. خير دی که هغه وږي وي زه وږي نه يم. خير دی که هغه لوڅ وي، زه لوڅ نه يم. خير دی که هغه بي کوره دی زه بي کوره نه يم...”په دي ناوړه چلند برسيرهکه يو وگړی لږ له خپلې بدي ورځي را ووزي يو څه ثروت پيدا کوي بيا خپله شمله په اسمان پوري غوټه کوي، کبرجن او مغرور کيږياو غواړی نور په مزدوري او غلامي ونيسي او دا د فرهنگي خواري تر ټولو بده او شرمونکي بيلگه دی.

د “توطئي تئوري”يا د دولت ناکامي او د ټولني بی تفاوتي

فغانستان او د پيښو د سويچ کولو تئوري او يا له باندي د بدلون تحميل کول.

موږ نه بايد د ټولنيزو او سياسی پيښو جوړښت، وده او پيښيدل، ددي او هغه بهرنی ځواک پوسيله د سويچ کولوسطحي ته راټيټ کړو او يا ور باندي باور وکړو چي دا د “ د توطيي نظريه” دي چي پیښو ته لوری ورکوي. سره ددي چي د “ توطيي نظريه “ شته.خو هر څه په دي پوري تړل د پيښو ساده کول دي.داسي ځواکونه او دا ډول سويچونه نشته دي چي پيښو ته قومانده ورکړي، د اوربل او اورمړ امر ورکړي،پيښو ته کين گيرس، ښی گيرس او شاگيرس ووايي.

 سره ددي چي بهرني ځواکونه په نورو هيوادونو او له دي جلې په افغانستان کي لاسوهني کوي، اغتشاشونه، بلواگاني، جگړي، کودتاگاني... لمسوي، خو د پيښو سويچ د هيچ ځواک په لاس کي نه دی او نه پيښو ته د فلم په شان سناريو جوړيږي. روسانو په افغانستان کي لويه غميزه ايجاد کړه، خو هغه څه يي ترلاس نه کړل چي غوښتنه يي درلوده او غرب هم هغه لاس ته راوړنې نه لری چي تمه يي کوله. افغانستان نه په اسلامي دنيا کي د سوسياليزم او نه هم د دموکراسي په مودل شو. ناتو افغانستان له خپلو ليبرال انديښو سره راغی، خودلته د ډبري په شان له کلک کنسرواتيزم سره مخامخ شو

د پيښو د رامنځ کيدو او د هغوي د ودي په کار کي اصلي لامل د ټولني په سياسي، ټولنيزو او فرهنگي جوړښتونو کي پروت دی او بهرني دسيسي د کورنيو ځواکونو او ډلو په مرسته عمل کيږي.بهرني لاسوهني او دسيسيپه زياته اندازه هغه ټولنه متاثير کولاي شي چي ناروغه وي، ويشلي وي او ټولنيز باورکمزوري شوی وي. سياسي او مذهبي ډلې د نورو په خدمت کي وي.

که په يوه هيواد کي اشوبگر نه وي، بهرنيان څه ډول کولاي شی په دي هيواد کي اشوب را منځ ته کړي. که په يوه کي کودتاچيان نه وي، بهرنيان څه ډول کولاي شی په دي هيواد کي کودتا وکړي. که په يوه هيواد کي انقلابيون نه وي ، بهرنيان څه ډول کولاي شی انقلاب را منځ ته کړي. که د پاکستان د لاسوهنو له پاره په خپله افغانان د هغه په لښکر بدل نشي، پاکستان څه ډول کولاي شي جگړي ته ادامه ورکړي؟؟؟؟

د “ توطيي تيوري” په ټولنه کي مشخص گروپونه او ډلې نښاني کويديني، قومي او لساني احساساتو ته لمن وهي. روسانو په مشخصه ډله یا ډلو تکيه وکړه او خپل لاسوهنو ته يي په يوه ايديولوژي توجيه ورکوله او نن پاکستان چي د شوروی په پلونو روان دی خپلي لاس وهني په دين توجيه کوي. خو په دواړو حالاتو کي د ناخوالو اصلي مسؤليت په خپله د افغانانو په اوږو پروت دی.

د “ توطئي تئوري” نظريه او د هغي عمده کول يوه ميليوني ټولنه د وسيلي سطحي ته را ټيټوي او په اصلي او ټاکونکو لاملونو پرده غورزوي. په ځانگړي توگه دواړه چپ اوښی افراط په دي هکله له واقعيتونو لري دريځونه لري. زه له هغوي سره چي د افغانستان د ستونزو ملامتي په يو اړخيز ډول په نورو يا د “ توطئي تئوري” غورځوي توافق نه لرم او دا له دواړو ستونزو او مسؤليت د تيښتي لاره ده.

ستونزه د د “ توطئي تئوري”نه دی. ستونزهدولت ناکامي او د ټولني بي تفاوتي دی.د “ توطئي تئوري”يوازي د افغانستان له پاره نه دي جوړه شوي او دا تئوري پولې نه پيږني. خو پياوړي دولتونه او بيداره ټولني ددي په وړاندي مقاومت کوي. افغانستان هم کولاي شی ددي په وړاندي مقاومت وکړي او يي تاثير کمزوري کړي.خو د ددولت دناکامي او د ټولني د بي تفاوتي چاره به څه ډول کيږي؟

د افغانستان تجربهرا ښيي، هغه ټولنه چي د بدلون او د بدلولو استعداد له لاسه ورکوي له يوې خوا وسله والو ټکرونو، بلواگانو، جگړو ته لاره همواروي او له بلي خوا له بهره د لاسوهنو او يرغلونو سبب کيږي. په افغانستان او د افغانستان کي د بدلون د وړتيا او ځواک نشتوالی دی چي دا هيواد يي له لويو تراژيديو سره مخامخاو د بهرنيانو د يرغمل په ميدان بدل شوی دی.

 

د رهبرانو په ځای په ځان پسي ولاړ شي

د جادوگر د سوټی په ښورولو ستونزي نه حل کيږي.

موږ عادت يو او د ستونزو په حل کولو کي د معجزو په تمه کينو او هغه معجزی چي هيڅکله نه واقع کيږي. يا هم د موږ هڅه دا وييو معجزي ته ورته رهبر پيدا کړو. يو نابغه چي په يو ځل او د هميشه له پاره ستونزي حل کړي او يا د هغه جادوگر انتظار باسو چي د خپل سوټی په ښورولو سره هر څه ځای په ځای او ټولنه له ستونزو خلاصه شي.

کلهد “ دشرق نابغه” “دتاريخ زوی” “ دسپيده داغ قوماندن” “ رهبرفرهمند و خردمند”په لښکر بدل شوو ، کله مو خپلې هيلي د “مير” “امير” “اميرالمومنين”پوري غوټه کړي او کله هم دددي او هغه رهبر د ساده گي او احساساتو او کله هم د “ جهادی رهبرانو” د رياکاری او غولولوښکار شوو. اوس هغه وخت راغلی چي له عقل کار واخلو.د “ مطلق عدالت” “مطلقي برابري”... آرماني او خيالې هدفونه خوشي کړو. له واقعيت او ستونزو سره په مخامخ کيدو کي پراگماتيک چلند غوره کړو

سیستم بايد جوړ شي- يو بدلون منونکي او بدليدونکي سيستم

ټولنه په رهبرانو، اتلانو، بابا گانو، پهلوانانو، ساده گانو، رياکارانو... پسی د گرزيدو په ځای بايد سيستم جوړ کړي.يو سيستم چي په هغه کي هرڅه په خپل ځای وي. دين په خپل ځای، دولت په خپل ځای، فرهنگ په خپل ځای ... وي.يو سيستم چي په هغه کي د ټولني ټولې برخي فعالې او کار وکړي او يو بدلون منونکي او بدليدونکي سيستم وي. تر څوسيستم جوړ نشي دلته به همدا شان جگړي او بلواگاني رواني وي. دلته به همدا شان د رياکارانو، غولونکو، اميرانو، پيشواگانو ... بازار گرم وي.

دلته هيڅ جوړښت، هيڅ ارزښت، هيڅ نورمپه خپل ځای نه دی. هیڅ يو يي خپل مشخص قلمرو نه لري او نه د نورو قلمرو او پولې پيږني. دين، سياست، فرهنگ، رواجونه. دودونه، حاکميت او حکومت له يو بل سره گډ شوي دي او هر يو د تحميل کولو هڅي کوي. دين د دين په ځای کي نه دی. فرهنگ د فرهنگ په شان عمل نه کوي. رواجونه او دودونه هره ورځ له انسانانو قرباني اخلي. سياسی خپلواکي له لاسه ورکړي او ناکام شوی دی.

همدا ننپه افغانستان کي ټولنه د ټولني او دولت د دولت په شان عمل نه کوي او د خپلي ارادي په عملي کولو هميشه پاتي راغلی دی. دولت د خپل رول، خپلې اتوريتي،خپل تاثيراو د قانون د واکمني په ځای د ستونزو د حل په منظور مشر، قومي مشر، ملا، سپين ژيری... ته گدايي کوي. پداسي حال کي چي دا عنصرونه په خپله د ستونزو برخياو ستونزي پيدا کونکي دي.

دلته د سيستم نشتوالی او د جوړښتونو او ارزښتونو گډودي يو توره او تړلې دايره جوړه کړي چي له يوې ميليوني ټولنني يي د راوتلو لاره يي ورکه کړي ده. په عمل کي دي حالت ټولنه معيوبه کړي ده. همدي معيوب څرنگوالې د وگړو نظريات، اخلاق، چلندونه او رفتارونه هم په کلکه متاثير کړي هر څوک په هر چا کار لرياو آن تر دي چي د يوه وگړي خصوصي حريم تههم ورننوزي او درناوی يي نه کوي.

سيستم په جوړښتونو او ارزښتونو جوړيږي.جوړښتونه په ارزښتونو تکيه کوي، په ارزښتونو توجيه او قانونيت پیدا کوي او د ارزښتونو په وسيله بدليږي. نن په ټولنه کي بايد کوم جوړښتونه واکمن شي او څه ډول عمل وکړي او ددی معني دادي چي په ټولنه کي د انسانانو تر منځ اړيکي څه ډول تنظيم شي نن ټولنه څه ته ضرورت لرياوکوم ارزښتونه دي ضرورتونو ته ځواب ورکولاي شی. خرافات، افساني او نه بدليدونکي دگمونه ددي ضرورتونو ځواب نه دی.

یو سيستم بايد جوړ شي چي د هغه په واکمني کي ټولنه د يوه ژوندي ارگانيزم په شان عمل وکړي. ټولنه يو ژوندي ارگانيزم دی او ژوندي ارگانيزم د هر څه په وړاندي عکس العمل ښيي.په يوه ژوندی ارگانيزم کي هر غړی خپله دنده او خپل رول لري او د هغه د هر غړي پاتي را تلل ټول ارگانيزم متاثير کولاي شي. يو فعال او سالم ژوندی ارگانيزم هغه دی چي ټول غړي يي اکتيف او فعال وي او د هر څه په وړاندي حساسه وي. يو سيستم چي په هغه کي د ټولني هر وگړي بايد د سياسي، ټولنيزپرمختگ په کار کي برخه واخلي او دا به په عملي توگه د ټولني بی تفاوتي له منځه يوسي.